تکاملي ژبپوهنه يا دارويني ژبپوهنه د ژبو د مطالعې لپاره يو ټولنيز بيالوژيکي ليد دی. تکمالي ژبپوهان، ژبپوهنې ته د ټولنيزې بيالوژۍ او تکاملي ارواپوهنې د يو فرعي ډګر په سترګه ګوري. دې ليد ته د تکاملي بشرپوهنې، علمي ژبپوهنې او بيالوژيکي ژبپوهنې سره هم ژوره اړيکه ورکړل شوې ده. د طبيعیت د يو توليد په توګه د ژبو مطالعه کول د ژبې په پيل او وده کې لېوالتيا لري. تکاملي ژبپوهنه د انساني ليد، په ځانګړي ډول له جوړښتي ژبپوهنې (خپله د ژبې منځ ته راتلل او تنظيمېدل) سره په ټکر کې ده. [۱][۲][۳][۴]
په دې څېړنه کې بنسټيزه ننګونه د تجربوي (علمي) معلوماتو کمښت دی: د لومړۍ انساني ژبې د لرغونتيا اثار نه دي معلوم. د علمي تشې د ډکولو لپاره د بيالوژيکي محاسباتي نمونه جوړولو او له مصنوعي ژبو (هغه چې په طبيعي ډول نه وي منځ ته راغلي) تر څنګ له طبي څېړنې کار اخستل شوی. که څه هم بيالوژي دماغو ته د بڼې ورکولو په توګه پېژندل کېږي، کوم څه چې ژبه په جريان کې راولي، د بيالوژي او کومې ځانګړې بشري ژبې د جوړښت يا ژبنۍ پراختيا تر منځ کومه څرګنده اړيکه نه شته. [۵]
په دې ډګر کې د پرمختګ د کمښت له امله، په دې اړوند ډېر بحثونه شته چې ژبه به کوم ډول طبيعي ښکارندویه وی. ځينې څېړونکې د ژبې په طبيعي اړخونو تمرکز لري. وړانديز دا شوی چې د ژبې ژب ښودنه (ګرامر) د انسان له جينوم سره د موافقت له مخې منځ ته راغلې، د کوم په پايله کې چې د ژبې شعور پيدا شوی؛ يا دا چې په يو بدلون باندې تکيه کوي، کوم بدلون چې د دې لامل ګرځېدلی چې د انسان په دماغو کې د ژبې غړی راڅرګند شي. داسې ګڼل کېږي چې د دې په پايله کې يو ترکيبي ګرامري جوړښت په ټولو بشري ژبو مشتمل دی. نور وړانديز کوي چې ژبه ترکيبي شوې نه ده، بلکې نرمه او د تل لپاره د بدلېدو په حال کې ده. نور بيا ژبه ژونديو موجوداتو ته ورته بللې ده. ژبې له پرازيت يا د دماغو د وايرسونو له هجوم سره ورته بلل شوي دي. په داسې حال کې چې د هېڅ ادعا لپاره کوم غښتلی علمي شاهد نه شته، د دوی له منځه ځينې يې شبهه علم بلل شوي دي.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
که څه هم له «داروين» څخه مخکې انديالانو (تيوري وړاندې کونکو) ژبې د ژونديو موجوداتو سره د يوې تشبيه (استعاره/کنايه) په توګه پرتله کړې وې، دا پرتله په لومړي ځل په ۱۸۶۳ز کال کې په ادبي ډول د تاریخي ژبپوه «اګسټ شلايکر» له خوا تر سره شوه، څوک چې د داروين «د انواعو اصليت» تر اغېز لاندې و. هغه مهال د داروين د طبيعي غوراوي د تيوری د تايدولو لپاره پوره شواهد نه و. «شلاکر» وړانديز کړی و چې شونې ده ژبپوهنه د انواعو د تکامل د مطالعې لپاره د ازموينې د بنسټ په توګه وکارول شي. د «د ژبې د ساينس په مټ ازمويل شوی داروينيزم» په نوم د «شلايکر» د کتاب بيا کتنه په ۱۸۷۰ز کال کې د «طبيعيت» په نوم ژورنال په لومړۍ ګڼه کې راڅرګنده شوه. داروين د «د انسان پښت» په نوم کتاب کې چې په ۱۸۷۱ز کال کې يې ليکلی و د «شلايکر» وړانديز تکرار کړ، ادعا يې وکړه چې ژبې له انواعو سره پرتله کېدای شي او له دې امله چې لغات د ژوندي پاتې کېدو هڅه کوي، له همدې امله د ژبو بدلون د طبيعي غوراوي له لارې منځ ته راځي. داروين باور درلود چې ژبې د ژويو د يو ځای کېدو له غوښتنې څخه تکامل ته رسېدلي دي. د داروين د اند پلويانو د ژبې پنځېدلو تصور غېر علمي بللی دی.