د امریکا په متحده ایالاتو کې د مالیاتو پر وړاندې مقاومت لږ تر لږه د ښکېلاک له مهاله عملي شوی او د امریکا په تاریخ کې یې مهمه ونډه لرلې ده.
د مالیاتو پر وړاندې مقاومت د مالیاتو له ورکړې ډډه کول دي. په معمول ډول د ټاکل شوو قانوني ارزښتونو په کارونې سره د اعتراض، له تاوتریخوالي پرته مقاومت او یا د وجداني مخالفت په معنا دی. د مالیاتو پر وړاندې مقاومت، د امریکا د انقلاب اصلي تاکتیک و چې د اښکېلاک له وخت نه تر اوسه پورې یې د امریکا په ډېرۍ مبارزاتو کې اغېز لرلی دی.
په دې سربېره، د مالیاتو پر وړاندې د مقاومت فلسفه، «له استازولۍ پرته مالیات هم نشته» اصل نه ده، چې د انقلاب د بنسټ په توګه یې عمل وکړ، چې د هنري ډېوېډ ثورو د مدني سرغړونو اړوند، د فردي وجدان د ادعا له مخې و، چې د امریکا د سیاسي فلسفې مهمه پاڼه وه.
دغه نظریه، چې «له استازولۍ پرته مالیات هم نه شته»، له دې سره چې له امریکا نه یې بنسټ نه دی اخیستی، خو تر ډېره د امریکا له انقلاب سره اړوند ده، چې دغه شعار په هغو کې پیاوړې دنده ترسره کړه. نن ورځ هم د مالیاتي بغاوتونو په لاریونونو کې دا یو ټولیز غږ دی. د هنري ډېوېډ ثورو د مدني سرغړونې نظریې ثابته کړه چې، ډېره اغېزمنه وه. اوس مهال یې اغېز یوازې د مالیاتو پر وړاندې درېځ نیولو او کمپاینونو ته نه محدود کېږي، بلکې له ناعادلانه قوانینو نه د هر ډول سرغړونو رانغاړونکی دی. دا د مالیاتو پر وړاندې د مقاومت له تیوریو نه ده، چې ځانګړی امریکايي بوی او خوند یې اخیستی چې د امریکايي مالیاتو پر وړاندې یې مقاومتونه او مقاومتي مبارزې په حرکت راوستلې او هغو ته یې الهام وربښلی دی.
د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کې، د انګلستان په سیاسي فلسفه کې دغه نظریه ډېره د پام وړ وه چې په یوه ټولنه باندې د واکمنۍ په موخه باید مالیات ولګول شي. یاده ټولنه باید په قانون جوړوونه کې استازي ولري چې د مالیاتو د لګولو واک ولري. دغه نظریه «له استازولۍ پرته مالیات هم نشته» ناره(شعار) (د هغو په ورته عبارتونو) په اډانه کې بنسټیزه شوه.
تر هغو چې امریکايي مستعمراتو د بریتانیا په پارلمان کې استازي نه لرل، دغه اصل د استعمار ضد یاغیانو لپاره غوره بستر جوړ کړ، څو د هغو مستقیمو مالیاتو پر وړاندې چې د ولیعهد له خوا ټاکل شوي وو، خپله سرغړونه توجیه کړي.[۱]
«له استازولۍ پرته مالیات هم نه شته» شعار، وروسته د افریقايي – امریکایانو او ښځو له خوا د مالیاتو پر وړاندې د مقاومت په استدلالونو کې هم ځای پیدا کړ، ځکه هغو د رایو ورکولو او یا هم قانون جوړولو په برخه کې د کار اجازه نه لرله. اوس مهال، دغه شعار د کلمبیا سیمې د اوسېدونکو د شکایت په توګه له دې امله چې دوی په کانګرس کې استازي (رایه ورکوونکي) نه لري، استفاده کېږي.[۲][۳][۴]
دغه عبارت، په امریکايي فکرونو کې دومره پیاوړی ځایګی لری، چې ان اوس مهال په مالیاتي بحثونو کې چې له قانوني استازولۍ سره چندان اړیکه هم نه لري، په مکرر ډول استفاده کېږي. لږ تر لږه په هغه ډول چې اصلي مخاطبین د دوی په دغه عبارت وپوهېږي، د بېلګې په توګه: دغه شکایتونه چې د کانګرس استازي یوازې له یو شمېر ځانګړو ګټو استازولي کوي، یا دا چې شکایت کوونکی حس کوي، چې نظر یې په بحثونو او یا هم قانوني چارو کې نه دی وړاندې شوی.[۵]
په ۱۸۴۹ ز کال کې د هنري ډېوېد ثورو مقاله، د مدني دولت پر وړاندې مقاومت، چې اوس مهال د مدني سرغړونو په توګه یادېږي، د امریکا د سیاسي فلسفې برخه ده. د نظر پوښتنې د مالیاتو له ورکړې د ثورو د ډډې کولو سرغړونه، له دې امله وه چې، لېوالتیا یې نه لرله، له هغه دولت نه ملاتړ وکړي چې، په عمل کې یې د امریکایانو غلامي کوله او احساس یې کاوه چې، دا د مکسیکو پر وړاندې یوه غیرعادلانه جګړه ده.[۶]
