د مذهب ازادي په چین کې ممکن لاندې ادارو ته اشاره کړې چې د تایوان تنګي له خوا جلا شوې:
د مذهب د ازادۍ په محدودیت کې د ROC اوږد تاریخ د چین د ولسي جمهوریت لپاره یوه مقدمه ده؛ د چین واکمن کمونست ګوند په رسمي توګه د دولتي الحاد ملاتړ کوي او د دې لپاره یې تر دې دمه د مذهب ضد کمپاینونه ترسره کړي دي. د چین پینځه رسمي تصویب شوي مذهبي سازمانونه د چین بودایي ټولنه، د چین ټاویستي ټولنه، د چین اسلامي ټولنه، د درې-ځانی وطنپالي غورځنګ او د چین د وطن پالنې کاتولیکي ټولنه دي. دغه ډلې د چین د کمونست ګوند د متحده محاذ د کار څانګې له خوا په ۲۰۱۸ ز کال کې د متحدې جبهې د کار څانګې ته د مذهبي چارو د دولتي ادارې له جذب راهیسې څارل شوې او کنټرول شوې دي. نه راجسټر شوې مذهبي ډلې – د کورنی کلیساګانو په شمول، لکه فالون ګونګ، تبتي بودایان، له پامه غورځول شوي کاتولیکان او ایفور مسلمانان – د بېلابېلو درجو ځورونې سره مخ دي چې بندی کول او شکنجه هم په کې شامل دي. د چین دولت له خوا د بشري حقونو خوندیتوب کې ډېر غفلت، د دولت له خوا تصویب شوی تبعیض او په عمومي توګه د مذهب یا عقیدې ازادۍ ته ټیټ درناوی هم د ROC سره پرتله کیږي. فریډم هاوس په ۲۰۱۸ ز کال کې د ټایوان په اړه د مذهبي ازادیو لپاره ترټولو غوره نومرې ورکړې. په تایوان کې د یوې ځانګړې عقیدې د عملي کولو یوازینی جبر احتمالاً د کورنۍ له منځ څخه راځي چې د غیر دودیزې عقیدې غوره کول ځینې وختونه د حقوقو څخه د محرومیت لامل کیدی شي "ځکه چې دوی د پلرونو عبادت او رواجونو ترسره کول بندوي."[۴][۵][۶][۷][۸][۹]
د چين د جمهوريت اساسي قانون د مذهب ازادۍ ته لاره برابروي او عموماً چارواکي په عمل کې د دې حق درناوی کوي. چارواکي په هره سطح کې د دې حق بشپړه ساتنه کوي، له هغې نه د رسمي یا خصوصي چارواکو ناوړه ګټه اخیستنه نه زغمي. هېڅ دولتي مذهب نشته.
د چين د ۱۹۴۷ ز کال د اساسي قانون د ۱۳ مادې له مخې:
خلک باید د دیني عقیدې ازادي ولري.[۱۰]
که څه هم نوم لیکنه ضرور نه ده، خو د کورنیو چارو وزارت د دیني چارو له څانګې سره ۲۶ دیني سازمانونه ثبت شوي دي. مذهبي سازمانونه کولی شي د خپلو ټاپوګانو په کچه د بنسټونو له لارې د معبد مدیریت قانون، د مدني سازمانونو قانون، یا د مدني قانون څپرکي پر اساس چې بنسټونه او ټولنې اداره کوي د مرکزي چارواکو سره یې ثبت کړي. په داسې حال کې چې فردي عبادت ځایونه کولی شي د ځايي چارواکو سره ثبت شي، ډير دغه کار نه خوښوي او د خپلو مشرانو شخصي ملکیت په توګه کار کوي. ثبت شوي مذهبي سازمانونه د مالیې څخه د معافیت پر اساس فعالیت کوي او اړ دي چې د خپلو مالي عملیاتو کلني راپورونه وسپاري. د نه ثبت کولو یوازینۍ پایله د مالیې ګټو ضبط کول دي چې د ثبت شویو مذهبي سازمانونو لپاره شته. داسې راپورونه نه شته چې چارواکو دې د نویو مذهبونو له ثبت څخه انکار کړی وي.
