د اقلیمي بدلونونو رسنیز پوښښ د اقلیمي بدلونونو اړوند په عامه افکارو اغېز لرلی، ځکه چې دې موضوع ته اړونده علمي اجماع ښيي په وروستیو لسیزو کې نړیوالې تودوخې زیاتوالی موندلی او دغه چاره د انسانانو له خوا د ګلخانه یي ګازونو له خپراوي سرچینه اخلي. [ ۱]
د اقلیمي بدلون د ارتباطي څانګې څېړنه ښيي چې دغه رسنیز پوښښ وده کړې او کره بڼه یې موندلې ده. [ ۲]
یو شمېر څېړونکي او خبریالان هم باوري دي چې اقلیمي بدلونونو ته د اړوندو سیاستونو رسنیز پوښښ کافي او منصفانه دی، په داسې حال کې چې یو شمېر نور یې بیا مغرضانه بولي. [ ۳] [ ۴] [ ۵] [ ۶]
دغه نظریه چې د ګلخانه یي ګازونو زیاتوالی د تودوخې د زیاتوالي لامل ګرځي د لومړي ځل لپاره د سویدڼي کیمیا پوه سوانتي آرنیوس له خوا په ۱۸۹۶ زکال کې وړاندې شوه، خو اقلیمي بدلونونه تر ۱۹۹۰مې لسیزې پورې د یوې سیاسي مسئلې په توګه مطرح نه شول. کلونه وخت یې ونیو څو دغې ځانګړې موضوع ته عامه پام واوړي. په متحده ایالاتو کې ټولیزو رسنیو د ۱۹۸۸ زکال تر وچکالۍ او په سنا کې د اقلیمي چارو د پروفیسور جیمز اي هانسن تر شهادت پورې د نړیوالې تودوخې موضوع ته ډېر پام نه کاوه؛ هانسن سنا ته په څرګندو ټکو سره اوسنۍ ګرمه هوا «چې زموږ ملت ورسره ښکېل دی» له نړیوالې تودوخې سره تړلې وبلله. په متحده ایالاتو کې د نړیوالې تودوخې موضوع وروسته له هغه د ټولو پام وړ وګرځېده چې د ۲۰۰۶ زکال پر مهال د پخواني مرستیال ولسمشر الګور په ګډون د ناخوښه کوونکي حقیقت (An Inconvenient Truth) تر عنوان لاندې یو مستند خپور شو. [ ۷] [ ۸]
بریتانوي مطبوعاتو هم د ۱۹۸۸ زکال په وروستیو کې وروسته له هغه چې مارګاریت تارچر په سلطنتي ټولنه کې د انسانانو له خوا د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له اقدام ملاتړ وکړ، په خپل رسنیز پوښښ کې بدلون راووړ.[ ۹] [ ۱۰]
په ۲۰۰۷ زکال کې بي بي سي د پلانېټ ریلیف (Planet Relief) په نامه اقلیمي بدلونونو ته اړونده خپله ځانګړې تلویزیوني خپرونه بنده کړه. د بي بي سي نیوز نایټ د خبري خپرونو مسئول وویل: «په رښتیا سره د بي بي سي دنده د سیارې ژغورنه نه ده. زه فکر کوم چې ډیر خلک همدا فکر لري، خو باید د دغې چارې مخه ونیول شي». لیکوال مارک لیناس وویل، «په دغه دریځ کې د بدلون یوازنی لامل دا دی چې د ښي اړخو سخت دریځو شک پالونکو یوه کوچنۍ خو ډېره جنجالي ډله شتون لري چې د یو شمېر اقدماتو پر وړاندې لابي ګري کوي، له همدې امله بي بي سي هم د یو ډارن په توګه چلن کوي او ثابت دریځ نشي نیولی». [ ۱۱] [ ۱۲] [ ۱۳]
د اقلیمي بدلون اړوند رسنیز پوښښ اوج د ۲۰۰۷ زکال پر مهال و چې د اقلیمي بدلونونو د بین الدولتي پلاوي له څلورم راپور او همدارنګه یې د پخواني مرستیال ولسمشر الګور په ګډون د ناخوښه کوونکي حقیقت له مستند څخه سرچینه اخیسته. دغه پوښښ یوځل بیا د ۲۰۰۹ زکال پر مهال خپل اوج ته ورسېد چې له پخوانۍ کچې ۵۰٪ زیات و او کېدای شي دا هم د ۲۰۰۹ زکال په نومبر میاشت کې د اقلیمي څېړنو د واحد برېښنالیکونو ته د اړوند جنجال او د ۲۰۰۹ زکال په ډسمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو له خوا د اقلیمي بدلونونو د کنفرانس له امله وي. [ ۱۴] [ ۱۵] [ ۱۶]
