د افغانستان دولت چې په رسمي بڼه د افغانستان اسلامي امارت (له ۲۰۲۱ زکال څخه تر نن ورځې) بلل کېږي د یو واحد دولت په توګه د افغانستان مرکزي دولت دی. دغه دولت د طالبانو تر مشرۍ لاندې دیني او امارتي بنسټ لري چې سیاسي واګې یې د طالبانو د رهبر او د هغه د مذهبي سلاکارانو په واک کې دي؛ چې په ټولیزه بڼه د رهبرۍ عالي شورا بلل کېږي. د دوی رهبري ټولې مهمې سیاسي پرېکړې د تړلو دروازو تر شا کوي او بیا وروسته د دوی د دولتي او قضايي دستګاوو له خوا اجرا کېږي. له دې امله چې افغانستان خپله یو اسلامي هېواد دی، حکومت یې د شریعت پر بنسټ دی او طالبان هم په کلکه سره د اسلامي شریعت لارښوونې د پراخو ټولنیزو او کلتوري سیاستونو له مخې اجرا کوي.
د تاریخ په اوږدو کې افغانستان د سلطنت، جمهوریت او دیني حکومتونو د بېلابېلو ډولونو پر مټ اداره شوی دی. د دغه هېواد معاصر مذهبي (تئوکراتیک) دولت له ۲۰۰۱ زکال وروسته د طالبانو د شل کلن بغاوت پر مټ په ۲۰۲۱ زکال کې د امریکا او طالبانو د یوې هوکړې پر مټ رامنځته شو او له هغو مخکنی اسلامي جمهوري دولت چې د لویدیځ په ځانګړی ډول د امریکا ملاتړ یې له ځانه سره درلود وپاشل شو.
د افغانستان معاصر دولت په نړیواله کچه په رسمیت نه دی پېژندل شوی او همدارنګه کوم څرګند اساسي قانون هم نه لري، په داسې حال کې چې طالبانو په نږدې راتلونکې کې د اساسي قانون د کمیسیون د جوړولو لپاره خپل پلانونه اعلان کړي. دغه دولت د اساسي قانون پر ځای د اسلامي شریعت څخه خپل سري تفاسیر پلي کوي. همدارنګه په کې د دولتي قواوو ترمنځ هېڅ تفکیک شتون نه لري او ټول واک د طالبانو د رهبر په واک دی. نړیوال څارونکي په دغه دولت باندې د توتالیتارېزم (ټول واکۍ)، د بشري حقونو څخه د سیستماتیکو سرغړونو، نه ځواب ویلو، د روڼتیا د نشتوالي، پر ښځو باندې د بندیزونو لګولو، مذهبي او قومي لږکیو سره د ناوړه چلن او همدارنګه د مخالفو افکارو لرونکو کسانو د ځورولو له امله نیوکې کوي. دغه دولت واک ته د رسېدو راهیسې له اقتصادي ناورین، نړیوالې انزوا، ترهګرۍ، پاڅونونو او همدارنګه د طبیعي پېښو له یوې ټولګې سره ښکېل دی. [ ۱] [ ۲] [ ۳]
د افغانستان د اسلامي امارت رهبري[ سمول ]
د افغانستان د اسلامي امارت رهبر د دولت رئیس، اعلی سرقوماندان او د افغانستان مذهبي مشر دی. د هغه په مسئولیتونو کې د کابینې د غړو، د قضایه قوې د چارواکو، د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز، والیانو او ښاروالانو ټاکل او لرې کول، د اړتیا وړ فرامینو صدور او همدارنګه د پورته یادو شوو کسانو د وظیفوي صلاحیتونو ټاکل شاملېږي. رهبر همدارنګه هغه قوانین چې د وزارتونو له خوا جوړېږي د عدلیې وزارت او له اسلامي شریعت سره د هغو د همغږي کولو د کمیسیون له تائید وروسته تصویب یا هم رد کوي. د رهبر کاري دوره د هغه تر ژوندانه دوام لري او مرستیالان یې خپله د رهبر او همدارنګه د رهبرۍ شورا له خوا ټاکل کېږي چې بیا کولای شي د هغه ځای ناستي شي. [ ۴] [ ۵] [ ۶] [ ۷] [ ۸] [ ۹] [ ۱۰] [ ۱۱] [ ۱۲]
