هيواد | ![]() |
---|---|
![]() |
|
کورډېناټونه: ۳۴°۵۲′۰۶″شمال ۷۱°۰۷′۴۸″ختیځ / 34.86832°شمال 71.13003°ختيځ [۱] | |
سيمه | کونړ ولايت |
جغرافیائی ځانګړتیاوې | |
لوړوالي | 1052 متر |
نور معلومات | |
اوقات | يو ټي سي ۴:۳۰+ |
جیو کوډ | 7053952[۲] |
سمول ![]() |
|
اسد آباد ولسوالۍ د افغانستان د کنړ ولايت یوه ولسوالۍ ده. په دغې ولسوالۍ کې د مېشتو خلکو شمېر ۲۹،۱۷۷ وگړو ته رسېږي.[۳] دا ولسوالۍ د کونړ ولايت منځۍ (مرکز) دی، او د مشهوره افغان پوه سید جمال الدین افغاني ټاټوبۍ ګڼل کیږي.
اسداباد د کونړ ولايت مرکز بلل کیږي،چې ۴۸۰ کيلو متره مربع مساحت لري ،د ۵۲ لويو او وړو کليو لرونکى دى او ۱۳۳۴۴۵ تنه وگړي پکې ژوند کوي. اسداباد په چغسرای سره هم يادېږي. ددې ښار شمال ته د چغان په نامه يوه تاريخي غونډۍ ده ، چې د چغانيانو واکمني پکې تېره شوې او ډېر تاريخي ارزښت لري. اسد اباد له طبعي پلوه ډېر ښکلی دی، او د ښار په منځ کي يې دپيچ درې سيند تېر شوی. دغه راز په بله څنډه کې يې د کونړ لوی سيند هم بهيږي . [۴]
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link)
د کونړ ولسوالۍ |
|
---|---|
اسد اباد • بر کونړ • پېچ دره • چپه دره • څوکۍ • خاص کونړ • دانگام • سرکاڼو • شيگل او شېلتن • غازي اباد • مروره • ناړۍ • نړنگ و باډېل • نورگل • وټه پور |
|