د اقلیمي بدلون په برخه کې د ښځو ونډه

د اقلیمي بدلون په برخه کې د ښځو ونډې د ۲۱مې پېړۍ په لومړیو کې په پام وړ کچه پام ځانته اړولی. د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا د اقلیمي بدلون اړوند د ښځو نظریات او هغه مسایل چې ښځې ورسره مخ دي د «اړینو» مسایلو په توګه یاد شوي په داسې حال کې چې د وګړیزو منابعو بنسټ (Population Reference Bureau) بیا هغه «ډېر حیاتي» موضوعات بولي. د روغتیا د نړیوال سازمان راپور بیا څرګندوي چې د جنسیت پر مټ د تجزیې او تحلیل تلفیق کېدای شي «د اقلیمي بدلون د اغېزو په کمښت او له هغو سره په سازښت کې پام وړ اغېز ولري».[۱][۲][۳]

ګڼ شمېر څېړنو د ساینس په برخه کې د جنسیتي تشې څرګندونه کړې او څرګنده کړې یې ده چې ولې ښځې په دغه برخه په ځانګړې توګه د هغو په لوړه کچه څېړنو کې نه دي شاملې شوې او یا هم ورته وخت نه دی ورکړل شوی. د هغه ځانګړي راپور پر بنسټ چې په ۲۰۱۳ زکال کې د نېچر (طبیعت) په نامه مجله کې خپور شو؛ څرګنده شوه چې د پام وړ پرمختګ سربېره ښځینه پوهانې لا هم د تبعیض، نابرابرو امتیازاتو د ترلاسه کولو او مالي نابرابرۍ سره مخ دي. دغه راپور همدارنګه څرګندوي چې ۷۰ سلنه نارینه او ښځینه په ټوله نړۍ کې ساینس نارینه و ته د اړوند علم په توګه بولي. ښځې د خپلو کورنیو ژمنو له امله له یو شمېر موانعو سره مخ کېږي او له همدې امله په علمي لیکنو او استنادونو کې په ډېره لږ کچه یادېږي.[۴]

لنډه کتنه

[سمول]

ښځو اقلیمي بدلون ته په اړوندو څېړنو او پالیسیو او همدارنګه یې د نړیوالو چاپېریالي مسایلو په پراخه تحلیلونه کې پام وړ ونډه لرلې ده. په دغو کې ګڼ شمېر ښځینه ساینس پوهانې، پالیسۍ جوړونکې او فعالینې شاملې دي. څېړونکو ښځو د اقلیمي بدلون اړوند بین الدولتي پلاوي د ارزونو او د زریزې د ایکوسیسټم د ارزونکو راپورونو په څېر په پام وړ علمي چارو کې ونډه لرلې؛ همدارنګه یې په ډېره ښه توګه د علومو د نړیوالې اکاډمۍ او د متحده ایالاتو د علومو د ملي اکاډمۍ په څېر د نړیوال بدلون په کلیدي کمېټو کې په غوره او ګټمنه توګه استازولي کړې. ښځو د اقلیمي نړیوالې پالیسۍ په جوړولو کې د مشرتابه مهمه دندې مخته وړې دي. د بېلګې په توګه کریسټینا فیګرز د اقلیمي بدلون په برخه کې د ملګرو ملتونو د کاري اډانې د کنوانسیون د اجرایوي مشرې په توګه د نړیوالو اقلیمي مذاکراتو رهبري پر غاړه لرله؛ همدارنګه د ایرلنډ پخوانۍ ولسمشره ماری رابینسن د اقلیمي چارو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ده. سوزان سالمون هم په ۲۰۰۷ زکال کې د اقلیمي بدلون اړوند بین الدولتي پلاوي د څلورم ارزونکي راپور د جوړونې پر مهال د اقلیمي چارو د لومړنۍ کمېټې مشري پر غاړه لرله. [۵]

د ساینس په برخه کې د ښځو د ونډې کموالی

[سمول]

