توماس فریاس امیټلر (زوکړه: د ۱۸۰۵ زکال د ډسمبر ۲۱مه – مړینه: د ۱۸۸۴ زکال د مۍ ۱۰مه نېټه) بولیویايي وکیل او سیاستوال و چې دوه ځله یې پرله پسې له ۱۸۷۲ زکال څخه تر ۱۸۷۳ زکال او بیا له ۱۸۷۴ زکال څخه تر ۱۸۷۶ زکال پورې د بولیویا د اوولسم ولسمشر په توګه خدمت وکړ. دی وروسته له هغه چې د یو وکیل په توګه له زده کړو فارغ شو او د یو سوداګر په توګه یې کار وکړ، ډېر ژر دې پرېکړې ته ورسېد چې باید د سیاست نړۍ ته مخه کړي. د هغه اوږد مهاله سیاسي ژوند له ۱۸۳۱ زکال راهیسې پیل شو، هغه مهال چې نوموړي د استازو جرګې ته د پوتوسي د استازي په توګه لار ومونده. له دې وروسته هغه خپله لومړنۍ دیپلماتیکه دنده ترلاسه کړه او فرانسې ته د بولیویا په لومړني بهرني پلاوي کې ولاړ. [۱][۲]
فریاس د وزارتونو په پریمانه څوکیو کې د لومړي ځل لپاره د پوهنې وزیر وټاکل شو. ده د خپلې دغې دندې پر مهال د بولیویا د ښوونې او روزنې په سیسټم کې پراخه اصلاحات رامنځته کړل، داسې قوانین او احکام یې عملي کړل چې له یوې پېړۍ څخه د زیاتې مودې لپاره یې په دغه هېواد کې مهم رول درلود. نوموړي په راتلونکو لسیزو په ځانګړې توګه د خوزه ماریا لیناریس د ادارې پر مهال په ګڼ شمېر نورو لوړ پوړو څوکیو کار وکړ. د لیناریس د ولسمشرۍ پر مهال ده د بولیویا د مالي جوړښت د انارشیکي وضعیت لپاره د حل لارې موندلو په موخه کار وکړ. دی په ۱۸۴۹ زکال کې له تبعید وروسته په ۱۸۶۴ زکال کې یو ځل بیا وروسته له هغه له بولیویا څخه وتو ته اړ شو چې ماریانو ملګاریخو واک ته ورسېد. دی له څو کاله جلا وطنۍ وروسته په ۱۸۷۰ زکال کې لاپاز ته راوګرځېد، په اتفاقي ډول دا هماغه مهال و چې انقلاب د ملګاریخو واکمنۍ ته پای ټکی کېښود. فریاس د کاډیلو له راپرځېدو وروسته په ۱۸۷۱ زکال کې ملي شورا ته لار ومونده چې بیا په ۱۸۷۲ زکال کې د ولسمشر اګوستین مورالس له خوا له تاوتریخوالي څخه په ډکو چارو د دغې شورا د تړلو شاهد و.
په زوره سره د شورا له تړلو یوازې څو ورځې وروسته مورالس ترور کړای شو. همدغه ورځ فریاس د دولتي شورا مشر ټاکل شوی و. د اساسي قانون پر بنسټ او د کانګرس په تائید فریاس ولسمشر شو، خو له کچې څخه یې د زیاتې مودې لپاره په واک کې د پاتې کېدو هیله نه لرله او په بېړه سره یې ټاکنو ته لار برابره کړه. اډولفو بالیویان د ۱۸۷۳ زکال عمومي ټاکنې وګټلې او له دې وروسته فریاس بېرته د دولتي شورا د مشر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړ.
د ده د ولسمشرۍ لومړنۍ دوره تر ډېره پورې د ۱۸۷۳ زکال د عامه ټاکنو په ترتیب، څارنې او ارزونې کې تېره شوه. ده په دغه لنډ مهالې دوره کې ډېرې لږ چارې ترسره کړې چې یو له دغو څخه هم له چلي سره لینډزي – کورال هوکړه وه. د ۱۸۷۴ زکال د فبروري په ۱۴مه نېټه د ولسمشر بالیویان له مړینې وروسته دی د دولتي شورا د مشر په توګه د اساسي قانون له مخې موظف و چې پاتې ولسمشریزه دوره بشپړه کړي. ده د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې د چلي او بولیویا ترمنځ د پولو اړوند هوکړه په ۱۸۷۴ زکال کې لاسلیک کړه چې په ښکاره توګه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوله ئیزو شخړو ته پای ټکی کېښود. خو په ۱۸۷۹ زکال کې له دغې هوکړې څخه سرغړونې د بولیویا لپاره ډېره ناوړه پایله لرله او له امله یې د آرام سمندر جګړه رامنځته شوه.
