د متحده ايالتونو د ۴۳ ولسمشر په توګه د جورج ډبليو بوش د واک دوره، د ۲۰۰۱ ز کال د جنوري پر ۲۰ مه نېټه په لومړنۍ پرانيستې مراسمو سره پيل او د ۲۰۰۹ ز کال د جنوري پر ۲۰ مه پای ته ورسېده. جمهوري غوښتونکي بوش چې له تکزاس څخه دی، له خپل ديموکراتيک لازم مرستيال ولسمشر Al Gore څخه د ۲۰۰۰ ز کال په ولسمشريزو ټاکنو کې له يوې حساسې او نازکې بريا څخه وروسته واک تر لاسه کړ. څلور کلونه وروسته د ۲۰۰۴ ز کال په ولسمشريزو ټاکنو کې يې د ديموکرات ډلې نوماند John Kerry ته ماتې ورکړه او يو ځل بيا ولسمشر شو. بوش د ۲۰۰۸ ز کال ولسمشريزې ټاکنې جمهوري غوښتونکي Barack Obama ته وبايللې او نوموړی يې ځايناستی شو. ۴۳ ولسمشر بوش د متحده ايالتونو د ۴۱ ولسمشر George H. W. Bush تر ټولو مشر زوی دی.
يوه پرېکنده پېښه چې د بوش ادارې ته يې نوې بڼه ورکړه، د ۲۰۰۱ ز کال سپټمبر پر ۱۱ باندې تروريستي بريدونه وو. د بريدونو په پايله کې د امريکا پارلمان د متحده ايالتونو د کورني امنيت څانګه رامنځته کړه او بوش د تروريزم پر وړاندې نړيواله جګړه اعلان کړه. نوموړي د طالبانو او القاعده تروريستې ډلې د له منځه وړلو او اسامه بن لادن د نيولو لپاره پر افغانستان باندې د يرغل امر وکړ. هغه د شکمنو تروريستانو څارنې ته د واک ورکولو په موخه د هېواد پالنې کړکېچن قانون هم لاسليک کړ. بوش په ۲۰۰۳ ز کال کې د عراق د بريد امر وکړ، چې دليل يې د صدام حسين نظام د عامه ويجاړۍ وسلو درلودل و. د بوش پر ادارې سخته نيوکه هغه مهال راپورته شوه، چې نه په عراق کې د WMD زېرمې وموندل شوې او نه له القاعده سره د عملياتي اړيکو جوت ثبوت. د سپټمر له ۱۱ مې څخه وړاندې، بوش د ۱،۳ تريليون مالي کسر خپرونې او د No Child Left Behind Act [هيڅ کوچنی د قانون تر شا نه دی پاتې] په نوم د زده کړو د ستر بيل له امله تر فشار لاندې راغلی و. نوموړی په ټولنيز ډول د محافظه کارو هڅو، لکه Partial-Birth Abortion Ban Act او د برخليک پر بنسټ د مرستندويه نوښتونو لپاره هم تر فشار لاندې و. همدارنګه نوموړي په ۲۰۰۳ ز کې Medicare Prescription Drug [د طبي پاملرنې] درملو، د هغې ودې او د عصري کولو قانون لاسليک کړ، چې د طبي پاملرنې D برخه يې (Medicare Part D) رامنځته کړه.
د خپلې دويمې دورې پر مهال، بوش د خپلواکې سوداګرۍ ګڼو هوکړو ته ورسېده او په برياليتوب سره يې John Robert او Samuel Alito سترې محکمې ته نوماندان کړل. نوموړي د ټولنيز خونديتوب او کډوالۍ قوانينو اړوند ستر بدلونونه غوښتل، مګر دواړه هڅې يې بې پايلې شوې. په افغانستان او عراق کې جګړې دوام وکړ او په ۲۰۰۷ ز کال کې یې پرېمانه ځواکونه عراق ته واستول. Hurricane Katrina او د متدحه ايالتونو د وکيلانو شخړې اېستلو [اخراج] پر وړاندې د بوش ادارې ځواب د تاييد اندازو په لوېدنو تر نيوکې يا بريد لاندې راغی. په مالي بازارونو کې يوې نړيوالې ماتې، د نوموړي دندې وروستۍ ورځې تر تسلط لاندې راوړې. په دې ورځو کې تګلاره جوړوونکو د يوه ستر اقتصادي ناورين د مخنيوي په اړه فکر وکړ او ولسمشر بوش، له مالي بنسټونو څخه د زهري پانګو پېرلو په موخه، د Troubled Asset Relief Program (TARP) [د کړکېچنې پانګې د هوساينې خپرونه] رامنځته کړه.