په ټولیزه بڼه ښځې د ساینس په برخه کې ډېره لږ ونډه لري او د خپلې بریا او ځان پېژندنې په برخه کې د زیاتو موانعو سره مخ پاتې شوې دي. په اوولسمه پېړۍ کې د علمي انقلاب څخه وروسته ښځې د ستور پوهنې، طبیعي تاریخ او د هوا د مشاهدې په ګډون په مشاهدوي ساینس کې ورګډې شوې، په داسې حال کې چې ډېری پوهنتونونو د ۱۹مې پېړۍ تر وروستیو پورې ښځو ته داخله نه ورکوله. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د متحده ایالاتو د علومو د بنسټ وروستی راپور څرګندوي، په داسې حال کې چې ښځې اوس مهال د انجینرۍ او ساینس په برخو کې د لیسانس سند د ترلاسه کوونکو نیمايي شمېر جوړوي، خو د فزیک، کمپیوټري علومو او انجینرۍ سره په پرتله (۲۰٪) دوی ته اړوند ډیری دغه سندونه د بایوساینس (په ځانګړې توګه طبابت) په برخه کې دي. د دوکتورا په کچه یوازې ۲۰٪ ښځې د انجینرۍ او فزیک په برخه کې د دوکتورا سندونه لري. سربېره پر دې له دې سره چې له ۱۹۹۳ زکال وروسته د متحده ایالاتو په ټولو ایالتونو کې د ښځینه ښوونکو شمېر دوه چنده شوی، خو د ساینس او انجینرۍ په پوهنځیو کې د مخکښو څوکیو ۱/۴ برخه ورته اړوند ده او همدارنګه په همدغه کچه د نارینه پروفیسرانو په پرتله لږ امتیازات اخلي. [۱۲]

دا هم څرګنده شوې چې تورپوستې، بومي او نړیوال سوېل ته اړوندې ښځې تر ډېره له پامه غورځول کېږي او د علومو او رهبرۍ په ډګرونو کې یې ډېره لږ استازولي کېږي. دغه چاره له میراثي تبعیض، د زده کړو د فرصتونو له کمښت، ژبنیو موانعو او د هغوی د معرفي او په هغوی باندې د استناد په برخه کې د هڅو له نشتوالي سره مل ده. [۱۳][۱۴][۱۵]

د اقلیمي بدلون په څانګه کې د ښځو ونډه

[سمول]

ښځې د اقلیمي بدلون د څېړنو په اړوندو کلیدي څانګو کې ډېره لږ ونډه لري. د بېلګې په توګه د ځمک پوهنې په برخه کې د دوی شمېر ډېر لږ دی، هماغه ډول چې څېړنې ښيي د هوا پېژندونکو او ځمک پېژندونکو د ټولیزې کچې ۲۰٪ برخه ښځې جوړوي. په متحده ایالاتو کې د اتومسفیري ساینس د دوکتورا د پروګرامونو وروستی تحلیل ښيي چې ښځې د پوهنځیو د علمي پلاو او زده کړیالانو ۱۷٪ برخه جوړوي؛ په داسې حال کې چې په لوړو ځایګیو کې په ډېر لږ نسبت شتون لري او ۵۳٪ ډیپارټمنټونه په خپلو علمي پلاوو کې دوه یا له هغو څخه هم لږ ښځینه غړې لري. له دې سره ښځې په چاپېریالي علومو کې لږ زیاته ونډه لري. یوه څېړنه ښيي چې د ایکولوژي په څانګه کې د دوکتورا د زده کړیالانو ۵۵٪ برخه ښځې جوړوي په داسې حال کې چې د ایکولوژۍ په برخه کې د نړیوالو علمي ژورنالونو ۳/۴ برخه مقالې نارینه وو ته اړوندې دي. ښځې د نارینه وو په پرتله په لږ کچه څېړنیزه بودجه ترلاسه کوي او ډېره لږ شونې ده چې هغوی د خپلو همکارانو له خوا په خپلو علمي چارو کې یادې شي. د متحده ایالاتو په ایکولوژیکي ټولنه کې د ښځو ونډې د ۱۹۹۲ زکال له ۲۳٪ کچې څخه په ۲۰۱۰ زکال کې ۳۷٪ ته زیاتوالی لرلی. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د ملګرو ملتونو روزنیز، علمي او کلتوري بنسټ په نړیواله کچه د ساینس په برخه کې د ښځو د ونډې اړوند اطلاعات خپاره کړي. په ټولیزه بڼه د ټولو علمي څېړونکو ترمنځ بیا هم ښځې لږ ونډه لري دغه ونډه په لاتین امریکا، اقیانوسیې او اروپا کې له ۳۰٪ څخه زیاته ده خو په آسیا کې لږ تر لږه ۱۹٪ ده. [۲۰]

د ساینس او اقلیمي بدلون په ډګر کې د ښځو د ونډې اړوند استدلال

[سمول]

