اينټوبېشن (په انګرېزي: intubation) د خولې، پزې او یا بیړنیو حالاتو کې د غاړې ښکتنۍ برخې له لارې د سږو هوا خلاصون لپاره په مسلکي او خاص ډول د ځانګړي ټیوب نصبولو ته اینټوبیشن وايي.[۱] د خولې له لارې ډیر عام دی او د پزې له لارې په ځینو بیړنیو اړتیا وړ حالاتو کې هم ناروغ ته تطبیق کیږي او که چیرې یادې لارې ناشونې وې او حالت کړاومن او بیړنی ؤ، نو د غاړې لاندینۍ برخه کې ځانګړی ډریناژ ترسره کیږي او سږو ته د هوا او اکسیجن رسیدنې لار خلاصیږي.[۲]
د تنفسي تنګون شدید حالت چې د ناروغ سچوریشن اتیا ته راښکته وي او یا له دې څخه هم ښکته وي باید ناروغ اېنټوبې شي او له دې لارې یې د تنفس کچه بشپړه شي. په داسې حالاتو کې ناروغ سیانوز لري او په عامه اصطلاح چې جلد یې شین شوی وي. د کوما سیوریټۍ شدیدو حالاتو کې چې د ناروغ (GCS) اته او یا له دې څخه هم ښکته وي که څه هم سچوریشن یې کم نه ؤ خو بیا هم اړینه ده چې اینټوبې شي.[۳]
داسې ترومايي حالتونو کې چې تنفسي طروق بندښت سره مخ شوي وي، نو اړینه ده چې د تنفس بشپړتیا لپاره ناروغ کس این ټوبې شي. د زړه او تنفسي عدم کفایې شدیدو حالاتو کې په تېرده د سږو عدم کفایې حالاتو کې چې تنفسي سیستم اوبلنو موادو څخه ډک وي او د ناروغ دوراني سیستم له کړاو سره مخ وي باید اینټوبیشن تطبیق شي او له ناروغ سره له دې لارې مرسته وشي.
پر دې سربېره د ولو یا مټو او سینې قفس ترومايي ستونزو کې چې تنفس ستونزمن وي ناروغ کس اینټوبې کیږي. دغه راز په آی سي یو کې په تنفسي اریستو ناروغاانو کې هم اېنټوبیشن تطبیق کیږي. په سوځیدنو کې چې د غاړې او پورتنۍ برخې سوزیدلې وي په تېره په ګازو او لوګیو سوځېدلو حالاتو کې باید ناروغ کس اینټوبې شي.
پر دې سربېره په مخدراتو اوپیوډونو باندې مسمومیت کې هم باید د تنفسي عدم کفایې یا له کاره لویدو مخنېوي کې ناروغ کس اېنټوبې شي او ژوند یې وژغورل شي. په انافلاکټیک شاکونو کې چې ناروغ له درملو او یا نورو موادو سره حساسیت ښودلی وي او تنفس یې بند شوی وي باید اینټوبې شي. دا په هغه حالت کې چې درمل نتیجه ورنه کړي او ستونزه حل نشي کړای باید ناروغ اینټوبې شي؛ که چیرې د درملو په واسطه ناروغ ښه کیدو او یا ښه شو نو بیا اینټوبې کېدو ته اړتیا نشته.
په ټوله کې باید د طبي څانګو کارکوونکي د بیړنیو مرستو په توګه د اېنټوبیشن تطبیق پوهه ولري او د کار په ساحې کې پیښو سره د مخ کیدو پر مهال دې په بیړه لاس په کار شي.
ډاکټران، انستیزي لوګ، د ډاکټر مرستیال، د عصبي ناروغیو متخصصین چې اړینو حالاتو کې ناروغانو ته برېښنايي شاکونه ورکوي او په همدې ډول د طبي مسلکونو اړوند نورو څانګو مسلکي کسان اینټوبېشن کولای یا تطبیق کولای شي، خو باید بشپړه مسلکي پوهه ولري او په عملي ډول یې کار کړی وي.
د ناروغ ایټوبې کولو لپاره یوازې یو کس بسنه نه کوي، بلکې لږ تر لږه دوه مسلکي او ځیرک مرستیالان هم ورسره کاري ساحه کې موجود وي.