په بنسټيز دول روسيې د 1800 او 1864ز کلونو تر منځ قفقاز نيولی و. روسيې هڅه کوله چې د تور سمندر او کسپين سمندر تر منځ سيمه ونيسي. د دې غرونو سويل لور ته هغه سيمه وه چې اوس ارمينيا، اذربايجان، جورجيا او د ايران او ترکيې ځينې برخې دي. د دې غرونو شمال لور ته د اوسنۍ روسيې شمالي قفقاز موقعيت درلود. د دې منځنيو غرونو سخت نيواک د قفقازي جګړو په توګه پېژندل کېږي. د دې سيمو د نيولو لپاره د سيمه ييزو واکمنو، او همدا راز د پياوړو ځواکونو، عثماني سترواکۍ، قاجار ايران پر ضد ګڼې جګړې وشوې. تر 1864ز کال پورې، وروستۍ سيمې د روسيې تر واک لاندې راوستل شوې.
روسان په لومړي ځل په نهمه پېړۍ کې د قفقاز په سیمه کې راڅرګند شول، کله چې ځينې روسان د کسپين سمندر په څنډو کې د سوداګرۍ لپاره له وولګا څخه هاخوا ولاړل. دا تګ په 913 او 943ز کلونو کې په دوه سترو بريدونو بدل شول. داسې ښکاري چې وروستی بريد په 1041ز کال کې و. د روسانو له خوا د کسپين لښکرکښۍ وګورئ. همدا راز په دې وخت کې د «تمان» په ټاپپوزمه کې روسانو تموترکان هم ونيو.
د شپاړسمې پېړۍ له نیمايي راهيسې، په ټيريک سمندر کې د «کوساکانو» يوه ګوښه ډله موجوده وه، او تر شا اوخوا 1550 پورې کوساکان د ډان سمندر شا او خوا کې مېشت وو. استرخان په 1556ز کال کې ونيول شو، چې د کسپين بحيرې په شمالي وروستۍ برخه کې يې روسيې ته يو مرکز ورکړ. دوی ډېر ژر له «کبرديا» سره اتحاد وکړ او د سنزه سيند په خوله کې يې یوه کلا جوړه کړه. له شا او خوا 1580ز کال وروسته، روسيه تر نږدې دوه سوه کلونو پورې له قفقاز سيمې څخه پرې شوې وه، استراخان يې په واک کې و او په کرار کرار يې استوګنځآيونه د سويل لور ته د تور سمندر خوا ته پورې وهل.
د روسي-پارسي جنګ (1651-1653) پر مهال، فارسیان د سنزه سيند په څنډو کې له کوساکانو سره وجنګېدل. په 1688ز کال کې، «سټينکا رازن» د کسپین په ساحل بريد وکړ. د روسي-پارسي جګړې (1722-1723) پر مهال، «پيټر دی ګريټ» د کسپين بحېرې لوېديځ او سويل ساحل ونيو، خو دا ځمکې هغه وخت بېرته ډېرې ژر ستنې کړای شوې، کله چې پارس لا پياوړی شو. په 1775ز کال کې، کله چې يو روسي لوڅاو په بند کې مړ شو، «کاترين دی ګريټ» يو تنبيهي ماموريت واستاوه، کوم چې د لنډ وخت لپاره «ډربنت» ونیو. د 1796ز کال د فارسي ماموريت پر مهال، روسيې يو ځل بيا د کسپين لوېديځ ساحل ونيو، خو هغه مهال دا ماموريت بېرته ستون کړای شو، کله چې «کاترين» مړه شوه.
د دې ټولو بنسټ په «ماسکووي» کې له خپل اصلي مرکز څخه د سويل پر لور د روسيې ابادۍ کرار او پیاوړې پراختيا وه. د 1800ز کال په شااوخوا کې، روسيه په دې حالت کې وه چې سرتيري او نيواکګر د قفقاز د سيمې پر لور ولېږدوي.
روسيې په 1800ز کال کې ختيځه جورجيا له ځان سره ضميمه کړه. تر 1806ز کال پورې، «پاول تسسانوف» دا مهمه سيمه له تور سمندر څخه تر کسپين پورې وغزوله او د کسپين ساحل يې تر لاسه کړ. په 1813ز کال کې، پارس مجبور شو چې د خپلو شمالي سيمو له لاسه ورکول ومني، په دې ډول د اوسمهال داغستان، ختيځه جورجيا، او ډېره هغه برخه چې اوس اذربايجان بلل کېږي، جوړ شول. په 1818-1826ز کلونو کې، «اليکسي پيټرووچ يرمولوف» د غرونو په اشاو خوا کې کړۍ تنګه کړه، خو د دې ډېرې برخې يې ژر له لاسه ورکړې. په 1828ز کال کې، روسيې له پارس څخه ځينې هغه سيمې ونيولې چې اوس مهال ارمينيا، نخيچيوان او تاليش بلل کېږي. دوه ترکي جګړو هم ډېرې کمې پايلې درلودې.
