الکولي مشروبات په عبري مقدس کتاب کې وروسته له هغه څرګندېږي چې نوح په یوه باغ کې د انګورو تاکونه کښېنول او نشه شو. په نوي عهد (انجیل) کې، عیسی د معجزې په ډول په قنا کې د واده پر مهال ډېر مقدار شراب جوړ کړل (یوحنا ۲). شراب تر ټولو معمول الکولي مشروب دي چې د مقدس کتاب په ادبیاتو کې ذکر شوي دي، چېرې چې د سمبولیزم سرچینه ده او د مقدس کتاب په وختونو کې د ورځني ژوند یوه مهمه برخه وه. سربېره پر دې، لرغونو اسراییلمېشتو بیر (د وربشو اوبه) او هغه شرابونه څښل چې پرته له انګور څخه له نورو مېوو څخه جوړېدل او د دې ذکر په مقدس کتاب کې راغلی دی. سره لهدې، د لرغونو الکولي مشروباتو الکولي کچه د اوسمهالو الکولي مشروباتو په پرتله خورا ټیټه وه. د مشروباتو دغې ټیټې الکولي کچې لامل په لرغونې نړۍ کې د تخمر محدودیتونه او د تقطیر نهشتون ګڼل کېږي. خاخامي ښوونکي (د یهودانو مذهبي ټولنو مشران) د لرغونو الکولي مشروباتو د څښاک په هکله د منلو وړ معیارونه ولیکل او ویل یې چې الکولي مشروبات باید له اوبو سره ګډ او ډېر نري (رقیق) شي، خو نه نري شویو (غلیظ) شرابو باندې بندیز لګېدلی ؤ.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
ډېري مسیحیان له الکول څښلو څخه ډډه کوي، او د نورو آیتونو ترڅنګ، ۱ قرنتیان ۱۰:۲۱ آیت په دې هکله بیانوي چې، «تاسو نهشئ کولای چې د خدای او هم د شیاطینو جام وڅښئ؛ نهشئ کولای چې هم د خدای پر دسترخوان او هم د شیاطینو پر دسترخوان کښېنئ». ځینې نور بیا فکر کوي چې د مقدس کتاب په ادبیاتو کې د مشروباتو په هکله، چې کېدای شي مسکر وي، دوهګونی بحث شوی دی؛ له یوې خوا د خدای فیض او نعمت ګڼل کېږي چې خوشحالي او ښادي رامنځته کوي او له بلې خوا بالقوه هېښناک مشروبات دي چې په ګناهکارۍ سره ناوړه ګټه ورڅخه پورته کېدلای شي. د یهودیت او الکولو او مسیحیت او الکولو ترمنځ اړیکې په ټولیزه توګه همدا تشنج ساتلی دی، که څه هم ځینو نومهالو مسیحي فرقو، په تېره بیا د امریکایي پروتستانو ډلو د الکولو بندیز په وختونو کې، الکول د زیانکارې مادې په توګه رد کړي دي. د مقدس کتاب د بېلابېلو ټوکونو اصلي نسخې د الکولي مشروباتو لپاره له څو بېلابېلو کلمو څخه کار اخلي: لږ تر لږه ۱۰ کلمې په عبري او ۵ کلمې په یوناني کې. نشهتوب منع دی، او په ندرت سره ورباندې بحث کېږي او په مقدس کتاب کې ځینو ذکر شویو اشخاصو د الکول له څښاک څخه ډډه کړې ده. شراب په سمبولیکه توګه هم په مثبت او هم په منفي اړخ کې کارول کېږي. په ځینو ځایونو کې د هغه استعمال د مذهبي مراسمو یا طبي ګټېاخېستې لپاره توصیه کېږي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
د مقدس کتاب ادبیات په اصلي ژبو کې څوګونې کلمې د بېلابېلو الکولي مشروباتو د نومولو لپاره کاروي. ځینې دغه کلمې ورته معناوې لري، په تېره بیا د عبري ژبې هغه کلمې چې د کوینه یوناني، د دواړو سپتواګینتا او نوي عهد له کلمو سره پرتله شوې دي. په داسې حال کې چې ثاني قانوني کتابونه په اصل کې کېدای شي په عبري یا ارامي ژبه لیکل شوي وي، ځینې په یوناني لیکل شوي. لهدې امله، په هرې دغو دوو ژبو کې د الکولي مشروباتو لپاره د کارول شویو کلمو معناوې په مقدس کتاب کې الکولو سره تړاو لري.
شرابو په هکله د مقدس کتاب ګڼشمېر حوالې مثبت او منفي، واقعي او سمبولیک او تشرېحي او تعلیمي اړخونه لري. هم لرغونپوهنیز شواهد او هم لیکل شوي اسناد ښیي چې په لرغوني اسراییل کې خلکو د انګورو ډېر تاکونه کښېنول او همدا راز د شرابو له څښاک سره یې ډېره مینه درلوده. له لرغونپوهنیزو پاتېشونو څخه د ښکاره تولیدي ظرفیت او د شرابو په هکله په مقدس کتاب کې په وار، وار سره تذکر ښیي چې شراب د لرغونو اسراییلیانو اصلي الکولي مشروب وو.[۱۴][۱۵]
First, ancient beverages did not contain distilled alcohol like modern alcoholic beverages often do. Distillation was invented by Arab alchemists in the 8th century long after the New Testament era. The strongest alcoholic beverage that was accessible to the New Testament authors and their original readers was natural wine that had an alcoholic content of 11-12 percent (before dilution). Second, ancient wine was normally diluted. Even ancient pagans considered drinking wine full strength to be a barbaric practice. They typically diluted wine with large amounts of water before the wine was consumed...A careful study of the Mishnah and Talmuds shows that the normal dilution rate among the Jews was 3 parts water to 1 part wine...This dilution rate reduces the alcohol content of New Testament wine to 2.75 to 3.0 percent...Certainly, it was fermented and had a modest alcohol content. But the alcohol content was negligible by modern standards.
When the ancients referred to undiluted wine, they specified this by adding the adjective "unmixed" (ἄκρατος) which indicated that the wine had not been poured into the krater, the large mixing bowl where the wine and water were combined (Rev 14:10; Jer 32:15 LXX; Ps 74:9 LXX; Ps. Sol 8:14). The New Testament never uses this adjective to describe the wine consumed by Jesus and the disciples or to describe the wine approved for use in moderation by Christians. New Testament wine is typically heavily diluted wine...Ancient rabbis clearly prohibited consumption of undiluted wine as a beverage. Some rabbis prohibited reciting the normal blessing over wine at mealtime "until one puts water into it so that it may be drunk" (m. Ber. 7:4–5). The rabbis of the Talmud taught that undiluted wine was useful only for the preparation of medicines (b. Ber. 50b; cf. b. Nid 67b; 69b).
The beverages of ancient societies may have been far lower in alcohol than their current versions, but people of the time were aware of the potentially deleterious behavioral effects of drinking. The call for temperance began quite early in Hebrew, Greek and Roman cultures and was reiterated throughout history. The Old Testament frequently disapproves of drunkenness, and the prophet Ezra and his successors integrated wine into everyday Hebrew ritual, perhaps partly to moderate undisciplined drinking, thus creating a religiously inspired and controlled form of prohibition.