د بشري حقونو اسلامي کمیسیون (IHRC) په لندن کې مستقر غیرانتفاعي سازمان دی. د دغه سازمان اعلان شوی ماموریت «د اسلامي او غیر اسلامي بېلابېلو مخینه لرونکو سازمانونو سره په دې موخه همکاري ده څو په ګډه سره د ټولو وګړو لپاره پرته له دې چې د هغوی نژاد، عقیدې او سیاسي مخینې ته پام وشي، د عدالت په موخه مبارزه وکړي». دغه سازمان په ۱۹۹۷ زکال کې په لندن کې تاسیس شو او له ۲۰۰۷ زکال راهیسې د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزو چارو د ادارې د سلاکار بنسټ په توګه کار کوي.[۱][۲]
د بشري حقونو اسلامي کمیسیون د خپل جوړښت فلسفه د لاندې الهي هدایاتو پر بنسټ بولي:
هغه قرآني لارښوونې چې مسلمانانو ته امر کوي د مظلومانو څخه د دفاع په موخه ودرېږي. «او پر تاسو څه شوي دي چې تاسو د الله په لاره كې نه جنګېږئ او د كمزورو سړیو او ښځو او ماشومانو (د خلاصولو) په لاره كې؟! هغه كسان چې وايي: اى زمونږه ربه! ته مونږه له دې كلي نه وباسه، چې اوسېدونكي يې ظالمان دي او ته زمونږ لپاره له خپل اړخه كوم دوست (حمایت كوونكى) مقرر كړه او ته زمونږ لپاره له خپل جانبه كوم مدد كوونكى مقرر كړه». قرآن کریم سورت النسا، ۷۵ آیت[۳]
د برانډیس پوهنتون ښوونکی جیت کلاوسن لیکي چې د بشري حقونو اسلامي کمیسیون په اروپا کې د مسلمانانو د تنظیم شوې ټولنې برخه جوړوي. [۴]
د آواز په نامه بنسټ چې اوس له منځه تللی څرګندوي چې IHRC «یو اسلام پاله سخت دریځی بنسټ دی چې د بشري حقونو په ژبه هڅه کوي د اسلامي شریعت د قوانینو د تصویب کولو په ګډون یوه سخت دریځه اجنډا ترویج کړي». آواز د «ښي اړخه اسلام پالي – مهم لیدلوري» تر عنوان لاندې راپور کې څرګندوي چې د بشري حقونو اسلامي کمیسیون د ښي اړخو اسلام پالو او خمیني پالونکو نوو بنسټونو ټولګه ده. هغه ادعا چې د بشري حقونو اسلامي کمیسیون یې رد کوي. د دغه بنسټ ادعاوې د ملاني فیلیپس په نامه خبریالې خپرې کړې؛ نوموړې په سپېکټېټور (The Spectator) مجله کې ولیکل چې IHRC «په بریتانیا کې د خمیني د جهاد پالنې تر ټولو مخکښ ترویج کوونکی دی. ... [او] ویل کېږي له ایران سره نږدې اړیکې لري». [۵][۶][۷][۸]
له دې سره خبریال او روڼ آندی ستورات ویر استدلال کوي چې IHRC په بریتانیا کې د مسلمانو د غږ استازوی دی او څرګندوي:
... د بشري حقونو د اسلامي کمیسیون مامورین او دواطلبه کارګران ـ ... دغه معمول لیدلورې درواغ ګڼي ګویا اسلام او بشري حقونه له یو بل سره جوړ راتلونکي نه دي. [۹]
دغه بنسټ څرګندوي چې یوازې تبلیغ کوونکی، څېړنیز او ملاتړیز بنسټ دی. همدارنګه په لنډ مهالو او یا هم یوځل بشپړېدونکو پروژو کې برخه اخلي.[۱۰]
د بشري حقونو د اسلامي کمیسیون مبارزې د هغو په ویب پاڼه کې په سمه توګه څرګندېږي.[۱۱][۱۲]
