په بریتانیا کې د عیسویت تاریخچه

په بریتانیا کې د عیسویت تاریخچه په لرغونو مهالونو کې مذهبي بنسټونه، پالیسۍ، الهیات او وګړیزه دینداري په ځان کې رانغاړي.

له شپږمې پېړۍ څخه د منځنیو پېړیو د اصلاحاتو تر دورې پورې رومن کاتولیک کلیسا په بریتانیا کې د عیسویت غالب ډول و. د انګلستان کلیسا (انګلیکان) په ۱۵۳۴ زکال کې د انګلیسي اصلاحاتو په پایله کې په انګلستان او ولز کې په خپلواکې تاسیس شوې کلیسا واوښته. په ۱۹۲۰ زکال کې هغه مهال چې په ولز کې ولزي کلیسا د انګلستان له کلیسا خپلواکه شوه د دولت او کلیسا ترمنځ د جلاتوب لامل وګرځېده. په سکاټلنډ کې د سکاټلنډ کلیسا (پرسبیټري کلیسا) د ۱۶مې پېړۍ پر مهال د جلا سکاټلنډي اصلاحاتو له امله رامنځته شوه او د ملي کلیسا په توګه په رسمیت وپېژندل شوه، خو تاسیس نه شوه.

له اصلاحاتو وروسته له کاتولیک کلیسا څخه اطاعت د بریتانیا په مختلفو برخو په ځانګړې توګه د هغو د مخالفینو او همدارنګه د انګلستان په شمال کې دوام وموند. په ځانګړې توګه د ۱۷مې پېړۍ له نیمايي وروسته د پروتستانتانو نه انطباق کوونکو ډولونو چې جماعت ګرایان، باپتېستان، کواکران او وروسته په کې میتودېستان هم شامل کېدل له تاسیس شوې کلیسا بهر یې وده وکړه. [۱][۲]

رومي بریتانیا

[سمول]

په رومي بریتانیا کې وګړو په معمول ډول په ګڼ شمېر خدایانو او الهو باور درلود او د هغو ګڼ شمېر ته یې عبادت کاوه، په ډېر احتمال سره یو شمېر سیمه ئیز او قبیلوي خدایان او همدارنګه په سراسر سترواکۍ کې یو شمېر اصلي خدایان د درناوي وړ ګڼل کېدل. له دې سربېره د بریتانیا بومي خدایان او د هغوی لپاره معرفي شوي رومي سیالان په سیمه کې د درناوي وړ و او ځینې مهال به یې سره ترکیب کول، د بېلګې په توګه آپولو – کونوماګلوس او سولیس – مینروا. رومي- بریتانوي معابد ځینې وختونه په هغو ځایونو کې جوړېدل چې له روم وړاندې د اوسپنې په دوره کې د بریتانیا مذهبي ځایونه و. د «رومي سلتیک معبد» نوي ډول پراختیا ومونده چې د اوسپنې د دورې او د روم سترواکۍ دواړو د معمارۍ د سبک تر اغېز لاندې و، خو له دغو دواړو څخه ځانګړی و؛ په دغه سبک باندې له جوړو ودانیو څخه تر څلورمې پېړۍ پورې ګټنې دوام درلود. له دې سره رومي بریتانیا ته د ختیځو خدایانو بېلابېلو آئینونو هم لار موندلې وه چې له دې ډلې ایسیس، میترا او سبیل خدایانو ته اشاره کولای شو. عیسویت دغو ختیځو ائینونو ته اړونده یوازې یوه فرقه وه. لرغون پوه مارتین هنیګ وړاندیز کوي «د دې لپاره چې په هغه مهال کې د عیسویت له معنوي چاپېریال څخه د څه احساس وکړو» دا به غوره وي هند په تصور کې راولو چېرې چې هندوئیزم یا «څو خدای لرونکی اصلي سیسټم» واکمن و او «هلته په کلیسا ګانو کې د مسیح انځور شتون درلود او باکرې (مریم) د معابدو د ګڼ شمېر خدایانو او الهو پر وړاندې ډېر کوچنی ځایګی درلود». [۳][۴][۵][۶]

انګلیسي اصلاحات

[سمول]

اتم هنري له لوتري اصلاحاتو سره د مخالفت لرلو له امله د ایمان ساتونکي (Fidei Defensor) په توګه شهرت وموند. ورته مهال دغه واقعیت چې هغه زوی نه درلود او د پاپ دغه ناتواني چې هغه ته یې له خپلې مېرمنې څخه د طلاق اجازه نه شوای ورکولای او ورته مهال د روم پوځ د هغه د وراره په قومانده کې و؛ هنري اړ شو څو د اصلاحاتو پارلمان راوغواړي او د انګلیسي کلیسا پر وړاندې د پاپي واکونو محدود کوونکی قانون جوړ کړي ، بالاخره دغه چاره لامل وګرځېده په ۱۵۳۲ زکال کې روحانیون هغه ته غاړه کېږدي، له دې سره د ۱۵۳۴ زکال د برترۍ قانون د انګلستان کلیسا خپلواکه ملي کلیسا اعلان کړه او هغه یې د پاپ له واک څخه وویسته او پاچا یې عالي واکمن وباله. (ځینې مهال په ناسمه توګه ویل کېږي چې دغه مهال د انګلستان کلیسا تاسیس شوې. د انګلستان کلیسا لږ تر لږه د ۶۰۰ زکال په شاوخوا کې د کاتولیک کلیسا برخه ګڼل کېده. هغه مهال چې اګوستین د کانټربري لومړي لوی اسقف وټاکل شو. له دې امله نه شو ویلای چې د انګلستان کلیسا دغه مهال رامنځته شوې ځکه چې دغه مهال یې له جوړېدو څخه څه باندې ۹۰۰ کلونه تېر شوي و). همدغه کال یو قانون تصویب شو چې له دغو اقداماتو سره یې څرګند مخالفت خیانت اعلان کړ؛ اس اس جان فیشر، توماس مور او ګڼ شمېر نور خپلو کاتولیک باورونو ته د دوام ورکولو له امله ووژل شول. له بهرني برید څخه ویرې په ۱۵۸۸ زکال کې د هسپانیا د پوځ تر ماتې پورې شتون درلود خو د کوچنیو او لویو صومعو له انحلال وروسته د ځمکو پلور لامل وګرځېد څو ډېری اشراف د دغه تغیر اړوند سره متحد شي. په لینکولین شایر او یورکشایر کې د ۱۵۳۶ زکال، په کامبرلنډ کې د ۱۵۳۷ زکال او په ډیون او کورنوال کې د ۱۵۴۹ زکال د مذهبي بغاوتونو سره په چټکۍ غبرګون وښودل شو.