ثورو استدلال کاوه چې، له دولت نه اطاعت نامناسب دی او خلک باید له قانون نه د امسا په توګه د ګټنې پر ځای، خپل وجدان ته وده ورکړي او په هغو باور وکړي.[۷]
د ثورو فلسفه د مالیاتو د ډېرو مخالفینو لپاره الهام بخښونکې وه، په ځانګړې توګه د هغو لپاره چې په انفرادي ډول (نه د مالیاتي اعتصاب او یا هم لویو خوځښتونو د برخې په توګه) یې له وجداني انګېزې سره د هغو د مخالفت له امله اقدام کاوه.[۸]
دغه نظریه چې مالیه ورکوونکي د دولتي چارو او غوښتنو لپاره مالیات ورکوي، په دولتي چارو کې شریک کېږي او باید د دولت چارې و ارزوي. په داسې حالت کې چې دولت په کلکه سره غیر اخلاقي عمل کوي، د مالیاتو له ورکړې ډډه، د استعمار په دوره کې د امریکايي کواکرانو(Quakers) له خوا د جګړې د مالیاتو پر وړاندې د مقاومت کیلې وه. همدارنګه یې تر نن ورځې پورې د نورو مذهبي او سیکولر امریکايانو لپاره د جګړې د مالیاتو پر وړاندې د مقاومت بنسټ جوړ کړی دی.[۹]
د امریکا په متحده ایالاتو کې د جګړې د مالیاتو مخالفینو، دغه نظر مطرح کړ چې د نظامي مالیاتو پر وړاندې وجداني مخالفت باید په قانون کې خوندي شوی حق و اوسي، یعنې هغه مالیه ورکوونکي چې له اخلاقي پلوه په جګړه کې د ونډې لرلو مخالف دي، نه باید اړ ایستل شي، څو جګړه تمویل کړي، په بشپړه توګه هغه ډول چې دولتونه اجازه ورکوي، دغه ډول کسان د عسکري له خدمت نه ډډه وکړي.
دغې نظریې، د هغو کسانو له خوا پراختیا ومونده، چې د دولتي بودیجې له نورو اړخونو سره یې مخالفت درلود. یو شمېر له دې امله چې د دولت د روغتیايي بودیجې یوه برخه هغو مؤسسو ته درومي، چې د جنین سقط برابروي، د مالیاتو له ورکړې ډډه کړې. یو شمېر آمیش وګړو د وجداني لاملونو له مخې د دولت د ټولنیزې بیمې پروګرام ته د مالیاتو له ورکړې ډډه کړې ده.[۱۰][۱۱]
دغه نظریه چې مالیات له اخلاقي پلوه له غلا نه توپیر نه لري، د امریکايي انارشیستي او (تر ډېره) د آزادي غوښتونکي تفکر یو له اصلي عناصرو نه دی. امریکايي انارشیست فیلسوف لیساندر سپونر دغه موضوع دا ډول څرګندوي:
هغه مالیات چې د یوه شخص له رضایت پرته اخیستل کېږي، د هغې غلا په توګه دي چې د میلیونونو وګړو پر وړاندې اجرا کېږي... د یوه شخص له خوښې پرته د هغه پیسې اخیستل، هغه مهال چې د میلیونونو کسانو له خوا چې په همغږي ډول ځان ته دولت وايي ترسره کېږي، د هغې کچې غلا په څېر ده چې، یو شخص یې د خپل مسئولیت له مخې کوي او ځان د لویې لارې څښتن ګڼي. په دغه چاره کې شاملې شمېرې او نه هم متفاوت شخصیتونه، چې دغه چاره ترسره کوي، د دغې چارې ماهیت ته بدلون نه ورکوي.
د امریکا د متحده ایالاتو د لیبرتارین ګوند په اساسنامه کې هوکړه وشوه (۱۹۷۲ ز کال) چې مالیات تل د وګړو د حقونو نقض دی.
له دې امله چې موږ باور لرو، هر کس حق لري، د خپل کارګټه ترلاسه کړي، د ټولو هغو دولتي فعالیتونو سره چې په زور سره له وګړو پیسې یا توکي راغونډوي او دا د دوی د فردي حقونو تر پښو لاندې کول دي، مخالف یو. په ځانګړې توګه موږ په پایله کې د ټولو مالیاتو د له منځه وړلو ملاتړ کوو. موږ په یوه آزاده ټولنه کې د وړاندې شوو خدمتونو په مقابل کې په خپله خوښه د لګښتونو د ورکړې له سیستم نه، چې د دولت د مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره یوه لار ده، ملاتړ کوو.[۱۲]