تاریخي اړیکې: د څه باندې ۱۵ پېړیو لپاره، د جاپان او کوریا تر منځ اړیکې د کلتوري او اقتصادي راکړې ورکړې وي، چې ورسره جوخت سیاسي او پوځي مخامختیاووې یې هم درلودي. په لرغونې دوره کې، د جاپان او د اسیا له اصلي خاورې تر منځ کلتوری او نظریاتي راکړه ورکړه د مهاجرت، دپلوماتیکو اړیکو او سوداګرۍ پر مټ تر سره کېده. د تاریخي پوځي مخامختیاوو پر اړه تاوتریخوالی لا اوس هم پر عصري اړیکو باندې اغېزه لري. کیوټو ته نږدې د میمیزوکا مجسمه چې له ۱۵۹۲ تر ۱۵۹۸ کال پورې پر کوریا باندې د جاپانیانو له خوا د برید له امله د ۳۸۰۰۰ وژل شوو کوریایانو د بدن هډوکي په ځان کې لري.
د دویمې نړیوالې جګړې اړیکې: له ۱۹۴۵ کال را وروسته، د دریو هېوادونو تر منځ اړیکې ښکېلې وي: شمالي کوریا، سویلي کوریا او جاپان. جاپان د کوریا کنټرول په ۱۹۱۰ کال کې د جاپان او کوریا د یو ځای کېدو د تړون له مخې په لاس کې واخیست. کله چې په دویمه نړیواله جګړه کې جاپان ماتې وخوړه، و شوروي ځواکونو د شمالي کوریا او امریکايي ځواکونو د سویلي کوریا کنټرول تر لاسه کړ. سویلي کوریا د ۱۹۴۵ کال د اګسټ له ۱۵مې او شمالي کوریا د ۱۹۴۵ کال د سپټمبر له ۹مې راهیسې خپلواک هېوادونه شول. شمالي کوریا پر سویلي کوریا برید وکړ او ټوله سویلي کوریا یې ونیوله، خو د ملګرو ملتونو په مشرۍ د سویلي کوریا، امریکايي، اروپايي او نورو ځواکونو په مټ بېرته په شا وتمبول شول او نږدې وه چې شمالي کوریا بېرته ونیسي او ملګرو ملتونو غوښتل چې کمونیزم هلته له منځه لاړ شي، خو د چین ځواکونو جګړې ته را ودانګل او د ملګرو ملتونو په مشرۍ ځواکونه یې اړ کړل چې له شمالي کوریا څخه ووځي او بالاخره د ۳۸ موازي کرښې پر سر په یوه پوځي بن بست سره جګړه پای ته ورسېده. په ۱۹۵۳ کال کې پر یوه اوربند هوکړه وشوه چې تر نن ورځې پورې پر خپل ځای پاته دی او همغه د اوربند د وخت لومړۍ کرښه تر نن ورځې پورې د شمالي او سویلي کوریا تر منځ رسمي پوله ده.[۱][۲]
له جګړې وروسته اړیکې: د جاپان او سویلي کوریا تر منځ دپلوماتیکي اړیکې په ۱۹۶۵ کال کې رامنځته شوي. د ۲۰۰۰مې لسیزې په لومړیو کلونو کې، د جاپان او سویلي کوریا اړیکې هغه وخت خړې پړې شوې کله چې د جاپان لومړي وزیر جونیچیرو کویزومي د یاسوکوني له معبد څخه د خپلې دورې پر مهال هر کال لیدنه کوله، کوم چې د جنګي جنایتکارانو د لرلو له امله بحث پارونکی دی. سربېره پر دې، د سویلي کوریا د اولیونګډو ټاپو او د جاپان د اوکي ټاپوګانو تر منځ د پرتو لیانکورټ ډبرو (چې په کوریا کې د «ډوکډو» په نوم پېژندل کېږي) د مالکیت د ادعا په اړه هم کله نا کله شخړې دوام لري. د دوه اړخیزو او شپږ اړخیزو خبرواترو له لارې د شمالي کوریا او جاپان تر منځ په ۱۹۷۰یمه او ۱۹۸۰یمه لسیزه کې د شمالي کوریا د دولت له خوا د تښتول شوو جاپاني وګړو په اړه خبرې هم دوام لري، که څه هم دا دواړه هېوادونه په خپل منځ کې هېڅ راز دپلوماتیکي اړیکې نه لري. جاپان د یوه خپلواک هېواد په توګه شمالي کوریا په رسمیت نه پېژني.