د متحده ايالتونو د ۴۱ ولسمشر George H. W. Bush مشر زوی جورج ډبليو بوش د تکزاس ايالت د ۱۹۹۴ ز لومړنيو ټاکنو کې په خپلې بريا سره په خپل حق کې د ولسمشريز سيال په توګه راڅرګند شو. د تکزاس ايالت د ۱۹۹۸ ز کال لومړنيو ټاکنو کې په ستر توپير له بيا ټاکنې ګټلو څخه وروسته، بوش د ۲۰۰۰ ز کال ولسمشريزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ډلې نوماندۍ لپاره سيالۍ کې په پراخ ډول تاييد شوی مقابل سيال شو. د ۲۰۰۰ ز کال له ټاکنو څخه وړاندې کلونو کې بوش د ملاتړ اړخ اقتصاد ساتندوی (مدافع وکيله) Lawrence B. Lindsey او د باندينۍ تګلارې متخصصې Condoleezza Rice په ګډون د سلاکارانو د يوه ثابت بنسټ کېښود. ولسمشر بوش د Karl Rove او Ken Mehlman په مشرۍ مالي ډلې سره د نورو راتلونکو جمهوري غوښتونکو نوماندانو په خلاف لارښوده مالي ګټه جوړه کړه. که څه هم ځينو نامتو جمهوري غوښتونکو د بوش پر وړاندې له سيالۍ لاس واخيست، مګر د اريزونا سناتور McCain يوه ژوندۍ سيالي پيل کړه، چې د زياتو اعتدال غوښتونکو او د باندينۍ کړنلارې مشرانو له لوري يې ملاتړ وشو. په سويلي کارولينا کې د McCain د لومړنيو پايلو بايلنې په اغېزناک ډول د ۲۰۰۰ ز کال جمهوري غوښتونکو لومړنۍ پایلې پای ته ورسولې او بوش د جمهوري غوښتونکي ملي کنواسيون،د ۲۰۰۰ ز کال ولسمشرۍ لپاره په رسمي ډول نوماند شو. نوموړي د دفاع پخوانی منشي Dick Cheney د خپلو ټاکنيزو مبارزو ملګری [مشر] وټاکه. که څه هم Cheney لږې ټاکنيزې ويناوې وکړې او روغتيايي ستونزې يې لرلې، مګر بوش باور درلود چې د چيني پراخه تجربه به نوموړی [چيني] يو د ارزښت وړ واکمن ملګری جوړ کړي. [۱][۲]
ديموکراتانو د ولسمشر بېل کلېنټن په محدودې دورې سره مرستيال ولسمشر Al Gore د ولسمشرۍ لپاره نوماند کړ. د بوش ټاکنيزو مبارزو، د کلينټن سرچپه د خپلو نوماندانو په ځانګړتيا باندې ټينګار وکړ، چې ښاغلی کلېنټن د Lewinsky په رسوايۍ ورګډ شوی و. بوش په اکتوبر کې له وروستۍ مناظرې څخه وروسته تر لاسه کړيو ځينو pools کې يو بنسټيزه مشري تر لاسه کړه، مګر د بوش د ۱۹۷۶ DUI نيولو رابرسېره کېدنې د نوموړي د ټاکنېزې مبارزې د حرکت ځواک له پښو وغورځاوه. د ټاکنو د شپې په پای کې فلورېدا په ټاکنو کې د مهم يا کليدي ايالت په توګه راښکاره شوه او هر نوماند چې دا ايالت ګټلی وی، کېدای شي ولسمشري يې ګټلی وی. بوش د ټاکنو د شپې په پای کې په رايه کې يوه خورا نرۍ يا حساسه مشري تر لاسه کړه، چې د خپل کارې بيا شمېرنې تر سره کولو غوښتنه يې کوله. د فلوريدا سترې محکمې د يوې برخې د لاسي بيا ګڼلو (بيا شمېرنې) امر وکړ، مګر متحده ايالتونو سترې محکمې په اغېزناک ډول د بوش او Gore په قضيه کې د مساوي خونديتوب پر برخو باندې د پړاو د پای ته رسولو امر وکړ، چې بوش يې په ايالتي او عمومي دواړو ټاکنو کې بريالی پرېښود [اعلان کړ]. که څه هم Gore له نږدې څخه د ټول هېواد د عمومي رايې له ډلې ډېرې رايې وګټلې، مګر بوش د نوموړي د ۲۶۶ رايو پر وړاندې د ۲۷۱ رايو په ګټلو سره ولسمشريزې تاکنې وګټلې. د همدې وخت په پارلماني ټاکنو کې جمهوري غوښتونکو په مجلس کې په پرتليز ډول لږ زيات اکثريت تر لاسه کړ، مګر په سنا کې يې ۵ چوکۍ له لاسه ورکړې، چې په دې سره يې په سنا کې د ۵۰ جمهوري غوښتونکو او ۵۰ ديموکراتانو جوړېدلو سره د غړو توازن رامنځته کړ. [۳]
