جیمز فورمن | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | ۴ اکتوبر ۱۹۲۸[۳][۴][۱][۵][۲][۶][۷] شیکاګو [۱][۲] |
مړینه | 10 جنوري 2005 (77 کاله)[۳][۴][۱][۵][۶][۷] واشنګټن ډي سي [۱][۲] |
تابعیت | ![]() |
عملي ژوند | |
تعلیمی اسناد | د فلسفې ډاکتر [۲] |
کار/مسلک | ليکوال [۲]، د بشري حقونو فعال ، خبريال [۵][۲] |
کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۸] |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | د کوريا جګړه [۲][۹] |
وېبپاڼه | |
![]() |
مخ پر IMDB باندې |
سمول ![]() |
جیمز فورمن (انګلیسي: James Forman) (۱۹۲۸ ز، د اکتوبر ۴مه – ۲۰۰۵ ز، د جنوري ۱۰مه) د مدني حقونو په غورځنګ کې یو مشهور افریقایي-امریکایي رهبر و. نوموړی د محصلینو د عدم تشدد د همغږۍ کمېټه (SNCC)، د تور پړانګ ګوند او د انقلابي تورپوستو کارګرانو په ټولنه کې فعال و. ښاغلي فورمن له ۱۹۶۱ ز کال نه تر ۱۹۶۶ ز کال پورې د همغږۍ کمېټې (SNCC) د اجرائیوي منشي په توګه، د آزادۍ سپرلۍ، الباني غورځنګ، برمینګم کمپاین او له سېلما نه تر مونټګومري پورې مارشونو کې مهم رول لوبولی دی.
ښاغلي فورمن له ۱۹۶۰مې ز لسیزې وروسته د خپل ژوند پاتې برخه، د ټولنیزو او اقتصادي برابریو د قضایاوو اړوند برخو کې د تور پوستانو پر تنظیمولو تېره کړه. نوموړي په امریکايي پوهنتون او نورو مهمو ښوونیزو بنسټونو کې هم تدریس کړی. هغه څو کتابونه لیکلي چې په کې یې د مدني حقونو په غورځنګ کې د خپلو تجربو او خپلې مخ پر ودې او تکاملي سیاسي فلسفې په اړه لیکل کړي. په دغو کتابونو کې "سامي یونګ جونیر: د کالج لومړنی تور پوستی محصل، چې د تور پوستانو د آزادۍ په غورځنګ کې مړ شوی (۱۹۶۹ز)"، "د تور پوستو انقلابیانو رامنځته کول (۱۹۷۲ او ۱۹۹۷ز)" او "خپلواکمني: د پوښتنې یوه ازموینه او پر افریقایي-امریکایانو د هغې تطبیق (۱۹۸۴ز)" یې د یادولو وړ دي.[۱۰]
نیویارک ټایمز، نوموړی د "مدني حقونو هغه مخکښ بللی و چې په ۱۹۶۰مه ز لسیزه کې یې د مدني حقونو د مبارزې په کابو ټولو ډګرونو کې خورا سخت انقلابي لیدلوری او په زړه پورې تنظیمي مهارتونه له ځان سره راوړل".[۱۱]
فورمن د ۱۹۲۸ ز کال د اکتوبر په ۴مه د ایلینوی ایالت په شیکاګو ښار کې زېږېدلی. نوموړی د ۱۱ میاشتو ماشوم و چې له خپلې انا "ماما جین" سره د میسیسيپي ایالت په مارشال سیمه کې د هغې په فارم کې د ژوند کولو لپاره هغې ته ورولېږل شو. هغه په یوه "چټل او بېوزله" چاپېریال کې لوی شوی و. دا د هغه لپاره غیر معمول نه وه چې کثافات او چټلۍ وخوري، ځکه هلته باور دا و چې دا خپل تغذیوي ارزښت لري. نوموړي په خپل ژوندلیک کې همغه د کثافاتو خوړل، د خپل غذایي رژیم "اصلي" برخه بللې ده. هغه یادونه کوي چې: "هر وخت به وږی" و. د هغه کورنۍ هېڅ ټټۍ(کناراب) (outhouse) او برېښنا نه لرله. دوی به د تشناب کاغذ لپاره پاڼې، ورځپاڼې او د جوارو ټنټې کارولې او لښتې به یې د غاښونو د بورس په توګه کارولې. له دې هر څه سره سره، فورمن وایي چې: هېڅکله د خپلې بې وزلۍ په اړه پوښتنه نه ده ورسره پپدا شوې او هغه مهال پر دې نه پوهېده. د هغه ترور تیلما یوځل جیمز په تیاره کې د پېرودنې د کتلاګ پر لوستلو ولید. نوموړې، چې د ښوونځي ښوونکې وه، د جیمز د زده کړو ګړندي کولو کې لېوالتیا وښوده او هغه ته به یې په کور کې درسونه ورکول. جیمز د خپلو وروستیو بریاوو کرېډېټ د هغه روزنې ته ورکوي او وايي چې: د هغه انا هغه ته د عدالت احساس ورکړی او ترور یې هغه ته "فکري اور" یعني فکري ځواکمني وربښلې ده.[۱۲]
