ابتدايي اسلامي فلسفه يا کلاسيکي اسلامي فلسفه د فلسفې د زياتې ودې يو پړاو دی چې د اسلامي کليزې (تقويم) د دويمې لېږديزې (هجري) پېړۍ (د نهمې زېږديزې پېړۍ لومړي کلونه) کې پيل شوی او تر شپږمې لېږديزې پېړۍ (د دولسمې زېږديزې پېړۍ تر وروستيو) پورې روان و. دا پړاو د زرين اسلامي پړاو په توګه پېژندل کېږي، او د دې پړاو برياليتوبونو د نوې فلسفې او ساينس (علم) پر پرمختګ د پام وړ اغېز درلود. د رنسانس اروپا لپاره، "د مسلمانانو بېړۍ چلونې، کرنې، او ټيکنالوژيکي نوښتونو، تر څنګ يې د اسلامي نړۍ له لارې ختيځې اسيايي ټيکنالوژۍ، د نړۍ په تاریخ کې، يو د تر ټولو ستر ټيکنالوژيکي لېږد په توګه لوېديځې اروپا ته لاره وکړه". دا پړاو په نولسمه پېړۍ کې له الکندي سره پيل کېږي او له ابن رشد سره د دولسمې پېړۍ په پای کې پای ته رسېږي. د ابن رشد مړينه په اغېزناک ډول د اسلامي فلسفې د يو ځانګړي نظم د پای ښودنه کوي، کوم چې په عام ډول د عربي ګرځنده ښوونځي په نوم پېژندل کېدو، او په لوېديځو اسلامي هېوادونو کې فلسفي فعاليتونه کم شول، چې هغه اسلامي هسپانيه او شمالي افريقا دي، که څه هم په ختيځو هېوادونو کې تر ډېره وخته روان وو، په ځانګړي ډول په فارس او هندوستان کې، چېرته چې د فلسفې د ډېرو ښوونځیو غوړېدو دوام پیدا کړ: ابن سينا ايزم، اشراقي فلسفه، عرفاني فلسفه، او متعاليه حکمت.[۱]
په فقه، د اجتهاد په پرمختګ، د خپلواک استفسار او قياسي استنباط پر اساس په یوه کړنلاره يا کړنلاريزه تګلاره کې حقوقي استدلال، تفسير او بحث؛ په ساينس او د علم په فلسفه کې، د تجربوي څېړنې د ودې کړنلارې چې په مديريت شويو تجربو، مشاهداتي ثبوتونو، او د تکثير پر وړتيا تمرکز لري، او تر څنګ يې پر تجربه ولاړې معرفت پېژندنې ابتدايي جوړېدل؛ په ارستويي منطق کې تبصرې او پرمختګونه، او همدا راز په غېر ارستويي زماني او استقرايي منطق کې نوښتونه؛ او په درملو، د سيالو پوهانو له خوا د لومړۍ مستندې شوې ارزونې پروسې، او په فقه او الاهياتو کې، د روایت يو جدي علم، اسناد يا "ملاتړ" په ګډون په څيړنيز تمرین او سبک کې پرمختګونه، د دې پړاو په فکري نوښتونو، لاسته راوړنو، او پرمختګونو کې شامل دي.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
په منځنيو پېړيو کې له دې پړاو څخه له عربي اثارو څخه په عبراني او لاتيني ژبو کې ژباړو په یهودي فلسفې، او تر څنګ يې نږدې د منځنيو پېړیو د لاتيني لوېديځې نړۍ په ټولو فلسفي مضامينو خورا روښانه اغېز پرېښود. د الفارابي، ابن سينا، او ابن رشد اثار په ځانګړي ډول د طبیعي فلسفې، نفسياتو، میتافيزيک، منطق او اخلاقو په څانګو کې اغېزناک وو، نېغ په نېغه او په غېر مستقیم ډول يې د «تاماس ايکيناس، راجر بيکن، ميمونډيس، اوکم وليام» او «ډنس سکاوټس» په څېر مفکرینو اغېز درلود.[۱۲]
ابتدايي اسلامي فلسفې اغېز په څرګند ډول د اغېزو، څانګو، مکتبونو، او ډګرونو په ټولګو وېشل کېدای شي، څه ډول چې لاندې تشریح شوي دي.