اوسنۍ مبارزې یې په بریتانیا کې په ترهګرۍ ضد قوانینو تمرکز لري. دغه بنسټ د هغو د یو شمېر برخو د لغو کولو غوښتنه لري. همدارنګه په سعودي عربستان کې د سیاسي بندیانو لپاره هم مبارزه کوي. د ۲۰۱۴ زکال په اوړي کې د غزې د جګړې پر مهال د بشري حقونو اسلامي کمیسیون په لوړه کچه تبلیغاتي مبارزه پیل کړه څو خلک وهڅوي د فلسطین له خلکو سره د خپلې همغږۍ د څرګندولو په موخه د فلسطین بیرغ اوچت کړي. [۱۳][۱۴][۱۵]
په نورو مبارزاتو کې یې کولای شو د عقیدوي بندیانو پروژې ته اشاره وکړو، چې هڅه کوي د مذهبي باورونو له امله له بندخونو څخه د بېلابېلو مذهبي شخصیتونو د راخوشي کولو په برخه کې مرسته وکړي. په دغو کې معلم ابراهیم زاکزاکي چې په ۱۹۹۸ زکال، ګل اسلان چې په ۱۹۹۹ زکال او نورالدین سیرین شاملېږي چې هغه هم په ۲۰۰۴ زکال کې راخوشی شو. دغه بنسټ څرګندوي چې معلم توري؛ نایجریا ته اړوند زینا ابراهیم؛ له بحرین څخه شیخ الجمري؛ له ترکیې هېواد څخه هدا کایا، رجب طیب اردغان، نورالحق ساتچی اوغلو، نورجهان ساتچي اوغلو؛ د اسرائیلو له بندخونو څخه شیخ احمد یاسین، عبدالعزیز رانتیسي، ربي بیتون، شیخ عبدالکریم عبید، مصطفي دیراني؛ مصري محمد مهدي عاکف؛ سوډانی محمد عثمان عالمین؛ موریسي هېواد ته اړوند چل میا او الجزایر ته اړوند عباسي مدني او علي بهداج د دوی په هڅو له بندخونو راخوشي شوي دي. د عقیدوي بندیانو اړوند په اوسنیو مبارزاتو کې په امریکایي او مصري بندیانو تمرکز لري چې په امریکايي بندیانو کې شیخ عمر عبدالرحمن او د هغه وکیل لین ستورات (د ۲۰۱۳ زکال په ډسمبر کې خوشی شو) او په مصري هغو کې خیرت ال شاطر (په ۲۰۱۰ زکال کې خوشی شو او د ۲۰۱۳ زکال له کودتاه وروسته بېرته بند ته واچول شو) هم شاملېږي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
په نورو مبارزاتو کې یې د هېوادونو پر بنسټ مبارزاتي موضوعات شاملېږي، د بېلګې په توګه په بحرین کې د بندیانو په خوشي کولو، په فرانسه کې د کډوالو ښځو پر وړاندې په وحشي ګرۍ او همدارنګه په فرانسه، بوسنیا، بلجیم او هسپانیا کې د مخ پټولو پر ممنوعیت تمرکز لري. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
په ۲۰۰۰ زکال کې د بشري حقونو اسلامي کمیسیون «د دولت له خوا د ملاتړ کېدونې یوې کړنلارې پر وړاندې اعتراض وکړ، هغه کړنلار چې د دوی په خبره مسلمانانو ته اړوندې مرستندویه ټولنې او ښوونځي اړ باسي څو غیرمسلمان او همجنسګرا کارکوونکي استخدام کړي».[۲۶]
دغه کمیسیون ګڼ شمېر موارد تحریم کړي او پر یو شمېر فعالیتونو یې بندیز لګولی چې په بریتانیا کې د مسلمانانو له خوا د اسرائیلي خرماوو څخه د ګټنې بندیز په کې شاملېږي. د ۲۰۱۰ زکال په مۍ میاشت کې د بشري حقونو اسلامي کمیسیون ترکیې ته د اروپا د یو شمېر مسلمانو بنسټونو د مشرانو سفر تنظیم کړ څو د ترکیې دولت متقاعد کړي چې د اقتصادي او پراختیايي همکاریو په سازمان کې د اسرائیلو غړیتوب وېټو کړي. [۲۷][۲۸]