رهبر ته یوه څلور یا شپږ کسیزه مشورتي شورا د افرادو د ټاکنې، ملي امنیت او همدارنګه د داخلي او مذهبي سیاستونو په برخه کې مشورې ورکوي. دغه کسان د هېواد د سیاسي پرېکړو اړوند وروستۍ خبره کوي. [ ۱۳]
د افغانستان د اسلامي امارت د رهبر مرستیال (مرستیالان) د رهبر له خوا د نامحدودې مودې لپاره ټاکل کېږي. د رهبر مرستیال په هغه صورت کې چې پخوانی رهبر د دندو د ترسره کولو توان وه نه لري یا هم ورته لاسرسی نه کېږي د واکیال رهبر په توګه عمل کوي. ورته مهال، کېدای شي چې رهبر له دوه مرستیالانو څخه زیات مرستیالان ولري، هماغه ډول چې اختر محمد منصور هیبت الله اخندزاده او سراج الدین حقاني خپل مرستیالان ټاکلي و. د معیار له مخې د رهبر له مړینې وروسته د هغه لومړی مرستیال رهبر ټاکل کېږي. [ ۱۴] [ ۱۵] [ ۱۶]
د کندهار د علماوو شورا[ سمول ]
د کندهار د علماوو شورا یا د کندهار ولایتي شورا په عملي بڼه د افغانستان د اسلامي امارت په چارو باندې واکمن او څار کوونکی بنسټ دی. له دې سره چې دغه شورا په رسمي بڼه د کندهار ولایت په حکومتي چارو کې د مشورې ورکولو او پر هغو د څار مسئولیت پر غاړه لري په کابل کې د وزیرانو د شورا ټولې پرېکړې تائید او یا هم رد کوي. [ ۱۷] [ ۱۸] [ ۱۹]
د دغې شورا ټول غړي دیني عالمان او د کندهار ولایت اصلي اوسېدونکي دي. د دغې شورا ټول ۲۴ غړي رهبر ټاکي او خپله ځانته مشر او مرستیال لري چې یو اداري او مالي مدیر په چارو کې ورسره مرسته کوي. [ ۲۰] [ ۲۱]
د علماوو شورا په افغانستان کې تر ټولو مخکښه دیني مرجع ده. دغه شورا له شریعت سره د اجرایوي قوې د ټولو چارو د همغږۍ څخه د ډاډ ترلاسه کولو مسئولیت لري او آن کولای شي د وزیرانو شورا پرېکړې له پامه وغورځوي. په نورو مسئولیتونو کې یې د رهبر ټاکنه، د هغو لرې کول او همدارنګه له رهبر سره بیعت شاملېږي. [ ۲۲] [ ۲۳] [ ۲۴] [ ۲۵] [ ۲۶]
فتوا ورکوونکی مرکزي بنسټ[ سمول ]
مرکزي دارالافتا د بېلابېلو مسایلو اړوند د فتوا ورکولو مسئولیت پر غاړه لري. دغه بنسټ د یو دیني قضايي بنسټ په توګه عمل کوي او اجازه لري د ګڼ شمېر موضوعاتو اړوند الزامي پرېکړو ته ورته پرېکړې وکړي، هغه چې د دوی له خوا له اسلامي قوانینو سره مطابق ګڼل کېږي. مشر یې د رهبر له خوا ټاکل کېږي او همدارنګه یې یوازې رهبر له واکه ګوښه کولای شي. [ ۲۷] [ ۲۸] [ ۲۹] [ ۳۰]
د افغانستان د اسلامي امارت لومړی وزیر د حکومت د مشر په توګه ټاکل کېږي. نوموړی د ملکي خدمتونو پر چارو د نظارت او د وزیرانو شورا د مشرۍ مسئولیت پر غاړه لري. د لومړي وزیر دفتر په کابینه کې د شاملو هغو شپږو بنسټونو څخه دی چې په مستقیم ډول د رهبر تر څار لاندې فعالیت کوي. [ ۳۱] [ ۳۲] [ ۳۳]
لومړی وزیر د کابینې له نورو غړو سره یوځای د رهبر له خوا د یوې نامالومې مودې لپاره په کار ګمارل کېږي او همدارنګه یې رهبر له واکه لرې کولای شي.