په کلراډو بولډر پوهنتون کې د رسنیو او اقلیمي بدلونونو مشاهداتي ډلې په ۲۰۱۷ زکال کې وموندله چې «اقلیمي بدلونونو او نړیوالې تودوخې ته د رسنیو پام زیات شوی دی» او د جون د میاشتې پر مهال یې د دغو دواړو موضوع ګانو اړوند د پام وړ رسنیز پوښښ وویل. دغه زیاتوالی په قصدي ډول د ۲۰۱۵ زکال پر مهال د پاریس له اقلیمي هوکړې څخه د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د وتو د پرېکړې رسنیز پوښښ او همدارنګه له جي اووه ناستې وروسته د متحده ایالاتو مخ پر زیاتوالي انزوا ته اړوند بلل کیږي».[ ۱۷] [ ۱۸]
د ټرامپ د ولسمشرۍ پر مهال د اقلیمي بدلونونو اړوند رسنیز پوښښ پام وړ و، ځکه چې ډېری رسنیو د اقلیمي پېښو پر ځای په دغه برخه کې د ټرامپ په پرېکړو او چارو تمرکز درلود. د رسنیو په تمرکز کې یاد بدلون د ټرامپ د خرابیو «Trump Dump» په نوم یادېده او هغه مهال خپل اوج ته ورسېد چې ولسمشر په ټویټر کې خپل فعالیت ته زور ورکړ. یوازې په ۲۰۱۷ زکال کې د مطبوعاتو په برخه کې د پنځو مخکښو هېوادونو رسنیو ۱۹۱۸۷ ځله د ټرمپ نوم په خپلو رسنیزو موضوعاتو کې یاد کړی و چې د ده له نوم ورسته د «اقلیم» کلمه ډېره یاده شوې وه. [ ۱۹]
هغه پوهان او څېړونکي چې د ناکافي علمي راپورونو څخه ناهیلي کیږي، استدلال کوي چې دغه چاره کېدای شي حد اقل د دریو اساسي تحریفاتو یا تېروتنو لامل وګرځي. لومړی دا چې خبریالان د علمي تېروتنو په ترسره کولو سره واقعیت تحریف کوي. دویم دا چې هغوی د انسانانو د علاقې وړ مواردو د وړاندې کولو په موخه د علمي محتوا پر ځای تحریف ته مخه کوي او دریم هم دا چې دوی د خپلې شدیدې لیوالتیا پر مټ د متوازن پوښښ جوړښت تحریف کوي. بورډ، اوکانر او فیشر (۱۹۹۸ زکال) استدلال کوي چې مسئول وګړي د هغو د کره لاملونو پېژندو ته اړتیا لري، د بېلګې په توګه تر هغه مهاله چې عامه وګړي وپوهېږي کوم څه د اقلیمي بدلونونو لامل ګرځي نه شو کولای په دې تمه واوسو چې هغوی دې د هغو د اغېزو د کمښت په موخه داوطلبانه اقدامات ترسره کړي. [ ۲۰] [ ۲۱] [ ۲۲] [ ۲۳] [ ۲۴] [ ۲۵] [ ۲۶]
په ۲۰۲۲ زکال کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي پلاوي راپور څرګنده کړه چې «د اقلیمي بدلونونو د پوهې کره لېږد په پام وړ توګه د اقلیمي بدلونونو سره د مقابلې په برخه کې د یو شمېر خوځښتونو له خوا په پخوانیو سیسټمونو او همدارنګه د نوو ټولنیزو رسنیو په چاپېریال کې د ناسمو اطلاعاتو د وړاندې کولو له امله کمزوری شوی دی».[ ۲۷]
د شومېکر او ریسي په خبره، بحث د خبري مدیر مسئولانو ترمنځ د کیسې په غوره کولو کې یو له اغېزمنو اصلي متغیرونو څخه دی چې له دې سره په خوا کې انساني علاقه، اهمیت، په وخت توب، شهرت او نږدېوالی هم اغېز لري. ورته مهال د اقلیمي بدلونونو رسنیز پوښښ د «شخصي کولو» له امله د خبریالۍ د اصولو تر پښو لاندې کوونکی بلل کیږي. دغه ځانګړنه د ډبلیو. ال بنټ له خوا «د انساني هڅو، تراژیدیو او بریاوو په ګټه د د یو لوی ټولنیز، اقتصادي یا سیاسي انځور د کم