د باد په واسطه د جوړېدونکې برېښنا چاپېریالي اغېزې د فوسیلي سون توکو په واسطه د جوړېدونکې برېښنا په نسبت ډېرې لږ دي. د برېښنا د هر واحد څخه په اوسط کچه ډېر لږ ګلخانه یي ګازونه خارجېږي، له همدې امله بادي برېښنا د اقلیمي بدلونونو په تغیراتو کې له محدودیت سره مرسته کوي. [۱][۲][۳]
په سواحلي برخو کې د بادي برېښنا د سټېشنونو جوړول د هغه سیمو په ښکلاو باندې پام وړ اغېز لري ځکه چې په معمول ډول د برېښنا تولیدونکو نورو هر ډول سټېشنونو په پرتله زیاتې ساحې ته اړتیا لري او باید هم دغه ډول مراکز په دښتو او یا کلیوالي سیمو کې جوړ شي چې د لرې پرتو سیمو د صنعتي کېدو لامل ګرځي. له دغه ډول پروژو سره مخالفتونه په ځانګړې توګه د ښکلو او کلتوري مناظرو اړوند رامنځته کېږي. مکاني محدودیتونه (لکه شاته تګ) کېدای شي د هغو د اغېزو د محدود کولو لامل وګرځي. د برېښنا د توربینونو ترمنځ ځمکه او هغو ته د لاسرسي په موخه لارې کېدای شي د کروندو او څړځایونو په موخه وکارول شي. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
د بادي برېښنا تر ټولو زیات اغېز پر وحشي حیواناتو دی ځکه چې د هغو استوګنځای ورسره له منځه ځي او یا یې هم له امله خرابېږي، خو بیا هم دغه اغېز کوچنی دی او د سمو لارو چارو څخه په کار اخیستو کېدلای شي دغه اغېز ډېر راکم شي. [۱۱][۱۲][۱۳]
د بادي برېښنا توربینونه ناوړه غږ هم تولید کوي چې کچه یې د استوګنیزې فاصلې په ۳۰۰ مترۍ (۹۸۰ فوټه) کې کېدای شي ۴۵ ډیسیبل ته ورسېږي؛ له دې سره په ۱.۵ کیلومتره (۱ مایل) فاصله کې د ډېری بادي توربینونو غږ نه اورېدل کېږي. د سواحلو په غاړه د بادي برېښنا د مراکزو جوړول بیا کېدای شي د اوبو لاندې اخلالي غږ د رامنځته کېدو لامل وګرځي.[۱۴][۱۵]
بادي برېښنا په سطحه باندې د توان د کثافت (surface power density) له مخې د ژوندانه کوچنۍ کړۍ (low life-cycle) لري چې د متر مربع پر حساب ۱.۸۴ واټه (1.84 W/m2) کېږي؛ دا د هستوي یا فوسیلي سون توکو د برېښنا په پرتله د درې توانه (103 ځله، یعنې له 1,000x سره برابرېږي) او د لمریزې برېښنا څخه د 3x په کچې کمه ده. [۱۶]
د بادي برېښنا سټېشنونه تر ډېره پورې په داسې ځمکو جوړېږي چې وړاندې د ځمکو د پاکونې تر اغېز لاندې راغلې وي. د بادي برېښنا د سټېشنونو لپاره د نباتي پوښ او ځمکنیو خنډونو پاکونه د ډبرو د سکرو د کانونو او هغو ته د اړوندو د برېښنا تولیدونکو فابریکو په پرتله ډېره لږ ده. که چېرې د بادي برېښنا سټېشنونه له تولید څخه پاتې شي، کېدای شي اړوندې ځمکې بېرته پخواني حالت ته وګرځول شي. [۱۷]
په متحده ایالاتو کې د تجدید منونکې برېښنا د لابراتور څېړنه ښيي چې په متحده ایالاتو کې له ۲۰۰۰ زکال څخه تر ۲۰۰۹ زکال پورې د بادي برېښنا جوړو شوو مراکزو ته د اړوندو ځمکو د ټول مساحت په یوازې ۱.۱ سلنه برخه کې سطحي اختلال رامنځته شوی او یوازې ۰.۴۳ سلنه نوره برخه یې د تل لپاره د بادي برېښنا د تاسیساتو له امله ګډوډه شوې. په اوسط ډول د بادې برېښنا لپاره د کارول شوې ځمکې هره ۶۳ هکتاره (۱۶۰ اېکړ) برخه د یوه میګاواټ برېښنا د تولید ظرفیت لري او ورسره په خوا کې ۰.۲۷ هکتاره (۰.۶۷ اېکړ) نوره ځمکه د هر مېګاواټ برېښنا پر حساب د تل لپاره له ګټې لوېدلې ده[۱۸]
