د اقلیمي بدلونونو او بومي وګړو موضوع څرګندوي چې څه ډول اقلیمي بدلونونه په ټوله نړۍ کې بومي وګړي د غیربومی وګړو په پرتله په نامتناسبه بڼه تر اغېز لاندې راولي. دغه اغېزې په ځانګړې توګه د روغتیا، چاپېریال او ټولنیز جوړښت په اډانه کې احساس کېږي. د اقلیمي بدلونونو یو شمېر بومي څېړونکي استدلال کوي چې دغه احساس کېدونکې اغېزې د استعمار له دوامداره اشکالو سره اړوندې دي. د ټولې نړۍ بومي وګړي د اقلیمي بدلونونو سره د تطابق په موخه سنتي درک او ستراتیژۍ له ځانه سره لري. د دغه ډول پوهې سیسټمونه کولای شي له اقلیمي بدلونونو سره د دوی د ټولنو د تطابق او برخلیک ټاکنې په برخو او همدارنګه د غیربومي ټولنو لپاره هم ګټمن پرېوزي. [۱]
د نړۍ ګڼ شمېر وګړي په بومي قلمروونو کې ژوند کوي. اوس مهال د نړۍ له ۹۰ څخه په زیاتو هېوادونو کې څه باندې ۳۷۰ میلیونه بومي وګړي شتون لري. د ځمکې د کرې څه باندې ۲۲٪ برخه له بومي قلمروونو څخه جوړه ده چې د بومي توب د تعریف او له ځمکې څخه د ګټنې د ډول له مخې له یوځایه تر بل ځایه توپیر لري. بومي وګړي په خپلو ټولنو کې د پوهې د اصلي ساتونکو په توګه مهم رول لوبوي. په دغه پوهه کې ټول هغه موارد شاملېږي چې د ټولنیزو او چاپیریالي سیسټمونو خوندیتوب ته اړوندېږي. د بومي وګړو د حقونو اړوند د ملګرو ملتونو د سازمان اعلامیه څرګندوي چې بومي وګړي د ځانګړې پوهې، سنتي کړنلاړو، او کلتوري دودونو لرونکي دي چې کولای شي د ایکولوژیکي منابعو له سم او دوامداره مدیریت سره مرسته وکړي. [۲][۳][۴][۵][۶][۷]
بومي وګړي اقلیمي بدلونونو او هغو ته د حل لارو اړوند پریمانه تجارب لري چې ساینس هم اوس مهال په خپلو څېړنیزو چارو کې د هغو ځای پر ځای کولو ته مخه کړې. د دغه ونډې په پایله کې دغې سنتي پوهې ته اړوند مفاهیم او سنتي کړنلارې په مخ پر زیاتوالي بڼه درناوي وړ ګرځېدلې دي او په علمي څېړنو کې ورته ځانګړی پام شوی. [۸][۹]
په افریقا کې اقلیمي بدلونونه د غذایي توکو د ناخوندیتوب، د بومي وګړو د بې ځایه کېدو او همدارنګه د وچکالۍ، قحطۍ او سیلابونو لامل ګرځيدلي. په دغه لویه وچه کې اقلیمي بدلونونه پر بومي وګړو نامنتاسب اغېز کوي ځکه چې هغوی د کډوالۍ او تحرک په برخه کې له محدودیتونو سره مخ دي؛ هغوی د ژوندانه د تنوع تر منفي اغېزو لاندې دي او کرنیزې ځمکې یې په نامتناسبه بڼه د اقلیمي بدلونونو له امله تخریب کېږي. [۱۰]
په نایجریا کې د نایجریا دلتا د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې تر نورو برخو زیاته زیان منونکې بلل کېږي. په ځانګړې توګه د نایجریا سیند ته په شاوخوا سیمو او فرعي برخو کې په کلنۍ کچه د سېلابونو موارد ثبت شوي او دغه چارې ډیری ښارونه تر خپل اغېز لاندې راوستي ځکه چې له امله یې ډیری وګړي اړ شوي خپل کورونه پرېږدي. [۱۱][۱۲]
