ځانګړې وېشنيزه | |
---|---|
دین |
اسلامي بیداري (عربي: تجديد تجديد، لفظ چې د«بيا پيدايښت، تجديد» په معنا ده؛ همدارنګه الصحوة الإسلامية aṣ-Ṣakhwah l-ʾIslāmiyyah،«اسلامي بیدارۍ») د اسلام د دین بیا ژوندي کولو یا ژوند بښنې ته اشاره کوي، چې مذهبي بیدارونکي په اسلام کې د مجدد په نامه یادېږي.
په اسلامي دود کې تجدد یا بیا ژوندي کول یو مهم دیني مفهوم دی، چې د اسلامي تاریخ په لړ کې د اسلام له بنسټیزو اصولو سره په نوې دوره کې د تازه ژمنتیا او د قرآن کریم او د اسلام د لوی پیغمبر حضرت محمد(ص)له سنتو (حدیث) سره سم د ټولنې د بیدارۍ غوښتنه کوي. د تجدد مفهوم د معاصره اسلامي حیات په نوي کېدو یا بیدارۍ کې مهم سهم لرلی دی.[۱]
په علمي ادبياتو کې«اسلامي بیداري یا احیا»داسې یوه اصطلاح ده، چې «د خوځښتونو بېلابېل ډولونه، ځینې بې رحمي او انحصاري کول، ځینې کثرت پال، ځینې د علم په ګټه، ځینې د علم ضد، ځینې په ابتدايي توګه عقیدوي او ځینې په ابتدايي توګه سیاسي، ځینې دیموکراتیک، ځینې استبدادي، ځینې ارام او ځینې هم تاوتریخوالي لرونکي» مواردپه کې شامل دي.[۲]
د ۱۹۷۰یمې زېږدېزې لسیزې له وروستیو نه په ټوله نړۍ کې یوه اسلامي بیداري یا احیا راڅرګنده شوه، چې تر ډېره د سیکولري دولت ملتونو او غربي واکمنو اشرافو څخه د خلکو د ناخوښۍ له امله و، چې په تېرو لسیزو کې یې په اسلامي نړۍ تسلط درلود او په زیاتېدونکې توګه د استبدادي او غیرمؤثره حکومتونو په توګه لیدل کېده او هیڅ ډول فرهنګي اعتبار نه لري. همدارنګه هڅه او انګیزه یې «په داسې نړۍ کې د اسلام بېرته راګرځول دي، چې له خدای څخه لرې شوې نړۍ ده». دا بیداري یا احیا له اسلام نه د الهام اخیستي یا متاثره شوو بېلابېلواصلاح غوښتونکو سیاسي حرکتونو (چې اسلامپال هم بلل کېږي) له ودې او دغه راز له پورته او لاندې نه د ټولنې د «بیا اسلامي کولو» سره مل ده، چې نښې او علایم يې له شرعي اصلاحاتو، ډېرې تقوا، زیاتېدونکې ودې او د مسلمانانو په منځ کې د اسلامي فرهنګ (لکه د حج په مراسمو کې د ګډون زیاتوالی)موارد دي. په غیر اسلامي هیوادونو کې د مهاجرینو په منځ کې په دې دیني بیدارۍ کې د «مخ په زیاتیدونکي نړیوال اسلامي هویت» یا نړیوال اسلام احساس شامل دی، چې داړیکو، رسنیو او اسانه سفر په وسیله رامنځته شوی دی. همدارنګه دا دیني بیداريد بنسټپالو مبلغینو د زیاتیدونکي نفوذ او په نړیواله کچه د ځینو سخت دریځو اسلامپالو ډلو په وسیله د ترسره شووو تروریستي بریدونو سره مل وه.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
هغه مبلغین او عالمان چې د اسلام په تاریخ کې د مختلفو فرقو او ډلو په وسیله بیداروونکي، احیا کوونکي (مجدد) یا مجددین په توګه بلل شوي، هغه د اسلام په تاریخ کې احمد بن حنبل، ابن تیمیه، شاه ولي الله دهلوي، احمد سیرهندي، احمد رضا خان بریلوي، محمد بن عبدالعزیز، عبدالوهاب او محمد احمد شامل دي. په شلمه پېړۍ کې د سید رشید رضا، حسن البنا، ابوالاعلی مودودي، مالکم ایکس او روح الله خمیني په څېر شخصیتونه هم داسې مبلغین بیان شوي دي او اکادمیک خلک دوی ته تر ډېره د «اسلامپال» او «اسلامي احیا غوښتونکي» اصطلاحات کاروي. دغه راز د په دې برخه کې په معاصره بیا ژغورونکو بهیرونو کې اسلامي لیبرالیزم هم شامل دی،چې له عصري ارزښتونو سره د اسلامي عقایدو او باورونو د پخلاینې او تطبیق هڅه کوي. لکه نوی تصوف، چې د مسلمانانو روحانیت یا معنویت روزي، او نوې بنسټپالنه، چې د شریعت (اسلامي قوانینو) په اطاعت او اسلامي دودونو په رعایت کولو ټینګار کوي.[۱۰][۱۱]