د بوش کابينه | ||
دنده | نوم | دوره |
ولسمشر | George W. Bush | 2001–2009 |
مرستيال ولسمشر | Dick Cheney | 2001–2009 |
د دولت وزير | Colin Powell | 2001–2005 |
Condoleezza Rice | 2005–2009 | |
د خزانې وزير | Paul H. O'Neill | 2001–2002 |
John W. Snow | 2003–2006 | |
Henry Paulson | 2006–2009 | |
د دفاع وزير | Donald Rumsfeld | 2001–2006 |
Robert Gates | 2006–2009 | |
لوی څارنوال | John Ashcroft | 2001–2005 |
Alberto Gonzales | 2005–2007 | |
Michael Mukasey | 2007–2009 | |
دکورنیو چارو وزير | Gale Norton | 2001–2006 |
Dirk Kempthorne | 2006–2009 | |
د کرنې وزير | Ann Veneman | 2001–2005 |
Mike Johanns | 2005–2007 | |
Ed Schafer | 2008–2009 | |
د سوداګرۍ وزير | Donald Evans | 2001–2005 |
Carlos Gutierrez | 2005–2009 | |
د کار وزير | Elaine Chao | 2001–2009 |
د روغتيايي او انساني خدمتونو وزير | Tommy Thompson | 2001–2005 |
Mike Leavitt | 2005–2009 | |
د کور جوړونې او ښاري ودې وزير | Mel Martínez | 2001–2003 |
Alphonso Jackson | 2003–2008 | |
Steve Preston | 2008–2009 | |
د لېږد رالېږد (ترانسپورت) وزير | Norman Mineta | 2001–2006 |
Mary Peters | 2006–2009 | |
د انرژي وزير | Spencer Abraham | 2001–2005 |
Samuel Bodman | 2005–2009 | |
د پوهنې وزير | Rod Paige | 2001–2005 |
Margaret Spellings | 2005–2009 | |
د ديپلوماتيکو چارو وزير | Anthony Principi | 2001–2005 |
Jim Nicholson | 2005–2007 | |
James Peake | 2007–2009 | |
د کورني امنيت وزير | Tom Ridge | 2003–2005 |
Michael Chertoff | 2005–2009 | |
د چاپيريال ساتنې استازولۍ اداره | Christine Todd Whitman | 2001–2003 |
Mike Leavitt | 2003–2005 | |
Stephen Johnson | 2005–2009 | |
د ادارې او بودېجې دفتر رئيس | Mitch Daniels | 2001–2003 |
Joshua Bolten | 2003–2006 | |
Rob Portman | 2006–2007 | |
Jim Nussle | 2007–2009 | |
د متحده ايالتونو د سوداګرۍ استازولي | Robert Zoellick | 2001–2005 |
Rob Portman | 2005–2006 | |
Susan Schwab | 2006–2009 | |
د ملي درمل اداره کولو تګلارې د دفتر رئيس | John Walters | 2001–2009 |
د دفتر رئيس | Andrew Card | 2001–2006 |
Joshua Bolten | 2006–2009 |
د سپينې ماڼۍ د يوه پياوړي دفتر رئيس د نظريې په رد کولو سره بوش د لوړ پوړو چارواکو راپور درلود، چې د دفتر رئيس Andrew Card په پرتله هغه ته ډېر په سيده ډول و. مرستيال ولسمشر Cheney په خپله د بوش تر څنګ په سپينې ماڼۍ کې د تر ټولو پياوړي شخص په توګه راڅرګند شو. بوش سپينې ماڼۍ ته د جګپوړي قانونپوه Karen Hughes، جګپوړي سلاکار Karl Rove، حقوقي سلاکار Alberto Gonzales او د دفتر منشي Harriet Miers په ګډون ځيني هغه اشخاص راوړل، چې په تکزاس کې يې د ده ترلاس لاندې کار کړی و. د سپينې ماڼې په نورو مهمو ګومارنو کې Margaret Spellings د کورنۍ تګلارې سلاکار په توګه، Michael Gerson د مشر ويناليکونکي په توګه او Joshua Bolten او Joe Hagin د سپينې ماڼۍ د دفتر مرستيال رئيسانو په توګه ټاکل شاملېږي. Paul H. O’Neill چې د Gerald Ford تر لاس لاندې يې د OMB د مرستيال رئيس په توګه خدمت کړی و، د خزانې رئیس په توګه ټاکل شوی و، په داسې حال کې چې د Messouri ايالت سناتور John Ashcroft لوی څارنوال ټاکل شوی و. [۴][۵][۶]
