د کابل جګړه، پر کابل ښار د هغو نوبتي جګړو او محاصرو لړۍ ته ویل کېږي، چې د ۱۹۹۲ ـ ۱۹۹۶ ز کلونو په موده کې وشوې.
له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹ ز پورې، په افغان ـ شوروي جګړه او بیا ورپسې له ۱۹۸۹ څخه تر ۱۹۹۲ پورې په کورنۍ جګړه کې، په کابل کې لږ جګړه وشوه. د ۱۹۹۲ز کال په اپریل میاشت کې د ډاکتر نجیب الله د رژیم راپرځېدلو، د افغان سیاسي ډلو ترمنځ د سولې تړون ته لاره هواره کړه، خو وروسته بیا ډېر ژر د پخوانیو مجاهدیو او کمونستنو د لیکو بې نظمه قومندانانو د واک لپاره سیالي پیل کړه. په دې لوبه کې بهرني ځواکونه، لکه: پاکستان، سعودي عربستان، ایران او ازبکستان راګډ وو او دوی د کنټرول او اغېز په موخه، د جګړې لپاره خپلو افغان نیابتي ډلو ته وسلې ورکولې.
په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد له پاشل کېدو سره سم، د ډاکترنجیب الله حکومت چې د شوروي له ملاتړ څخه برخمن و، خپل اعتبار له لاسه ورکړ. په ۱۹۹۲ز کال کې روسیې هوکړه وکړه چې، افغانستان ته به د تېلو لېږل ودروي او دا چاره د نجیب الله د رژیم د راپرځېدو لامل شوه. د ۱۹۹۲ز کال په اپریل میاشت کې، جنرال عبدالرشید دوستم د احمدشاه مسعود ځواکونو ته پناه وروړه او د کابل د واګو ترلاسه کول يې پیل کړل. د ۱۹۹۲ز کال د اپریل میاشتې په ۱۴مه نېټه، مسعود او د هغه ځواکونو له جدي جګړې پرته د پروان ولایت چاریکار او جبل السراج سیمې ونیولې. په دې وخت کې، داسې ګنګوسی شو چې مسعود د کابل شاوخوا ۲۰۰۰۰ تنه سرتېري ځای پرځای کړي دي. دا هم وویل شول چې، د حکومت دویمه فرقه، د مسعود سره یوځای شوې ده. جنرال محمدنبی عظیمي هڅه وکړه چې، د بګرام هوايي اډه تقویه کړي او د کابل بیرونی دفاعي محدودې ته يې اضافي سرتېري ورولېږل. د اپریل میاشتې په نیمايي کې، د بګرام هوايي ځواک قومنداني مسعود ته تسلیم شوه. لکه څرنګه چې د دفاع لپاره هېڅ پوځ نه و، نو کابل په سپېره ډاګ پاتې بې اسرې پاتې شو. [۱][۲][۳]
هغه مهال چې ډاکتر نجیب الله، د مارچ په ۱۸مه نېټه د ناپېیلي لنډمهالي حکومت د زمینې برابرولو په پاراستعفا ورکولو ته تیاری وښود، نو سملاسي يې خپل کنټرول له لاسه ورکړ. حکومت په څو برخو وېشل شوی و او مسئله دا وه چې، نوي حکومت ته به واک څه ډول لېږدول کېږي. د اپریل په ۱۷مه نېټه، ډاکترنجیب الله هڅه وکړه چې وتښتي، خو د دوستم ځواکونو يې مخه ونیوله، ځکه د کابل نړیوال هوايي ډګر د همدغو ملېشو په لاس کې و. له هغه وروسته، ډاکترنجیب الله د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناه واخیسته او تر ۱۹۹۵ز کال پورې هلته پاتې شو. د پرچمي جنرالانو او چاوراکو یوې ډلې، خپل ځان لنډمهالی حکومت په دې اعلان کړ، تر څو واک یوه برلاسي او ترټولو نومیالي ځواک ته ولېږدوي: مسعود. [۳]
مسعود کابل ته په ننوتلو کې زړه نازړه و او منتظر و چې، اول سیاسي ګوندونه سولې او د واک شریکولو هوکړې ته ورسېږي. د ۱۹۹۲ز کال په اپریل میاشت کې، د پېښور تړون لاسلیک شو. په دې کې راغلي و چې: لنډمهالی حکومت به، د مشرتابه عالي شورا سره جوړېږي. انتقالي ولسمشري صبغت الله مجددی ته د ددوو میاشتو په مخه ورکړل شوه او له هغه وروسته به برهان الدین رباني جمهور رئیس کېده. ګلبدین حکمتیار ته د صدراعظمۍ چوکۍ ورکړل شوه، خو هغه ونه منله، ځکه هغه نه غوښتل چې، واک شریک کړي او پاکستان له هغه غوښتنه کوله، چې واک په خپله ونیسي. د یوې ثبت شوې مکالمې له مخې، مسعود هڅه کوي، حکمتیار ته قناعت ورکړي چې د سولې له تړون سره یوځای شي او کابل ته دننه نه شي، خو حکمتیار ورته وايي چې : موږ کابل ته "په لوڅو تورو ننوځو. هېڅوک موږ درولی نه شي." د حکمتیار د اسلامي حزب ځواکونو کابل ته ننوتل پیل کړل. دې چارې، مسعود اړ کړ چې پر کابل وروخېژي، تر څو د پېښور تړون پلی شي او د حکمتیار د دیکتاتورۍ د رامنځته کېدو مخه ونیول شي. [۴]
