د رونالډ ریګان ولسمشري

د متحده ایالاتو د ۴۰ م ولسمشر په توګه د رونالډ ریګان د واک دوره د ۱۹۸۱ ز کال د جنوري په ۲۰ مه نېټه د هغه له لومړۍ لوړې پیل او د ۱۹۸۹ ز کال د جنوري تر ۲۰ مې یې دوام وکړ. له کلیفورنیا ایالت څخه جمهوري غوښتونکی ریګان وروسته له هغه چې د ۱۹۸۰ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې برحاله ولسمشر جیمي کارتر ته په غوڅ اکثریت ماته ورکړه، واک ته ورسېد. څلور کاله وروسته د ۱۹۸۴ ز کال په ټاکنو کې هغه دیموکرات والټرمونډېل هم په غوڅ اکثریت مات کړ. د ریګان ځای ناستی د هغه مرستیال جورج.ایچ. ډبلیو بوش شو، هغه چې د ریګان په ملاتړ یې د ۱۹۸۸ ز کال ولسمشریزې ټاکنې وګټلې.

په کور دننه، د ریګان ادارې د پوځي لګښتونو او فدرال مقرراتو په راکمولو سره په لویه کچه د مالیاتو کمښت تصویب کړ. د هغه د ادارې اقتصادي سیاست چې د «ریګانومیکس» په نوم پېژندل کېږي، د اقتصاد د عرضې له اړخه یې الهام اخیست. د مالیاتو کمښت او د دفاعي لګښتونو زیاتوالی په بودیجه کې د کسر لامل وګرځېد، چې له امله یې د نوموړي د ولسمشرۍ پر مهال د فدرال پورونو کچه په پام وړ ډول لوړه شوه. ریګان د ۱۹۸۶ ز کال د مالیاتي اصلاحاتو قانون (چې مالیاتي کوډ یې د نرخونو په راکمولو او د څو مالیاتي معافیتونو په له منځه وړلو سره اسانه  کړ) او د کډوالۍ د اصلاحاتو او کنټرول قانون (چې د متحده ایالاتو د کډوالۍ په قانون کې یې پراخ بدلونونه رامنځته او درې میلیونه غیرقانوني کډوال یې له مخې معاف شول) یې لاسلیک کړل. ریګان د نورو ولسمشرانو په پرتله، د سترې محکمې د څلورو قاضیانو په ګډون ګڼ شمېر فدرال قاضیان وګومارل.

د ریګان بهرنی سیاست، په کلکه سره د کمونیزم ضد و، د هغه د عمل پلان چې د ریګان د دوکتورنیو په نوم پېژندل کېږي، موخه یې د سړې جګړې د پای ته رسولو په موخه په نړیوال ډګر کې د شوروي اتحاد د اغېز کمول و. د دغو دکتورینو له مخې د ریګان دولت د متحده ایالاتو د پوځي ځواک په زیاتولو لاس پورې کړ، د توغندیو دفاعي سیسټمونو ته یې وده ورکړه او په ۱۹۸۳ ز کال کې یې په ګرانادا برید وکړ چې د ویتنام جګړې له پای ته رسېدو وروسته د متحده ایالاتو ځواکونو لومړی تر ټولو لوی برید و. د دولت د ننه له یو شمېر ملیشه ډلو سره په ځانګړې توګه په جګړه ځپلې مرکزي امریکا او افغانستان کې د مرستې له امله چې د کیڼ اړخو دولتونو د چپه کولو په برخه کې یې هڅې کولې؛ جنجالونه رامنځته شول. په ځانګړې توګه هغه مهال چې په نیکاراګوا کې د دغه هېواد د سوسیالیست حکومت د چپه کولو په موخه د جګړه کوونکې کانټرا ملیشې ډلې سره د مالي ملاتړ په موخه  له ایران سره د ریګان د ادارې د وسلو پټه معامله افشا شوه؛ له ګڼ شمېر غبرګونونو او د یو شمېر دولتي چارواکو د استعفا لامل وګرځېده. ریګان په خپله دویمه ولسمشریزه دوره کې د شوروي اتحاد له مشر میخایل ګورباچوف سره د ښو اړیکو په لټه کې و او دواړو مشرانو د وسلو د کنټرول مهمه هوکړه، چې د INF هوکړې په نامه پېژندل کېږي لاسلیک کړه.

په ۱۹۸۹ ز کال کې د واک د پرېښودو پر مهال، رېګان ۶۸ سلنه محبوبیت درلود. د منلو دغه کچه د فرانکلن روزولت او وروسته د بیل کلینټون له کچې سره برابرېدله چې په معاصر مهال کې د واک پرېښودو پر مهال د یو ولسمشر د محبوبیت تر ټولو لوړه کچه ده. تاریخ لیکونکي او سیاسي پوهان په ټولیز ډول ریګان د منځنۍ کچې څخه د لوړ ولسمشر په توګه درجه بندي کوي. په عمومي بحثونو باندې د ریګان د اغېز او هم له امریکايي محافظه کارۍ څخه د نوموړي د ملاتړ له امله یو شمېر تاریخ لیکونکي د هغه د ولسمشرۍ مهال او له ولسمشرۍ وروسته  دوره، د ریګان د دورې په توګه توصیف کوي.[۱]

بهرنۍ چارې

[سمول]

د سړې جګړې زیاتوالی

[سمول]