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
ټولنيز داروين پلوي «شلايکر» او «ايرنسټ هيکل» غښتلي باغوانان وو او د کلتور مطالعې ته يې د کرنې د يوې بڼې په سترګه کتل، په کوم کې چې بېلا بېل انواع په يو ځای کې د اوسېدو لپاره په سيالۍ وي. ځينو هغو سياستوالو هم د دوی د اندونو ملاتړ وکړ، چا چې د کارګرې طبقې د رايو تر لاسه کولو د غوښتنې نيت درلود، لږ تر لږه ملي سوسيالستان، چا چې وروسته په خپلو تګلارو کې د استوګنې د ځای لپاره هلې ځلې شاملې کړې. د دويمې نړیوالی جګړي تر پای پورې ډېر اغېزناک تولنيز داروينزم بالاخره له انساني علومو څخه و ايستل شو، د کوم په پايله کې چې د طبيعي او ټولنيزو مطالعاتو ترمنځ سخت بيلتون راغلو.[۲۰][۲۱]
دې چارې په اروپا کې جوړښتي ژبپوهنه واکمنه وګرځوله. د اوږدې مودې لپاره د داروين د پلويانو او فرانسوي پوهانو تر منځ د ژبې د تکامل د موضوع پر سر اختلافات روان وو، په کوم څه چې د ۱۸۶۶ز کال په لومړيو کې د پاريس د ژبې ټولنې بنديز لګولی و. «فردينانډ ډي سوسور» په خپل کورس کې په عمومي ژبپوهنه کې د تکاملي ژبپوهنې د بدلولو لپاره د جوړښت پالنې وړاندير وکړ، کوم چې په ۱۹۱۶ز کال کې د هغه له مړينې وروسته خپور شو. د ۱۹۶۸ز کال د پسرلي په موسم کې د محصلينو د بغاوتونو په پايله کې جوړښت پالان په انساني او ټولنيزو علومو کې د علمي سياسي ځواک پر لور ولاړل او «سوربون» يې د انساني فکر د يو نړيوال مرکز په توګه وګرځاوه.
په متحده ايالاتو کې، د سلوکي ارواپوهنې پلويانو د جوړښتپالنې مخه نيولې وه؛ د«امریکاي جوړښتپالنه» په مستعار نوم د ژبپوهنې د يو چوکاټ ځای په پاياله کې د «نوم چومسکي» ليد ونيو، چا چې د «لوي يامسليف» د رسمي جوړښتپالنې تيورۍ ترتيب شوې بڼه خپره کړه، ادعا يې کړې وه چې نحوي (علم النحو/د ژبې ليکبڼه يا د جوړښت علم) جوړښتونه پيدايښتي دي. د ۱۹۵۰ز او ۱۹۶۰ز لسيزو په سوله ييزو لاريونو کې يوه فعاله څېره «چومسکي» په MIT (د ماساچوسټ د تيکنالوژۍ انستيتيوت) کې د ۱۹۶۸ز کال له پسرلي وروسته علمي سياسي واک تر لاسه کړ. [۲۲]
په راتلونکو لسيزو کې «چومسکي» د فرانسوي مفکرينو يو اغېزناک مخالف وګرځېد او د هغه ملاتړو د ۱۹۹۰ز لسيزې په ورستويو کې د علم په جګړو کې له وروسته-جوړښتپالانو سره په برياليتوب مقابله وکړه. د پېړۍ په بدليدو سره تعليمي مالي ملاتړ نوې تګلاره وليدل شوه، په کومه کې چې د علومو تر منځ څېړنه غوره بلل کېده او څېړنيز مالي ملاتړ يې په اغېزناک ډول د بيالوژيکي بشرپالنې پر لور رهي کړ. تر ۲۰۱۵ز کال پورې د جوړښتپالنې زوال وليدل شو، په داسې حال کې چې «سوربن» خپل پخواني روحيات له لاسه ورکړي و.[۲۳][۲۴][۲۵]
