ګندمک د افغانستان یو کلی دی چي له جلال اباد څخه کابل ته پر لاره پر پخواني سړک باندي د ۳۵ ميل (۵۶ kم) په فاصله کي پروت دی.
په ۱۸۴۲ کال کي د جنرال ایلفنسټون د لښکر له کابل څخه د وتلو پر مهال ګندمک ته څېرمه یوه غونډۍ د ګندمک د جګړې صحنه وه، چې په ترڅ کي یې د برتانوي ځواک سرتیري له [۱]یوه معاون جراح چي ویلیم برایډن نومیدی پرته نور ټول ووژل سوه.
ګندمک د ګندمک د معاهدې پر اساس هم زیات مشهوره ده، چي د ۱۸۷۹ کال د مئ په ۲۶ نېټه د افغانستان د امیر [۱] محمد یعقوب خان او د هند د برتانوي حکومت د دفتر مشر لوئس کیواناري تر منځ لاسلیک سو، او د افغان-انګلیس د دوهمې جګړې لومړۍ برخه یې پای ته ورسول.