د تونس کلتور

د تونس کلتور د درې زره کلن تاریخ تولید او د مختلفو قومي ډلو ترکیب دي. لرغوني تونس د تاریخ په اوږدو کې یو لوی او پیاوړي تمدن و. مختلفو کلتورونو، تمدنونو او یو لړ پرله پسې پاچاهیو د څو پيـړیو په اوږدو کې د دې هېواد په کلتور باندې بېلابیل تاثیرات درلودل. د دې کلتورونو له جملې کارتاژي ( د دوی اصلي تمدن) رومي ( رومي الاصله افریقایان)، ویڼدل، یهودي، عیسوي، عرب، اسلامي، ترکي، فرانسوي او همدارنګه د اصلي امازیه کلتورونه یادولي شو. د کلتورونه دغه رنګارنګ جوړښت تونس په مدیترانې کې د هغه د جغرافیې ستراتيژیک موقعیت له کبله د ماري نوسټرم د تمدنونه مرکز وګرځاو.

د تونس تاریخ د خپل بډایه ماضي ښکاروندی دي چېرته چې څو مدیترانې کلتورونو قوي شتون درلود. د کارتاژی جمهوریت تر سقوط وروسته، د روم امپراتورۍ د واکمنۍ په دوران کې دې امپراتورۍ په بېلابیلو سیمو او ښارونو تاثیر پريښود چې د هغې له جملې د الجم امفهایتر ښار او د کارتاژ لرغوني ښار چې د نړۍ د میراثي ځایونو په لیست کې شتون لري یادولي شو . الجم د تونس یوازینې ښار دي چې د نړۍ د اووه میراثي ځایونو په ټولګه کې شمېرل کېـږي.

په دې سیمه کې د افریقايي کلیسا په نماینده ګي د عیسویت له شتون څخه د څو پېړیو تيرېدو وروسته، عربي اسلامي فتحانو دا هېواد ټول ونیو او د القیرون په نوم د یو نوی ښار بنسټ یې کېـښود. القیرون  د مذهبي او فکري فعالیتونو د مرکز په توګه هم پېژندل کېـږي.  

د عثماني امپراتورۍ لخوا د تونس له الحاق سره د قدرت مرکز له تونس څخه استانبول ته ولېږدول شو. د قدرت دغه بدلون د عثماني امپراتورۍ د نوی ولایت محلي حکومت ته اجازه ورکړه تر څو له خپلواکه شي تر دې چې د فرانسې تر ملاتړ لاندې حکومت جوړ شو ( چې وروسته بیا د اشغال په سترګه ورته وکتل شول). د فرانسې دغه ملاتړ په تونس کې د لويدېځي فرانسې د کلتور اصلي عناصر بیان کړل.

د تونس د کلتور مهم عناصر متنوع کېدل او د یو ځانګړي او ګډ میراث وړاندې کول دي. دا میراث کولای شو په موزیمونو کې د لومړی سر په توګه تجربه کړو: لکه د باردو موزیم، د ښار د معمارۍ د جوړښت او تنوع په باره کې بیا د سیدي بو سعید او یا د تونس د مدینې ښار یادولي شو، په خواړو کې بیا پنیرونه او فرانسوي کروسینټ د پام وړ دي، او د دې ښار موسیقي بیا د اندلس او عثماني اغېزو ته اشاره کوي. ادبیات، سینما، دین، هنرونه او ورزشونه د تونس د کلتور نورې برخي دي. 

کلتوري تنوع

[سمول]

د اینکلوپیډیا په نوم د معلوماتو علم تونس د یو داسې هېواد په توګه بیانوي : چې هنر په اصل کې په دې هېواد کې هېڅ پرمختګ نه ده کړي، خو د بېلابیلو اغېزو تر تاثیر لاندې راغلي او د داسې جوړښتونو په واسطه پوښل شوي چې د دې هېواد د تاریخ د بېلابیلو دورو ښکاروندی دي. د کلتوري پالیسي د مطالې په اړه رفیق سعید په خپله نظریه کې دا واضح کړي چې ( دغه نسبتا کوچنې سیمې د تاریخ په اوږدو کې شتمنۍ ترلاسه کول، د کلتورونو تداخل، او د اخلاقو او عقیدو تر منځ مخالفت رامنځته کړي دي). جانیس روډس ډیلډال تونس ته توکمیز هېواد په توګه اشاره کړي او ویلي دي چې تونس د نورو مستعمرو په کتګورۍ کې نشي شمېرل کېدلي، دا ځکه چې د تاریخ په اوږدو کې د کلتورونو تنوع د تونس په میراث کې نغاړل شوي ده. [۱][۲]

د تونس د کلتور تاریخچه تر میلاد وړاندې دورې ته رسیـږي، دا ځکه چې د بو سالم قبرونه او د تونس په صحرا کې په تېـږو کې نقاشي دا واضح کوي. په سویل کې د ایل ګتار د ښار تر څنګ هرماون یو له پخوانیو مذهبي نندارتونو څخه دي چې په دې سیمه کې موندل شوي دي.

