د سند درې د مدنيت (IVC) د خلکو دين او د باورونو نظام ته د پام وړ توجه شوې، ډيری ليکوالانو د ډېرو وروستيو هندوستاني مذهبونو د ديني کړنو او خدايانو د ابتداء د پېژدنې په اړه ډېره پاملرنه کړې. په هر حال، د ګڼو تفسيرونو لپاره د پرانيستو شواهدو د پاشلتيا له امله، او دې حقيقت ته په کتنې چې د سند درې ليک (لاسي خطونه/ليکونه) اوس هم ناسپړلي پاتې دي، پايلې يې تر يو بريده په اټکلونو ولاړې دي او ډيری يې د ډېر وروستي هندو ليدلوري پر بنسټ دي.[۱][۲][۳]
په دې سيمه کې ابتدايي او اغېزناک اثار، کوم چې د هړپه له سيمو څخه د لرغونپېژندنې له اثارو د هندو تشريحاتو دود منځ ته راوړ، د (John Marshall) وو، چا چې په 1931ز کال کې لاندې موارد د سند درې د مذهب د څرګندو ځانګړتياوو په توګه وپېژندل: يو ستر نارينه خدای او يوه مور ښځینه خدايه؛ زوي او بوټي په خدای نيول يا یې لمانځل؛ د ولاړې نارينه جنسي الې (لينګا) او ښځينه تناسلې الې (يوني) رمزي استازولي؛ او په مذهبي کړنو کې د لمبلو او ابو استعمال. د (Marshall) پر تشریحاتو ډېر بحثونه شوي، او د راتلونکو لسيزو په اوږدو کې کله کله د اختلافاتو ښکار شوي دي. په 2008ز کال کې، (Geoffrey Samuel) په خپلو ليکنو کې د سند درې مدنيت د مذهبونو په اړه د مثبتو ادعاوو ټولې هڅې پر اټکلونو ولاړې او د شخصي تعصباتو سختې ښکار بولي – لنډه دا چې پوهان د سند درې د مذهبونو په اړه هېڅ نه پوهېږي.[۴][۵][۶][۷][۴][۸]
د معاصرو مصري او بين النهرين د مدنيتونو په خلاف، په سند کې يادګار ځايونه نه شته، خو د کيندل شويو ښارونو څخه روښانه شوې چې دې ټولنې د انجنيرۍ اړينه پوهه درلوده. له دې څرګندېږي که مذهبي مراسم موجود و، نو شونې ده چې تر ډېره بريده په انفرادي ډول په کورونو، کوچنيو عبادتځايونو يا پرانيسو سيمو پورې محدود و. د (Marshall) او وروستيو پوهانو له خوا د شونتيا تر حده د مذهبي موخو لپاره د وقف په توګه ګڼې سيمې وړاندېز شوي دي، خو اوس مهال يوازې «موهنجو داړو» کې د شته لوی حمام په اړه باور کېږي چې دا د روحاني تزکېې لپاره د يو ځای په توګه استعمالېدو. دا روښانه ده د هړپه مدنيت د جنازو مراسم د جزوي تدفين تر سره کېدو (په کوم کې چې جسد له خښولو مخکې ځينو عناصرو ته په وړاندې کولو سره په سکلټي پاتې شونو بدلېږي)، او ان سوځولو په توګه تر سره کېدل.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
معاصرو علماوو (چې تر ټولو مهم يې Asko Parpola دی)، د هندو مذهب په جوړېدو کې د سند درې مدنيت د ونډې په اړه څېړنې جاري ساتلې؛ خو نور د دې پايلو په اړه متضاد نظرونه لري. په 2017ز کال کې د (Parpola) د يو کتاب په شننې سره، (Wendy Doniger) ليکلي: "ما د دې لیکنې ملاتړ کړی چې د سند درې مدنيت او وروسته د هندوازم تر منځ د تسلسل کومه بڼه شته. زه اوس له پخوا څخه زيات په دې قايل یم چې د سند درې مدنيت کلتور د خپلو ښارونو د ويجاړۍ څخه خوندي شوي او وروسته د هندو مجسمو، کومې چې له ويدي پړاو څخه په هندوازم کې داخلې شوې، په ښه ډول د سند درې له مدنيت څخه اخيستل شوي دي. خو زه د (Parpola) له خوا د سند درې مدنيت د دين د بياجوړښت په اړه شکمن يم.[۳][۱۵][۱۶][۱۷]
د سند درې مدنيت د سويلي اسيا په شمال لوېديځو سيمو کې د ژړو عصر مدنيت و، چې له 3300 مخزېږديز څخه يې تر 1300مخزېږديز پورې دوام کړی و، او له 2600 مخزېږديز څخه تر 1900مخزېږديز پورې په خپل عروج کې و. له لرغوني مصر او بين النهرين سره يوځای، دا د نږدې ختيځ او سويلي اسيا يو له درې لومړيو مدنيتونو څخه او په دې درېيواړو کې تر ټولو پراخه و، د دې مدنيت سيمې د اوسني افغانستان د شمال ختيځو سيمو څخه غزېږدلی وې، د اوسني پاکستان په ډېرو سيمو خپرې وې، او د لوېديځ او شمال لوېديځ هندوستان سيمې يې نيولې وې. دا مدنيت د سند د سيند د سيندونو په حوضو کې وغوړېد، کوم چې د پاتې شوني سينديز سيستم په اوږدو کې بهېږي، او تر ډېره بريده په موسمي بارانونو خړوبېږي.[۱۸][۱۹][۲۰][۱۸]
په دې نورو مدنيتونو کې، لوی عبادتځايونه د ښارونو مرکزي مهم عنصر و، او مذهبي انځورګري پکې زياته وه. کله چې په متنونو پوهه تر لاسه شوه، د خدايانو نومونه او هغوی ته منسوبې ځانګړتياوې تر ډېره بريده روښانه شوې. خو د سند درې مدنيت کې دا هېڅ نه شته.
