الکترومقناطیسي وړانګې په دوو ډولونو وېشل کېدی شي: آیونیز کوونکې وړانګې او ناآیونیز کوونکې وړانګې، د واحد فوټون د وړتیا پربنسټ چې له ۱۰ څخه ډېر الکترون ولټ انرژي لري ترڅو اتومونه آیونیز کړي یا کیمیاوي بانډونه مات کړي. اوچت ماوراء بنفس او لوړې فریکونسۍ لکه د ایکس ورانګې یا د ګاما وړانګې آیونیز کوونکي دي او دوی خپل ځانګړي خطرونه رامنځته کوي: د وړانګو زهري کونه وګورئ. [ ۱]
د وړانګو ترټولو عام روغتیایي خطر د لمر سوځېدنه ده، چې متحده ایالاتو کې په کال کې تقریباً د ۱۰۰۰۰۰ او ۱ مېلیون تر منځ د پوستکي نوي سرطانونه رامنځته کوي. [ ۲] [ ۳]
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او د سرطان د څېړنې نړیوالې ادارې (IARC) په ۲۰۱۱ کال کې د راډیوفریکوینسۍ الکترومقناطیسي ساحې طبقه بندي کړې، چې ممکن د انسان لپاره سرطان رامنځته کوونکې وي (B۲ ګروپ).[ ۴]
د الکترومقناطیسي ساحو څخه ډایالټریک تودوخه کولی شي بیولوژیکي خطر رامنځته کړي. د بېلګې په توګه، د آنتن شاوخوا کې درېدل یا لمس کول، پداسې حال کې چې د لوړې برېښنا لېږدونکي په فعالیت کې وي، د سوځېدنې لامل کېدی شي (دا میکانیزم د مایکرووېو تنور د میکانیزم سره مشابه دی). [ ۵]
د تودوخې اغېزه د الکترومقناطیسي انرژۍ د ځواک او فریکونسۍ او همدارنګه سرچینې ته د فاصلې معکوس مربع سره بدلون کوي. سترګې او بیضې په دې ناحیو کې د وینې جریان د کموالي له امله د راډیو فریکوینسي تودوخې سره ډېرې حساس دي، که داسې نه وی د تودوخې زیاتوالی یې له منځه وړی شوی. [ ۶]
د راډیويي فریکوینسي انرژي د کثافت په ۱ – ۱۰ ملي ولټ\سانتي متر مربع یا لوړو کچو کې کولی شي په نسجونو کې د اندازې کېدو وړ تودوخې لامل شي. د معمولي راډیويي فریکوینسي انرژي کچې چې عام خلکو ورسره مخ کېږي، د پام وړ تودوخې رامینځته کولو لپاره د اړینو کچو څخه زیاتې ټیټې دي، خو د لوړ ځواک راډیويي فریکوینسۍ سرچینو ته نږدې د کار ځانګري چاپېریالونه ممکن د خطر سر مخ خوندي حدودو څخه تجاوز وکړي. د تودوخې د اغېزې اندازه د جذب ځانګړی میزان یا SAR دی، چې واحد یې واټ پر کیلوګرام (W/kg) دی. IEEE او زیاتره ملي دولتونو د SAR پر بنسټ، عمدتاً د ICNIRP لارښودونو پر بنسټ د الکترومقناطیسي انرژۍ د بېلابېلو فریکونسیو سره د مخ کېدو لپاره د خوندیتوب محدود رامنځته کړي، چې د حرارتي زیانونو پر وړاندې له خلکو څخه ساتنه کوي. [ ۷] [ ۶] [ ۸]
د ټيټو کچو سره مخ کېدل[ سمول ]
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په ۱۹۹۶ کال کې یو څیړنیر کار پیل کړې ترڅو د EMR مختلفو سرچینو سره د خلکو د ورځ زیاتېدونکي مخ کېدو له امله روغتیايي اغېزې مطالعه کړي. د روغتیا نړیوال سازمان/ د سرطان څېړنې نړیواله ادارې په ۲۰۱۱ کال کې د راډیويي فریکوینسي الکترومقناطیسي ساحې د مغزي تورمور (glioma) د زیات خطر پر بنسټ طبقه بندي کړې، چې ممکن د انسان لپاره سطان رامنځته کوونکي وي (B۲ ګروپ)، دا ترمور د مغزي سرطان یو وژونکي ډول دی، چې د بېسیم تلیفون کارولو سره تړاو لري.