د تونس د کلتور غوړیدلو دوره د کارتاژیانو د تاثیر لاندې د فینسیانو او یونانیانو په شمول رامنځته شوه. داسې ډېر شواهد اوس هم شته چې د دې ښکاروندی دي چې د فینسیانو او د لوېدیځو هنري کارونه او د شیشې هنرونه په کارتاژي قبرونه کې شتون لري، په ځانګړې توګه په ماسکونو کې یې سینګار ډېر کاروه تر څو شیطاني اروا وباسي او یا یې ووژني، لکه د لوټس شکلونه چې په بېلابیلو څیزونو او هنري ډیزاین شویو ودانیو کې موندل کېـږي. د کارتاژ او ال الیا د هدیرو څخه په تابوتونو کې نقاشي او مجسمه جوړونه، او د ډوکا د مقبرې معمارۍ د یونان او مصر د ګدې اغېزې تر تاثیر لاندې هنر شمېرل کېـږي.[۳]

د دې سربیره، موږ د هالینک د اغیزو یو نښه موندلي چې د رومي او فونیک کلتور سره یووالي لري. په تونس کې په یوې موندل شوي مجسمه کې د یو ځانګړې تګلارې په لور توپیراو همدارنګه سمبولیک تکامل شتون لري چې د بدن، دولت او داسې نورو  لپاره یو ښه مثال دي. همداراز د یونان د کلالي څخه هم تقلید شوي او دا خبره څرګنده ده چې د یونان کلالان په کارتاژ کې په دندو ګمارل شوي و، تر څو خټین لوښي جوړ کړي.[۴]

د رومي تونس اثار تر ډېره د اروپا د اثارو سره څه توپیر نه لري. هغه څه چې موږ ته را سپارل شوي ( توهبوربو موجیس، ګیګټس ، ال جم امفي تیاتر، د دوګا پلازمینه ، په کارتاژ کې د انتونینوس حمامونه  او د کارا کالا  په نوم د بریالیتوب څلی او تاریخي ودانۍ دي. کله چي په کاراژ کې عیسویت وغوړېده ، ډېـــری زیات هنري اثار را منځ ته شول. په افریقا کې کلیسا  د مذهبي باورنو په بنسټ مشهورو وژل شوي کسان  ( د سینټ اګسټین دی هیفینو په نوم یاد کړل)  په خورا چټکۍ د باور  وړ وګرځېدل. د مسیحي پيـر په ډېــری جوړې شوېو تاریخي  ودانیو کې د سوس او مکتار په نوم عبادت ځایونه موجود و. په  لویو لارو کې یو زیات شمېر عبادت ځایونه ، لکه سیـپریان  د سوريې په سبک جوړشوي و. په داسې حال کې چې کلیسا د یوې اوږدې مودې واکمنۍ ترحکم لاندې وه ، چې مالونه یې چور شوي و،  له ځورونې او اذیت سره مخ شوه. د بازنطینانو په بیا راتګ سره د ارټوډکس د پادریانو د اړیکو شبکه بیا ورغول شوه.  په دې پيــر کې یو شمېــر غونډۍ د بازنطین له ماڼۍ سره ونښول شوې، چې غوره بېلکه یې کلیبیا کېدای شي. [۵]

سیمې ته د عربانو په راتګ سره ، په تېره بیا د اغلبیانو د پاچاهۍ په پيــرکې  کیروان د پوهي او علم په یوه فکري مرکز بدل شو ، چې د ژباړې ، څېــړنې او په ځانګړې ډول د طبي علم په خورولو کې يې خورا ارزښتناک رول ولوباوو. د  ریاضي په برخه کې له  لوګوریتمونو او حسابي سیستمونو سره هم مرسته وشوه. وروسته بیا عربانو د اسلامي سبک په بنسټ ځانګړې ودانۍ جوړې کړې، په داسې حال کې ځینو یې بیزانسي ښکلا وساتله ، لکه په کیروان کې درې دروازې لرونکی جومات ( په نهمه پېــړۍ کې جوړ شوی)  یا هم لکه د سوسه رباط .  د ځینو لرغونو دانیو ستنې په بشپړه  توګه په عربي سبک جوړې شوې لکه د زیتونا تونس ( په نهمه پېـړۍ کې ) ، مهدیه لوی جومات او د کیروان جامع جومات.[۶]

په څورلسمه او پنځلسمه پېـړۍ کې، د تونس د شاعرانو، پوهانو او تاریخ پوهانو په شمېـر کې زیاتوالي راغي. د تونس په مدینه کې د زیتونا جومات د لومړنۍ اسلامي پوهنتون بنسټ کېښود، او کیروان یې د روڼ اندو یو فعاله مرکز وګرځو چې پکې ډاکټران او پوهان شامل دي لکه ابن زیتون، ابن الابهار، ابن الغاسفی او ابن عرفه. د ابن خلدون په څیر پوهانو او د ابوالقاسم ایچیبی په څیر لیکوالانو په مهرباني تونس د څو پېړیو لپاره د عرب ــ مسلمانانو په نړۍ کې او په مدیترانې کې د یو لوی کلتوري مرکز په توګه بدل شو. [۷]

په شپاړلسمه پېـړۍ کې د ترکیې د فتحې پر مهال، جوماتونه لکه په تونس کې د سیدی مهریز جومات په هغه شکل جوړ شو چې په قسطنطنیه کې و. خو زوایانو عموما د شمالي افریقا خپل سټایل ساتلي و.

سرچينې

[سمول]
  1. Deledalle-Rhodes, Janice (Autumn 2002). "L'iconographie du timbre-poste tunisien pendant et après la période coloniale". Protée (په فرانسوي). 30 (2): 61–72. doi:10.7202/006732ar. نه اخيستل شوی September 10, 2009.
  2. Saïd (1970), p. 11
  3. Encyclopédie 360, éd. Rombaldi / Paris Match, 1970, vol. 12, p. 161-2
  4. Encyclopédie 360, éd. Rombaldi / Paris Match, 1970, vol. 12, p. 161-2
  5. Encyclopédie 360, éd. Rombaldi / Paris Match, 1970, vol. 12, p. 161-2
  6. Encyclopédie 360, éd. Rombaldi / Paris Match, 1970, vol. 12, p. 161-2
  7. Encyclopédie 360, éd. Rombaldi / Paris Match, 1970, vol. 12, p. 161-2