د معاصر افغانستان او جرمني تر منځ اړیکي د ۱۹ پیړۍ له وروستیو څخه راپیل سوې، [۱] او په ۲۰۱۶ کال کي یې د "دوستۍ" سلمه کلیزه ولمانځله.
عمومي مالومات | |
---|---|
هېواد |
پيل موده |
---|
افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا یوه "تاریخي اړیکه" وبلله.
په 19 پېړۍ کي د ګندمک او ډیورنډ تړونونو په پایله کي برتانیې د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ بشپړ واک د افغانستان له پاچا څخه ترلاسه کړ. جرمني په دې وخت کي د برتانیې د سیال په توګه یوازي د پټو ماموریتونو او سفرونو له لاري توانیدلی وو، ترڅو په افغانستان کي د بریتانیا د نفوذ په وړاندي ودریږي.
انجینر ګیبارډ فلیشر چي په کابل کي د جرمني جیمز بانډ په نوم یادېده، [۲] د کرپ کمپنۍ یو انجنیر او د جرمنيو وسلو جوړوونکی وو. نوموړي په 1893 کي کابل ته سفر وکړ او د پاچا عبدالرحمن خان سره یې په شخصي توګه لیدنه ترسره کړه. ده د پاچا په امر د افغانستان د وسلو شرکت مسکین خانې یا ماشین خانې او توپکخانې یا توپ خانې ته پراختیا ورکړه، خو دا معلومه نه ده چي آیا د برتانوي هند حکومت د دې سفر څخه خبر وو که یا؟ ددغه ډلي انجینران وروسته په 1904 کي په مرموز ډول ووژل سول.
د جرمني او افغانستان اصلپ اړیکي له لومړۍ نړیوالې جګړې مخکې پیل سوې، او دواړو هیوادونو ښه راشه درشه درلوده.
په ۱۹۱۵ کال کي د حبيب الله خان او د جرمني د ۲۳ کسیز پلاوي تر منځ د افغان – جرمني دویمه غونډه وسوه. په غونډه کې د جرمن پلاوي اصلي موخه د نیدرمایر-هینټیګ د عملیاتو د یوې برخي په توګه په افغانستان کي د برتانوي نفوذ کمزوری کول وو. افغانستان د دې سفر په جریان کي په 1916 کي یو دوستانه سوداګریز تړون له جرمني سره لاسلیک کړ. د یاد تړون له مخې د افغانستان حکومت ته د جرمني پلاوي له لوري د ۱۰۰۰۰۰ ټوپکونو او ۳۰۰ توپونو ژمنه ورکړل سوه.
د ۱۹۲۶ کال د مارچ په ۳ نیټه د دوستۍ یو بل تړون لاسلیک سو، او دواړو هیوادونو سفیران سره تبادله کړل. په 1926 کي د 24 جنوري 1916 پخوانئ تړون یو ځل بیا تصویب سو.
په ۱۹۲۲ کال کي جرمني ته د افغان پلاوي لومړی سفر وسو چي په ترڅ کي یې د ډیپلوماسۍ، سوداګرۍ او کلتوري اړیکو په اړه په برلین کي خبري اتري ترسره سولې. ورپسې جرمني هیواد په ۱۹۳۲ کال کي ډاکټر فریتز گروبا افغانستان ته ولېږه. دې شخص لومړی کال په کابل کي د قونسل په توګه دنده ترسره کوله، او تر ۱۹۲۶ کال پورې یې په کابل کې د المان د سفارت د سرپرست په توګه چاري مخ ته یووړې. په کابل کې د بابر بڼ ته څېرمه د "سفارت" په نامه د جرمني یوه دیپلوماتیکه استازولۍ او د وزیر د استوګني ځایونه پراته وه. د ۱۹۲۸ کال د فبروري پر ۲۲ د افغانستان پاچا امان الله خان جرمني ته ولاړ او هلته یې د ویمار جمهوریت له ولسمشر پاول وان هینډنبرګ سره وکتل.
افغانستان له ۱۹۳۵ کال مخکې له آلمان سره نږدې اړیکي ټینګي کړې، او د شوروي اتحاد او برتانیې تر منځ د یوې سیالي سیمي په توګه د خپل تاریخي موقعیت د بدیل په لټه کي سو. جرمني په دې موده کي په افغانستان کي سوداګریزې راکړي ورکړي زیاتي کړې، او د کابل – برلین اونیزو هوايي چوپړتیاوو ته یې هم پراختیا ورکړه. جرمن د ټاډ موسسې دا مهال په هېواد کي د سترو زیربنایي پروژو څارنه ترسره کول.