د ساري ناروغیو څېړنې د EM د څرګندتیا او د ځانګړو روغتیا اغیزو ترمنځ په ساحه کې احصایوي اړیکو ته ګوري. له ۲۰۱۹ کال راهیسې، د اوسني کار زیاتره برخه د سرطان په اړه د EM د ساحې څېړنه تر پوښښ لاندې راولي. داسې خپرونې شته چې د کمزورو غیر حرارتي الکترو مقناطیسي ساحو (بایو الیکترومقناطیس وګورئ) د پیچلو بیولوژیکي او عصبي اغېزو د شتون ملاتړ کوي، چې د ضعیف ELF الکترو مقناطیسي ساحې او ماډل شوي RF او مایکر موجونو ساحې په کې ګډون لري. [ ۹] [ ۱۰] [ ۱۱] [ ۱۲] [ ۱۳]
↑ Cleveland Jr RF, Ulcek JL (August 1999). Questions and Answers about Biological Effects and Potential Hazards of Radiofrequency Electromagnetic Fields (PDF) (4th ed.). Washington, D.C.: OET (Office of Engineering and Technology) Federal Communications Commission. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 30 June 2019. بياځلي په 2019-01-29 .
↑ Siegel RL, Miller KD, Jemal A (January 2020). "Cancer statistics, 2020" . CA: A Cancer Journal for Clinicians . 70 (1): 7–30. doi :10.3322/caac.21590 . PMID 31912902 .
↑ Cleaver JE, Mitchell DL (2000). "15. Ultraviolet Radiation Carcinogenesis" . In Bast RC, Kufe DW, Pollock RE, et al. (eds.). Holland-Frei Cancer Medicine (5th ed.). Hamilton, Ontario: B.C. Decker. ISBN 1-55009-113-1 . خوندي شوی له اصلي څخه په 4 September 2015. بياځلي په 31 January 2011 .
↑ Gaudin, Ph.D., Nicolas (31 May 2011). "IARC Classifies Radiofrequency Electromagnetic Fields As Possibly Carcinogenic to Humans" (PDF) . International Agency for Research on Cancer . خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 4 April 2012. بياځلي په 20 Nov 2021 .
↑ Barnes FS, Greenebaum B, eds. (2018). Biological and Medical Aspects of Electromagnetic Fields (3 ed.). CRC Press. p. 378. ISBN 978-1420009460 . خوندي شوی له اصلي څخه په 4 January 2021. بياځلي په 29 January 2019 .
↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Cleveland Jr RF, Ulcek JL (August 1999). "Questions and Answers about Biological Effects and Potential Hazards of Radiofrequency Electromagnetic Fields" (PDF) . OET Bulletin 56 (Fourth ed.). Office of Engineering and Technology, Federal Communications Commission. p. 7. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 30 June 2019. بياځلي په 2019-02-02 .
↑ "Standard for Safety Level with Respect to Human Exposure to Radio Frequency Electromagnetic Fields, 3KHz to 300GHz" . IEEE STD . C95.1-2005. IEEE. October 2005. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 May 2015. بياځلي په 23 May 2015 .
↑ International Commission on Non-Ionizing Radiation Protection (April 1998). "Guidelines for limiting exposure to time-varying electric, magnetic, and electromagnetic fields (up to 300 GHz). International Commission on Non-Ionizing Radiation Protection" (PDF) . Health Physics . 74 (4): 494–522. PMID 9525427 . خوندي شوی له the original (PDF) on 2008-11-13. بياځلي په 2022-07-29 . ;
↑ "What are electromagnetic fields? – Summary of health effects" . World Health Organization . خوندي شوی له اصلي څخه په 16 October 2019. بياځلي په 2019-02-07 .
↑ Delgado JM, Leal J, Monteagudo JL, Gracia MG (May 1982). "Embryological changes induced by weak, extremely low frequency electromagnetic fields" . Journal of Anatomy . 134 (Pt 3): 533–551. PMC 1167891 . PMID 7107514 .
↑ Harland JD, Liburdy RP (1997). "Environmental magnetic fields inhibit the antiproliferative action of tamoxifen and melatonin in a human breast cancer cell line" . Bioelectromagnetics . 18 (8): 555–562. doi :10.1002/(SICI)1521-186X(1997)18:8<555::AID-BEM4>3.0.CO;2-1 . PMID 9383244 . خوندي شوی له اصلي څخه په 16 December 2019. بياځلي په 29 June 2019 .
↑ Aalto S, Haarala C, Brück A, Sipilä H, Hämäläinen H, Rinne JO (July 2006). "Mobile phone affects cerebral blood flow in humans" . Journal of Cerebral Blood Flow and Metabolism . 26 (7): 885–890. doi :10.1038/sj.jcbfm.9600279 . PMID 16495939 .
↑ Pall ML (September 2016). "Microwave frequency electromagnetic fields (EMFs) produce widespread neuropsychiatric effects including depression" . Journal of Chemical Neuroanatomy . 75 (Pt B): 43–51. doi :10.1016/j.jchemneu.2015.08.001 . PMID 26300312 .