د لومړي وزارت مرستیالان[ سمول ]
د افغانستان د اسلامي امارت د لومړي وزارت مرستیالان د حکومت د مرستیالانو په توګه ګمارل کېږي او د لومړي وزیر په غیابت یا د هغه د کاري ناتوانۍ پر مهال د ملکي خدمتونو او د وزیرانو د شورا مسئولیت پر غاړه لري. له دې سره له ۲۰۲۱ زکال راهیسې دغه مرستیالان د ځانګړو تخصصي برخو اړوند ګمارل شوي چې مهمو موضوعاتو ته د اړوندو تخنیکي کمیسیونونو مسئولیت پر غاړه لري. [ ۳۴] [ ۳۵] [ ۳۶] [ ۳۷]
د لومړي وزیر او د کابینې د غړو په څېر د لومړي وزارت مرستیالان هم د رهبر له خوا ګمارل کېږي او همدارنګه یې له واکه هم لرې کوي.
د وزیرانو شورا د افغانستان د اسلامي امارت کابینه جوړوي. دغې شورا ته ۲۵ بنسټونه (وزارتونه) اړوند دي چې د ملکي او پوځي خدمتونو د برخې مامورین اداره کوي او د لومړي وزیر له خوا یې چارې څارل کېږي. وزارتونه د خپلو چارو اړوند د قوانینو جوړولو مسئولیت لري چې د عدلیې وزارت له ارزونې وروسته د رهبر له خوا تائید او یا هم رد کېږي. په داسې حال کې چې لومړی وزیر د کابینې مشري پر غاړه لري خو په عملي بڼه بیا د رهبرۍ مقام ته ځواب ویونکي او د هغو تابع دي. [ ۳۸] [ ۳۹] [ ۴۰] [ ۴۱] [ ۴۲]
د افغانستان د اسلامي امارت د وزیرانو د شورا جوړښت په لاندې ډول دی:
د لومړي وزیر دفتر
په اقتصادي چارو کې د لومړي وزارت د مرستیال دفتر
په اداري چارو کې د لومړي وزارت د مرستیال دفتر
په سیاسي چارو کې د لومړي وزارت د مرستیال دفتر
د ملي دفاع وزارت
د کورنیو چارو وزارت
د مالیې وزارت
د پوهنې وزارت
د اطلاعاتو او کلتور وزارت
د اقتصاد وزارت
د حج او اوقافو وزارت
د عدلیې وزارت
د سرحدونو او قبایلو د چارو وزارت
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت
د امر بالمعروف نهی عن المنکر او د شکایاتو د اورېدو وزارت
د عامې روغتیا وزارت
د سوداګرۍ او صنعت وزارت
د کار وزارت
د کانونو او پټرولیم وزارت
د اوبو او برېښنا وزارت
د هوايي چلن او ټرانسپورټ وزارت
د لوړو زده کړو وزارت
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت
د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت
یو شمېر کمیسیونونه هغو مسایلو او موضوعاتو ته د رسیدګۍ په برخه کې جوړ شوي چې د اسلامي امارت له خوا مهم ګڼل کېږي. د کابینې یو شمېر وزیران د دغو کمیسیونونو د چارو د مخته وړو په موخه ګمارل کېږي. د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت له خوا د ۲۰۲۱ زکال د اګست له ۱۵مې نېټې وروسته یو شمېر کمیسیونونه رامنځته شوي چې په لاندې ډول دي: [ ۴۳]
اقتصادي کمیسیون[ ۴۴] [ ۴۵]
اداري کمیسیون[ ۴۶] [ ۴۷]
هېواد ته د افغان شخصیتونو د بېرته راګرځېدو په موخه د اړیکو نیولو کمیسیون [ ۴۸] [ ۴۹]
د امنیتي او تصفیوي چارو لوی کمیسیون[ ۵۰]
د اعلام او انحلال کمیسیون (د وسلو په برخه کې تصفیوي کمیسیون)[ ۵۱]
د رسنیزو سرغړونو کمیسون [ ۵۲]
د مرستو رسونې کمیسیون
سیاسي کمیسیون[ ۵۳]
د ملي تدارکاتو کمیسیون[ ۵۴] [ ۵۵]
د دولتي ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د هغو د استرداد کمیسیون[ ۵۶]
د افغانستان د اسلامي امارت قضایه قوه د دغه هېواد قضايي سیستم جوړوي؛ چې له سترې محکمې ، د ایستناف له محکمو، مدني محکمو او لومړنیو محکمو څخه جوړه ده. د محاکمو قاضیان او چارواکي د رهبر له خوا ټاکل کېږي او ګوښه کېږي. [ ۵۷]