مذهبي سازمانونه اجازه لري چې ښوونځي اداره کړي خو په هېڅ عامه یا خصوصي لومړني، منځني، یا عالي ښوونځي کې چې د پوهنې وزارت جواز لري د اجباري مذهبي ښوونو اجازه نه لري. عالي ښوونځۍ چې د پوهنې وزارت نه جواز لري، په داسې حال کې چې دیني ښوونو ته اجازه نه لري کولی شي په دیني زده کړو کې انتخابي کورسونه چمتو کړي، په دې شرط چې دا ډول کورسونه ځینې مذهبي عقیدو ته د نورو په پرتله وده ورنه کړي. پوهنتونونه او څېړنیز بنسټونه ممکن د دیني مطالعاتو څانګې ولري. قانون د ۲۰۰۴ ز کال مخکې دیني ښوونځي او د دیني علومو انسټیټیوتونه منع کړل چې د پوهنې وزارت نه د اعتبار ورکولو غوښتنه ونه کړي او د پوهنې وزارت د پوهنتون په کچه هغه درجې چې د داسې ښوونځیو ته ورکړې، نه پیژني. قانون جوړونکی یووان د ۲۰۰۴ ز کال په مارچ کې د خصوصي ښوونځیو قانون تعدیل کړ او د پوهنې وزارت ته یې واک ورکړ چې د پوهنتون په کچه د دیني زده کړو موسسو لپاره د اعتبار ورکولو پروسه رامنځ ته کړي چې د مذهبي سازمانونو یا خصوصي بنسټونو له خوا یې ملاتړ کېږي. د پوهنې وزارت د ۲۰۰۶ ز کال په اپریل کې د اعتبار ورکولو پروسې لپاره یې مقررات اعلان کړل. د ۲۰۰۶ ز کال په اګست کې د پوهنې وزارت خپلې لومړۍ مدرسې ته د درما ډرم بودیست کالج اعتبار ورکړ.
د ١٩٨٢ ز کال د چين د ولسي جمهوريت د اساسي قانون په ٣٦ ماده دا تصریح کوي چې :
د چين د ولسي جمهوريت وګړي د مذهبي عقيدې له ازادۍ څخه برخمن دي. هېڅ دولتي اداره، عامه اداره یا فرد نه شي کولی چې اتباع دې ته اړ کړي چې په کوم مذهب باور وکړي او یا یې ونه نه کړي، او نه به د هغو اتباعو سره تبعیض کوي چې په کوم مذهب باور ولري او یا یې نه لري. دولت د عادي مذهبي فعالیتونو ساتنه کوي.هېڅوک نشي کولای له دین څخه په استفادې په داسې کړنو کې ګډون وکړي چې عامه نظم ګډوډ کړي، د خلکو روغتیا ته زیان رسوي او یا د دولت په تعلیمي سیستم کې لاسوهنه کوي. دیني ارګانونه او دیني چارې تر بهرنۍ ولکې لاندې نه دي.[۱۱]
دا ساتنه یوازې هغه څه تر خپل چتر لاندې راولي چې د "عادي مذهبي فعالیتونو" په نوم یاديږي او عموماً هغو مذهبونو ته راجع کېږي چې د مذهبي چارو لپاره د دولت د ادارې له لارې د دولت کنټرول ته سپارل کېږي. اساسي قانون له مذهب نه هغه استفاده منع کوي چې "په داسې فعالیتونو کې ښکیل شي چې ټولنیز نظم ګډوډ کوي، د خلکو روغتیا زیانمنه کوي یا د دولت په تعلیمي سیسټم کې لاسوهنه کوي." سربېره پردې دا بیانوي چې "مذهبي سازمانونه او مذهبي چارې تر بهرنی ولکي لاندې نه دي."[۱۲][۱۳]
دغه قانون د پینځه رسمي منل شويو مذهبونو حمایت او ساتنه کوي: د چین د بوډا ټولنه، د چین تاویسټ ټولنه، د چین اسلامي ټولنه، درې ځاني وطنپالنې غورځنګ او د چین د وطن پالنې کاتولیک ټولنه. مذهبي ډلې اړ دي چې د مذهبي چارو لپاره د ایالتي اداره (SARA) چې په خوا د مذهبي چارو د مرکزي ادارې په نوم پېژندل کېده) یا د نوموړي ولایتي او محلي دفترونو (اوس هم د مذهبي چارو ادارې (RABs) په نوم پېژندل کېږي) راجستر شي.( SARA) او (RABs ) دواړې ادارې د دیني فعالیتونو د مشروعیت د څارنې او قضاوت مسئولیت لري.
