جاناتان جنینګز | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۲۷ مارچ ۱۷۸۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶] |
مړینه | 26 جولای 1834 (50 کاله)[۲][۳][۴][۷] |
تابعیت | ![]() |
ګوند | ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکی ګوند ديموکراتيک ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال [۸]، قانونپوه ، ليکوال [۹] |
کاروونکي ژبه | انګليسي ژبه |
لاسليک | |
سمول ![]() |
جاناتان جنینګز [په انګلیسي: Jonathan Jennings] (۱۷۸۴زکال/ مارچ/ ۲۷ —۱۸۳۴زکال/ جولای/ ۲۶) د انډیانا لومړی والي او نه (۹) دورې په کانګرس کې د انډیانا استازی و. هغه چې د نیو جرسي په هانټرډن کاونټي (په متحده ایالاتو کې کاونټي له ولایت وروسته سیاسي واحد دی.) یا د ویرجینیا په راک بریج کاونټي کې زېږېدلی و، په ۱۸۰۶ز کال کې د انډیانا سیمې ته له لېږدېدو وړاندې یې د حقوقو په برخه کې زده کړې وکړې. جنینګز په لومړیو کې هیله لرله چې د وکالت په برخه کې کار وکړي خو د مالي ستونزو له کبله یې د وینسنیس د مستوفیت په دفتر کې د مرستیال په توګه او د سیمه ییزې ولسي جرګې د منشي د مرستیال په توګه دندې ترسره کړې او د ځمکې د احتکار او سیاست په برخه کې یې خپلې ګټې تعقیب کړې. جنینګز د سیمه ییز والي ویلیم هنري هېریسون سره په یوه لانجه کې ښکېل شو، چې دغه لانجه ډېر ژر سیاست ته د هغه د ننوتلو موجب شوه او د هغه پېلیزې سیاسي حرفې ته یې بڼه ورکړه. په ۱۸۰۸ز کال کې جنینګز د انډیانا سیمې ختیځې برخې ته ولاړ او د کلارک کاونټي، چارلز-ښارګوټي ته نږدې مېشت شو. هغه د مسلکي-هېریسن د ملاتړ کوونکو په وېشلو او د هېریسون-ضد نوماند په توګه ټاکنو ته درېدلو، د متحده ایالاتو په کانګرس کې د انډیانا سیمې د استازي په توګه وټاکل شو. تر ۱۸۱۲ز کال پورې نوموړی د مریتوب د مخالفینو مشر او د سیمه ییز حکومت د ټولواکۍ غوښتونکې ډلې ملاتړی و. په ۱۸۱۲ز کال کې د والي هېریسن تر ګوښه کېدو وروسته جنینګز او سیاسي ملګرو یې د سیمه ییزې جرګې واک په لاس کې واخیست او په حکومتي چارو مسلط شول. د کانګرس د استازي په توګه جنینګز په ۱۸۱۶ز کال کې د خپلواکۍ قانون په تصویب کولو کې مرسته وکړه، چې په بنسټ یې د انډیانا د ایالتي حکومت اداره او ایالتي اساسی قانون مختار شو. هغه د انډیانا اساسي قانون کانوانسیون چې په کاریډون کې جوړ شوی و، د رئیس په توګه ټاکل شوی و، چې په دې کانوانسیون کې هغه د ایالت د لومړني اساسي قانون د مسوِدې په ترتیبولو کې مرسته وکړه. جنینګز په ایالت کې د مریتوب د بندولو د هڅو ملاتړ وکړ او د حکومت د یوې غښتلې مقننه برخې په رامنځته کولو کې یې مرسته وکړه.