اهمیت ګڼلو د لېوالتیا په توګه» تعریف کیږي. د سیاسي خبریالۍ کلتور له ډېرې مودې راهیسې د جنجالي موضوعاتو اړوند د متوازن پوښښ مفهوم کاروي. د دغه ډول پوښښ له مخې شدید یو اړخي نظر په دې شرط چې د مخالف لوري نظر شتون ولري وړاندې کیږي. خو په وروستیو کې یو شمېر پوهان او څېړونکي د خبریالۍ دغه اصلي ارزښت یو شمېر هغو مهمو موضوعاتو ته په پام ننګوي چې د علمي ټولنې ډیری غړي یې اړوند یوه خوله دي او د هغو اړوند بشپړې مستدلې اجماع ته رسېدلي دي. [ ۲۸] [ ۲۹]
له ۱۹۸۸ زکال څخه تر ۲۰۰۲ زکال پورې د متحده ایالاتو د څلورو مخکښو اخبارونو د ۶۳۶ مقالو په ارزونې سره دوه څېړونکو وموندله چې ډېری مقالاتو په اقلیمي بدلونونو باندې شکمنو کسانو ته هومره وخت ورکړی په کومه کچه چې دوی په دغه برخه کې د وخت علمي لیدلوری ته ورکړی دی. [ ۳۰] [ ۳۱]
په ۲۰۲۰ زکال کې په لیکل شوو مقالو باندې د متحده ایالاتو د علومو اکاډمۍ یوې څېړنې وموندله چې د اقلیمي بدلون په تړاو د مخالفو چارو تر پوښښ لاندې راوړونکو اخبارونو شمېر د هغو اخبارونو پر نسبت زیات دی چې له دغو اقدماتو ملاتړ کوي. دغې څېړنې یادې موضوع ته د کاذب تعادل په توګه اشاره کړې. [ ۳۲] [ ۳۳] [ ۳۴] [ ۳۵]
د هغې څېړنې پر مټ چې د ټاډ نیومن، اریک نېسبت او متیو نېسبت له خوا ترسره شوې ښيي چې د خلکو ډله ئیز ترجېحات د دې څرګندويي کوي چې په ډېر احتمال سره به دوی له کومې رسنۍ ګټنه کوي. ډېری رسنۍ له ځانګړې ډله ئیزې ایډیالوژۍ سره همغږې کیږي. دغه چاره لامل ګرځي چې خلک هغه انتخاب ته مخه کړي کوم چې د اقلیمي بدلون د باورونو په څېر د نړیوالو مسایلو اړوند نظریاتو باندې اغېز کوي. [ ۳۶]
اقلیم پوهان له ۱۹۹۰ زکال راهیسې د اقلیمي بدلونونو اړوند بېړنۍ خبرتیاوې وړاندې کوي په داسې حال کې چې رسنۍ بیا ورته مهال خپلې خپرونې د هیجان پارونکې تفرېح په توګه وړاندې کوي. [ ۳۷]
اقلیمي اقدام ته د لاسرسي په موخه[ سمول ]
آلارمېزم یا خبرداری پالنه (په انګریزي: Alarmism) د صریحې لهجې او د عذاب راتلو د انځور په ګډون له غوړې ژبې (یا په سمه توګه بیان کوونکې ژبې) څخه ګټنه کوي. په هغه راپور کې چې د ګیل ایروټ او ناټ سیګنېټ له خوا د عامه پالیسیو څېړنیز انستیتیوت ته چمتو شوی و راغلي و چې له خبرداري ورکوونکې ژبې څخه تر ډېره پورې په ورځپاڼو، عامه مجلو او مبارزاتي ادبیاتو کې د دولت او د چاپېریال ساتونکو ډلو له خوا د چاپېریالي موضوعاتو د وړاندې کولو په موخه ګټنه کیږي. ادعا کیږي هغه مهال چې له دغه ډول ژبې څخه د اقلیمي بدلونونو په برخه کې ګټنه کیږي، کولای شي د بېړنیتوب لا زیات احساس رامنځته کړي. [ ۳۸] [ ۳۹] [ ۴۰] [ ۴۱] [ ۴۲]
↑ Antilla, L. (2010). "Self-censorship and science: A geographical review of media coverage of climate tipping points". Public Understanding of Science . 19 (2): 240–256. doi :10.1177/0963662508094099 . S2CID 143093512 .
↑ "Climate Change 2022: Mitigation of Climate Change: Technical Summary" (PDF) . Archived from the original (PDF) on 2022-04-04. نه اخيستل شوی 2022-04-10 .