د انګلیسي اصلاحاتو دوکتورینو په پیل کې له پخوانیو دوکتورینو چندان توپیر نه درلود، مګر په شرعي قوانینو باندې یې د سلطنتي واک په برخه کې توپیر درلود: لوترېزم هم محکوم شو او جان فریت، رابرټ بارنز او یو شمېر نور پروتستانتان هم ووژل شول؛ په دغو کې ویلیام ټینډېل هم شامل و چې د یو عیسوي سړي څخه د اطاعت (Obedience of a Christian Man) تر نامه لاندې د هغه اثر له روم څخه د هنري د جلا کېدو الهام بخښونکی و او همدارنګه د بایبل ژباړې یې د هنري د خپل لوی رسمي بایبل بنسټ جوړاوه. ورته مهال په ۱۵۳۲ او ۱۵۴۲ زکال کې قوانینو ولز په بشپړه توګه له انګلستان سره ادغام کړ.

د راتلونکو ۱۵۰ کلونو لپاره مذهبي سیاستونو له حاکمانو سره یوځای توپیر کاوه: شپږم اډوارډ او د هغه ولیعهدان د مشترکو عباداتو او عمومي نظم د نوو کتابونو په ګډون د پراخ پروتستانېزم پلویان و. د هغه خور ماري له پاپ سره د مذاکراتو په مرسته د کلیسا د پخوانیو ځمکو اړوند د روم ادعا ګانو ته پای ټکی کېښود، خو د هغې دوه ځله دروغ امیدواري لامل وګرځېده څو خور یې لومړۍ الیزابت د هغې وارثه وټاکل شي. واک ته د الیزابت له رسېدو وروسته د ۱۵۵۸ زکال د یو ډول توب قانون، د ۱۵۵۹ زکال د برترۍ د لوړې قانون او د ۱۵۶۳ زکال ۳۹ مادو مذهبي حل او فصل ته لار برابره کړه او د انګلستان پروتستانت کلیسا یې بېرته ورغوله.

د پاپ Regnans in Excelsis مهر او موم چې د شمال له پاڅون او د ایرلنډ د ډزمونډ یاغیتوبونو څخه یې د الیزابت پر وړاندې ملاتړ کاوه بې اغېزه راووت، خو له دې سره په ورته ډول ماریان تبعیدیان چې د جینوا له کالوین څخه د پیورتنانو (یا خالص پالونکو) په توګه راوګرځېدل هغه هم بې کاره راووتل. لومړي جیمز له انګلیکانېزم کشیشانو او د معتبر انګلیسي بایبل له تولید ملاتړ وکړ؛ ورته مهال یې د کاتولیکانو ځورونه را کمه کړه. شخصا د هغه د ژوند پر وړاندې هڅو – چې د خدای پامانۍ (Bye) توطئه او د باروتو توطیه په کې شاملېږي – بالاخره نوموړی اړ کړ شدیدو اقداماتو ته مخه کړي. لومړي چارلز په سکاټلنډ کې د کشیشانو جګړې او بالاخره په انګلستان کورنۍ جګړې ته لار برابره کړه. بریالي اوږد مهاله پارلمان د ۱۶۴۳ زکال په ویسټ منېسټر اسمبلۍ کې د کلیسا جوړښت بیاځلي تنظیم کړ او د باورونو نوی اعتراف یې صادر کړ. [۷][۸]

سرچينې

[سمول]
  1. John Jolliffe, ed., English Catholic Heroes, London: Gracewing Publishing, 2008 ISBN 0-85244-604-7
  2. G. Parsons, Religion in Victorian Britain: Traditions (Manchester: Manchester University Press, 1988), ISBN 0-7190-2511-7, p. 71.
  3. Petts, David (2003). Christianity in Roman Britain. Stroud: Tempus. pp. 9−10. ISBN 0-7524-2540-4.
  4. Watts, Dorothy (1991). Christians and Pagans in Roman Britain. London and New York: Routledge. ISBN 0-415-05071-5.
  5. Henig, Martin (1984). Religion in Roman Britain. New York: St Martin's Press. p. 121. ISBN 0-312-67059-1.
  6. Watts 1991، م. 4.
  7. Porter, Linda. Mary Tudor: The First Queen, p. 331. Little, Brown (London), 2007. ISBN 978-0-7499-0982-6.
  8. Porter, Linda. Mary Tudor: The First Queen, p. 331. Little, Brown (London), 2007. ISBN 978-0-7499-0982-6.