د ۱۸۱۶ز کال په اګست میاشت کې جنینګز چې عمر یې ۳۲ کاله و د انډیانا د لومړي والي په توګه وټاکل شو او د یوې بلې دورې لپاره یې بیا ځلې یاده دنده ترسره کړه. هغه د سرکونو او ښونځیو په جوړولو ټینګار وکړ او د امریکایانو د اوسېدو لپاره د مرکزي انډیانا د پرانیستلو په خاطر یې د اِس ټي. تړون مذاکرات وکړل. د هغه مخالفانو د تړون په مذاکراتو کې د هغه ګډون د اساسي قانون خلاف وباله او محکمې ته د هغه د استیضاح کولو اقدام یې وکړ، دغه قضیه د درې میاشتو څېړنو وروسته او د والي د مرستیال په ګوښه کېدلو د ۱۵ څخه تر ۱۳ رایو په واسطه په ډېر دقت سره هغه وګټله. د هغه په دویمه دوره کې د ۱۸۱۹ز کال د هله ګولې وروسته جنینګز د مالي ستونزو سره مخ شو، د سوداګرۍ او د ایالتي حکومت په یو وخت پر مخ بېولو کې د هغه نا توانې د نوموړي دغه وضعیت نور هم کړکېچن کړ. جنینګز چې د ایالت د اساسي قانون په بنسټ د انډیانا د والي توب بلې دورې لپاره په شرایطو برابر نه و، د خپلو مالي ستونزو د حل لپاره د نورو لارو چارو په لټه کې شو. په ۱۸۲۲ز کال کې د والي توب دویمې دورې تر پای ته رسېدو او په ۱۸۳۱ز کال کې له دولتي خدماتو څخه تر تقاعد کېدو وړاندې د متحده ایالاتو د استازو جرګې ته بریالی شو. په کانګرس کې جنینګز د داخلي پرمختګونو لپاره مالې تخصیص زیات کړ.
جنینګز د خپل ژوند په اوږدو کې ډېر الکول څښل. د هغه اعتیاد د ده د لومړۍ مېرمنې تر مرګ او په روماتېزم تر اخته کېدو وروسته نور هم شدید شو. د جنینګز د الکولو اعتیاد د ۱۸۳۰ز کال په ټاکنیزو هلو-ځلو کې د هغه د ماتې موجب شو. له تقاعد کېدلو وروسته د هغه صحي وضعیت نور هم خراب شو او په خپله مزرعه کې یې د کار کولو وړتیا له لاسه ورکړه. کله چې د هغه اقتصادي حالت سقوط وکړ، پور ورکوونکي یې د جایداد او په چارلز ښارګوټي کې د هغه د زراعتي ځمکې د ترلاسه کولو په لټه کې شول. د خپل ملګري د ژغورلو لپاره، امریکایي سناتور جان ټیپټون د جنینګز مزرعه وپېرله او هغه ته یې په خپله مزرعه کې ژوند کولو اجازه ورکړه. د جنینګز تر مرګ وروسته یې ټول شته وپلورل شول خو د قبر د خازې لپاره یې هيڅ پیسې پاتې نشوې، چې ۵۷ کاله یې قبر بې شناختې و.
تاریخ لیکونکو د جنینګز په ژوند او د انډیانا په پرمختګ کې د نوموړي په اغېز، ډول-ډول تبصرې لیکلي دي. لومړنیو ایالتي تاریخ لیکونکو جېکوب پیټ ډن جونیر او ویلیم ویلسي وولن، جنینګز ستایلی دی او هغه یې په انډیانا کې د مریتوب پلویو ځواکونو ته د ماتې ورکوونکو او د ایالت له بنسټ اېښودونکو څخه ګڼلی دی. ډېرو منتقدینو تاریخ لیکونکو د ممنوعیت په دوره کې لکه؛ لوګان ایسرې، جنینګز یو مکار او ځان غوښتونکی سیاستوال بللی او د هغه د الکولو په اعتیاد یې تمرکز کړی دی. د اوسنیو تاریخ لیکونکو ترمنځ رېنډي مایلز د جنینګز اهمیت د دواړو افراط او تفریط کوونکو ترمنځ راوستی دی خو د وولن د ارزیابۍ سره تر ډېره موافق دی، چې دولت "تر هغې ډېر د هغه پور وړی دی، څومره چې یې اټکل کوي."
