خالد بن سعيد بن العاص ( مړینه : 634 ) چي د ابو سعید په نوم هم پیژندل کیږي، د اسلام د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم صحابي او د راشده خلافت پر مهال یو جنرال وو. [۱]
نوموړي د قريشو له بنو اميه سره اړه درلوده. [۱] خالد له خپل ورور عمرو سره په ۶۱۳ زیږدیز کال کي اسلام راوړ. [۲] هغه له خپلې مېرمنې همدانیه سره حبشې ته هجرت وکړ[۲] او هلته یې د ام حبیبه د ولیعهد په توګه دنده ترسره کوله. ام حبیبه د مومنانو مور او د حضرت محمدﷺ مېرمن وه. [۳]
په 633 کي خالد بن سعید د ابوبکر لخوا د سوریې د جګړو قوماندان وټاکل سو. [۴] په ۶۳۴ ز کي د مرج الصفر له جګړې مخکي نوموړي د جګړې په ماښام باندي له ام حکیم بنت الحارث بن هشام سره واده وکړ او په همدغه جګړه کي پسي شهید سو. [۵]