د اچين ولسوالۍ انځور
| |
هيواد | افغانستان |
---|---|
مرکز | کهي |
کورډېناټونه: ۳۴°۰۵′۲۲″شمال ۷۰°۴۰′۵۹″ختیځ / 34.0894°شمال 70.683°ختيځ [۱] | |
سيمه | ننګرهار ولايت |
جغرافیائی ځانګړتیاوې | |
لوړوالي | 1403 متر |
نور معلومات | |
اوقات | يو ټي سي ۴:۳۰+ |
جیو کوډ | 7053262[۲] |
سمول | |
اچين ولسوالۍ د ننگرهار ولايت په سوېل کې د شينوارو د لويې ولسوالۍ د سوېل لوېديځ په ۱۵ کيلومترۍ کې د ختيځ طول البلد په ۷۰ درجو ۴۱ دقيقو او ۵۷ ثانيو کې او د سهېلي عرض البلد په ۳۴ درجو ۴ دقيقو او ۵۶ ثانيو کې پرته ولسوالۍ ده.
دا ولسوالۍ د سمندر له سطحې څخه ۱۰۰۰ متره لوړوالی لري او د دغې ولسوالۍ هواره ۴۶۳ کيلومتره مربع ده. د اچين ولسوالۍ ختيځ کې د شينوارو لويه ولسوالۍ، لوېديځ کې سپين غر، سهېل کې د کوټ ولسوالۍ او لوېديځ کې يې د نازيانو ولسوالۍ پرته ده. د نومړې ولسوالۍ د کرنې مځکې لږې دي، خو ډېرې کرهڼيزې دي. د دغې ولسوالۍ په اهمو کښتونو کې جوار، غنم، اوربشې، کچالو او وريجې راځي. د ځينو سيمو هوا يې په ژمي کې سړه او په دوبي کې معتدله ده. خلک يې کچرېو آسونه، خره، غواوې، اوزې، مېږې او نور څاروي ساتي. په دغې ولسوالۍ کې يو شمېر اهم کانونه هم شته چې د ډبرو سکاره او شوکاڼې (تالک) دي. د دې ولسوالۍ اکثره غرونه په ځنگلونو پټ او د خلکو کاروبار يې د لرگيو سوداگري ده. د اچين ولسوالۍ درې روغتيايي مرکزونه، د هلکانو درې لېسې او لس لومړني ښوونځي لري چې په دغو ښوونځيو کې دوه د نجونو ښوونځي شامل دي.
دا ولسوالۍ د لاندينيو کلو نه جوړه شوې:
د امریکا د ۲۰۱۷ کال د ننگرهار هوايي برید په همدي ولسوالي کی تر سره سو امریکا په هغه برید سره خپل تر ټولو لوی میزایل وازمایه چی هغه ازموینی ته یی دداعش سره د جګړۍ نوم ورکړ .