د افغانستان د اسلامي امارت ستره محکمه د قضایه قوې وروستۍ او عالي محکمه ده چې د نورو محاکمو پر چارو څارنه کوي. اوس مهال دغه محکمه یو قاضي القضات او دوه مرستیالان لري. [ ۵۸]
↑ "Taliban plans to form 'commission' in 2022 to draft new constitution" . ANI News (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-12-29. بياځلي په 2022-01-17 .
↑ "The Lawless Land: How Does the Taliban's Abolishing of Afghan Laws Affect Citizens' Security?" . www.jurist.org (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-02-12. بياځلي په 2022-02-12 .
↑ * Sakhi, Nilofar (December 2022). "The Taliban Takeover in Afghanistan and Security Paradox". Journal of Asian Security and International Affairs . 9 (3): 383–401. doi :10.1177/23477970221130882 . S2CID 253945821 . Afghanistan is now controlled by a militant group that operates out of a totalitarian ideology.
↑ "Statement from the Taliban: "Appointing a New Leader" " . Lawfare (in انګليسي). 2015-07-31. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-01-18. بياځلي په 2022-01-17 .
↑ "New appointments based on decree of His Highness Amir-ul-Muminin – Islamic Emirate of Afghanistan" (in American English). بياځلي په 2022-12-17 .
↑ "Islamic Emirate Introduces New Members of Caretaker Cabinet" . TOLOnews (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-10-11. بياځلي په 2022-01-17 .
↑ "Abdul Hakim Haqqani appointed Afghanistan's chief justice" . The Express Tribune (in انګليسي). 2021-10-15. خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-10-15. بياځلي په 2022-01-17 .
↑ "Taliban name Kabul governor, mayor as part of new regime: Report" . Hindustan Times (in انګليسي). 2021-08-24. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-01-18. بياځلي په 2022-01-17 .
↑ "Special Decree Issued by Amir-ul-Momenin on Women's Rights – Islamic Emirate of Afghanistan" (in American English). 3 December 2021. بياځلي په 2022-12-17 .
↑ "Instructions of Amir-ul-Momenin (May Allah protect him) to governors about Afghans going to Western countries – Islamic Emirate of Afghanistan" (in American English). 8 December 2021. بياځلي په 2022-12-17 .
↑ "New appointments in accordance with the decree of the esteemed Amir-ul-Momineen – Islamic Emirate of Afghanistan" (in American English). 3 March 2022. بياځلي په 2022-12-18 .
↑ Sirat, Siyar (2022-11-29). "Taliban's supreme leader to have final say over 'new laws' " . Amu TV (in American English). بياځلي په 2023-01-24 .
↑ Sohail, Ajmal (October 2022). "Taliban: Structure, Strategy, Agenda, and the International Terrorism Threat" (PDF) . European Eye on Radicalization : 13–15. خوندي شوی له the original (PDF) on 2023-05-22. بياځلي په 2023-06-17 .
↑ "Khaama Press - The son of Mullah Mohammad Omar, the..." www.facebook.com (in انګليسي). بياځلي په 2022-12-17 .