استدلال کېږي، کله چې ښځې د څېړونکو او پرېکړه کوونکو په توګه له پامه غورځول کېږي، نړۍ نه شي کولای د اقلیمي بدلون په څېر د فوري مسایلو لپاره له خپل بشپړ انساني ظرفیت څخه ګټنه وکړي. ښځې همدارنګه کېدای شي د مذاکراتو په برخه کې پام وړ مشارکتي کړنلارې په پام کې ونیسي، سربېره پر دې کېدای شي محرومو ډلو او طبیعي چاپېریال ته ډېر پام ولري. [۲۱][۲۲][۲۳]

اوس مهال د اوبو، ځنګلونو او انرژۍ په څېر د منابعو په مدیریت او همدارنګه د چاپیریال ساتنې په مبارزاتو کې د رهبرۍ په کچه د ښځو اساسي ونډې، جنسیت په یوې پام وړ موضوع اړولی دی. [۲۴][۲۵]

سربېره پر دې په مهمو کمېټو کې د ښځو د ونډې اخیستو د اړتیا اړوند یوه ټولیزه اندېښنه څرګنده شوې څو جنسیتي تعادل او ټولنیز عدالت رامنځته او همدارنګه ځوانو ښځو ته الهام ورکړي چې په علمي چارو کې ونډه واخلي. دغه چاره د ښځو د پرمختګونو پر وړاندې د موانعو د له منځه وړو اړوند استدلال وړاندې کوي او دا اړتیا څرګندوي چې ښځې باید د رهبرۍ ځایګي په واک کې ولري. [۲۶][۲۷][۲۸]

ښځي او د نړیوال اقلیم پالیسي

[سمول]

د دوامدارې پراختیا په اړه د رایو+۲۰ (Rio+20) غونډې د پایلو سند – هغه راتلونکی چې موږ یې غواړو – د پرېکړې کولو او مدیریت په برخو کې د ښځو د بشپړې او برابرې ونډې په موخه د موانعو د له منځه وړو اړتیا ته اشاره لرله او دې ته یې اړتیا څرګنده کړه چې ښځې باید د رهبرۍ ځایګي ترلاسه کړي. هغه راپور چې د ملګرو ملتونو د ښځو د کمېټې، د ماري رابینسن د بنسټ – اقلیمي عدالت، نړیوال جنسیت او اقلیمي ائتلاف او د اقلیمي بدلون اړوند د ملګرو ملتونو د کاري اډانې د کنوانسیون (UNFCCC) له خوا جوړ شوی؛ هغه جوړښتي نابرابرۍ په رسمیت پېژني چې په اقلیم پوهنه، مذاکراتو او پالیسۍ جوړونه کې د ښځو مانع ګرځي او همدارنګه په UNFCCC او ملي پلاوو کې د جنسیتي توازن لارښوونه کوي. په دغه راپور کې استدلال شوی و چې «د اقلیمي بدلون ننګونې د ښځو له پیاوړتیا پرته له منځه تلونکې نه دي» او ښځې د نړیوالو بحثونو په برخه کې څنډې ته شوې دي. د دغه راپور اطلاعاتو وښووله چې UNFCCC ته په اړوندو جوړښتونو کې له ښځو څخه لږ استازولي شوې؛ په دغو کې د سازښت کمېټه (۲۵٪)، د GEF شورا (۱۹٪) او د کارپوهانو ډله (۱۵٪) شاملېږي چې په ټولیزه کچه د هغو په مشرتابه کې ۲۰٪ ښځې ونډه لري او همدارنګه د UNFCCC په غونډو کې د ګډون کوونکي پلاوي له ۳۰٪ څخه لږ برخه جوړوي.[۲۹][۳۰]