د مصر په سویل او د سوډان په شمال کې بومي وګړي اوس هم له قطبي کالیزې څخه پیروي کوي، هغه کالیزه چې لرغونو فرعونیانو ته اړوند وه او بزګرو به ترې ګټنه کوله. خو نن ورځ دا بزګرانو ته ستونزمنه ده چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې ودرېږي ځکه چې هغه پر طبیعت باندې ژورې اغېزې لري. په معمول ډول په دغو سیمو کې بزګران د اګست میاشتې په وروستیو کې غنم کري. خو په دغه دوره کې د شدیدې تودوخې له امله د کرنې بهیر ځنډول کېږي چې د کرنیزو محصولاتو غونډه څرخه یې تر اغېز لاندې راوړې ده. د سوډاني عالم او د اقلیمي بدلونونو اړوند د ملګرو ملتونو د بین الدولتي پلاوي پخواني مشر اسماعیل ال ګیزولي ویلي: «تر ۲۰ کلونو وړاندې پورې دغه کالیزه په بشپړه پخوانۍ بڼه کارول کېده»، خو نن «د اقلیمي بدلونونو له امله له یو کال څخه بل کال ته توپیر مومي». [۱۳][۱۴][۱۵]
اقلیمي بدلونونه د شمالي قطب په سیمه باندې پام وړ اغېز لري. د نړۍ د نورو ټولو برخو په پرتله په دغه برخه کې تودوخه دوه چنده زیاته شوې. چې له امله یې په دغه سیمه کې استوګن بومي وګړي له بې مخینې ستونزو سره مخ شوي دي. د شمالي قطب اته هېوادونه په ټولیزه توګه د ټولې نړۍ د کاربن ډای اکساید ۲۲٪ برخه په هوا کې خپروي. په داسې حال کې چې د شمالي قطب په هېوادونو کې بومي وګړي شتون لري، خو د ګلخانه یي ګازونو تولید یې تر ډېره د نفتو او ګازو د شرکتونو او غیربومي وګړو له امله دی. له دې سره چې د شمالي قطب بومي وګړي د اقلیمي بدلونونو په برخه کې ډېره لږ ونډه لري، خو نشي کولای د هغو له اغېزو ځان وساتي. د بومي خوځښت او د چاپیریالي عدالت د بنسټ په څېر ډیری هغه سازمانونه چې د چاپېریالي عدالت څخه ملاتړ کوي دغې نابرابرۍ ته یې خپل پام اړولی او په دې باور دي چې هغه هېوادونه او شرکتونه چې د اقلیمي بدلونونو د رامنځته کېدو په برخه کې زیات مسئولیت لري باید د هغو مالي او اخلاقي زیانونه پر ځان ومني.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
په کاناډا کې اینوئیت بومي وګړي د اقلیمي بدلونونو له امله د خپلو سنتي غذايي سیسټمونو د ساتنې په برخه کې له پام وړ ستونزو سره مخ دي. دغه بومي وګړي له سلګونو کلونو راهیسې د تي لرونکو حیواناتو په ښکار بوخت دي. د هغوی سنتي اقتصادي معاملات او کلتوري مراسم په نهنګانو او نورو سمندري تي لرونکو حیواناتو اتکا لري. له دې امله چې اقلیمي بدلونونه د سمندرونو د ګرمېدو او اسیدي کېدو لامل ګرځي، همدا دی چې په دغو سنتي سیمو کې دغه ډول ژوندي موجودات تر منفي اغېز لاندې راولي او لامل ګرځي ډیری دغه حیوانات نورو برخو ته کډه وکړي. په داسې حال کې چې یو شمېر نور کسان بیا په دې باور دي چې د شمالي قطب ګرمښت د غذايي ناخوندیتوب لامل ګرځېدلی او اوس مهال دغه چاره کاناډايي اینوئیت وګړو ته په ستونزه اوښتې ده او د هغوی د یو شمېر لومړنیو خوراکي منابعو په له منځه تلو سره به دغه ستونزې نور هم زیاتوالی ومومي. یو شمېر نور بیا د تودوخې په تغیر سره د هغوی انعطاف ته اشاره لري او باوري دی چې احتمالا دوی به ځان ورسره برابر کړي. په داسې حال کې چې د دغو معاصرو اینوئیت وګړو اجدادو به د شمالي قطب له یوه ځای څخه بل ځای ته د حیواناتو څخه په ګټنې سفرونه کول او تل به یې د کډوالۍ له بېلابېلو مسیرونو ګټنه کوله، خو معاصرې پولې او ژیوپولټیکي قوانین تر ډېره پورې له دغې چارې مخه نیسي هغه