د سند د مهرونو په غوڅ اکثريت کيندل شوي انځورونه په يو ژوي متمرکز دي؛ عموماً، مذهبي اهميت هغې ته د منسوب کولو بېلا بېلې هڅې تر ډېره حده منل شوي نه دي. خو يو څه لږکي يې ډېر پېچلي او په څرګند ډول د انساني څېرې لرونکي شخصيات دي، او په اړه يې ډېر بحث شوی دی.
که څه هم په تشريحاتو کې يې زيات توپير شته، بيا هم د سند درې مدنيت په مرکز کې د تر ټولو مشهورو مهرونو په اړوند د مذهب ډېری بحثونه، نږدې تول يې هغې ته مذهبي اهميت ورکوي. مات مهر چې د موندنې 420 شمېره ورکړل شوې، د يو ستر مرکزي شخص ښودنه کوي، چې يا خو ښکر لرونکی دی، يا يې د ښکرونو لرونکې خولۍ په سر کړې، او ممکنه ده ولاړه نارينه جنسي اله او درې سرونه لرونکي، په داسې يو وضعیت کې ناست دی چې شونې ده د يوګا لوټسي وضعيت (په یوګا کې لوټسي وضعيت د پلتۍ شکل لري) ښودنه کوي، څلور وحشي ژوي ترې چاپېر دي، - پيل، پړانګ، مېښه او کرګدن. (Marshall) دې پايلې ته رسېدلی چې دا د پشوپتي شخصيت دی (د ژويو خدای؛ د هندوانو د خدای "ديوتا" شيوا رودرا لقب)، او دا تر څو لسيزو پورې په هندو مذهب کې اغېز لرونکې د سند درې مدنيت په پلوۍ د نه ماتېدونکي ثبوت يوه برخه پاتې ده. دا پېژندنه (او اصطلاحات) اوس معاصرو پوهانو رد کړې ده – (Jonathan Mark Kenoyer) یادونه کړې چې پر ليک د پوهېدو پرته دا نځور د وروستيو نښو سره نه شي تړل کېدای: ان که دوی يو ډول هم ښکاري، بيا هم شونې ده چې د دوی معناوې يو په يو سره توپير ولري.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
په 1976ز کال کې، (Doris Meth Srinivasan) د (Marshall) پر پېژندنې تر ټولو لومړۍ مهمه نيوکه وکړه. نوموړې دا شکل د کلتوري الوهيت د اشارې په توګه ومنلو، چې خلکو په دې وضعیت کې سر کږولو (په نورو مهرونو)، خو د شیوا ابتدايي ماهيت يې رد کړ: له ويدي ليکنو څخه پاشوپتي د کورنیو ژويو ساتونکی دی. د ښکرونو لرونکو څېرو او رنګ شويو لوښو څخه د څېرې د تفصيلاتو په پرتله، (Srinivasan) وړانديز کړی چې مرکزي څېره د مېښې-انسان ده، چا چې "د غويي انساني شوې جمجمه" درلوده، او د چا د سر لباس چې د ښېرازۍ ځواکونه چمتو کول. شا او خوا دوه لسيزې وروسته، (Gavin Flood) يادونه کړې چې نه لوټسي وضعيت او نه د مرکزي څېرې بشري تجسم د کوم باور لپاره د قياس وړ نه دی. (Alf Hiltebeitel) د شيوا ابتدايي پېژندنه ردوي؛ هغه د نورو دلايلو سره د (Srinivasan) د ليکنې ملاتړ کوي، او د مېښې-انسان په اړه دا اټکل کوي چې د «ماهيشاسورا» افسانه جوړوي. (Gregory L. Possehl) دې پايلې ته رسېدلي، په داسې حال کې چې دا به مناسبه وي چې دا څېره د يو خدای په توګه وپېژندل شي، د اوبو د مېښې سره د هغې اړيکه، او د يوې مذهبي طريقې په ډول د هغې د وضعيت له امله به هغه د ابتدايي شيوا په توګه منل ډېر لېرې وي.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]