جاناتان جنینګز، د یعقوب (جېکوب) او مېري جنینګز زوی، د نیو جرسي د هانټرډن کاونټي په ریډینګټن ښارګوټي یا د ویرجینیا په راک بریج کاونټي کې د ۱۷۸۴ز کال د مارچ په ۲۷ نېټه، باندې زېږېدلی. هغه د جنینګز په اته اولادونو کې شپږم و. د هغه پلار ډاکټر، پریسبیټیرین (Presbyterian) مذهبي مبلغ او په مهذبه هالنډي کلیسا کې د مذهبي خدماتو اداره کوونکی و. د هغه مور چې ښې زده کړې یې لرلې او مجربه ډاکټره وه، د سمیول کینډي لور وه، چې د نیو جرسي په باسکینګ بریج کې، پریسبیټیرین کشېش و. مېري چې د طبابت په برخه کې یې زده کړې کړې وې، د خپل خاوند سره یې په کار کې مرسته کوله. د ۱۹۷۰ز کال په شاوخوا کې د جنینګز پلار د دوی کورنۍ د پنسلوانیا د فېتي کاونټي، ډاونلېپ کریک ته ولېږدوله، چې جنینګز تر زلمیتوبه همالته پاتې شو. د مور تر مړینې وروسته یې، جنینګز مشرې خور سارا او ورور ابنیزر را لوی کړ. جنینګز په ځانګړې توګه د ابنیزر او خپلې کشرې خور، آن، او د هغې خاوند ډاکټر ډیویډ جې. میچل سره نږدې اړیکې لرلې. جنینګز په کور کې زده کړې وکړې او بیا یې د پنسلوانیا د کانونبرګ په ګرامر ښوونځي کې نوم لیکنه وکړه او په دغه ښوونځي کې یې لومړنۍ زده کړې وکړې. د هغه دوه ټولګيوال ویلیم هنډریکس او ویلیم ډبلیو. ویک بیا وروسته د هغه سیاسي ملګري هم شول. جنینګز د پنسلوانیا په واشنګټن کې حقوق وویل. په ۱۸۰۶ز کال کې جنینګز له پنسلوانیا څخه د اوهایو سټیوبنویل ته ولېږدیده، چې ورور یې اوباډایا هلته حقوقي دفتر درلود. جنینګز د اوهایو سترې محکمې څخه مخکې د اوباډایا سره په قضیو کې مرسته کوله.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
په ۱۸۰۶ز کال کې جنینګز لوېدیځ خوا ته د انډیانا سیمې، جیفرسنویل ته لاړو خو هلته د لږ وخت لپاره پاتې شو. د ۱۸۰۷ز کال په لومړیو کې، هغه د انډیانا سیمې مرکز وینسنیس ته لاړو چې د وکالت خپل کارونه پېل کړي او په اپرېل میاشت کې یې د وکالت په ازموینه کې ګډون وکړ. جنینګز د وکیل په توګه د پیسو په ترلاسه کولو کې ستونزه لرله، ځکه چې په سیمه کې د هغه د بوختتیا لپاره مراجعین خورا لږ وو. د ۱۸۰۷ز کال په جولای میاشت کې د پنسلوانیا څخه د هغه یو ملګري ناتانیال ایوینګ، چې د ځمکو اخیستونکی و، جنینګز ته بلنه ورکړه چې ترڅو په وینسنیس کې د فدرالي مستوفیت دفتر کې د ثبت مامور جان باډولټ د مرستیال په توګه دنده ترسره کړي. د باډولټ سره جنینګز د ځمکو په احتکار کې بوخت شو. هغه ډېرې ځمکې ترلاسه کړې او خورا ګټه یې وکړه. په ۱۸۰۷ز کال کې هغه د سیمه ییزې ولسي جرګې د منشي مرستیال شو او د عامه ځمکو د خرڅلاو احتکار ته یې ادامه ورکړه. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]