دیني تبلیغ یوازې په شخصي مسایلو کې یا په ثبت شویو عبادت ځایونو کې اجازه لري. ديني تبلیغ په عامه ځایونو، د بهرنیانو له خوا نه راجستر شویو کلیساګانو یا معبدونو کې منع دی. په رسمي ډول د ملحد کمونست ګوند غړي د مذهبي عقیدې ساتلو نه په کلکه منع شوي.[۱۴][۱۵]
د پام وړ نه تصویب شوې کلیساګانې او معبدونه شته چې هم ځایی خلک او هم بهرنیان ورځي. نه ثبت شوي یا ځمکې لاندې کلیساګانې په رسمي توګه منع نه دي خو د مذهبي فعالیتونو د ترسره کولو اجازه نه لري. دغه بنسټونه ممکن د دولتي او ګوندي ارګانونو له خوا د لاسوهنې، ځورونې او ظلم له بېلابېلو درجو سره مخ شي. په ځینو مواردو کې نه ثبت شوي مذهبي معتقدین او مشران په "غیر قانوني مذهبي فعالیتونو" یا د "ټولنیز ثبات په ګډوډی" تورن شي. مذهبي معتقدین هم د جزا قانون د ۳۰۰ مادې له مخې تورن شوي چې د "قانون تطبیق کمزورتیا" لپاره د بدعت کارو سازمانونو کار اخیستل. د ۶-۱۰ دفتر په نوم یو لوړ قضایي، د کمونست ګوند تر مشرۍ لاندې امنیتي ارګان د فالون ګونګ د ځپلو او په زیاتیدونکي توګه د نورو نه ثبت شویو مذهبي سازمانونو باندې څارنه کوي. قومي مذهبونه که څه هم رسماً نه دي ساتل شوي ځینې وختونه د چارواکو له خوا زغمل کېږي. د مذهبي چارو ادارې د خلکو د مذهبونو د مدیریت د څارنې لپاره یوه څانګه جوړه کړې ده.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
د چین کمونست ګوند که څه هم د مذهبي ازادۍ د محدودولو اوږد تاریخ لري خو په وروستیو ۱۸ کلونو کې یې په زیاتیدونکي ډول د مذهب سره دښمني کړې او د اسلام، تبتي بودیزم او عیسویت د چيني کولو کمپاینونه یې پیل کړي څو د "بهرني" نفوذ څخه د خلاصون لپاره مبارزه وکړي. د مذهبي چارو په اړه د ۲۰۱۸ ز کال تعدیل شوي مقررات په اغیزناکه توګه "غیر مجاز" مذهبي تدریس منع کوي او د مذهبي فعالیتونو په کنټرول کې د ځايي چارواکو رول پراخوي. په چین کې د مذهبي ازادۍ وضعیت په ۲۰۱۸ ز کال کې په دوامدار توګه خراب شو. د چین حکومت د مذهبي اقلیتو د څارنې لپاره د مخ پېژندنې او مصنوعي استخباراتو په کارولو سره د عالي تخنیکي څارنې ریاست رامنځ ته کړی دی. نوي مقررات د ۲۰۱۸ ز کال اپریل په لمړۍ نېټه اجرا شول چې مذهبي ځایونه اړ دي چې قانوني استازي او مسلکي محاسبین ولري. ځینو کوچنیو مذهبي ځایونو په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې د دې اړتیاوو پوره کول ناشوني وبلل.[۲۰][۲۱]
Subsequently, a new China was found on the basis of Communist ideology, i.e. atheism. Within the framework of this ideology, religion is treated as a 'contorted' world-view and believed that religion would disappear at the end, along with the development of human society. A series of anti-religious campaigns was implemented by the Chinese Communist Party from the early 1950s to the late 1970s. As a result, in nearly 30 years between the beginning of the 1950s and the end of the 1970s, Christian churches, mosques (as well as Chinese temples) were shut down and Imams involved in forced 're-education'.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)