په ۲۰۰۶ زکال کې د بشري حقونو اسلامي کمیسیون د پاکستاني الاصله بریتانوي میرزا طاهر حسین له اعدام څخه د مخنیوي په موخه بېړنۍ تبلیغاتي مبارزه پیل کړه. یو شمېر نورو سازمانونو لکه په بهر کې د عادلانه محاکمې سازمان او د بخښنې نړیوال سازمان هم په دغه مبارزه کې ورسره مل شول. [۲۹][۳۰]
وروسته له هغه چې بي بي سي د ۲۰۰۴ زکال د جولای په ۱۵ مه د یو مستند فلم په خپرولو سره د بریتانیا د سخت دریځي ښي اړخي ملي ګوند اسلام ضد پیاوړي باورونه افشا کړل، د بشري حقونو اسلامي کمیسیون د دغه حزب د ممنوعیت په موخه مبارزه وکړه. [۳۱]
ادعا کېږي چې د بشري حقونو د اسلامي کمیسیون ګڼ شمېر ملاتړیزې چارې د عامه لید څخه لرې ترسره کېږي او له هغو کسانو سره کېږي چې له تبعیض سره مخ کېږي چې اسلام ترهه او همدارنګه اسلام ضد تبعیض په کې شاملېږي. یو شمېر داسې شواهد او راپورونه شتون لري چې د بشري حقونو د اسلامي کمیسیون د دغه ډول چارو څرګندويي کوي. په ۲۰۰۴ زکال کې د دوکتورا زده کړیال یاسر عبدالمطلب د یو تبعیضي برید لاندې راغی او له امله یې معلول شو. د هغه مور وايي:[۳۲][۳۳]
«له نیکمرغۍ... ما د... بشري حقونو له اسلامي کمیسیون ملاتړ ترلاسه کړ، دا په لندن کې یوازنی ټولنیز بنسټ دی چې د وکیلانو په لرلو سره د تاوتریخوالي د مسلمانو قربانیانو لکه یاسر څخه ملاتړ کوي او له موږ سره یې مرسته وکړه چې له دغې ستونزې سره مبارزه وکړو».[۳۴]
د ۲۰۰۶ زکال د اګست میاشتې په ۳مه د بشري حقونو اسلامي کمیسیون له اسرائیلو سره د بریتانیا د پوځي مرستو اړوند د خپلو ادعاوو د قضايي څېړنې غوښتنه وکړه، خو بالاخره یې غوښتنه رد شوه.[۳۵][۳۶][۳۷]
په ۲۰۱۰ زکال کې د بشري حقونو اسلامي کمیسیون په ښکاره توګه د بریتانیا په بندرونو کې د ټول بدن د سکن کوونکو داسې ماشینونو په نصب کولو اعتراض وکړ چې د سکن کېدونکو وګړو ځان یې بشپړ لوڅ ښود.[۳۸]
په ۲۰۱۳ زکال کې وړاندې له دې چې دغه موضوع محکمې ته لاړه شي د بریتانیا دولت د دغه ډول سکنرونو د نصب اړوند په خپله پرېکړه کې بدلون راوړ او له همدې امله یاد کمیسیون په خپل اعتراض کې بریالی شو. [۳۹]
په ۲۰۱۴ زکال کې د بشري حقونو د اسلامی کمیسیون نوې برخه د بشري حقونو د اسلامي کمیسیون د قانوني څانګې (IHRC Legal) په نامه پرانیستل شوه چې په چټکۍ سره یې د تبعیض په هغه قضیه لاس پورې کړ چې د پوهنتون یوه ښوونکي په خپلو استخدام کوونکو باندې د غیرمستقیم نژادي تبعیض تور پورې کړی و. د هغه قضیه له محکمې پرته حل شوه.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]
په ۲۰۰۶ زکال کې د لبنان د جګړې پر مهال، د بشري حقونو اسلامي کمیسیون له جګړې سره د مخالفت په موخه بېلابېلې لارې چارې وکارولې او د بریتانیا له دولت څخه یې وغوښتل چې له دواړو اړخونو سره یو ډول چلن ولري. دغه کمیسیون په دې اړوند د شرمناکې لوبې: په منځني ختیځ کې نړیوال قوانین او روان کړکېچ تر عنوان لاندې لنډه غونډه جوړه کړه.