کابل او شاوخوا سیمو ته يې یوولس وسله والې ډلې ننوتې، چې اووه يې د سني افغان مجاهدینو وې، د آصف محسنی د شعیه اسلامي غورځنګ او د عبدالعلی مزاری حزب وحدت او د پخواني کمونسټ عبدالرشید دوستم جنبش ملی. دغه ډلې د کابل بېلابېلو سیمو ته ننوتې. حزب اسلامي لومړی ګام واخیست او ښار ته له جنوب څخه راننوتل. حکمتیار د پاکستان له خوا له وسله والو او تمویل شوو ډلو،لکه: حرکت انقلاب اسلامي او خالص ډلې څخه وغوښتل، چې له ده سره کابل ته په ننوتلو کې یوځای شي، خو دوی يې غوښتنه ونه منله او پرځای يې د پېښور تړون ته وفادار پاتې شول. جمعیت اسلامی په بګرام، چاریکار، تخار، کندز، فیض اباد او نورو شمالي ښارونو کې د کمونسټانو له ګارنیزونونو څخه پرېمانه وسلې نیولې وې. پر دې سربېره، د جنبش ملي ځواکونه هم، له جمعیت سره یوځای شول او پخواني کمونسټ حکومت پریکړه وکړه، چې د حزب پرځای به ټولې وسلې جمعیت ته ورتسلیموي. ټولو پرچمیانو، د جمعیت ترکنټرول لاندې سیمو له لارې بهر ته تېښته کړې وه. جمعیت د درنو وسلو ستر انبارونه نیولي وو، لکه ټي-۶۲ او ټي-۵۵ ټانګونه، سکواډ توغندي او مېګ-۲۱ اېس. [۵]
د حکمتیار د حزب ځواکونه، د پلازمېنې له کلیدي نقطو(مهمو سیمو)څخه ډېر لرې و، لکه: ولسمشري ماڼۍ، د لومړي وزیر دفتر، د کابل نړیوال هوايي ډګر، د دفاع وزارت او نور مهم حکومتي دفترونه. د ښار ډېری برخه د کابل سیند په شمالي برخه کې پرته ده. د برهان الدین رباني د جمعیت ځواکونو په چټکۍ سره له سټراټيژیک اړخه د مهمو دفترونو کنټرول په لاس کې واخیست. که څه هم د حزب ځواکونه، د عدليې وزارت دروازو ته ورسېدل او د کورنیو چارو وزارت کنټرول يې په لاس کې واخیست، خو دوی د افغان هوايي ځواک د بمبارد له امله په چټکۍ سره په شاتګ ته اړ شول، له هوايي ځواک سره، د تلویزیون له غره څخه، د میوند واټ پر لوري د توپ ګولیو وارولو مرسته هم مل وه. د حزب سلګونه جګړه ماران ووژل شول او اسیر شول، چې په دوی کې ځينې بهرني جنګیالي هم وو.
د ښار په لویدیځه برخه، د حزب ځواکونه له کابل سیند څخه راواوښتل او د شمالي برخې د کارته سه سیمه یې ونیوله. کله چې دوی مخه د کوټه سنګي او کابل پوهنتون ته کړه، نو د سیاف ځواکونو د حزب پر ځواکونو د غازي لېسې سیمې له خوا ناڅاپي برید وکړاو چې کله د جمعیت ځواکونه هم پرې راورسېدل، دلته د حزب ځواکونه دوه ډلې شول. د حزب ستړو او بې روحیې ځواکونو ټوله شپه جګړه وکړه. د درنې مرګ ژوبلې له زغملو وروسته، د حزب ځواکونو د جنوبي برخې سنګرونه هم پرېښودل او له کابل نه د لوګر پر لور وتښتېدل.
کابل په بشپړه توګه، د ۱۹۹۲ز کال د اپریل میاشتې په ۳۰مه نېټه، د اسلامي دولت تر کنټرول لاندې راغی، خو حالات سخت بې ثباته و. حزب اسلامي، د سیمو پرېښودو ته اړ شوی و، خو بیا هم د دوی توپخانو کابل ویشتلای شوای، هماغه و چې، پر کابل ښار يې، له پاکستان څخه ترلاسه کړي لسګونه زره توغندي راواورول.
کله چې د حکمتیار ځواکونو، د پل څرخي زندان مات کړ، نو دوی خپل ډېری ملګري راخوشې کړل او په دې ډله کې ډېر مجرمین هم ووتل، چې وروسته په وسلو سمبال شول او د ولس پر وړاندې یې بوږنوونکي وحشتونه ترسره کړل. [۶]