↑ Newman, Todd P.; Nisbet, Erik C.; Nisbet, Matthew C. (26 September 2018). "Climate change, cultural cognition, and media effects: Worldviews drive news selectivity, biased processing, and polarized attitudes". Public Understanding of Science . 27 (8): 985–1002. doi :10.1177/0963662518801170 . PMID 30253695 . S2CID 52824926 .
↑ Lichter, S.R.; Rothman (1984). "The media and national defense". National Security Policy : 265–282.
↑ Bozell, L.B.; Baker, B.H. (1990). "Thats the way it is(n't)". Alexandria, VA .
↑ Nissani, Moti (Sep 1999). "Media Coverage of the Greenhouse Effect". Population and Environment . 21 (1): 27–43. doi :10.1007/BF02436119 . S2CID 144096201 .
↑ Bodansky, Daniel (2001). "The History of the Global Climate Change Regime" (PDF) . In Luterbacher, Urs; Sprinz, Detlef F. (eds.). International Relations and Global Climate Change . The MIT Press . pp. 23–40. Archived from the original (PDF) on 27 March 2014. نه اخيستل شوی 22 November 2016 .
↑ McCright, A. M.; Dunlap R. E. (2000). "Challenging global warming as a social problem: An analysis of the conservative movement's counter-claims" (PDF) . Social Problems . 47 (4): 499–522. doi :10.2307/3097132 . JSTOR 3097132 . See p. 500.
↑ "Speech to the Royal Society | Margaret Thatcher Foundation" . www.margaretthatcher.org . نه اخيستل شوی 2022-09-20 .
↑ Carvalho, Anabela (2007). "Ideological cultures and media discourses on scientific knowledge" (PDF) . Public Understanding of Science . 16 (2): 223–43. doi :10.1177/0963662506066775 . hdl :1822/41838 . S2CID 220837080 .
↑ Black, Richard (5 September 2007). "BBC switches off climate special" . BBC . نه اخيستل شوی 15 December 2011 .
↑ BBC drops climate change special . The Guardian . 5 September 2007. Retrieved 15 December 2011.
↑ McCarthy, Michael, Global Warming: Too Hot to Handle for the BBC Archived 15 September 2007 at the Wayback Machine ., The Independent , 6 September 2007
↑ Boykoff, M. (2010). "Indian media representations of climate change in a threatened journalistic ecosystem" (PDF) . Climatic Change . 99 (1): 17–25. Bibcode :2010ClCh...99...17B . doi :10.1007/s10584-010-9807-8 . S2CID 154624611 . Archived (PDF) from the original on 2017-08-10. نه اخيستل شوی 2010-08-15 .
↑ STUDY: How Broadcast Networks Covered Climate Change In 2015 Archived 2019-06-13 at the Wayback Machine . March 7, 2016 Media Matters for America
↑ "2004–2010 World Newspaper Coverage of Climate Change or Global Warming" . Center for Science and Technology Policy Research . University of Colorado at Boulder . Archived from the original on 2019-08-31. نه اخيستل شوی 2010-08-15 .
↑ Boykoff, M.; Andrews, K.; Daly, M.; Katzung, J.; Luedecke, G.; Maldonado, C.; Nacu-Schmidt, A. "A Review of Media Coverage of Climate Change and Global Warming in 2017" . Media and Climate Change Observatory, Center for Science and Technology Policy Research, Cooperative Institute for Research in Environmental Sciences, University of Colorado. Archived from the original on 2019-08-06. نه اخيستل شوی 2018-03-02 .
↑ "MeCCO Monthly Summaries :: Media and Climate Change Observatory" . sciencepolicy.colorado.edu . Archived from the original on 2019-08-06. نه اخيستل شوی 2021-04-21 .
↑ Kaufman, Mark (2020). "The guardians of Wikipedia's climate change page" . Mashable (په انګليسي). Archived from the original on 2021-04-18. نه اخيستل شوی 2021-04-22 .
↑ Boykoff, M.T.; Boykoff, J.M. (2004). "Balance as bias: Global warming and the US prestige press". Global Environmental Change . 14 (2): 125–136. doi :10.1016/j.gloenvcha.2003.10.001 .
↑ Moore, B; Singletary, M. (1985). "Scientific sources' perceptions of network news accuracy". Journalism Quarterly . 62 (4): 816–823. doi :10.1177/107769908506200415 . S2CID 144093163 .
↑ Nelkin, D (1995). "Selling science: How the press covers science and technology". New York: W.H. Freeman .
↑ Schneider, S. "Mediarology: The role of citizens, journalists, and scientists in debunking climate change myths" . Archived from the original on 2019-10-01. نه اخيستل شوی 2011-04-03 .