په وروستیو لسیزو کې، د جاپان او دواړو کوریاګانو تر منځ د تاریخ او تاریخي درسي کتابونو په اړه اړیکې ترینګلي شوي دي. دې بحثونو نشنلیستي غرور او خصومت پیاوړی کړی دی، چې له امله یې ښوونکي او پروفیسوران د هغو پېښو په اړه چې څه باندې نیمه پېړۍ یا دوه زره کاله وړاندې پېښې شوې وي په یوه فکري جګړه پر سرتېرو اوښتي دي. په دې اړه یوې هوکړې رسېدو لپاره ټولې هڅې له ماتې سره مخ شوي دي. په ورته وخت کې په لویدیځو هېوادونو کې بیا تاریخ لیکنه ډېر کم د بحث وړ، ډېر کم سیاسي او زیاتره مطالعاتي بڼه لري. په ۲۰۱۳ کال کې د یو لړ سروې ګانو له مخې ویل شوي دي چې ۹۴ سلنه کوریایان پر دې اند دي چې جاپان «له خپلو تېرو تېروتنو څخه پښېمانه نه دی»، په داسې حال کې چې ۶۳ سلنه جاپانیانو بیا ویلي دي چې د کوریاګانو له خوا دا غوښتنه چې جاپان دې بښنه وغواړي «د درک وړ خبره» نه ه.[۳][۴][۵]
د جاپان او کوریا اړیکې دوه زره کلنه تاریخچه لري. له میلاد نه وړاندې په درېیمه پېړۍ کې، د دریګوني پاچاهي (ګوګوریو، بیکجي او سیلا) او د کوریا ټاپووزمې د ګایا خلکو سویلي خوا د جاپان د کیوشو سیمې ته کډه وکړه. جاپان ته د اسیا د اصلي خاورې پوهه د کوریا له لارې ولېږدیدله. د وې د کتاب د توضیحاتو له مخې، په جاپان کې د یاماتي-کوکو پاچاهي او د هان د څلورو قومندانانو تر منځ د درېیمې پېړۍ شاوخوا دپلوماتيکي اړیکې موجودي وي. له پولو هاخوا د سیاسي نفوذ په اړه نښانې شته، خو دا چې دا سیاسي نفوذ کومې خوا ته جریان درلود، بېلابېل توضیحات راغلي دي. بودیزم د کوریا له همدې پاچاهۍ څخه جاپان ته ور معرفي شو. د کوریا د دریګوني پاچاهي پر مهال، بیکجي او سیلا خپل شهزادګان د یاماټو دربار ته د پوځي ملاتړ په بدل کې لېږل تر څو د ۴۰۰ میلادي کال شاوخوا د دوی تر منځ د پیل شوو پوځي کمپاینونه چې لا پخوا پیل شوي و، ادامه ومومي. تاریخ لیکونکي پر دې اند دي چې په څلورمه او پنځمه پېړۍ کې، بیکجې او سیلا د پوځي او سیاسي مرستې په بدل کې خپلې اقتصادي، کلتوري او تکنالوژيکي مرستې په منظم ډول جاپان ته استولې، ځکه چې د یاماټو دربار د تکنالوژيکي او کلتوري پرمختګ غوښتونکی و په داسې حال کې چې بیکجې او ګایا دولتونه بیا د سیلا او ګوګوریو دولتونو پر وړاندې جګړه کې د جاپان د پوځي مرستې په لټه کې و. جاپان ته د بیکجې او بیکجې ته د جاپان د ماموریتونو اسناد ښیي چې له دې لارې دوی دواړو خپل موقعیت لا پسې پیاوړی کړ، ځکه چې جاپان ته د بیکجې زیاتره ماموریتونو کې د متخصصینو (لکه راهبانو او پوهانو)، بودايي توکو، کتابونو او بېلابېلو درملو لېږل شامل و، په داسې حال کې چې جاپان په منظم ډول سره په زرګونو سرتېرې، په سلګونو اسان او زیات شمېر کښتۍ ور لیږلې. وروسته بیا بیکجې د جاپان د تر ټولو محبوب شریک په توګه خپل اهمیت له لاسه ورکړ او هغه هم په دې خاطر چې د ګوګوریو او سیلا په پرتله یي نسبي کموالی وموند او همداشان د سوی سلسلې له خوا د چین د یووالي له امله.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
د بیکجې وروستی پاچا، یوجا (چې له ۶۴۱ تر ۶۶۰ پورې پاچا و)، له جاپان سره یې یو ایتلاف رامنځته کړ او شهزاده بویو پونګ او پاچا زانکو یې هلته د میلمنو په توګه وساتل. په ۶۶۰ کال کې، بیکجې هغه مهال ماتې وخوړه چې کله سیلا پرې برید وکړ، کوم چې د چین د ټانګ یو متحد و. د بیکجې ماتې خوړل د یاماټو د دربار له سملاسي غبرګون سره مخ شو، ځکه چې هغوی بیکجه د خپل اوږدمهاله یووالی او همداشان د حاکمو ډلو تر منځ د ودونو د اوږدې سابقې له مخې خپل نږدې متحد هېواد باله. د خپل اصلي متحد له لاسه ورکول ډېر لوی تاوان و چې سترواکې سایمي یې په اړه داسې ویلي دي:[۱۹]
«موږ پوهیږو چې په لرغونو زمانو کې داسې موارد هم و چې دوی له موږ څخه سرتېرې او مرسته غوښته: تر څو په بېړنیو حالاتو کې حالات بېرته کابو کړي او هغه څه چې یې له لاسه وتلي و هغه بېرته تر لاسه کړي، چې دا ټول د یوه اساسي عادي حق ښکارندو و. د بیکجې خاوره بالاخره موږ ته راغله او ځان یې موږ ته وسپاره. په دې اړه زموږ تصمیم نه ماتیدونکی ده. موږ به خپلو جنرالانو ته ځانګړی امر ورکړو چې له سلو لارو څخه مخ پر وړاندې ولاړ شي».[۲۰]
د بیکجې پخوانی جنرالانو له هغې ډلې ګویسیل بوکسین له جاپان وغوښتل چې شهزاده بویو پونګ بېرته را ستون کړي او له جاپان څخه یې د پوځي مرستې غوښتنه وکړه. جاپان هم خپل ځواب د کوریا ټاپو ته د لسګونو زرو ځواکونو او د ځینو ادعاګانو له مخې زر جاپاني بېړۍ د بیکجې په ملاتړ لپاره ور ولیږلې.[۲۱]
김달수의 《일본 열도에 흐르는 한국 혼》에 의하면 고대 한반도의 고구려․백제․신라․가야국으로부터 일본 열도로의 이동이 시작된 것은 기원전 3세기, 일본의 이른바 야요이(彌生)시대부터였다고 한다.
{{cite web}}
: CS1 maint: archived copy as title (link)