اپولو نړیواله اداره (Apollo Global Management, Inc.) د امریکا متحده ایالاتو د شتمنیو د مدیریت یو شرکت دی. [۵][۶] په 2022 کال کي ددې ادارې شتمني شاوخوا 548 میلیارده اټکل سوې وه. یاد شرکت د تقاعد فنډونو، مالي مرستو، د حاکمیت شتمنۍ فنډونو او همدارنګه د نورو بنسټیزو او انفرادي پانګوالو په استازیتوب پیسې لګوي.
اپولو په 1990 کي د لیون بلیک ، جوش هاریس ، او مارک روون لخوا رامنځ ته سو. د دې شرکت مرکزي دفتر د نیویارک ښار په سولو ودانۍ کي دی، او ددې ترڅنګ په شمالي امریکا، اروپا او آسیا کي هم دفترونه لري.