↑ Ruttig, Thomas (March 2021). "Have the Taliban Changed?" . CTC Sentinel . 14 (3). Combating Terrorism Center . خوندي شوی له the original on 11 February 2022. بياځلي په 11 February 2022 . ;
↑ 'Taleban leader held' in Pakistan , BBC News , March 2, 2007
↑ آزادی, رادیو (11 January 2022). "منبع: رهبر طالبان دستور داده تا شورای علما در کندهار ایجاد شود" . رادیو آزادی . بياځلي په 2022-12-17 .
↑ Sohail, Ajmal (October 2022). "Taliban: Structure, Strategy, Agenda, and the International Terrorism Threat" (PDF) . European Eye on Radicalization : 13–15. خوندي شوی له the original (PDF) on 2023-05-22. بياځلي په 2023-06-17 .
↑ "The Ban on Older Girls' Education: Taleban conservatives ascendant and a leadership in disarray" . Afghanistan Analysts Network - English . 2022-03-29. بياځلي په 2022-12-17 .
↑ آزادی, رادیو (11 January 2022). "منبع: رهبر طالبان دستور داده تا شورای علما در کندهار ایجاد شود" . رادیو آزادی . بياځلي په 2022-12-17 .
↑ Sohail, Ajmal (October 2022). "Taliban: Structure, Strategy, Agenda, and the International Terrorism Threat" (PDF) . European Eye on Radicalization : 13–15. خوندي شوی له the original (PDF) on 2023-05-22. بياځلي په 2023-06-17 .
↑ "Foreign Minister meets Council of Ulema, influential Shia Scholars – Islamic Emirate of Afghanistan" (in American English). بياځلي په 2022-12-17 .
↑ O'Donnell, Lynne. "U.N. Calls Ambassadors for Meeting With Taliban in Kandahar" . Foreign Policy (in American English). بياځلي په 2022-12-17 .
↑ ۸صبح (2022-06-29). "هدف و ماموریت دشوار شورای علمای طالبان" . روزنامه ۸صبح (in فارسي). بياځلي په 2022-12-17 . {{cite web }}
: CS1 maint: numeric names: authors list (link )
↑ "مبدأ الشورى يقيم دولة في أفغانستان – مجلة الصمود الإسلامية" (in عربي). بياځلي په 2022-12-17 .
↑ "The Taliban Biography: The Structure and Leadership of the Taliban 1996-2002" . nsarchive2.gwu.edu . بياځلي په 2022-12-17 .
↑ "Fresh appointments based on decree of the esteemed Amir-ul-Momineen – Islamic Emirate of Afghanistan" (in American English). 21 September 2022. بياځلي په 2022-12-17 .
↑ "Database" . www.afghan-bios.info . بياځلي په 2022-12-17 .
↑ Cuffley, Adrienne (2022-10-20). "Afghanistan Under the Taliban: Findings on the Current Situation • Stimson Center" . Stimson Center (in American English). بياځلي په 2022-12-17 .
↑ "The Ban on Older Girls' Education: Taleban conservatives ascendant and a leadership in disarray" . Afghanistan Analysts Network - English . 2022-03-29. بياځلي په 2022-12-17 .
↑ "Acting PM of Afghanistan's Taliban gov't chairs cabinet meeting on economy" . www.xinhuanet.com . خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-10-27. بياځلي په 2022-01-19 .
↑ "Cabinet instructs relevant ministries to improve functions of Boldak and Torkham borders – Islamic Emirate of Afghanistan" (in American English). 10 March 2022. بياځلي په 2022-12-17 .
↑ ZS (2022-12-14). "Weekly Cabinet Meeting of IEA Held" . Bakhtar News Agency (in American English). بياځلي په 2022-12-17 . {{cite web }}
: CS1 errors: archive-url (link ) CS1 errors: unsupported parameter (link )
↑ Moubayed, Sami (2021-09-24). "Afghanistan's New Premier: Figurehead or Bold Leader?" . Inside Arabia (in American English). بياځلي په 2022-12-17 . {{cite web }}
: CS1 errors: archive-url (link ) CS1 errors: unsupported parameter (link )
↑ "Political commission's meeting held – Islamic Emirate of Afghanistan" (in American English). بياځلي په 2022-12-17 .
