په ۱۸۹۰مه لسیزه کې د سیاسي صهیونېزم د تاسیس له مهاله، حریدي یهودي مشرانو په سیکولار لوري نیولو اعتراض وکړ او د اسرائیلو د دولت له تاسیس وړاندې ډېری حریدي یهودانو په یوه خوله د لومړنیو اصلاحاتو په څېر له نورو چارو سره د توپیر لرونکو استدلالونو په لرلو له صهیونېزم سره مخالفت څرګند کړ. دغه مخالفت تر ډېره پورې له دې امله و چې سیکولار ملت پالنې یهودي وګړي د یوه خدای په لرلو د واحدې مذهبي ټولنې پر ځای چې «د خپل ملت پر وړاندې د دندې د ماهیت، موخې او حق له مخې» په خپلو دیني قوانینو کلک و، د نورو قومي ډلو په څېر یوه قومي ډله ده او همدارنګه دا چې د اسرائیلو په سیمه کې د مسیح له راتګ وړاندې د بیاځلي حکومت له جوړولو منع شوي و؛ په بل ډول تعریف کول. هغه خاخامانو چې د نوولسمې پېړۍ په وروستیو کې یې په فلسطین کې د یهودانو د بیاځلي استوګن کېدو څخه ملاتړ کاوه، د فلسطین د نیولو او همدارنګه یې د عثماني ترکانو له حاکمیت څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو په موخه هېڅ هوډ نه درلود او دا یې غوره ګڼله چې هلته د سیل کوونکو یهودانو په توګه یوازې د استوګنې اجازه ولري. [۱][۲][۳][۴]
د ۱۹۳۰مې لسیزې پر مهال یو شمېر اروپايي حریدي مشرانو خپل پیروان وهڅول څو فلسطین ته ولاړ نه شي، چېرې چې صهیونېستان د نفوذ د پراختیا په حال کې وو. هغه مهال چې د اروپايي یهودانو پر وړاندې ګواښونه رامنځته شول د اجوداث اسرائیل په نامه حریدي سازمان پرېکړه وکړه څو تر یوه بریده له صهیونېستي رهبرانو سره په همکارۍ په مذهب ټینګو یهودانو ته په فلسطین کې د پناه غوښتنې زمینه برابره کړي. په فلسطین کې د دغه سازمان یو شمېر غړو بیا دا غوره وبلله چې د صهیونېستي خوځښت پر وړاندې له عربو ملت پالو سره ائتلاف وکړي، خو دغه چاره هېڅکله هم وه نه شوه. د اسرائیلو د دولت له جوړېدو وروسته د سخت دریځي ارتدکس یهودیت په اډانه کې هر فردي خوځښت د اسرائیلو د هېواد په کړنلارو کې خپل مسیر ځانته وټاکه.
د ۲۰۰۶ زکال په وروستیو کې یوه څېړنه ښيي چې یو په دریمه برخه اسرائیلي وګړي حریدي یهودان په اسرائیلو کې تر ټولو بد وګړي بولي. په ۲۰۱۶ زکال کې د پیو نړیوال بنسټ د نظرپوښتنې له مخې ۳۳٪ اسرائیلي حریدي وګړو ویلي و چې د «صهیونېست» کلمه دوی په دقیقه توګه توصیف کړي دي. [۵][۶]
داسې یو شمېر حریدي ډلې شتون لري چې نه یوازې د صهیونېزم مخالفې دي، بلکې د اسرائیلو دولت هم په رسمیت نه پېژني. په دغو کې د شومر امونیم (او د هغو څانګې تلدوس اهارون او تلدوس اوروهوم یتزچوک)، میشکنوس هورویم او دوشینسکي حسیدي ډلې شاملې دي. د ۱۹۴۷ زکال په جولای میاشت کې د اورشلیم د ادها هاچاریدیس ستر یهودي سازمان لوی خاخام، یوسف تزوی دوشینسکی د ملګرو ملتونو پر وړاندې «د فلسطین په هره برخه کې د یو یهودي هېواد له جوړېدو سره خپل قطعي مخالفت» اعلان کړ. د صهیونېزم بل لوی مخالف حسیدي سازمان هم ستمار دی چې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۰۰ زره ملاتړي لري. د دغې ډلې دریځ د هغو د کاریزماتیک رهبر، خاخام جوئل تیتلباوم له خوا څرګند شوی چې له صهیونېزم سره یې د خپل مخالفت د جزیاتو اړوند جامعې رسالې لیکلې دي. هغه خپل پیروان چې «په سپېڅلي قلمرو» کې یې ژوند کاوه دې ته هڅول څو پر ځان بسیا ټولنې جوړې کړي، ټولنیزې دولتي مرستې رد کړي او په عامه ټاکنو کې رایې ورنکړي. هغه له دې امله چې چارې یې د اسرائیلو د دولت د جوړېدو څخه د ملاتړ لامل وه نه ګرځي، خپلو پیروانو ته یې امر وکړ چې له لویدیځ دېوال او همدارنګه هغو سپېڅلو ځایونه څخه لیدنه ونکړي چې د اسرائیلو له خوا د ۱۹۶۷ زکال په جګړه کې اشغال شوي دي.