د اسلامي بیدارۍ نړیوالې څپې د ۱۹۷۰یمې زېږدیزې لسیزې په وروستیو کې راڅرګندې شوې، چې تر ډېره د سیکولري دولت ملتونو اوغربي واکمنو اشرافو په وړاندې د خلکو د مایوسي له امله و، چې په تیرو لسیزو کې په اسلامي نړۍ واکمن و او په زیاتیدونکي توګه د استبدادي، غیر مؤثره او هر ډول فرهنګي اعتبار نه لرونکو دولتونو په توګه لیدل کیده. همدارنګه دا څپې د غربي نفوذ او تاثیراتو، لکه د انفرادیت، مصرف پلوي، په ښځو سوداګرۍ او جنس يا آزادۍ په وړاندې یو غبرګون و؛ځکه چې ټول یې د اسلامی ارزښتونو او هویت د تخریب په توګه ګڼل کېده. د سیاسي عواملو په برخه کې ایدیولوژیکي خلا هم وه، چې د سوسیالیستي نظام له زوال او د لیبرالي (غربي) ایدیولوژۍ له کمزوري کېدو وروسته رامنځته شوه.[۱۲][۱۳]
اقتصادي او دیموګرافیک عوامل، لکه: د اقتصادي پرمختګ وروسته پاتې کېدل، د عوایدو د نابرابرۍ زیاتېدل او د ټولنیز خوځښت کمېدل، د لوړ تحرک په تمه د تعلیم یافته ځوانانو څرګندېدل او ښاري ژوند کول هم په اسلامي نړۍ کې لوی رول لوبولی دی. په ټولیز ډول، په اسلامي نړۍ کې د لوړو هیلو یا لویو تمو او واقعیتونو ترمنځ واټن یو مهم لامل و. د پترو اسلام په نامه پدیده کې د فارس خلیج د تیلو پیسې هم یو لوی لامل و.[۱۴]
پورتني دلایل په عمومي توګه د اسلامي احیا یا بیدارۍ د وروستیو لاملونوپه توګه بلل شوي دي. همدارنګه ځانګړې سیاسي پیښې هم وې، چې د بیا راژوندي کېدو خبر یې ورکړ. د اسلامي بیدارۍ یا احیا په برخه کې مهم تاریخي ټکي په زماني ترتیب سره په لاندې ډول دي:
د «اسلامي بیدارۍ یا احیا» اصطلاح کې «د خوځښتونو بېلابېل ډولونه، ځینې بې رحمي او انحصاري، ځینې کثرت پال، ځینې د علم په ګټه، ځینې د علم ضد، ځینې په ابتدايي توګه عقیدوي او ځینې تر ډېره سیاسي، ځینې دیموکراتیک، ځینې استبدادي، ځینې سوله غوښتونکي او ځینې هم تاوتریخوالی راوړونکي» مواردشامل دي. [۱۹]
د عامو مسلمانانو په منځ کې د نوي کېدل او تجدید په زياته تقوا او داسلامي فرهنګ مخ په زیاتېدونکې منلو کې څرګند شوی دی. په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰لسیزو کې زیاتره حجاب لرونکې ښځې په واټونو کې وې. یوه ښه بېلګه یې د حج په مراسمو یعنې د مکې په کلني زیارت کې د ګډون زیاتوالی دی، چې په ۱۹۲۶ز کال کې له ۹۰.۰۰۰ تنو نه په ۱۹۷۹ز کال کې ۲ میلیونه تنو ته لوړ شو.[۲۰][۲۱][۲۲]
The terms commonly used for Islamic revival movements are fundamentalist, Islamist or revivalist.
The terms commonly used for Islamic revival movements are fundamentalist, Islamist or revivalist.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)