↑ Singer E, Endreny PM (1993). Reporting on risk: How the mass media portray accidents, diseases, disasters and other hazards . New York: Russell Sage. Archived from the original on 2020-04-14. نه اخيستل شوی 2018-02-05 .
↑ Tankard, J. W.; Ryan, M. (1974). "News source perceptions of accuracy in science coverage". Journalism Quarterly . 51 (2): 219–225. doi :10.1177/107769907405100204 . S2CID 145113868 .
↑ Bord, R.J.; O'Connor; Fisher (1998). "Public perceptions of global warming: United States and international perspectives" . Climate Research . 11 (1): 75–84. Bibcode :1998ClRes..11...75B . doi :10.3354/cr011075 .
↑ "Climate Change 2022: Mitigation of Climate Change: Technical Summary" (PDF) . Archived from the original (PDF) on 2022-04-04. نه اخيستل شوی 2022-04-10 .
↑ Shoemaker PJ, Reese SD (1996). Mediating the message: Theories of influence on mass media content . New York: Longman. p. 261.
↑ W.L Bennet, "News: The Politics of Illusion" 5th edition, (2002). Longman, New York. p.45
↑ Schneider, S. "Mediarology: The role of citizens, journalists, and scientists in debunking climate change myths" . Archived from the original on 2019-10-01. نه اخيستل شوی 2011-04-03 .
↑ Boykoff, M.T.; Boykoff, J.M. (2004). "Balance as bias: Global warming and the US prestige press". Global Environmental Change . 14 (2): 125–136. doi :10.1016/j.gloenvcha.2003.10.001 .
↑ Rensberger, B (2002). "Reporting Science Means Looking for Cautionary Signals" . Nieman Reports : 12–14. Archived from the original on 2019-08-06. نه اخيستل شوی 2018-02-05 .
↑ Ladle, R. J.; Jepson, P.; Whittaker, R. J. (2005). "Scientists and the media: the struggle for legitimacy in climate change and conservation science". Interdisciplinary Science Reviews . 30 (3): 231–240. Bibcode :2005ISRv...30..231L . doi :10.1179/030801805X42036 . S2CID 11994908 .
↑ Boykoff, Maxwell T. (2009). "We Speak for the Trees: Media Reporting on the Environment" . Annual Review of Environment and Resources . 34 (1): 431–457. doi :10.1146/annurev.environ.051308.084254 .
↑ Wetts, Rachel (2020-07-23). "In climate news, statements from large businesses and opponents of climate action receive heightened visibility" . Proceedings of the National Academy of Sciences (په انګليسي). 117 (32): 19054–19060. Bibcode :2020PNAS..11719054W . doi :10.1073/pnas.1921526117 . ISSN 0027-8424 . PMC 7431090 . PMID 32719122 .
↑ Newman, Todd P.; Nisbet, Erik C.; Nisbet, Matthew C. (November 2018). "Climate change, cultural cognition, and media effects: Worldviews drive news selectivity, biased processing, and polarized attitudes". Public Understanding of Science . 27 (8): 985–1002. doi :10.1177/0963662518801170 . PMID 30253695 . S2CID 52824926 .
↑ Richardson, John H. (20 July 2018). "When the End of Human Civilization Is Your Day Job" . Esquire .
↑ Nuccitelli, Dana (July 9, 2018). "There are genuine climate alarmists, but they're not in the same league as deniers" . The Guardian . Archived from the original on April 28, 2021. نه اخيستل شوی May 15, 2021 .
↑ Ereaut, Gill; Segrit, Nat (2006). "Warm Words: How are we Telling the Climate Story and can we Tell it Better?" (PDF) . Institute for Public Policy Research . Archived (PDF) from the original on 2021-08-05. نه اخيستل شوی 2021-08-10 .
↑ Lisa Dilling ; Susanne C. Moser (2007). "Introduction". Creating a climate for change: communicating climate change and facilitating social change . Cambridge, UK: Cambridge University Press. pp. 1–27. ISBN 978-0-521-86923-2 .
↑ O'Neill, S.; Nicholson-Cole, S. (2009). " "Fear Won't Do It": Promoting Positive Engagement with Climate Change Through Visual and Iconic Representations". Science Communication . 30 (3): 355–379. doi :10.1177/1075547008329201 . S2CID 220752087 .
↑ Hartmann, Betsy (2010). "Rethinking climate refugees and climate conflict: Rhetoric, reality and the politics of policy discourse". Journal of International Development . 22 (2): 233–246. doi :10.1002/jid.1676 . ISSN 0954-1748 .