احمد شاه احمدزی (زوکړه ۳۰ مارچ ۱۹۴۴ - مړینه ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۱) یو افغان سیاستمدار وو، چي د افغانستان د سرپرست وزیر په توګه یې د ۱۹۹۵ څخه تر ۱۹۹۶ پوري واک ترسره کړ.
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه |
۱۷ اکتوبر ۲۰۲۱[۱] ![]() |
زدکړنځی | |
ګوند | |
دنده |
عمومي مالومات |
---|
احمد شاه د پښتنو له احمدزی ټبر سره اړه درلوده.
احمد شاه احمدزی د کابل ولایت د خاک جبار ولسوالۍ اړوند د ملنګ په کلي کي وزېږېدی. نوموړي په کابل پوهنتون کي انجینري ولوستل او ورپسې یې د کرني په وزارت کي کار پیل کړ. احمدزي په ۱۹۷۲ کال کي د متحده ایالاتو د یو بورس له لاري د کولوراډو ایالت په پوهنتون کي زدکړي پیل کړې، او وروسته یې په ۱۹۷۵ کال کي د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. د سند د ترلاسه کولو سره سم نوموړي د سعودي عربستان په ملک فیصل په پوهنتون کي د ښوونکي په توګه کار پیل کړ.
د ۱۹۷۸ کال د کمونستي کودتا وروسته احمدزی افغانستان ته راستون سو، او د برهان الدین رباني نږدې همکار او د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال وټاکل سو، خو وروسته یې هغه ګوند پرېښود او په ۱۹۹۲ کال کي د عبدالرسول سیاف د اسلامي دعوت د تنظیم سره یوځای سو.
احمدزي د کمونستي رژیم وروسته په افغان حکومت کي د وزیر په توګه بېلابیلي چاري ترسره کړې لکه د کورنیو، ساختماني او پوهني چارو وزیر؛ او وروسته یې د ۱۹۹۵ څخه تر ۱۹۹۶ پوري د سرپرست وزیر په توګه خدمت وکړ.
احمدزی په ۱۹۹۶ کال کي هغه وخت افغانستان پرېښود کله چي د رباني حکومت د طالبانو په وړاندي مات سو. نوموړي په ترکیه (اسټنبول) او لندن کي په تبعید کي ژوند وکړ، څو چي په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو تر پرځېدو وروسته افغانستان ته راستون سو، او په ۲۰۰۴ کال کي یې د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کي د خپلواک کاندید په توګه ګډون وکړ، خو دا چي د ټولو رایو شمېر یې یوازي ۰.۸٪ وو، له ناکامۍ سره مخ سو.
په ۲۰۲۱ کال کي د طالبانو تر دویم ځل راتګ وروسته احمدزی له هیواده دباندي ولاړ او دوې میاشتي وروسته د اکتوبر پر ۱۷ نېټه وفات سو.