په بریتانیا کې د بادي برېښنا ډېری لوی مراکز په داسې لوړو برخو کې جوړ شوي چې په متوسطه توګه په کې باد ښه چټکټیا لري او معمولا په شینېلیو (بې کاره بوټو) پوښل شوې دي. دغه ډول سیمې تر ډېره په هغو ځایونو کې دي چې ورښت په کې نسبتا زیات دی او هلته په پراخه کچه ځمکې د تل لپاره بې کاره پاتې شوې دي. په دغو برخو کې د جوړونکو چارو ترسره کول کېدای شي د پوده توکو په هایدرولوژي کې اخلال رامنځته کړي او کېدای شي د بادي برېښنا د مراکزو په شاوخوا کې د پوده شیانو لپاره د ځمکې د وچېدو، خرابېدو او هلته د زخیره شوي کاربن د انتشار لامل وګرځي. ورته مهال د هوا ګرمېدل چې د تجدید منونکې برېښنا طرحې د هغو د کمښت په لټه کې دي په خپله سره په ټوله بریتانیا کې د دغه ډول ځمکو لپاره په ګواښ واوړي. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
د بادي برېښنا لپاره کارول شوې ځمکې کېدای شي د کرنې او مالدارۍ لپاره وکارول شي. د بادي برېښنا توربینونه په حیواناتو کوم اغېز نه لري. نړیوالې تجربې ښوودلې چې «حیوانات د بادي برېښنا تر توربینونو پورې څرېږي او تر ډېره له هغو څخه د مالشي پایو په توګه او یا هم د سیوري لپاره کار اخلي». [۲۶]
په ۲۰۱۴ زکال کې د حیواناتو اړوند یوې څېړنې هڅه وکړه څو د بادي برېښنا د توربینونو په خوا کې د حیواناتو په ساتنې د هغو اغېزې ومومي. دغه څېړنه د بادي برېښنا د یوه توربین په خوا کې د مرغاویو په دوه ډلو ترسره شوه، لومړنیو پایلو وښووله چې دغه توربین ته په ۵۰ مترۍ فاصله کې مرغاویو له توربین څخه په ۵۰۰ متره فاصله کې مرغاویو په پرتله لږ وزن اخیستی او همدارنګه یې په وینه کې د نورو مرغاویو په پرتله استرس ته اړوند د کورتیزول هورمون غلظت زیات دی. [۲۷]
نیمه اهلي زرافې د توربینونو د جوړولو په چارو کې خنډ رامنځته کوي، خو هغه مهال چې بیا توربینونه فعال وي ورسره کار نه لري. [۲۸][۲۹][۳۰]
د بادي برېښنا د مراکزو د جوړولو لپاره په وړاندیزونو کې د چاپېریالي ژوند اړوند ارزونې ترسره کېږي او په هغو کې په سیمه ئیز چاپېریال (لکه په بوټو، حیواناتو او خاورې) باندې د هغو اغېزې ارزول کېږي. د توربینونو موقعیت او فعالیت تر ډېره پورې د تائید په بهیر کې اصلاح کېږي څو له هغو څخه په اغېزمنو ژوندیو موجوداتو او د هغو په چاپېریالونو باندې اغېزې له منځه یوسي او یا یې هم محدودې کړي. هر ډول نه جبران کېدونی اغېز کېدای شي د اکوسیسټم د ورته محافظتي لارو چارو پر بنسټ چې د دغه وړاندیز تر اغېز لاندې نه راځي جبران کېږي. [۳۱]
د بادي برېښنا تولید کوونکي توربینونه د ګڼ شمېر نورو انساني فعالیتونو او ودانیو په څېر د یو شمېر الوتونکو لکه مرغیو او آسمان څکالو د مړینې کچه زیاتوي. د بادونو د تنظیم او هماهنګۍ اړوند ملي سازمان له خوا په ۲۰۱۰ زکال کې د میداني څېړنې لنډیز ښوولې چې په هر کال کې د میګاواټ بادي برېښنا پر سر له ۱۴ څخه او په معمول ډول له څلورو څخه د کمو مرغانو مړینه شتون لري. د نورو څېړنو په څېر دغه څېړنه دې پایلې ته رسېدلی چی یو شمېر الوتونکي (لکه مهاجر آسمان څکالي او ښکلي غږ لرونکي الوتونکي) له نورو ټولو څخه ډېر زیان منونکي دي. په داسې حال کې چې نور جزیات او همدارنګه د توربینونو د مخ پر زیاتوالي شمېر د ټولیز اغېز اړوند نور مالومات یې ناڅرګند پاتې شوي دی.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)