د امان الله خان او بچه سقاو تر پرځېدو وروسته افغانستان د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال د دوهمې نړیوالې جګړې په پیل کي د مسکو او لندن له خوا د ایټالوي او جرمني د ډیپلوماتیکو قول اردوګانو د ایستلو په وړاندي ټینګ مقاومت وکړ. د ۱۹۴۰ او ۱۹۴۱ کلونو په اوږدو کي د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالمجید زابلي له خوا داسي پلانونه په لاره واچول سول چي د افغانستان له محور بلاک سره یو ځای کاوه، او په بدل کي یې د جرمني اضافي پوځي مرستو او د کراچۍ بندر ته د برتانوي هند د ځمکې په اخیستو کي لاس رسي ته لاره هوارول. برسېره پردې، زابلي د پولي په اوږدو کي د 15 ملیون قوي توکمیزو افغانانو د "آزادولو" خبره هم وکړه. د افغانستان له لوري ددغه هڅو پر مهال د شوروي اتحاد له برتانیې سره د وفادارۍ او پر ایران د دوی د ګډ یرغل وروسته افغانستان ناڅاپه د متحدینو لخوا محاصره سو، او بالاخره د 1941 کال د اکتوبر په میاشت کی یې د دوی غوښتنه چي د ایټالویانو او جرمنیانو ایستل وه ومنل، دا په داسي حال کي چي په افغانستان کي لاهم لږ دیپلوماتیک کارمندان پاته وو. افغانستان په دې کش مکش کي د جرمني او جاپان تر منځ د اسیا د وړاندیز شوي ویش تر منځ د حدبندۍ په کرښه کي هم پروت وو. د دوهمي نړیوالي جګړې په پای کي د جرمني پوځ د جګړې پر مهال د خپل بې طرفه دریځ او د ښه باور د نښې په توګه افغانستان ته خپلې پاتي وسلې وسپارلې. [۳]
تر نړیوالي جګړې وروسته افغانستان یو له لومړنیو هیوادونو څخه وو چي د آلمان فدرالي جمهوریت یې د هټلر د ځای ناستي په توګه په رسمیت وپیژاند. د افغانستان او جرمني د جګړې څخه مخکي همکاري په 1950 کي د لویدیځ آلمان سره بیا راژوندي سوه، خو بشپړ رسمي اړیکي تر دسمبر 1954 پوري لا هم پاته وې، څو چي وروسته هغه هم پیل سوې. [۴] غلام محمد فرهاد چي له ۱۹۴۸ کال راهیسي یې د کابل د ښاروال په توګه دنده ترسره کوله، د کابل برېښنا شرکت لپاره د لویدیځ جرمني انجینران او محصولات استخدام او پکار واچول. [۵] په 1952 کي افغان کلتوري دفتر د جرمني په مونیخ کي پرانستل سو.[۵] په افغانستان کي د جمهوري غوښتونکو له کودتا وروسته د داوود خان د حکومت پر وخت د افغانستان او جرمني اړیکي په لنډمهاله توګه څه موده ودرېدلې، خو په ۱۹۷۶ کال کي بېرته بیا جوړي سوې.
د شوروي – افغان جګړې وروسته په افغانستان کي مېشت لوېديځ جرمن کارکوونکي له دغه هیواد څخه ووتل. ورپسې د لوېديځ جذمني وړ لرونکی پرسونل او مشاورين په 1980 کال کي او په 1984 کي د تدريس کارکونکي بهر ولاړه او افغانستان یې بشپړ پرېښود. [۶] ددوی له وتلو سره سم ختیځ آلمان په هیواد کي د شوروي د رول کلک ملاتړ وکړ او له نوي افغان حکومت سره یې مرسته هم وکړه. افغانستان او ختیځ جرمني په ۱۹۷۳ کال کي د رسمیت پیژندلو چنداني اړیکي نه درلودې، خو دا هرڅه د افغان کمونستي رژیم پر مهال بدل سوه او د لویدیځ جرمني ځای ختیځ هغه ونیوی. د یادو اړیکو پر مهال فرهنګي او اقتصادي تړونونه ترسره او د دواړو هیوادونو رسنیزه ادارو همکاري سره وکړه. د همکارۍ دغه بنسټ ختیځ جرمني ته د افغان مشر ببرک کارمل له سفر وروسته جوړ سو، چي وروسته یې د ۱۹۸۲ کال د مئ په ۲۱ مه د دوستۍ او همکارۍ تړون لاسلیک کړ. د دوی زیاته همکاري د پوهني پر برخه کي باندي راڅرخېدل. [۷]
په 1985 کي افغانانو ته د ختیځ جرمني د پیوستون ټوله مرسته له 200 میلیونو څخه زیاته سوه، چي ډیری یې د آزاد آلمان د سوداګرۍ اتحادیې له فدراسیون څخه راتلله. [۷] د برتانیې د سرحدی ادارې د ۲۰۰۸ کال په راپور کي راغلي دي چي د آلمان فدرالي جمهوریت په ۱۹۸۹ کال کي په کابل کې د پولیسو اکاډمۍ جوړه کړه. هغه اکاډمۍ چي وروسته په ۱۹۹۲ کال کي د مجاهدینو له خوا د پلازمینې له نیولو سره د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت له سقوط وروسته وتړل سوه.[۸]
د جرمني وسله وال ځواکونه د ۲۰۰۱ کال له ډسمبر راهیسي په افغانستان کي د ایساف د ماموریت یوه برخه وه، او همدارنګه جرمني د بن د کنفرانس کوربه هم وو، چي په ترڅ کي یې حامد کرزی په ۲۰۰۱ کال کي د افغانستان د لنډمهاله مشر په توګه وټاکل سو.
د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په ۲۳ مه د جرمني د بهرنیو چارو وزیري انالینا بیرباک خبرداری ورکړ چي افغانستان «زموږ د وخت تر ټولو بد بشري ناورین» ته سره مخ دی، چي له امله یې ستر اقتصادي سکتورونه له منځه تللي او له ۲۴ میلیونو څخه ډیر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. [۹] [۱۰]
{{cite web}}
: Missing or empty |title=
(help); Missing or empty |url=
(help)
{{cite book}}
: Missing or empty |title=
(help)
<ref>
tag; no text was provided for refs named auto
{{cite web}}
: Missing or empty |title=
(help); Missing or empty |url=
(help)
{{cite web}}
: Missing or empty |title=
(help); Missing or empty |url=
(help)
{{cite web}}
: Missing or empty |title=
(help); Missing or empty |url=
(help)
{{cite news}}
: Missing or empty |title=
(help)
{{cite news}}
: Missing or empty |title=
(help)