بودېزم او علم

د بودېزم او علم (ساینس) ترمنځ اړیکه د معاصرو بودایانو، ساینس پوهانو او بودېستي پوهانو د بحث او مناظرې موضوع جوړوي. له تاریخي پلوه بودېزم ګڼ شمېر باورونه، دودونه او چارې په ځان کې رانغاړي، همدا دی چې له علم سره د بودېزم د یوې واحدې موضوع د اړیکې اثبات ډېره ستونزمنه چاره ده. په همدې ترتیب دغه موضوع هم د بحث موضوع جوړوي چې «علم» څه ته اشاره لري ځکه چې اړوند یې واحد لیدلوری شتون نه لري. هغه کسان چې علم له بودېزم سره پرتله کوي کېدای شي له «علم» څخه «ځیرکانه او عقلاني څېړنېزې کړنلارې» ته د اشارې کولو په موخه ګټنه وکړي او یا هم کېدای شي ځانګړو علمي نظریو، کړنلارو او یا هم ټکنالوژیو ته مراجعه وکړي. [۱][۲][۳]

په بودېزم کې د دګماتېزم، بنسټ پالنې، روحانیت پالنې او همدارنګه فراطبیعي ارواه ګانو او خدایانو ته د ځان وقف ګڼلو په څېر د باورونو بېلابېل ډولونه شتون لري. له دې سره هم له ۱۹مې پېړۍ را وروسته ګڼ شمېر معاصرو شخصیتونو استدلال کړی چی بودېزم عقلانی دی او په ځانګړې بڼه له علم سره انطباق مومي. یو شمېر نورو یې آن بیا څرګنده کړې چې بودېزم خپله «علمي» دی (د «ذهني علم» یو ډول یا هم یو «باطني علم). هغه کسان چې استدلال کوي، بودېزم له علومو سره همغږی دی، د علمي کړنلارو او بودایي تفکر ترمنځ ځانګړو مشترکو مواردو ته اشاره لري. د بېلګې په توګه څوارلسم دالایی لاما د عصبي علومو په ټولنه کې د خپلې وینا پر مهال «پر مطلقیاتو باندې شک» او همدارنګه په لاملونو او تجربه پالنې باندې ټینګار ته د بودېزم او علم ترمنځ د مشترکو فلسفي اصولو په توګه نغوته وکړه. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

بودایان همدارنګه په خپلو مقدسو بودایي متنونو کې بېلابېلو هغو مواردو ته نغوته کوي چې د عقلاني او تجربي څېړنو ترویج ته خپل باور لرونکي خلک رابولي څو د بودا لارښوونې د هغو له منلو وړاندې وازمايي. سربېره د فاني توب او بې معنی توب دوکتورین یې د طبیعي نړۍ د علمي درک سره پرتله کېږي. ورته مهال یو شمېر څېړونکي بیا په دې نظر باندې نیوکې کوي چې ګویا بودېزم په ځانګړې توګه منطقي او علم پلوه دی؛ دوی دغه نظریات د سنتي بودېزم فرعي عناصر بولي. د ډونالډ لوپز جونیور په څېر یو شمېر څېړونکو استدلال کړی چې د یو عقل پالونکي روایت په توګه د بودېزم دغه روایت په وروستیو کې د بودېزم او لویدیځ تفکر د مخ کېدو له امله د بودایي مډرنېزم د برخې په توګه وده کړې ده. [۱۵][۱۶][۱۷]

سربېره پر دې، په داسې حال کې چې یو شمېر کسان بودایي نظریات د تکامل له معاصرو نظریو، کوانټمي نظریې او کاینات پوهنې سره پرتله کوي، خو د څوارلسم دالایی لاما په څېر یو شمېر نور کسان بیا د دغو دودونو ترمنځ میتودولوژیکي او متافیزیکي توپیرونو ته هم نغوته کوي. د دالایي لاما لپاره بودېزم تر ډېره پورې له لومړي کس څخه د درک په څرنګوالي یا پدېدې پوهنې باندې تمرکز لري، په داسې حال کې چې علم بیا د عیني نړۍ مطالعې ته اشاره لري. [۱۸][۱۹]

د بودایي معاصرپالونکي بحث تاریخچه

[سمول]

د ۱۹مې پېړۍ معاصرپالنه

[سمول]

معاصر دود نظر دا دی چې بودېزم په استثنايي ډول له علم او عقل سره همغږی دی، یا آن دا چې هغه خپله د علم یو ډول دی (کېدای شي یو «ذهني علم» یا یو «علمي دین» وي). دغه لیدلوری په معاصره دوره کې رامنځته شو چې د «بودايي مډرنېزم» د برخې په توګه بلل کېږي او د میګتووات ګوناناندا، انګاریکا ډارماپالا، پاول کاروس، شاکو سوئن، ډي ټي. سوزوکي، هنري اولکاټ او اډوین ارنولډ په څېر کسانو ترې دفاع کړې ده. دغه معاصرپالونکو د تکامل په څېر معاصرې علمي نظریې ومنلې او د هغو ترویج ته یې کار وکړ؛ د دوی پرباور یادی نظریې د ډارما اړوند بودايي درک سره ورته والی لري چې ځینې مهالونه د «طبیعي قانون» په توګه هم تعبیر کېږي.[۲۰]

