د تکامل په اړه د یهودانو نظرونه، د تکامل نظریې، تجربوي تکامل، د ژوند سرچینه، د کایناتو عمر، تکاملي تخلیقیت او الهي تکامل په اړه د نظرونو لړۍ شامله ده. نن، ډېری یهودي خلک د تکامل نظریه مني او له دودیز یهودیت سره یې په مطابقت کې نه ګوري، چې د صحیفې رېښتیني اهمیت پر ځای، په اخلاقیاتو باندې د نامتو یهودي عالمانو، لکه : ویلنا ګاؤن او میمونایډس ټینګار منعکسوي.[۱][۲]
د انجیل تاریخ ښیي چې الله تعالی نږدې ۶۰۰۰ کلونه دمخه د نړۍ خلقت بشپړ کړ. دا زمانه په مدریش، سیدر اولام کې، د سیدر اولام په مدریش کې په رامنځته شوي تاریخ کې منعکس شوی، خو په یهودیت کې د پیدایښت کتاب لوستل خورا لږ تر سترګو کېږي. دا زمانه د تانا جوس بن حلافتا ته منسوب دی او د کایناتو له پیدایښت څخه نیولې بیا په بیت المقدس کې د دویم معبد تر جوړېدلو پورې تاریخ رانغاړي. ډاکټر جیرالډ شروډر د وخت په اړه د آینسټاین د هغه نسبي نظر په تړاو د شپږو ورځو تخلیق په اړه د نشمنیډیس تشرېح تفسیروي چې د فضا د وخت په پراخېدلو کې پلې کېږي، څو ووایي چې د زوږ له لیده، د تخلیق شپږ ورځې ۱۵.۷۵ میلیارده کلونه دي. [۳][۴]
ډیری عصري یهودي عالمان په دې باور دي چې، نړۍ له ۶۰۰۰ کلونو څخه زیاته پخوانۍ ده. دوی په دې باور دي چې دا ډول نظر باید د تکامل نظریې په څېر، علمي او ساینسي نظریې ومني. هغه یهودي عالمان چې دا ډول نظر لري، خپلې پایلې د تلمود او یا مدراش آیتونو پر بنسټ ولاړې ګڼي، د بېلګې په توګه: [۵]
یهودي عالم، بها بن اشر (۱۱ پېړۍ، هسپانیه) د تورات په اړه خپل تفسیر کې دې پایلې ته رسېږي چې، په کایناتو کې د تاریخ له اوږدو څخه ډېر پخوا د وخت داسې نظامونه موجود وو چې انسان ورسره اشنا دی. د کببالا پر بنسټ، هغه محاسبه کوي چې ځمکه ملیاردونه کلونه عمر لري. [۹]
دمنځنیو پېړیو ځینې عقلي فلسفه پوهان، لکه میمونایډس او ګیرسونایډس په دې باور ول چې د پیدایښت په کتاب کې هره وینا په لفظي معنا نه ده. په دې نظر کې یو څوک مکلف و چې باید پر تورات باندې داسې پوه شي چې د ساینس له موندنو سره سمون ولري. په حقیقت کې میمونایډس چې د منځنۍ دورې یو له سترو یهودي عالمانو څخه دی، لیکلي چې: که چېرته ساینس او تورات غلط تعبیر شوي وي، نو دا به یا د دې له امله وي چې په ساینس سم پوه شوي نه یاست یا تورات ناسم تعبیر شوی دی. میمونایډس استدلال وکړ چې که ساینس یو داسې ټکی ثابت کړي چې د عقیدې له کومو اساساتو سره په ټکر کې نه وي، نو بیا موندنه باید ومنل شي او صحیفه باید له هغې سره سم تفسیر او تعبیر شي. د بېلګې په توګه: د افلاطون د هغه نظر په اړه چې کاینات په حقیقت کې د تل لپاره شته دی، بحث کې هغه استدلال وکړ چې په یو ډول یا بل ډول، د قناعت وړ منطقي ثبوت نشته دی، نو (میمونایډس) د منلو په برخه کې خپلواک و او له همدې امله یې د انجیل هغه دقیق نظر ومنله چې کاینات په یوې ټاکلې موده کې جوړ شوی؛ خو که چېرته د افلاطون نظریه په کافي اندازه له کافي علمي شواهدو سره قانع کوونکې وه، نو هغه به توانېدلای وی چې پر دې بنسټ پیدایښت یو ځل بیا تعبیر او تفسیر کړي. د پیدایښت په اړه میمونایډس څرګنده کړه چې: "په صحیفه کې ذکر شوی روایت، لکه څنګه چې په عمومي توګه باور کېږي، د هغه په ټولو برخو کې ټکي پر ټکي (تحت الفظي) نه دی." وروسته په ورته پاراګراف کې، هغه په ځانګړي ډول بیانوي چې: دا له پیل څخه د تخلیق د شپږمې ورځې تر روایت پورې متن کې صدق کوي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