د رومي سترواکۍ له وختونو راهيسې، له قفقاز ورهاخوا سيمې عموماً د دوه سترواکيو تر منځ يوه پوله ييزه سيمه وه، چې عموماً د دې دوه سترواکيو مرکز په قسطنطينه او پارس کې و. سيمې له يوې سترواکۍ بلې ته بدلېدې، د دې سيمو د واکمنو د خپلواکۍ کچې به بدلون موند، او عامو خلکو به له جګړو څخه زيات زيان لېده. سیمه ييز واکمن به عموماً د يوې يا بلې سترواکۍ رعيت وو، خو دا حالت به له بشپړې تابعدارۍ څخه نيولې تر يو څو خالي ټکو پورې توپير درلود. تر ډېره بريده يې تکيه د بادار د پوځ په نږديوالي او اندازې پورې وه. د 1750ز کال تر شا اوخوا پورې، دا سیمه د ترکي او پارسي رعيت تر منځ وېشل شوې وه. په لوېديځه دويمه په درېيمه برخه کې جورجيايان اوسېدل، څوک چې لرغوني مسيحي خلک دي، او په ختيځه درېيمه برخه کې ډيری يې اذریان، ترکي مسلمانان اوسېدل، څوک چې په يوه نامعلومه نېټه کې د يو قوم په توګه راڅرګند شول. روسيې د اوږدې مودې لپاره د کسپين په شمالي وروستۍ برخه کې استراخان په خپل واک کې وساته، او د تور سمندر پر لور مخ په وړاندې ولاړه. دلته هم د «تيریک» سمندر په اوږدو کې کوساکيان مېشت وو، څوک چې ژر د قفقاز په شمالي ليکه کې پراخه شول.
په 1762ز کال کې، د جورجيا «هيراکليس دويم» دوه ختيځې برخې د «کارتلي-کاکيتي» په پاچايۍ کې شاملې کړې. دا يو پارسي نوکر و، خو د نادرشا له مړينې وورسته پارس ډېر کمزوری شوی و. له همدې امله، «هيرلاکليس دويم» په ټول «زند» پړاو کې د يوې واقعي خپلواکۍ ساتلو کې بریالی شوی و. تر دې وخته روسيې د غرونو په شمال کې د «موزډوک» په څېر سيمو کې په زیات شمېر کې سرتيري درلودل. د روسي-ترکي جګړې (1768-74) پر مهال، چې تر ډېره بريده په لوېديځ کې پېښه شوې وه، کاترين په ختيځ کې يو انحراف پيل کړ او د لومړي ځل لپاره روسي سرتيري له قفقاز څخه واوښتل. په 1769ز کال کې، «Gottlieb Heinrich Totleben» له 400 کسانو او څلورو توپکونو سره، «داريل» تنګي څخه واوښت او «ټفليس» ته ورسېد. راتلونکی کال، نوموړي مرسته تر لاسه کړه او «اميريت» پاچايۍ ته ولاړ، په «باغداتي» يې بريد وکړ او پلازمېنه «کوتيسي» يې ونيوله. د 12000 ترکانو له تيت پرک کولو وروسته نوموړي په ساحلي سیمه کې «پوټي» محاصره کړ. دا چاره د ناسم مديريت ښکار شوه، او د 1772ز کال د پسرلي په موسم کې روسي ځواکونه د شمالي قفقاز ليکې ته بېرته راوستل شول. د 1783ز کال د جولای په مياشت کې، هماغه کال چې کريميا ضميمه کړای شوې وه، پاچا د پارسي تبعه پر ځای ځان روسي تبعه وګرځاوه (د جارجيوسک تړون). پاول پوټيمکين د «ډاريل» تنګي له لارې د جورجيايی پوځي لويې لارې د جوړلو لپاره اته سوه کسان واستول. د 1783ز کال د اکتوبر تر مياشتې پورې، هغه وړتيا تر لاسه کړې وه چې په اته اسونو کش کېدونکې ګاډۍ کې تر «ټفلس» پورې ولاړ شي. د نومبر په درېیمه نېټه، دوه روسي لواء ګانې او څلور توپکونه په نوي جوړ شوي سرک «ټفلس» ته ورسېدل. دا یوه غمژنه ورځ وه، او د سيمه يیزو خلکو تبصره دا وه چې د دوی نويو ملګرو له خپل ځان سره خپله هوا راوړې ده. دا سرتيري ډېر ژر و ايستل شول، خو د دوی وجود پارس لا پسې راوپاراوه. اغا محمد خان قاچاق په دې کار کاوه تر څو پارسي واک بېرته پر ځای کړي، او د جورجيا (ګرجستان) پاچا ته يې د يو بل نافرمان والي په سترګه کتل. په 1795ز کال کې، نوموړي ټفلس (د Krtsanisi جنګ) ونيو او چور کړ. نائيب السطنة «ګډوويچ» چې د 1791ز کال په جنورۍ مياشت کې د پلي ځواک له پنځلسو لواء ګانو، د 54 سپرو ډلګيو، او دوه کوساکي کنډکونو سره لومړۍ لیکې ته رسېدلی و، هېڅ ونه کړل. اغا محمد په 1797ز کال کې هغه مهال ووژل شو، کله يې چې د دويم بريد لپاره چمتوالی نيو. د روسيې-پارسي جګړه (1796) تر يو بريده د پارس له خوا د ټفلس د بيا نيولو او چور کولو په مقابل کې د روسانو يو غبرګون و.[۱]