↑ "Deputy Economic PM Chairs Economic Commission Meeting – Islamic Emirate of Afghanistan" (in American English). بياځلي په 2022-12-17 .
↑ "Meeting of Administrative Commission of the IEA Convened – Islamic Emirate of Afghanistan" (in American English). 10 November 2022. بياځلي په 2022-12-17 .
↑ "The Ban on Older Girls' Education: Taleban conservatives ascendant and a leadership in disarray" . Afghanistan Analysts Network - English . 2022-03-29. بياځلي په 2022-12-17 .
↑ "The Ban on Older Girls' Education: Taleban conservatives ascendant and a leadership in disarray" . Afghanistan Analysts Network - English . 2022-03-29. بياځلي په 2022-12-17 .
↑ Sohail, Ajmal (October 2022). "Taliban: Structure, Strategy, Agenda, and the International Terrorism Threat" (PDF) . European Eye on Radicalization : 13–15. خوندي شوی له the original (PDF) on 2023-05-22. بياځلي په 2023-06-17 .
↑ "Cabinet instructs relevant ministries to improve functions of Boldak and Torkham borders – Islamic Emirate of Afghanistan" (in American English). 10 March 2022. بياځلي په 2022-12-17 .
↑ "Statement of Islamic Emirate of Afghanistan regarding cabinet announcement – Islamic Emirate of Afghanistan" (in American English). 7 September 2021. بياځلي په 2022-12-17 .
↑ "One Year Later: Taliban Reprise Repressive Rule, but Struggle to Build a State" . United States Institute of Peace (in انګليسي). بياځلي په 2022-12-21 .
↑ "Meeting of the Economic Commission held – Islamic Emirate of Afghanistan" (in American English). 13 January 2022. بياځلي په 2022-12-21 .
↑ "Economic Commission to establish standard land transport system – Islamic Emirate of Afghanistan" (in American English). بياځلي په 2022-12-21 .
↑ "Meeting of Administrative Commission convened – Islamic Emirate of Afghanistan" (in American English). بياځلي په 2022-12-21 .
↑ "Meeting of Administrative Commission of the IEA Convened – Islamic Emirate of Afghanistan" (in American English). 10 November 2022. بياځلي په 2022-12-21 .
↑ "Commission for Liaison and Repatriation with Afghan Personalities officially started its work – Islamic Emirate of Afghanistan" (in American English). بياځلي په 2022-12-21 .
↑ "Meeting of Commission for Contact with Afghan Personalities Convened – Islamic Emirate of Afghanistan" (in American English). 16 November 2022. بياځلي په 2022-12-21 .
↑ کينډۍ:Cite tweet
↑ کينډۍ:Cite tweet
↑ "Media violation commission formed on press freedom day – Islamic Emirate of Afghanistan" (in American English). بياځلي په 2022-12-21 .
↑ "Political commission's meeting held – Islamic Emirate of Afghanistan" (in American English). بياځلي په 2022-12-21 .
↑ "Based upon Decree of Esteemed Amir-ul-Momineen National Procurement Commission Established – Islamic Emirate of Afghanistan" (in American English). 13 December 2022. بياځلي په 2022-12-21 .
↑ "First Meeting of National Procurement Commission Conviend – Islamic Emirate of Afghanistan" (in American English). 13 December 2022. بياځلي په 2022-12-21 .
↑ "Restitution of state lands, a distinctiveness of the IEA | Islamic Emirate of Afghanistan" . www.alemarahenglish.af . 29 March 2023. بياځلي په 2023-03-30 .
↑ "New appointments in accordance with the decree of the esteemed Amir-ul-Momineen – Islamic Emirate of Afghanistan" (in American English). 3 March 2022. بياځلي په 2022-12-21 .
↑ "Supreme Court of the IEA appoints heads of the appellate courts – Islamic Emirate of Afghanistan" (in American English). 15 December 2021. بياځلي په 2022-12-21 .