دوی باوري و چې بودېزم یو عقل پالونکی دین دی چې کوم ځانګړي باور، وحی، خدای، خرافاتو او دیني مناسکو ته اړتیا نه لري، بلکې د یوې چارې د لاملونو د درک او تجربې پالنې پر بنسټ دی. د جفري ساموئل په خبره آن یو شمېر معاصر پالونکو وړاندیز کړی چی بودېزم د لویدیځ درک له مخې په ډېره لږ کچه د یو دین په څېر دی او پر ځای یې د علم پر بنسټ فلسفه ده. یو شمېر دغه شخصیتونه هم د بودېزم «غیرمنطقي عناصر» د عامیانه خرافاتو په توګه رد کوي. د مارټین جي ورهوون په خبره، بودايي معاصر پالونکي افسانوي او مذهبي عناصر لکه د هند سنتي کاینات پوهنه او همدارنګه په خارق العاده چارو او ائینونو باندې باور د بودېزم د عقلاني او اروايي پوهنیزو اړخونو پر وړاندې لږ اهمیت لرونکي بولي.[۲۱]

د بېلګې په توګه پاول کاروس لیکلي چې بودا «لومړنی مثبت پالونکی، لومړنی بشرپالونکی او لومړنی راډیکال آزاد خیالی» و، په داسې حال کې چې ډي. ټي. سوزوکي د کاراما اړوند بودايي نظریه «د انرژۍ د زیرمه کولو د نظریې په اخلاقي قلمرو کې د کړنلارې» په توګه بللې. په همدې بڼه دواړو انګاریکا ډارماپالا او شاکو سوئن د ۱۸۹۳ زکال پر مهال د ادیانو په نړیوال پارلمان کې بودېزم د علت او معلول د قانون پر بنسټ وباله. کاروس او نور نوښت پالونکي بودایان، بودېزم د عیسویت پر وړاندې د ځانګړو ګټو لرونکی بولي. هغوی باوري و چې بودېزم د طبیعي قوانینو پر بنسټ تنظیم شوی د نړۍ اړوند علمي آند مني او له همدې امله په خدای او یا هم داسې کس باور نه لري چې وکولای شي په طبیعي قوانینو کې بدلون راولي. د ګڼ شمېر آسیایي بودایانو لپاره بودېستي روایت داسې یو منطقي او علمي روایت دی چې پر بودېزم باندې د یو شاته پاتې ائین په توګه د عیسویانو او استثمار کوونکو د برېدونو پر وړاندې د ګټمنې کړنلارې په توګه کارول کېږي. د شاکو سوئن په څېر یو شمېر نور بیا تر ډېره د لویدیځ پاله بودېزم د رامنځته کولو په هڅه کې و چې د دوی د خپلې خبرې پر بنسټ غواړي «دغه لویه نقلیه وسیله [ماهایانا بودېزم] له لویدیځوال تفکر سره ونښلوي». [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

۲۰مه او ۲۱مه پېړۍ

[سمول]

هماغه ډول چې ډېوېډ مک ماهان ورته نغوته کړې، د علم سره د همغږۍ لرلو پر بنسټ د بودېزم معاصرپالونکې نظریې تر شلمې پېړۍ پورې دوام راووړ او نن ورځ هم په هماغه کچه پیاوړې ده؛ دغه نظریه د شلمې پېړۍ په وروستیو کې نه یوازې دا چې پراخه شوه، بلکې په پریمانه کچه پېچلې شوه او اوس مهال د تولید او خلاقیت د اوج په حالت کې ده. ورته مهال د بودېزم معاصرپالونکې نظریه د نوبل د جایزې د ګټونکي فیلسوف برتراند راسل په ګډون د بېلابېلو لویدیځوالو روڼ اندو له خوا تشرېح شوې او هغه د «یوې نظري او علمي فلسفې» په توګه بولي. [۲۶]

خوزه ایګناسیو کابزون استدلال کوي چې معاصرپالونکي بودایان د بودېزم او علم ترمنځ اړیکه د دغو دریو کړنلارو څخه په کار اخیستو تر بحث لاندې نیسي: تعارض/دوه اړخي توب، هویت/ورته والی او بشپړتیا. چابزون د هغو د بشپړتیا اړوند بېلابېل نظریات ترسیم کړي. یو باور هم دا دی چې «په کړنلار کې ورته والی او د مطالعې په موضوع کې توپیر» شتون لري. دغه ډول بودېزم تر ډېره پورې د خیالي نړۍ علم دی په داسې حال کې چې علم تر ډېره بیرونۍ او مادي نړۍ ته اړوندېږي. د دغې نظریې له مخې دواړه لوري کولای شي په دغه برخه کې له یو بل اخذ وکړي. بله نظریه بیا «پر کړنلاره کې په توپیر او په محتوا کې پر ورته والي ټینګار لري». دغه نظریه بودېزم ته «د مراقبې د تمرین په پایله کې د شهودي درک د غیرمفهومي کړنلارو» په سترګه ګوري چې له عیني او مفهومي علمي کړنلارې سره توپیر لري او په خپل نفس کې د بدلون لامل ګرځي.[۲۷][۲۸]