جیمز ته له محاکمې پرته وژلو یا غرغره کولو (lynching) لومړۍ تجربه هغه وخت وشوه ،کله چې یو سپین پوستی سړی د هغه د دروازې په مخکې راښکاره شو، د خوړو غوښتنه یې وکړه او ویې ویل چې: چا ته ونه وايي چې هغه چېرې دی. بله ورځ خبر خپور شو چې یو سپین پوستی سړی وژل شوی، خو فورمن هېڅ نه پوهېده چې ولې. کله چې فورمن شاوخوا شپږ کلن و، هغه ته د نژادي تبعیض یا توکمپالنې لومړنۍ تجربه وشوه. یو وخت هغه په ټینیسي ایالت کې د یوې ترور لیدو ته ور روان و، غوښتل یې چې له یوې سیمه ییزې مغازې نه کوکا کولا واخلي. هغه ته وویل شول چې: که غواړي وایې خلي، نو باید په شا ته ځای کې یې وڅښي، نه له کاونټر یا د خرڅلاو له مېز سره. فورمن په ډېره حیرانتیا د داسې کولو د لامل پوښتنه وکړه. ورته وویل شول: "هلکه، ته یو تور پوستی یې." دا د هغه په ژوند کې لومړی ځل و چې هغه پوه شو، چې د پوستکي د رنګ له امله یې "داسې کارونه شته چې دی یې ترسره کولی شي یا یې نه شي ترسره کولی او هم نور خلک حق لري چې هغه ته ووایي چې، څه کولی شي او څه نه شي کولی." [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
ښاغلي فورمن د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ ز کلونو په اوږدو کې په کارنیل پوهنتون کې د افریقایي او افریقایي-امریکايي مطالعاتو په برخه کې زدهکړې وکړې او په ۱۹۸۲ ز کال کې یې د سیاسي مطالعاتو له انسټیټیوټ سره په همکارۍ د تجربوي کالجونو او پوهنتونونو له اتحادیې نه د دوکتورا سند ترلاسه کړ. [۲۰]
فورمن د خپل ژوند پاتې برخه د پرمختیایي اقتصادي او ټولنیزې ودې او مساواتو اړوند مسایلو کې د تور پوستانو او محرومو وګړو په تنظیمولو کې تېره کړه. هغه په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې هم تدریس کړی. هغه څو کتابونه لیکلي چې په کې یې د مدني حقونو په غورځنګ کې د خپلو تجربو او خپلې مخ پر ودې او تکاملي سیاسي فلسفې په اړه لیکل کړي. په دغو کتابونو کې "سامي یونګ جونیر: د کالج لومړنی تور پوستی محصل دی چې، د تور پوستانو د آزادۍ په غورځنګ کې مړ شوی (۱۹۶۹ز)"، "د تور پوستو انقلابیانو رامنځته کول (۱۹۷۲ او ۱۹۹۷ز)" او "خپلواکمني: د پوښتنې یوه ازموینه او پر افریقایي-امریکایانو د هغې تطبیق (۱۹۸۴ز)" یې د یادولو وړ دي.[۲۰]
فورمن د ۲۰۰۵ ز کال د جنورۍ په ۱۰مه د کولمو د سرطان له امله د ۷۶ کلونو په عمر په واشنګټن ډي سي کې، د واشنګټن هاوس په نامه یوه مرستون کې مړشو.[۲۰]
فورمن له ماري فورمن او میلډرډ تامپسن سره ودونه کړي او په طلاق سره پای ته رسېدلي دي. هغه له ۱۹۵۹ ز کال نه تر ۱۹۶۵ز کال پورې د محصلینو د عدم تشدد د همغږۍ کمېټې (SNCC) ترټولو فعالې دورې پر مهال له میلډرډ تامپسن فورمن (اوس میلډرډ پېج) سره واده کړی و. میلډرډ فورمن له جیمز سره اتلانتا ته ولاړه او د SNCC په اتلانتا څانګه کې یې کار وکړ او هم یې د آزادۍ د سندرغاړو (The Freedom Singers) د سفرونو د همغږې کوونکې په توګه کار کاوه.
ښاغلي فورمن د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ ز لسیزو په جریان کې له کانستانسیا "ډینکي" روملي سره ګډ ژوند وکړ، چې د بریتانوۍ ژورنالیستې، فاشیزم ضد فعالې او اشرافي کورنۍ غړې جیسیکا میټفورډ او د جیسیکا میټفورډ د لومړي مېړه "ایسمونډ روملي" چې د وینسټون چرچل وراره و، دویمه او یوازېنۍ ژوندۍ ماشومه وه. که څه هم د فورمن په اړه خپرو شوو د مړینې خبرتیاوو او نورو له مړینې وروسته مقالو ویلي دي چې: هغه او روملي واده کړی و، خو د روملي د مور او ترورګانو تر منځ تبادله شوي لیکونه وايي چې، دوی په قانوني توګه مېړه او ښځه نه وو. [۲۱]
فورمن او روملي دوه زامن لرل: چاکا فورمن او جیمز فورمن جونیر، چې د ییل پوهنتون حقوقو پوهنځي (Yale Law School) پروفیسور دی.[۲۲][۲۳]
فورمن په خپل ژوندلیک "د تور پوستو انقلابیانو رامنځته کول" تر نامه لاندې اثر په یوه بشپړ څپرکي کې د خپل الحاد یا بې دینۍ په اړه بحث کړی. د هغه باور دا و، چې: "پر خدای باور زموږ خلکو ته زیان رسوي." هغه په ۱۹۹۴ ز کال کې، افریقایي-امریکایي بشرپاله جایزه هم ترلاسه کړه.[۲۴]
{{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)