په پايله کې چوموسکي ادعا وکړه چې د نحوي جوړښتونو لامل په بشري جينوم کې تصادفي بدلون دی، د اخلاقياتو په څېر د نورو بشري وړتياوو لپاره يې هم ورته تشریحات وړاندې کړل. خو په ۱۹۹۰ز کال کې «سټيفن پينکر» دليل وړاندې کړی چې دا ټول د تکاملي مطابقت پايله ده.[۲۶][۲۷]
په هماغه وخت کې چې د بيالوژيکي حتميت (حتميت دا معنا چې د انسان پرېکړه حتمي ده، هغه واک نه لري چې له خپلې پرېکړې يې بل څه کړی وای) په نوم د «چومسکي» نمونې بشرپالنې ته ماتې ورکړه، دې نمونې په خپله په ټولنيزه بيالوژي کې خپل اغېز له لاسه ورکولو. په همدې ډول په ۲۰۱۵ز کال کې خبر ورکړل شوی و چې په تطبيقي ژبپوهنه کې توليدي ګرامر په سختۍ سره تر نيوکو لاندې دی او له هغه پروسې سره مخ دی چې پر استعمال ولاړه ژبپوهنه يې ځای ونيسي؛ کوم چې د «ريچارډ ډاکنز» له «ممتيکونو» (د معلوماتو او کلتورونو پر بنسټ مطالعه) څخه اخستل شوی. دا د نقل کوونکو (د یو شي کاپي يا کټ مټ بله منسخه جوړول) په توګه د ژبپوهنې د واحدونو يو مفهوم دی. د «The Selfish Gene» په نوم د«ډاکنز» د ۱۹۷۶ز کال په تر ټولو زيات پلورل شوي غېر خيالي (حقيقي) نکل د «ميميکس» له خپرېدو وروسته، ډېرو په بيالوژي ګروهه لرونکي ژبپوهان، د چومسکي د پراخه ګرامر د ثبوت له کمي څخه ناهيلي شول، د يو چوکاټ چې «ادراکي ژبپوهان» (چې په انګليسي کې يې لومړي توري غټ ليکل کېږي) په نوم پېژندل کېدو او همدا راز «عملي» (موافقانه) ژبپوهان (بايد له عملي ژبپوهانو سره ګډوډ نه کړای شي) په ګډون د بيلا بيلو نومونو لاندې ډله ډله شول، تر څو هم د چومسکي او هم د بشرپالو سره مقابله کړي. اوسمهال تکراري ليد په تکاملي ژبپوهنه، تطبيقي ژبپوهنه، عملي ژبپوهنه او د ژبپوهنې په ډول پېژندنه کې واکمن دی؛ په داسې حال کې چې تخليقي ليد په عامه ژبپوهنه، په ځانګړي ډول په نحوه او په محاسباتي ژبپوهنه کې خپل ځای ساتلی.[۲۸][۲۹][۳۰]
تکاملي ژبپوهنه د پراخه داروينيزم د ارت چوکاټ يوه برخه ده. په دې ليد کې، ژبپوهنې ته د څېړنې د روايتونو لپاره د يو اصل پېژندنې د چاپېريال په سترګه کتل کېږي چې د يو شان سرچينو لپاره هلې ځلې کوي. د «ډآيويډ هول» په وينا، دا دودونه په بيالوژي کې له انواعو سره همغاړي دي. شونې ده چې د څېړنې د دودونو تر منځ اړيکې يو تر بل پورې تړلې، يو له بل سره سيالي کونکې يا پرازيتي وي. په ژبپوهنه کې د «هول» د تيورۍ يو سمون (په یو شي بيا کار کول يا بيا کتنه کول) د «وليام کروفټ» له خوا وړانديز شوی دی. هغه دليل وړاندې کوي چې داراويني طريقه له هغو ژبنيو نمونو څخه زياته ګټوره ده چې په فيزيک، جوړښتي ټولنپوهنې يا پر تفسير ولاړه وي.[۳۱][۳۲]
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)