زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
زدکړنځی | |
ژبې | |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې |
حیربیار مري یا هیربیار مري (زوکړه: 1968) د بلوچستان یو فعال او د خپلواک بلوچستان د غورځنګ مشر دی. [۱]
نوموړی د بلوڅ ملتپالو مشر او د خیر بخش مری پنځم زوی دی. حیربیار له 2017 راهیسي په لندن کي اوسیږي. [۲]
مري په ۱۹۹۲ کال کي بلوچستان ته راستون سو. د نوموړي پلار ډیر بوډا وو، او نه یې سوای کولای نوې سیاسي مبارزه پیل کړي، نو ځکه یې د حیربیار ورور بالاچ مری خپل ځایناستی کړ. حیربیار په ۱۹۹۷ کال کي د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ ته وټاکل سو.په 2001 کال کي د بلوچستان پولیسو دده پلار د بلوچستان د ستري محکمې په امر د قاضي نواز مري د وژني په تور ونیوی، او حیربیار مجبوره سو چي له بلوچستان څخه بریتانیا ته ولاړ سي. [۳]
د پاکستان حکومت تور لګوي چي مري د بلوچستان د ازادۍ پوځ مشر دی، هغه پوځ چي د پاکستان، انګلستان او د امریکا متحده ایالاتو [۴] له خوا په ترهګرۍ باندي تورن دی، خو ددوی تور په ۲۰۰۹ کال کي د برتانیې د یوې محکمې له خوا رد سو، او حیربیار ته د تروریزم له تورونو څخه خلاصون ورکړل سو. [۵] د برتانیې حکومت په ۲۰۱۱ کال کي د حیربیار د سیاسي پناه غوښتنه ومنل. [۳]
{{cite web}}
: Missing or empty |title=
(help); Missing or empty |url=
(help)
{{cite news}}
: Missing or empty |title=
(help)
{{cite news}}
: Missing or empty |title=
(help)
{{cite web}}
: Missing or empty |title=
(help); Missing or empty |url=
(help)
{{cite news}}
: Missing or empty |title=
(help)