نشمنایډیس، چې اکثره د میمونایډس په منطقي نظریاتو انتقاد کوي، (د پیدایښت په اړه د هغه په تبصره کې) د انجیل د تخلیق د روایت له لفظي ژباړې څخه سرچینه اخېستونکي ډېری غیرمنطقي عملونه په ګوته کړل او ویې ویل چې نوموړی روایت په حقیقت کې په سمبولیک ډول روحاني مفکورو ته اشاره کوي. هغه په هګیګا کې د مېشنا یادونه وکړه چې په هغه کې د تخلیق روایت اصلي معنا، چې په طبیعت کې صوفیانه ده، په شخصي شرایطو کې په دودیز ډول له ښوونکو څخه پرمختللي پوهانو ته لېږدول شوې ده. ډېری د کابالې اړوند سرچینو د شمېټوټ یادونه کوي – چې د تخلیق کایناتي دورې د یوګاس هندي مفهوم ته ورته دی. د نشمنایډس مرید/شاګرد، د عکا نومې ځای اسحاق بن صموئیل، د ۱۳ پېړۍ یو مشهور کابالیست، په دې نظر دی چې کاینات نږدې ۱۵ میلیارده کلونه عمر لري. د شمېټوت د روایت له مخې، پیدایښت یوازې د اوسني دور په اړه په څرګند ډول خبرې کوي، په داسې حال کې چې د پخوانیو کایناتي دورو په اړه مالومات د متن په باطني او محرمانه لوستلو کې پټ دي.[۱۶]
د کلاسیک یهودي مفسرینو ترمنځ د انجیل د تخلیق کیسې لفظي تفسیر غیرمعمولي دی. له همدې امله د انجیل مفسر ابراهیم بن عزرا (۱۱ پېړۍ) لیکلي:
که په تورات کې داسې څه راښکاره شي چې له دلیل سره تضاد ولري… نو دلته باید د حل لاره په یوه کنایي تفسیر کې ولټوو… د بېلګې په توګه: د ښه او بد د پوهې د شجرې روایت یوازې په انځوریز مفهوم پوهېدلای شي.
د پام وړ استثناءاتو څخه یوه استثناء ښایي د روش هاشناه لیکلي اثر په اړه د توصافیست په اړه تبصره وي، چېرته چې د پیدایښت د لفظي لوستلو سره سم د تخلیق زمانې ته اشاره کېږي. غیر لفظي چلند د ډېرو له خوا په عصري ارتودوکس یهودیت او د هاردي یهودیت ځینې برخو کې د احتمالي چلند په توګه منل شوی دی.[۱۷]
راشي، د هغه آیتونو په اړه چې د تخلیق ورځې تشرېح کوي، د هغه د تبصرې پرمهال،ورېځ دوی ته د دقیقو ورځو په اړه تدریس کوي، د هغه تبصرو ترڅنګ د پیدایښت کتاب د لومړي څپرکي په اړه د خپل بحث څخه ملاتړ کوي چې یادونه کوي چې ټوله نړۍ په یوځل جوړه شوې، د ادم د راڅرګندېدلو څخه وړاندې د شتون هیڅ موده نه ده ذکر شوې.
په ۱۳مه پېړۍ کې، د عکا یهودي عالم اسحاق بین صموئیل دا ځیرکي وکړه چې، د انسان له پیداکېدلو مخکې د سباتي دورې موجودې وې، نو د آدم او حوا څخه دمخه وخت باید په الهي کلونو، نه په انساني کلونو سره اندازه شي. د زبور ۹۰:۴ یادونه کوي: "ستا په نظر زر کلونه د تېرې ورځې په څېر دي چې تېره شوه او په شپه کې د څوکیدار په څېر دي." د لیونات هاساپر په څېر،هغه دا وګڼله چې موږ په اوومه سباتي دوره کې اوسواو له همدې امله پورتنۍ شمېرې ۴۲۰۰۰ کلونه ونیول او دا یې بیا له ۳۶۵۲۵۰ سره ضرب کړل.(هغه د ۳۶۵.۲۵ ورځو کال کاراوه)، څو د ادم علیه السلام د پیدایښت پرمهال د کائینانو ۱۵،۳۴۰،۵۰۰،۰۰ کلونوعمر ترلاسه کړي. [۱۸][۱۹]
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)