په افغانستان کې د تورېزم اړوندې چارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا تنظیم کېږي. په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۳۵۰ سیاحتي شرکتونه فعالیت لري. د ۱۹۷۸ زکال د ثور له انقلاب وړاندې افغانستان ته په پریمانه کچه بهرني سیلانیان راتلل خو له دغه انقلاب وروسته د لسیزو لپاره جګړې په دغه بهیر شدید اغېز وکړ. له ۲۰۱۳ زکال څخه تر ۲۰۱۶ زکال پورې په بهر کې د افغانستان سفارتونو هرکال له ۱۵۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰۰ سیاحتي ویزې صادرولې. [۱][۲][۳][۴]
افغانستان څلور نړیوال هوايي ډګرونه لري چې د کابل نړیوال هوايي ډګر، د مزارشریف نړیوال هوايي ډګر، په کندهار ولایت کې د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر او د هرات نړیوال هوايي ډګر په کې شاملېږي. له دې سربېره په ګڼ شمېر ولایتونو کې داخلي کوچني هوايي ډګرونه لري د بېلګې په توګه د بامیانو هوايي ډګر، د بست هوايي ډګر، د چغچران هوايي ډګر، د فراه هوايي ډګر، د فیض آباد هوايي ډګر، د غزني هوايي ډګر، د جلال آباد هوايي ډګر، د خوست هوايي ډګر، د کندز هوايي ډګر، د میمنې هوايي ډګر، د نیلي هوايي ډګر، د ترینکوټ هوايي ډګر او د زرنج هوايي ډګر.
د افغانستان په هر ښار کې ښکلي هوټلونه او میلمستونونه شتون لري. د کابل په تر ټولو مخکښو هوټلونو کې د اینټرکانټیننټال هوټل، سرینا هوټل او صافي لنډ مارک هوټل شاملېږي. ورته مهال د هېواد په ډیری برخو کې له سنتي افغاني خوړو څخه ګټنه کېږي.
د بدخشان ولایت مرکز د فیض آباد ښار څو ښکلي هوټلونه او همدارنګه د چکر لپاره پرېمانه ښکلي ځایونه لري. د فیض آباد هوايي ډګر هم د دغه ولایت د ټولو اوسېدونکو لپاره ترانسپورتي اسانتیا رامنځته کړې. ورته مهال له فیض آباد څخه د دغه ولایت ټولو ولسوالیو ته سړکونه شتون لري. سیلانیان کولای شي په دغه ښار کې ځانته هوټل ریزرف کړي او بیا له دغه ځایه د افغانستان او تاجکستان پولې ته څېرمه د اشکاشم ښار د ښکلاوو د لیدنو په موخه سفر وکړي. له دې وروسته کولای شي په واخان ولسوالۍ کې د واخان له ملي پارک څخه لیدنه وکړي او آن تر بزای ګنبد یا د واخجیر تر کوتل (د افغانستان – چین پوله) مخکې ولاړ شي. [۵][۶][۷][۸]
د حضرت علي کرم الله وجهه زیارت د مزارشریف ښار په مرکز کې موقعیت لري. دغه ځای ته راتلونکي سیلانیان د حیرتانو له سرحدي ښار څخه هم لیدنه کوي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پولې ته څېرمه د آمو سیند په غاړه موقعیت لري. له دې سره د بلخ لرغونی ښار د مزارشریف ښار شمال لویدیځ لوري ته په ۲۰ کیلومترۍ (۱۲ مایله) فاصله کې موقعیت لري. [۹][۱۰]
د بند امیر ملي پارک د افغانستان په بامیانو ولایت کې موقعیت لري. د بامیانو ولایت په مرکز بامیانو ښار کې د معاصرو امکاناتو لرونکي ګڼ شمېر هوټلونه شتون لري. له دې سربېره د بودا مجسمې هم په همدغه ولایت کې موقعیت لري. یو شمېر کسان د سکي لوبو ترسره کولو په موخه د ژمي په موسم کې د بامیانو ولایت ته ځي. د بامیانو ولایت یو شمېر پام وړ د سیل ځایونه په لاندې ډول دي:[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
د غزني د لرغوني ښار دننه او د هغو په چاپېر کې د غزنوي سترواکۍ د واکمنانو یو شمېر مقبرې شتون لري. د غزني ولایت یو شمېر پام وړ د سیل ځایونه په لاندې ډول دي:
د هرات ښار چې د هرات ولایت مرکز دی؛ د سیلانیانو د نندارې په موخه ګڼ شمېر تاریخي ځایونه لري. په لاندې کې د دغه ولایت یو شمېر پام وړ سیل ځایونه ښوول شوي: [۱۵][۱۶]
کابل د پریمانه هوټلونو، میلمستونونو او سیاحتي ځایونو لرونکی ښار دی. د کابل نړیوال هوايي ډګر هم د داخلي او هم د نړیوالو الوتنو لپاره ځانګړي ترمینلونه لري. ورته مهال په دغه ښار کې د بسونو اډې هم شتون لري چې د هېواد نورو ولایتونو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابروي. [۱۸][۱۹]
غازي سټوډیوم یې تر ډېره پورې د فوټبال سیالیو کوربه وي. سټوډیوم ته څېرمه د سکېټستان په نامه د سکېټ لوبو یو پوښلی میدان هم شتون لري. د سیلانیانو د نندارې لپاره د کابل ولایت یو شمېر پام وړ ښکلي ځایونه په لاندې ډول دي:
د عبدالرحمن جومات چې ودانیزې چارې یې د ۲۰۰۹ زکال په وروستیو کې بشپړې شوې او د ۲۰۱۲ زکال په جولای میاشت کې په رسمي بڼه پرانیستل شو؛ د کابل یو له لویو جوماتونو څخه دی. دغه جومات د زرنګار پارک ته څېرمه موقعیت لري او د کابل سرینا هوټل هم ورته ډېر نږدې دی.