د قرأن د دائرة المعارف (2006) (پوهنغونډ) تر مخې، "قرأن د لرغونې زمانې د ديني فکر اړوند د ډېرو زیاتو لاهوتي موضوعاتو ښودنه کړې ده، او د خپل پيغمبر محمد په واسطه د خالق، کايناتو او انسان يو منسجم ليد وړاندې کوي. د مسلمانانو د لاهوتي شخړو مهمې مسئلې د قرأن کریم د پيغام په الفاظو کې پټ ثابتېږي، کوم چې د محمد د ژوند د سوانحو سره ژورې اړيکې لري". په هر حال، د اسلامي مطالعاتو عصري تاريخ پوهان او علماء مني چې له اسلام څخه مخکې په عربو کې د مشرکو کافرانو په منځ کې د الاهياتي فکر يو شمېر بېلګو له مخکې څخه وده کړې وه، لکه د تقدير عقیده (قدر)، کوم چې په اسلام کې د خدای د صفاتو، تقدير او انساني ازادۍ په اړه د ماوراء الطبيعة بحثونو په اړوند اسلامي الاهياتو کې بيا بيا تکراريږي.[۱۳][۱۴][۱۵]
د محمد ژوند يا سيرت قرأن (وحی) او حديث (د هغه ورځنۍ خبرې او څرګندونې) دواړه منځ ته راوړي دي، د کوم په اوږدو کې چې د مسلمانانو له خوا د فلسفې تعريف د هغه د پیغام د منلو يا رد کولو څخه جوړ و. سيرت او حديث دواړه سنت بلل کېږي، او د محمد د هر ډول قول د روايت ممکنه رېښتينولۍ ټاکلو لپاره د اسناد ("تاييد") په مټ د هغې تايید کېدای شي. مهمې څېرې يې امام احمد ابن حنبل، امام بخاري، امام مسلم، الترمذي، ابن ماجه، ابو داود، او النسايي دي. دا اثار چې تر لسمې پېړۍ پورې نه و بشپړ شوي، په 631ز کال کې د خطبة الوداع څخه سملاسي وروسته پيل شول.
علم الکلام، (چې ټکی په ټکی "تحت اللفظي" معنا يې د "خبرو" يا "ټکو" مطالعه ده) د جدلیاتو (مناظرو) په مټ د الاهي اصولو د لټون لپاره د اسلامي فلسفي څانګه ده. په اسلامي عمل کې د کلام اړیکه د بحث او دليل په مټ د الاهي علم تر لاسه کولو څانګه ده. د علم کلام عالم ته متکلم (جمع يې متکلمين دی) ويل کېږي.
له کلام سره د سيرت او حديث، او تر څنګ يې د علم (اسلامي علم) او قانون (شرعي فقه) په اړه، د محمد د عقايدو (باورونو) له داېرې څخه دباندې د پوښتنو څېړنې پیل شوې. د اجتهاد او لومړۍ فقهې راڅرګندېدل د دې پړاو ځانګړتيا ده. څومره چې سنت خپاره او ومنل شول، د ګډونوالو د کمښت له امله، له اسلامي الاهياتو څخه د جلا فلسفې مخه ونیول شوه. د دې پړاو په اوږدو کې، سقراطي طريقې ته ورته دودونو وده وکړه، خو فلسفه د مذهب تابع پاتې شوه.
له اجتهاد څخه ګټه اخيستونکو خپلواکو ذهنونو د قرأن د هغو اصولو د څېړنو هڅه وکړه، کوم چې تر هغه وخته د عقیدې له اړخه د الاهي وحی په توګه منل شوي وو. له لومړيو بحثونو څخه يو يې د قدريانو (القدرية)، چې د ارادې په ازادۍ يې تاکيد کاوه، او جبريانو (الجبرية)، چې په قدر يې ايمان درلود، تر منځ و.
د هجرت په دویمه پېړۍ کې، د عراق د بصرې په الاهي مکتب فکر کې يو نوي خوځښت سر راپورته کړ. د واصل ابن عطاء (700-748ز) په نوم يو شاګرد، څوک چې د حسن البصري له مکتب څخه له دې امله شړل شوی و، چې د هغه ځوابونه د هغه مهال د راسخ العقيده اسلامي روايت په خلاف و، او له دې امله چې هغه د یو نوي مکتب فکر مشر شو، او هغه د پخوانيو فرقو بنسټپاله رايې منظمې کړې، په ځانګړي ډول د قدريانو. دې نوي مکتب فکر ته يې معتزلة (دا ټکی له اعتزله څخه اخيستل شوی چې معنا يې د يو چا ځان جلا کول يا اختلاف کول) ويل، چې له اتمې څخه تر لسمې پېړۍ يې دوام وکړ. د دې مکتب فکر اساسي اصول درې وو:
د اسلام په تاریخ کې، د اسلامي الاهياتو ابتدايي منظمو مکتبونو څخه يو يې، چې د اتمې زېږديزې پېړۍ په منځ کې منځ ته راغلی، معتزلة دی. معتزلة الاهيات پوهانو د عقل او عقلي فکر په استعمال ټينګار کړی دی، او باور يې درلود چې د عقلي فکر او څېړنې په مټ د خدای احکامو ته لاسرسی ممکن دی، او تاييد کوي چې قرأن له خدای سره تلپاتي نه، بلکې مخلوق دی، کوم چې د اسلامي الاهياتو په تاریخ کې یو له تر ټولو مختلف فيه پوښتنو څخه وګرځېده.[۱۶][۱۷]