په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ لومړنۍ دوره یې لنډه، خو اغېزمنه او با ثباته وه؛ اما دویمه یې بیا د هغو برعکس وه. دی په دغه دوره کې له څو پاڅونونو او پوځي توطئو سره مخ شو؛ چې د دغو تر ټولو لویه بې ثباته کوونکې توطئه د جنرال کوئنټین کوئودو او کاسمیرو کورال په مشرۍ وشوه او له امله یې ده ونشو کولای ثبات وساتي. فریاس چې د دوامداره پاڅونونو له امله کمزوری شوی و، بالاخره د جګړې د پخوانی وزیر هیلاریون ډازا له خوا له واکه ګوښه کړای شو. دی اړ شو خپل ټول پاتې ژوند په تبعید کې تېر کړي چې وروستي کلونه یې په فرانسې او ایټالیا کې تېر کړل. فریاس له دې امله چې د یو رښتیني او دولت ته د واقعي خدمت کوونکي په توګه په پام کې نیول کیږي د «بولیویايي واشنګټن» په توګه شهرت لري. [۳][۴][۵][۶][۷]
فریاس د ۱۸۲۶ زکال د جولای په ۱۳مه نېټه د سانفرانسېسکو خاویر له پوهنتون څخه د فراغت د سند په ترلاسه کولو وکیل شو. ورته مهال ده سوداګرۍ ته مخه کړه او له پوتوسي څخه یې کوبیجا ته د سوداګرۍ نوی مسیر جوړ کړ. دی تر دوه کلونو پورې د سوداګرۍ په چارو بوخت و، تر هغه چې د ۱۸۲۸ زکال د اپرېل په ۱۸مه نېټه د آنتونیو خوزه پر ضد پاڅون وشو. هغه مهال چې سوکره هېواد پرېښود، خپله دغه آزادي غوښتونکي فریاس ته لارښوونه وکړه سوداګري پرېږدي او سیاست ته مخه کړي. [۸][۹]
ده د پوتوسي د استازي په توګه په ۱۸۳۱ زکال کې ملي شورا ته لار ومونده. دا د ده د اوږد مهاله سیاسي ژوند پر مهال لومړنۍ سیاسي دنده وه. په ۱۸۳۷ زکال کې ولسمشر اندرس سانتا کروز نوموړی فرانسې ته د بولیویايي پلاوي په اډانه کې ولېږه؛ دا د بولیویا په تاریخ کې بهر ته لومړنی لېږل شوی رسمي پلاوی و. نوموړی د ۱۸۴۱ زکال پر مهال د ینې په شدیدې ناروغۍ اخته او په اروپا کې یې د درملنې په موخه رخصتي واخیسته. بالاخره په ۱۸۴۳ زکال کې هېواد ته راوګرځېد او د ولمسشر خوزه بالیویان له خوا د عامه زده کړو او بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو. [۱۰][۱۱]
د فریاس له خوا هغه ترتیب شوي احکام چې ولسمشر بولیویان نافذ کړل، د بولیویا د ښوونیز نظام له مهمو قوانینو څخه ګڼل کیږي. بولیویايي ښوونکی رابرټو زاپاتا په دې اړه وايي: «د زده کړو په برخه کې هېڅ کړنلارې یا پلان شتون نه درلود. په دغه برخه کې ښه توب رامنځته کوونکی توماس فریاس و چې د پوهنتونونو د ارګانیک حکم پر مټ یې په دریو پوهنتوني ناحیو باندې د جمهوریت د وېش وړاندیز وکړ او د هغو په ټولو سطحو کې یې د مستقیمې مداخلې او څارنې واک هم د پوهنې مسئولینو ته ورکړ». [۱۱]
د فریاس احکامو د بولیویا د زده کړو نظام په دریو برخو ووېشه: پوهنتوني زده کړې، د علومو او هنرونو ښوونځي (عالي لیسې) او ابتدايي ښوونځي. له دغو برخو سربېره ده د علومو او هنرونو د ځانګړو څانګو د تدریس لپاره خصوصي ښوونځي په پام کې ونیول؛ همدارنګه یې د دولت تر ملاتړ لاندې د ښوونځیو د واحد بنسټ جوړېدل طرح کړل، خو دغه برخه یې یوازې د کاغذ پر مخ پاتې شوه. د فریاس احکامو د بولیویا په روزنیز نظام کې د پوهنتونونو په ګډون د دریو برخو په جوړولو سره یووالی رامنځته کړ. دغو احکامو اخلاقو، دین او د هغو قوانینو رعایت ته ډېر اهمیت ورکاوه چې د عدالت او د وګړو ترمنځ د ښه چلن لامل ګرځېدل. [۱۲]
د پوهنتونونو ارګانیک فرمان د ۱۸۴۵ زکال د اګست په ۲۵مه نېټه «په حقوقي موازینو کې د تناقض او ګډوډیو» د له منځه وړو په موخه صادر او دغه مقررات یې وټاکل: لومړۍ ماده – په هېواد کې په عامه زده کړو باندې څارنه او د هغو هدایت د پوهنتونونو پر غاړه دی. دویمه ماده – پوهنتون د پروفیسورانو، ډایرکټرانو، د پوهنځیو، انستیتیوتونو، شپنیو او ورځنیو دولتي او خصوصي ښوونځیو د ښوونکو او همدارنګه د عامه او خصوصي ښوونځیو د ناحیو د چارواکو ټولګه ده. دریمه ماده – بولیویا د دریو پوهنتونونو سره په تطابق په دریو ناحیو ویشل کیږي: سوکره چې د چوکیساکا ډیپارټمنټ، پوتوسي، تاریجا او لیټورال ایالت په کې شامل دي. لاپاز له اورورو او کوچابامبا هم له سانتا کروز سره اړوند دی. اتمه ماده – پوهنتونونه به پنځه پوهنځي لري: الهیات، حقوق او سیاسي علوم، طبابت، ریاضیکي علوم او فزیک او د انساني علومو او فلسفې پوهنځی.[۱۳]