دا چې بوش د بانديني سياست لږه تجربه لرله، نو ګومارنې به يې کېدای شي، د خپلې دورې پر مهال د متحده ايالتونو باندينۍ تګلارې ته په بڼې ورکولو کې يوه مهمه ونډه ولوبوي. د بانديني سياست يا تګلارې لپاره د نوموړي غوره ګومارل شوي اشخاص، د هغه د پلار په اداره کې هم کار کړی و: مرستيال ولمشر Cheney د دفاع وزير و، د ملي امنيت سلاکاره کونډوليزا رايس د ملي امنيت شورا کې خدمت کړی و او مرستيال رئيسانو Paul Wolfowitz او Richard Armitage هم په مهمو برخو کې خدمت کړی و. د دولت وزير Colin Powell د لومړي بوش په دوره کې د Joints Chiefs of Staff [د دفتر ګډ رئيس] په توګه خدمت کړی و. بوش د پاول ډېره ستاينه کړې وه او مخکينی عمومي د ياد موقف لپاره د بوش لومړنۍ ټاکنه وه. د دفاع وزير Donald Rumsfeld چې د Ford ادارې پر مهال يې په همدې دنده کې خدمت کړی و، د ملي امنيت په ډله کې د مهمو يا کليدي څېرو په توګه يو ځل بیا راوګرځېد. Cheney او Rumsfeld چې دواړو د Ford اداره خدمت کړی و، د بوش د لومړۍ دورې پر مهال د بانديني سياست مخکښو څېرو په توګه راڅرګند شول. [۷][۸][۹]
O’Neill چې د عراق جګړې مخالفت يې وکړ او وېرېده، چې د بوش له لوري د ماليې کمښت به د عاېداتو د کسر سبب شي، پر ځای يې د ۲۰۰۳ ز کال په فبروري کې John W. Snow وټاکل شو. Colin Powell چې د بوش ادارې د پرېکړو په ځانګړي ډول د عراق جنګ تر سره کولو خوابدی کړی و، د ۲۰۰۴ ز له ټاکنو څخه وروسته يې دنده پرېښوده. Rice د نوموړي ځايناستې شوه، په داسې حال کې چې وروسته د ملي امنيت مرستيال سلاکار Stephen Hadley د راېس پخوانۍ دنده تر لاسه کړه. د ۲۰۰۴ ټاکنو څخه وروسته، د بوش ډېری لوړ پوړي غړي پر خپلو دندو پاتې شول، که څه هم Spellings د پوهنې وزير په توګه له کابينې سره يو ځای شو او Gonzales د Ashcroft پر ځای لوی څارنوال شو. د ۲۰۰۶ ز کال په لومړيو کې Card د Duai Ports World [دوبۍ بندرونو نړۍ] کړکېج او د سپينې ماڼۍ د ځينو ناخوښه نوښتونو له امله سپينه ماڼۍ پرېښوده او پر ځای يې Joshua Bolten وټاکل شو. Bolten د Rove ځيني مسؤليتونه رابرسېره کړل او د Goldman Sachs مشر Henry Paulson يې د Snow پر ځای، د خزانې وزير په توګه دندې کولو ته وهڅاوه. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
د ۲۰۰۶ ز کال له ټاکنو څخه وروسته، د Rumsfeld پر ځای د مرکزي استخباراتو ( CIA) رئيس Robert Gates وټاکل شو. د کارکوونکو راپارونو Rice د بوش اداره کې يو له نامتو اشخاصو څخه کړه او نوموړې د بوش د دويمې دورې بانديني سياست په لارښوونه کې پياوړې ونډه ولوبوله. Gonales او Rove دواړو په ۲۰۰۷ ز کال کې، د متحده ايالتونو د وکيلانو د ګوښه کولو په پام کې نيولو سره، وروسته له کړکېچ څخه دندې پرېښودې او د فدرال پخوانی قاضي Michael Mukasey د ګونزېلس ځايناستی شو. [۱۶][۱۷][۱۸]