شخصي مالومات | |||||||||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|
زېږېدو نېټه | ۱۲ اګست ۲۰۰۱ کابل، افغانستان | (عمر: ۲۳ کاله)||||||||||||
توپ وهنه | کيڼ لاسی | ||||||||||||
مسلک | پرانيستونکی توپ وهوونکی | ||||||||||||
نړيوال مالومات | |||||||||||||
ملي لوبډله | |||||||||||||
لومړۍ شل اوريزه (لوبې ۵۰) | مارچ ۲۷ مه ۲۰۲۳ او پاکستان | ||||||||||||
وروستۍ T20I | اکتوبر ۶ مه ۲۰۲۳ پروړاندې پاکستان | ||||||||||||
سرچينه: Cricinfo، ۲۷ مارچ ۲۰۲۳ | |||||||||||||
تمغے
|
صدیق الله اتل (۱۲ اګست ۲۰۰۱ کې زېږېدلی)، چې د صدیق اتل په نوم هم پېژندل کیږي، یو افغان کرکټر دی. هغه یو پرانیستونکی توپ وهونکی دی، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې د افغانستان لپاره خپله لومړنۍ نړیواله لوبه وکړه. [۱]
هغه خپله شل اوریزه لوبه د ۲۰۲۰ کال د سېپتمبر په ۷ مه د کابل ایګلز لپاره د ۲۰۲۰ شپیزه کرکټ لیګ کې ترسره کړه. [۲] د شل اوریزو لوبو د پیل څخه مخکې، نوموړی د ۲۰۲۰ کال د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام لپاره د افغانستان په لوبډله کې شامل شوی و. [۳] [۴] هغه د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په ۱۷ نېټه د بند امیر سیمې لپاره د ۲۰۲۱ غازي امان الله خان سیمه يیز یو ورځنيو سياليو کې خپل لیست ای پیل کړ. [۵]
د ۲۰۲۱ کال په جولای کې، صدیق الله د پاکستان پر وړاندې سیریز کې د افغانستان د یو ورځنیو نړیوالو (ODI) په لوبډله کې شامل شو، [۶] خو دغه لړۍ وروسته له هغه وځنډول شوه چې طالبانو د افغانستان واک ونیو. [۷] د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۲۳ نېټه، د سیالیو لړۍ بیا مهالوېش شوه او دواړو کرکټ بورډونو موافقه وکړه چې د یو ورځنیو لوبو پر ځای به درې شل اوریزې نړیوالې (T20I) لوبې ترسره کړي. [۸] صدیق الله یو ځل بیا د پاکستان پر وړاندې د افغانستان په لوبډله کې شامل شو. [۹] هغه د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۲۷ نېټه د سیریز په درېمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه کې خپله لومړۍ T20I لوبه وکړه. [۱۰]
د ۲۰۲۴ په می کې، هغه د آی سي سي نارینه T20 نړیوال جام سیالیو لپاره د افغانستان په لوبډله کې د ریزرو لوبغاړي په توګه وټاکل شو. [۱۱]
صدیق الله اتل د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر میاشت کې د ACC ایمرجینګ ټیم اسیا کپ کې د افغانستان الف لوبډلې لپاره لوبه وکړه چې په ۵ لوبو کې یې ۳۶۸ منډې جوړې کړې او د ټورنمنټ غوره لوبغاړی شو. هغه د 122.66 په زړه پورې بیټینګ اوسط او 145 سټرایک ریټ سره 83,95, 52,83, 55 منډې وکړې. دې حیرانوونکې کارکردګۍ هغه د بورډ په مخکښو منډو جوړونکو کې ځای په ځای کړ او د افغانستان الف لوبډلې ته یې د لومړي ځل لپاره د ACC آسیا کپ ټرافي وګټله.