د بابر بڼ په کابل ښار کې یو له تاریخي پارکونو څخه دی. د مغولو د سترواکۍ د لومړني سترواک بابر مقبره هم په دغه بڼ کې ده. ویل کېږي چې دغه باغ د ۱۶مې پېړۍ پر مهال جوړ شوی؛ هغه مهال چې بابر په ښار کې د سړک غاړې ته د یوه باغ د جوړولو امر ورکړ او خپله یې هم د بابر نامې په نامه د خپلو خاطراتو په اثر کې د هغو جزیات شرح کړي. [۲۰]
باغ بالا هم د کابل ښار یو له ښکلو بڼوڼو څخه دی چې د انټرکانټیننټال هوټل په خوا کې موقعیت لري.
ګمان کېږي چې د بالاحصار قلا څه باندې ۱۵۰۰ کاله وړاندې جوړه شوې ده. دغه قلا په نوولسمه پېړۍ کې د بریتانویانو له خوا ونړول شوه او له دې وروسته همداسې ویجاړه پاتې شوه چې بیا د افغانستان د اسلامي جمهوریت د واکمنۍ پر مهال یې د بیارغونې چارې ترسره شوې. [۲۱]
د چهلستون ماڼۍ د نوولسمې پېړۍ په وروستیو کې د حبیب الله خان لپاره جوړه شوه چې هغه مهال شهزاده و. وروسته له دغې ماڼۍ څخه د بهرنیو دیپلماتانو لپاره د دولتي میلمستون په توګه ګټنه وشوه چې ورته په راغلو میلمنو کې یو شمېر مخکښ کسان لکه د متحده ایالاتو ولسمشر ایزونهار او د شوروي اتحاد رهبر نیکیتا خروشچوف هم شامل و.
د دارالامان ماڼۍ د پاچا امان الله خان لپاره جوړه شوه. دغه ماڼۍ د افغانستان د کورنیو جګړو پر مهال په بشپړه توګه ونړېده خو د ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال په اساسي توګه بېرته ورغول شوه. دغه ماڼۍ د کابل ښار په سویلي برخه کې د پارلمان ودانۍ ته نږدې موقعیت لري.
د عیدګاه جومات د کابل ښار تر ټولو لرغونی او لوی جومات دی. تاریخي اهمیت یې هم په دې کې دی چې د پاکستان په اسلام آباد کې د فیصل جومات په څېر د افغانستان لوړ پوړو چارواکو او بډایه وګړو به د اختر لمونځ په همدغه جومات کاوه. دغه جومات د طالب وسله والو په یوه ځانمرګي برید کې تر ډېرې کچې ونړېد، خو د ولسمشر اشرف غني د ځانګړې پام لرنې او تر ډېره د هغه په شخصي لګښت په اساسي توګه بېرته ورغول شو.