چاره چې د هغوی د سنتی غذايي سیسټم د ساتنې په موخه اړینه ده. دې ته له پام پرته چې آیا هغوی کولای شي خپل سمندري غذايي سیسټم ته په بریالۍ بڼه تغیر ورکړي او که نه، خو دوی د خپل کلتور ځانګړې ځانګړنې له لاسه ورکوي. د دې لپاره چې دوی نهنګان او نور سمندري تي لرونکي حیوانات ښکار کړي، لا هم له پخوانیو سنتي وسایلو څخه د دغو د ښکار په موخه ګټنه کوي. له دغو حیواناتو پرته چې د دوی د ژوندانه امکانات برابروي د دوی داصلي کلتور ډیری برخې به له منځه ولاړې شي. [۲۲][۲۳]
د ډانیل ویلډکټ، زویټوډ او کایل وایټ په څېر د بومي وګړو د ژوندانه د څېړونکو په خبره د معاصرو اقلیمي بدلونونو تجارب د هغو پخوانیو چاپیریالي ویجاړیو او قلمروي بې ځایه کېدو څرګندويي کوي چې د اروپايي وګړو له استوګن کېدو څخه یې سرچینه اخیستې. د بندونو جوړولو او د ځنګلونو د وهلو په څېر استعماري کړنلارو بومي وګړي اړ کړل څو له پردیو اقلیمونو او چاپېریالونو سره ځان بلد کړي. له همدې امله د نړیوالو اقلیمي بدلونونو اغېزې د کډوالو د استعماري استوګن کولو څخه جلا نه بلل کېږي بلکې د هغو د تشدید کوونکو په توګه په پام کې نیول کېږي. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزو چارو برخې څرګنده کړې چې «بومي وګړي د ژوندانه له چاپیریال او منابعو سره د نږدې اړیکې او هغو ته د اړوندتیا له امله له لومړنیو هغو کسانو څخه دي چې له اقلیمي بدلونونو څخه په مستقیم ډول اغېزمن کېږي». په ځانګړې توګه د شمالي امریکا قبایلو ته اړوندې ځکمې په اوسط کچه له شدید ګرمښت سره مخ دي او ډیر لږ ورښت په کې کېږي؛ همدا دی چې نیمايي دغه قبایل د اور لګېدنې له جدي ګواښ سره مخ دي او همدارنګه اوس مهال دوی ته اړوندې ځمکې د معدني ارزښت لږ پوتانشیل لري. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]
د اسیا بومي وګړي د اقلیمي بدلونونو له امله له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي چې په دغو کې اوږد مهالې وچکالۍ، سېلابونه، نامنظمې موسمي دورې، قوي طوفانونه او بړبوکۍ او همدارنګه نه وړاندوینه کېدونکي د هوا حالات شاملېږي. دغه چاره د هغوی د خوړو او اوبو د خوندیتوب د بدتره کېدو لامل ګرځېدلې او بیا دا په خپل نوبت سره د اوبو پر مټ د لېږدېدونکو ناروغیو، جل وهنو او خوارځواکۍ لامل ګرځي. [۳۲]
د عراق په سویل کې بومي کروندګر اوس هم د سومریانو له لارو چارو ګټنه کوي چې له میلاد څخه ۶۰۰۰ کاله وړاندې د کرهڼې په برخه کې له مخکښانو څخه و. خو په وروستیو کې د نړیوال ګرمښت له امله د دغې برخې اوړي ګرم او اوږده شوي او همدارنګه یې د تولید څرخ هم تر اغېز لاندې راوړی. د بېلګې په توګه د اګست میاشت د انګورو د کښت او تولید میاشت ده. خو اوس په کې دغه ډول میوې په خپل معمول وخت کې نه پخېږي. همدارنګه په سپټمبر میاشت کې د زیاتې تودوخې له امله مالداران نه شي کولای خپلې مېښې له اوبو راوباسي او هڅه کوي هغوی له جل وهلو وژغوري. [۳۳][۳۴]
(In) Routledge Companion to the Environmental Humanities, ForthcomingFull article is free, but requires online registration.