ملاني فیلیپس په سپېکټېټور مجله کې د دغې غونډې اړوند ولیکل چې د بشري حقونو د اسلامي کمیسیون مشر مسعود شادجاره له «خپلو پیروانو» او «بریتانوي مسلمانانو» وغوښتل چې له حزب الله سره مالي مرستې وکړي او له ځان څخه یې د دفاع په موخه د حزب الله له خوا د اسرائیلو د نیولو او هلته یې د «رژیم د بدلون» غوښتنه وکړه. هغې همدارنګه څرګنده کړه چې د IHRC د لاریونو په بنرونو کې لیکل شوي و چې «اوس موږ ټول حزب الله یو». ایلان پاپه د سپېکټېټور مجلې مدیر مسئول ته د ځوابیه لیک په لیکلو سره له دغه کمیسیون او د هغو له غونډې ملاتړ وکړ او څرګنده یې کړه چې د بشري حقونو د اسلامي کمیسیون څرګندونې په کره توګه هغه مواردو ته ورته دي «چې د بخښنې د نړیوال سازمان او همدارنګه د اسرائیلو د بشري حقونو د ټولنو په کلنیو راپورونو کې موندل کېږي» او د فیلیپس راپور یې شر پارونکی او بې بنسټه وباله.[۴۴]
شادجاره په ۲۰۰۸ زکال کې د «برېکسټون، برکلي او د راډیکال سازۍ نورې لارې» تر عنوان لاندې مقاله کې ولیکل:
لومړنۍ وژنې بل ملت ته اړوندې وې، په همدې دلیل ۱۹۶۸ زکال ته په ګرځېدو «موږ ټول هو شی مېن و» له همدې امله په ۲۰۰۶ زکال کې له بلې هر ډول اړوندتیا پرته چې کېدای شي لیکوالان یې ولري موږ اجازه ورکړه چې د بشري حقونو اسلامي کمیسیون نوم د لبنان په ۳۳ ورځنۍ جګړه کې وژل شوو او ټپي شوو لبناني ماشومانو اړوند پوسټرونو کې ولیکل شي؛ له همدې امله اوس او وروسته له دې، «موږ ټول حزب الله یو». سپېکټېټور مجلې او ښي اړخ ته اړوندو نورو ټولو مطبوعاتو اعلان وکړ چې دا ډېر ژر په بریتانیا کې د ایران په ملاتړ د یو لړ ترهګریزو بریدونو د ترسره کېدو نښه ده؛ او په ځانګړې توګه یې دغه پوسټرونو او د بشري حقونو د اسلامي کمیسیون چارو ته نغوته کوله. دوی دې ته پام نه درلود چې د حزب الله بیرغونه په دغو یادوو شوو لاریونونو کې ارتدکس خاخامانو (کشیشانو) لېږدول او دغه پوسټرونه هم د منځنۍ کچې د انګلیسي مېرمنو په لاس کې و چې له دغو وژنو څخه په وحشت شوې وې. [۴۵]
د ملاني فیلیپس په خبره، دغه سازمان له حزب الله ملاتړ کوي. فیلیپس دغه ادعا هغې قضايي دوسیې ته په اشاره وکړه چې دغه سازمان د ۲۰۰۶ زکال د جګړې پر مهال اسرائیلو ته د تسلیحاتي الوتنو پر ضد مطرح کړه، هغه مهال چې IHRC د بي بي سي د خبري ویب پاڼې په خبره د دې په لټه کې و: [۴۶]