د حبیب الله ځاځي پارک په کابل ښار کې تر ټولو لوی تفریحي پارک دی چې د کابل ختیځې څنډې ته د احمدشاه بابا په مېنه کې موقعیت لري. دغه پارک د غره په لمن کې جوړ شوی چې د قدم وهلو د پریمانه ځای په لرلو سره د ښار عالي منظرې وړاندې کوي. په دې څېر بل پارک هم د ښار د پارک (پارک شهر) په نامه دی خو هغه ډېر کوچنی دی او د کابل ژوبڼ ته څېرمه موقعیت لري. [۲۲]
د کابل ژوبڼ شاوخوا ۲۸۰ حیوانات لري چې په دغو کې ۴۵ ډوله مارغان او تي لرونکي حیوانات او ۳۶ ډوله کبان شامل دي. د دغو حیواناتو په ډله کې دوه زمریان او یو خوګ شامل دي چې دا په افغانستان کې تر ډېره کم یابه حیوانات دي. د اونۍ په وروستیو ورځو کې شاوخوا ۵۰۰۰ کسان د کابل له ژوبڼ څخه لیدنه کوي. [۲۳][۲۴][۲۵]
د افغانستان ملي موزیم د دارالامان ماڼۍ ته څېرمه د کابل ښار په سویل ختیځ لوري کې موقعیت لري. دغه موزیم په مرکزي آسیا کې له تر ټولو مخکښو موزیمونو څخه و چې د څو زرو کلونو مخینې لرونکي څخه باندې ۱۰۰ زره تاریخي آثار یې لرل. په ۱۹۹۲ زکال کې د افغانستان د کورنۍ جګړې په پیل کېدو سره دغه موزیم څو ځله لوټ شو او د یادو سل زره آثارو څه باندې ۷۰ سلنه برخه یې ورک شول. له ۲۰۰۷ زکال وروسته یو شمېر نړیوالو بنسټونو د دغو اثارو د څه باندې ۸۰۰۰ آثارو په موندنه کې مرسته وکړه چې تر ټولو وروستی یې هم په جرمني کې د آهکو له ډبرې جوړه موندل شوې مجسمه وه. په ۲۰۱۲ زکال کې بریتانیا هم د دغه موزیم د ورکو شوو آثارو څخه نږدې ۸۴۳ آثار یې بېرته دغه موزیم وسپارل چې په دغو کې لومړۍ پېړۍ ته اړوند د بګرام مشهور عاج هم شامل و. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
د پغمان دره د تاریخ په اوږدو کې د اوړي پر مهال د استوګنځي په توګه کارول شوې ده. ډیری وګړي هلته د غره ختنې او میلې په موخه ځي؛ څو د پغمان د ارګ په ګډون په وروستیو کې په اروپايي سبک باندې د جوړو شوو ماڼیو او همدارنګه د دغې ښکلې درې د طبیعت ننداره وکړي. د قرغې میله ځای هم د پغمان په لاره کې موقعیت لري. دغه سیمه د دولت له خوا د لا زیاتو سیلانیانو د راجلبولو په موخه د پراختیا په حال کې ده. ورته مهال د ډوډۍ خوړلو او استراحت لپاره هم ښکلي ځایونه لري.
د تاج بېک ماڼۍ (د ملکې ماڼۍ) په ۱۹۲۰مه لسیزه کې د غازي امان الله خان له خوا ملکې ثریا ته جوړه شوه، چې د دارالامان ماڼۍ ته څېرمه موقعیت لري. د دغې ماڼۍ د جوړولو یوه موخه دا وه څو ملکه وکولای شي له دغې ماڼۍ څخه په ګټنې د افغان مېرمنو ستونزو ته رسیدګي وګړي. بله موخه یې هم دا وه څو د ښځو ځانګړې غونډې هم همدلته جوړې شي.
بهرني سیلانیان له ډېر مهال راهیسې په کندهار ولایت کې د ناامنیو له امله هڅه نه کوي څو د کندهار ولایت ته د سیل په موخه ولاړ شي. له دې سره هم په وروستیو کلونو کې یو شمېر بهرنیو سیلانیانو دغه ولایت ته سفرونه لرلي. د عینو مینې ښارګوټی چې د کندهار ولایت په شمال ختیځه برخه کې موقعیت لري ګڼ شمېر جوماتونه، پارکونه، هوټلونه، مارکېټونه او ورزشي امکانات لري. ورته مهال په عینو مېنه کې د بسونو یوه اډه هم شته چې بله د بسونو اډه بیا د کندهار په لویدیځه څنډه کې موقعیت لري. د دغه ولایت یو شمېر پام وړ سیل ځایونه په لاندې ډول دي:[۳۰][۳۱][۳۲]
د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار پریمانه هوټلونه او د نندارې لپاره ښکلي ځایونه لري. د دغه ولایت یو شمېر پام وړ سیل ځایونه په لاندې ډول دي:
د نیمروز ولایت یو شمېر پام وړ سیل ځایونه په لاندې ډول دي:
د پنجشیر ولایت یو شمېر پام وړ سیل ځایونه په لاندې ډول دي:
افغانستان یو اسلامي هېواد دی چې په هغو کې شراب او نشه یي توکي کارول منع دي. په افغانستان کې سیلانیانو ته مسافر ویل کېږي. له دغه ډول کس سره د یو دیپلمات په څېر چلن کېږي او د افغاني دود له مخې یې په سمه توګه پالنه کېږي. جوماتونه په کې تر ټولو خوندي ځایونه دي چې د افغاني دود له مخې مسافر (سیلانیان) جومات ته په ننوتو له هر ډول ګواښ څخه خوندي ګڼل کېږي. افغانان په عموم ډول له سیلانیانو او بهرنیو مسافرو سره د ملګرتیا په ډول چلن کوي، خو لا هم د یو شمېر وسله والو له خوا د سړي تښتونو پېښې په کې شتون لري. [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]