سرچينې

[سمول]
  1. "Women, Gender Equality and Climate Change". WomenWatch. United Nations Entity for Gender Equality and the Empowerment of Women. نه اخيستل شوی June 29, 2015.
  2. Winnik Yavinsky, Rachel (December 2012). "Women More Vulnerable Than Men to Climate Change". Population Reference Bureau. Archived from the original on October 1, 2021. نه اخيستل شوی June 29, 2015. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  3. "Gender, Climate Change, and Health" (PDF). World Health Organization. نه اخيستل شوی June 29, 2015.
  4. "National Center for Biotechnology Information". www.ncbi.nlm.nih.gov (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-06-18.
  5. Sachs, Carolyn (2014). Women Working In The Environment: Resourceful Natures. Taylor and Francis.
  6. Rossi, AS (1962). "Women in Science: Why So Few? Social and psychological influences restrict women's choice and pursuit of careers in science". Science. 148 (3674): 1196–1202. doi:10.1126/science.148.3674.1196. PMID 17748114. S2CID 19806932.
  7. Eccles, Jacquelynne S (2007). Where Are All the Women? Gender Differences in Participation in Physical Science and Engineering. American Psychological Association.
  8. Herzenberg, Caroline L (1986). Women Scientists from Antiquity to the Present. Locust Hill Press. ISBN 0-933951-01-9.
  9. National Academy of Sciences (2006). Beyond Bias and Barriers: Fulfilling the Potential of Women in Academic Science and Engineering. Washington DC: National Academies Press. ISBN 0-309-10320-7.
  10. Schiebinger, Londa (1989). he Mind Has No Sex? Women in the Origins of Modern Science. Cambridge, MA: Harvard University Press. ISBN 0-674-57625-X.
  11. Watts, Ruth (2013). Women in Science: A social and cultural history. Routledge.
  12. National Science Foundation, National Center for Science and Engineering Statistics (2015). Women, Minorities, and Persons with Disabilities in Science and Engineering: 2015. Arlington Virginia: National Science Foundation. نه اخيستل شوی April 5, 2015.
  13. Ong, Maria; Wright, C; Espinosa, LL; Orfield, G (2011). "Inside the double bind: A synthesis of empirical research on undergraduate and graduate women of color in science, technology, engineering, and mathematics". Harvard Educational Review. 81 (2): 172–209. doi:10.17763/haer.81.2.t022245n7x4752v2.
  14. National Science Foundation, National Center for Science and Engineering Statistics (2015). Women, Minorities, and Persons with Disabilities in Science and Engineering: 2015. Arlington Virginia: National Science Foundation. نه اخيستل شوی April 5, 2015.
  15. Harding, Sandra (1993). The "racial" economy of science; Toward a Democratic Future. Indiana University Press.
  16. MacPhee, David; Canetto, Silvia Sara (2015). "Women in Academic Atmospheric Sciences". Bulletin of the American Meteorological Society. 96 (1): 59–67. Bibcode:2015BAMS...96...59M. doi:10.1175/bams-d-12-00215.1.
  17. UCAR. "Women in Meteorology: How long a minority?". UCAR communications. UCAR. Archived from the original on May 8, 2021. نه اخيستل شوی Apr 7, 2015. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  18. Martin, Laura Jane (2012). "Where are the women in ecology". Frontiers in Ecology and the Environment. 10 (4): 177–178. doi:10.1890/12.wb.011.
  19. Beck, Christopher; Boersma, Kate; Tysor, C Susannah; Middendorf, George (2014). "Diversity at 100: women and underrepresented minorities in the ESA". Frontiers in Ecology and the Environment. 12 (8): 434–436. doi:10.1890/14.WB.011.
  20. UNESCO. "Gender and Science". UNESCO. نه اخيستل شوی 7 April 2015.
  21. Blanchard, Eric M (2003). "Gender, international relations, and the development of feminist security theory". Signs. 28 (4): 1289–1312. CiteSeerX 10.1.1.474.9430. doi:10.1086/368328. S2CID 145225269.
  22. Porter, Elisabeth (2007). Peacebuilding: Women in international perspective. Routledge.
  23. Wyer, Mary; Barbercheck, M; Cookmeyer, D; Ozturk, H; Wayne, M (2013). Women, science, and technology: A reader in feminist science studies. Routledge.
  24. Buckingham-Hatfield, Susan (2005). Gender and Environment. Routledge.
  25. Rocheleau, Dianne; Thomas-Slayter, Barbara; Wangari, Esther (2013). Feminist political ecology: Global issues and local experience. Routledge.
  26. Buck, Holly; Gammon, Andrea R; Preston, Christopher J (2014). "Gender and Geoengineering". Hypatia. 29 (3): 651–669. doi:10.1111/hypa.12083. S2CID 28832973.
  27. Pearson, Willie; Frehill, Lisa; Didion, Catherine (2012). Blueprint for the Future:: Framing the Issues of Women in Science in a Global Context: Summary of a Workshop. National Academies Press.
  28. (e.g. Lean In)
  29. UN. "The Future we Want - Outcome document". UN. نه اخيستل شوی 7 April 2015.
  30. UN Women and Mary Robinson Foundation - Climate Justice (May 2013). The Full View: Advancing the goal of gender balance in multilateral and intergovernmental processes. UN Women.