د افغانستان او روسیې اړیکي

د روسیې په پلازمینه مسکو کي د افغانستان سفارت ودانۍ
په کابل کي د روسیې سفارت .

د افغانستان او روسيې تر منځ اړيکي په لومړي ځل په ۱۹ پېړۍ کي راڅرګندي سولې. دا هغه وخت کله چي افغانستان د " لوی لوبې " په مرکز کي ځای پر ځای او د 1840 څخه تر 1907 پوري د افغانستان په اړه د روسیې او انګرېزانو سیاستونه پیل سوه. [۱]

د افغانستان او روسیې اړیکي
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد
ځایناستی د
نور اړين مالومات
ګډونوال

د تاریخونو پر بنسټ شوروي اتحاد لومړنئ هیواد وو چي په ۱۹۱۹ کي یې د افغان-انګلیس تر دریمې جګړې وروسته له افغانستان سره ډیپلوماټیکي اړیکي ورغولې. د ۱۹۲۱ کال د فبرورۍ په ۲۸ مه د افغانستان او شوروي اتحاد ترمنځ د دوستۍ تړون لاسلیک سو. [۲] ورپسې په 1929 او 1930 کلونو کي شوروي اتحاد د باسمچي غورځنګ په وړاندي په افغانستان کي مداخله هم وکړه.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د افغانستان پاچاهۍ له شوروي اتحاد سره دوستانه اړیکي ټینګي کړې او دې کار د افغانستان په پرمختګ کي تر ډیري کچي مرسته وکړه. د ثور له انقلاب وروسته دواړو هېوادونو په ۱۹۷۸ کال کي د دوستۍ نوی تړون لاسلیک کړ. شوروي اتحاد په 1979 کي پر افغانستان باندې د طوفان-333 عملیاتو په ترڅ کي یرغل وکړ. دغه اقدام د نړۍ په ډیرو اسلامي هیوادونو کې منفي غبرګونونه راوپارول[سرچينه پکارده] او د افغانستان په سوکالۍ او په هیواد کي د بې قانونۍ او بنسټپالو عناصرو په پیاوړتیا کي یې یو ډول مرسته وکړه. په ۱۹۹۲ کال کي د روسیې په ملاتړ افغان حکومت بیرته نسکور سو. روسیه اوس وخت په کابل کي سفارت او په مزارشریف کي قونسلګري لري او افغانستان بیا په مسکو کي سفارت لري.

د حامد کرزي په مشرۍ افغانستان یو له هغو څو هیوادونو څخه وو چې په ۲۰۱۴ کال کي یې د روسیې له خوا د کریمیا الحاق په رسمیت وپېژندی.

سرچينې

[سمول]

[۳]

  1. . 2011-07-01. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  2. . March 1980. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  3. . 2014-03-23. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)