سرچينې

[سمول]
  1. Thompson, Evan (January 2020). Why I Am Not a Buddhist. Yale University Press. p. 36. 'These central teachings aren't empirical; they're normative and soteriological. They're based on value judgments that aren't subject to independent empirical test, and they evaluate the world according to the desired goal of liberation. Although it's unquestionably true that Buddhism possesses a vast and sophisticate philosophical and contemplative literature on the mind. Judaism, Christianity, and Islam also possess sophisticated philosophical and contemplative writings about the mind.'
  2. McMahan, D. L. (2004). "Modernity and the Early Discourse of Scientific Buddhism". Journal of the American Academy of Religion. 72 (4): 897–933. doi:10.1093/jaarel/lfh083.
  3. Lopez Jr. (2009), p. xii.
  4. Wright, Robert (2017). Why Buddhism is True. Simon & Schuster. p. 256l. Two of the most common Western conceptions of Buddhism – that it's atheistic and that it revolves around meditation—are wrong; most Asian Buddhists do believe in gods, though not an omnipotent creator God, and don't meditate.
  5. "Journal of Buddhist Ethics A Review of Buddhist Fundamentalism and Minority Identities in Sri Lanka". Buddhistethics.org. Archived from the original on April 16, 2009. نه اخيستل شوی March 4, 2013.
  6. Safire, William (2007) The New York Times Guide to Essential Knowledge ISBN 0-312-37659-6 p.718
  7. Deegalle, Mahinda (2006) Popularizing Buddhism: Preaching as Performance in Sri Lanka ISBN 0-7914-6897-6 p.131
  8. Wallace (2003), p. 52.
  9. Yong, Amos. (2005) Buddhism and Science: Breaking New Ground (review) Buddhist-Christian Studies – Volume 25, 2005, pp. 176–180.
  10. McMahan, D. L. (2004). "Modernity and the Early Discourse of Scientific Buddhism". Journal of the American Academy of Religion. 72 (4): 897–933. doi:10.1093/jaarel/lfh083.
  11. Lopez Jr. (2009), pp. xi–xii, 5.
  12. Thompson, Evan (2020). Why I am Not a Buddhist. Yale University Press. p. 1.
  13. "Talking Up Enlightenment." Christina Reed Scientific American, February 6, 2006
  14. "The Neuroscience of Meditation." November 12, 2005, speech given by the Dalai Lama.
  15. Donald S. Lopez Jr., Buddhism and Science: A Guide for the Perplexed, (University of Chicago Press 2008)
  16. Flanagan, Owen (2011). The Bodhisattva's Brain. MIT Press. p. 4. ISBN 978-0-262-01604-9. Even if there is a minority movement that fits the bill of naturalized Buddhism in the sense that it dissociates itself from beliefs in supernatural and nonphysical phenomena, it does not follow that it really deserves to call itself Buddhism.
  17. Snodgrass, Judith. (2007) Defining Modern Buddhism: Mr. and Mrs. Rhys Davids and the Pāli Text Society, Comparative Studies of South Asia, Africa and the Middle East – Volume 27, Number 1, 2007, pp. 186–202
  18. Gyatso (2005), p. 165.
  19. Donald S. Lopez Jr., Buddhism and Science: A Guide for the Perplexed, (University of Chicago Press 2008)
  20. Donald S. Lopez Jr., Buddhism and Science: A Guide for the Perplexed, (University of Chicago Press 2008)
  21. Verhoeven, Martin J. (2001). Buddhism and Science: Probing the Boundaries of Faith and Reason. Religion East and West, Issue 1, June 2001, pp. 77–97
  22. Verhoeven, Martin J. (2001). Buddhism and Science: Probing the Boundaries of Faith and Reason. Religion East and West, Issue 1, June 2001, pp. 77–97
  23. Kirthisinghe (1993), pp. 10–11.
  24. A Look at the Kalama Sutta by Bhikku Bodhi (1988)
  25. Anālayo, The Scope of Free Inquiry According to the Vīmaṃsakasutta and its Madhyama- āgama Parallel; Rivista di studi sudasiatici, 4 ∙ 2010, 7–20.
  26. McMahan, D. L. (2004). "Modernity and the Early Discourse of Scientific Buddhism". Journal of the American Academy of Religion. 72 (4): 897–933. doi:10.1093/jaarel/lfh083.
  27. Samuel, Geoffrey (2014). "Between Buddhism and Science, Between Mind and Body". Religions. 5 (3): 560–579. doi:10.3390/rel5030560.
  28. McMahan, D. L. (2004). "Modernity and the Early Discourse of Scientific Buddhism". Journal of the American Academy of Religion. 72 (4): 897–933. doi:10.1093/jaarel/lfh083.