د صهیونېزم پر ضد بله تر ټولو سخت دریځه یهودي ډله هم ناتوري کارتا ده. دغه ډله په ۱۹۳۸ زکال کې له اجوادث سازمان څخه په لارې جلا کولو جوړه شوه چې ۵۰۰۰ غړي لري او تر ډېره په اورشلیم او بیت الشمس کې استوګن دي. دغه ډله له دې سره چې د صهیونېزم مخالفه ده، خو ستمار او نورې صهیونېزم ضد ډلې د هغو چارې غندي او په ښکاره ډول فاصله ترې نیسي. [۷]
اجوداث اسرائیل چې یو نړیوال یهودي سازمان دی (له یوې اسرائیلي ټولنې سره) له بېلابېلو حریدي ډلو جوړ دی او ډېره ونډه په کې لیتوانیايي یشوا ټولنه او همدارنګه د ګر او بلز په څېر حسیدي ډلې لري. دغه سازمان په پیل کې د ارتدوکس یهودانو د ټولګې په توګه چې د صهیونېستي خوځښت سره د مبارزې په موخه متحد شوي وو، رامنځته شو. هغوی د مجبوریت او «د زمري له خولې څخه د ځان ژغورنې په موخه» اجازه ورکړه چې غړي یې په ملي ټاکنو کې ګډون وکړي او د اسرائیلو ملي شورا ته خپل غړي ولېږي، څو د دوی په خپله خبره «په فعالانه توګه له هغو مواردو څخه ساتنه وکړي چې زموږ لپاره سپېڅلي دي». ورته مهال د اسرائیلو په پوځ کې خدمت نه کوي او همدارنګه د هغو رسمي ملي ورځې نه نمانځي. هغوی په پوځ کې د پټو جنسي اړیکو د شتون، وژنو او همدارنګه نورو ته د خدمت کولو له امله په جدي بڼه په پوځ کې له خدمت ډډه کوي. د اسرائیلو په ملي شورا کې د اجوداث اسرائیلي ګوند د تورات پر بنسټ د متحد یهودیت په استازولۍ د اګوداث سازمان د غړو او دګل هاتورا استازولي کوي. دغه سازمان هڅه کوي چې په شورا کې د یهودیت پلوه نظریاتو په برخه کې اغېز ولري چې د دغې چارې په موخه د یهودانو د سنتي زده کړو بنسټونو ته مالي امکانات برابروي، د دغو بنسټونو زده کړیالان په پوځ کې له عسکري خدمت معاف کوي او هڅه کوي څو د عمل د آزادۍ په څېر خپل اساسي حقوق خوندي کړي. له دې سره هم په ټولیزه توګه د اجوداث سازمان دریځ د اسرائیلو په ملاتړ دی.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
{{cite book}}
: Check |chapter-url=
value (help); Check |url=
value (help)
{{cite book}}
: CS1 maint: others (link)
{{cite web}}
: |last=
has generic name (help)