د دې اجازه ترلاسه کړي چې د هېواد د هوايي چلن د ادارې، د بهرنیو چارو او ټولګټو هېوادونو وزارت، او د ډیس براون د دفاع وزارت له قضايي څېړنو سره مخ کړي څو د نړیوالو بشري حقونو څخه د «جدي او شدیدو سرغړونو» او د جینوا کنوانسیون د ژمنو سره په ټکر کې د «تاوتریخوالي» مخه ونیسي. [۴۷]
د فیلیپس د مقالې په ځواب کې ایلان پاپه سپېکټېټور مجلې ته لیک ولیکه او په هغو کې یې په لاندې توګه د فیلیپس ادعاوې رد کړې وې:
ما په ډېرې حیرانۍ سره هغه تورونه ولوستل چې ملاني فیلیپس د بشري حقونو په اسلامي کمیسیون لګولي و (سپېکټېټور مجله، د ۲۰۰۶ زکال د اګست د ۳مې نېټې ګڼه). کلونه کېږي چې زه د اسرائیلو او صهیونېزم منتقد یم. په اسرائیلو کې د یو زېږېدلي یهود په توګه زما د بدلون ټکی نړیوال او همدارنګه یهودي و. ما احساس کاوه هماغه ډول چې نن دا احساس لرم، اسرائیل او اوسنی صهیونېزم له هغو لومړنیو بشري او نړیوالو ارزښتونو څخه چې یهودیت د نړۍ لپاره وړاندې کړي ناوړه ګټه کوي او هغه یې تحریف کړي دي. دا زموږ کلتوري میراث دی چې یهودان په متحده ایالاتو کې د مدني حقونو لپاره او همدارنګه په سویلي افریقا کې د اپاراتاید سره د مبارزې په موخه په لومړۍ کرښه کې ودرېدل. همدغه میراث او اندېښنې لامل وګرځېدې چې زما په څېر یهودان په ټوله نړۍ کې د مسلمانو قربانیانو په خوا کې درېږي او دا توپیر نه لري چې هغه هر چېرې دي آن که ظلم کوونکي یهودان او اسرائیلي وي. دغه ډول زه د بشري حقونو له اسلامي کمیسیون سره بلد شوم. وړاندې له دې چې پرېکړه وکړم په بریتانیا کې د بشري حقونو اړوند د هغو مبارزاتو برخه وګرځم چې نژاد، مذهب یا ملت ته په کې ارزښت نه ورکول کېږي ټول هغه موارد مې ولوستل چې فیلیپس یې یادونه کوي. له دې امله چې دا یو لیک دی نه یوه مقاله، زه د فیلیپس د ټولو شر جوړونکو او بې اساسه تورونو د رد کولو لپاره کافي فرصت لرم. اجازه راکړۍ چې زه دلته د بشري حقونو د اسلامي کمیسیون د یادې شوې توجیهي غونډې اړوند ووایم. دا د اسرائیلو له خوا په اشغال شوو سیمو کې د اسرائیلو د جنګي جرمنو کره او لنډ راپور دی. ورته توصیفات او تحلیلونه کولای شو د بخښنې د نړیوال سازمان او د اسرائیلو د بشري حقونو د ټولنو په راپورونو کې ومومو. [۴۸]
{{cite web}}
: CS1 maint: bot: original URL status unknown (link) (355 KB), p8.