ریګان د کړکېچونو د کمولو له پالیسۍ (policy of détente) څخه په پر شا کېدو چې په ۱۹۷۹ ز کال کې په افغانستان باندې د شوري اتحاد له برید وروسته رامنځته شوې وه، سړې جګړې ته زور ورکړ. ریګان له دې وېرېده چې شوروي اتحاد به د متحده ایالاتو پوځي ځایګی ونیسي؛ له همدې امله د هغه ادارې هیله درلوده چې د پوځي لګښتونو زیاتوالی به د متحده ایالاتو پوځي مخکښتوب خوندي او د شوروي اتحاد د اقتصاد د کمزورتیا لامل به وګرځي. ریګان په پراخه کچه د متحده ایالاتو د ځواکونو جوړولو امر ورکړ، د B-1 Lancer او B-2 Spirit بم غورځونکو الوتکو، کروز توغندیو، MX توغندیو او د سمندري ځواکونو د ۶۰۰ بېړیو لپاره یې بودیجه ځانګړې کړه. د شوروي اتحاد د SS-20 توغندییز سیستم د نصب کولو په غبرګون کې ریګان په لویدیځ جرمني کې د ناټو د پرشینګ توغندییز سیستم له نصب نه څارنه کوله. ولسمشر ریګان په کلکه سره شوروي اتحاد او کمونیزم له اخلاقي پلوه محکوم کاوه او شوروي اتحاد یې یوه «شیطاني سترواکي» بلله. په دغه ډول لفظي شخړو سربېره، د ریګان ادارې د «START» په اډانه کې د وسلو د کنټرول خبرو ته دوام ورکاوه. په ۱۹۷۰ مه ز لسیزه کې د «SALT»  هوکړو پر خلاف، چې د اټومي وسلو لپاره پورتنۍ وروستۍ کچه ټاکلې وه، د START هوکړې له دواړو خواوو غوښتل، چې په خپل لاس کې شته اټومي وسلې را کمې کړي.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د ۱۹۸۳ ز کال په مارچ میاشت کې ریګان د ستراتیژیکې دفاع طرح (SDI) معرفي کړه، هغه دفاعي پروګرام چې د ستراتیژیکو اټومي بالیستیک توغندیو له برید څخه د متحده ایالاتو د خوندیتوب په موخه په کې د ځمکنیو او فضایي سیسټمونو څخه په کې ګټه اخیستل کېده. ریګان باور درلود چې دغه دفاعي سپراو ډال به اټومي جګړه ناشونې کړي. ګڼ شمېر ساینس پوهانو او د ملي امنیت کارپوهانو په دغه طرح نیوکې وکړې او هغه یې لګښتمنه او له تخنیکي پلوه ناشونې وبلله او د نیوکې په توګه یې، هغه د «ستورو جګړې» په نامه چې یو مشهور سریال دی، ورته وبلله. په پای کې (SDI) د هغو د لګښت، اغېز او هم د نړیوال حالت د بدلون له امله په ۱۹۹۳ ز کال کې لغو شوه. په ورته مهال شوروي اتحاد د SDI د احتمالي اغېزو له امله اندېښمن شو او هغه یې د بالستیک توغندیو ضد هوکړې څخه سرغړونه وبلله. د SDI په غبرګون کې شوروي اتحاد د وسلو د کنټرول خبرې ودرولې ، چې له امله یې د ۱۹۶۰ مې ز لسیزې له لومړیو څخه راوروسته، د متحده ایالاتو او شوروي اتحاد اړیکې خپل تر ټولو ترینګلي حالت ته ورسېدې. د سړې جګړې اندېښنو ان د عامه کلتور په آثارو، لکه:  په The Day After او WarGames فلمونو (دواړه د ۱۹۸۳ ز کال) او د نینا په «99 Luftballons» سندره (۱۹۸۳ز) خپل اغېز درلود، چې هر یو له اټومي جګړې څخه د عامه اندېښنو څرګندويي کوله.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د ریګان دوکتورین

[سمول]

د هغې پالیسۍ له مخې چې د ریګان د دوکتورینو په نامه هم پېژندل کېږي، د ریګان ادارې د کمونیزم ضد خوځښتونو سره په پټه او ښکاره مرسته کوله، څو په افریقا، آسیا او لایتنه امریکا کې د شوري اتحاد له خوا مرسته کېدوني کمونیستي دولتونه را وپرځوي. په ختیځه اروپا کې سي آی اې له پولنډي اپوزیسیون ډلې(Solidarity ) ملاتړ کاوه او ژمنه یې ورسره کړې وه چې دغه ډله به د نظامي حالت په حالت کې هم پر پښو ولاړه ساتي. ریګان د افغانستان او پاکستان لپاره ځانګړی عملیاتي واحد وټاکه، چې سی آی اې په افغان شوروي جګړه کې د شوروي ځواکونو پر وړاندې د مجاهدینو په روزنه، سمبالولو او د مجاهدینو په لارښوونه کې اساسي رول درلود. متحده ایالاتو  تر ۱۹۸۷ ز کال پورې هر کال ۶۰۰ میلیون ډالر، وسلې، استخباراتي معلومات او د جګړې تجربې افغانستان ته لېږدولې. شوروي اتحاد په ۱۹۸۷ ز کال کې، له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د اېستلو اعلان وکړ، خو متحده ایالات د طالبانو او القاعده په نامه له خپلو دوه نفوذي هغو ډلو سره مخامخ شوو ،چې له مجاهدینو څخه یې سرچینه اخیستې وه او په راتلونکو شخړو کې د متحده ایالاتو پر وړاندې ودرېدې.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سرچینې

[سمول]
  1. "A Look Back At The Polls". CBS News. نه اخيستل شوی May 15, 2015.
  2. "Towards an International History of the War in Afghanistan, 1979–89". The Woodrow Wilson International Center for Scholars. 2002. Archived from the original on October 11, 2007. نه اخيستل شوی May 16, 2007.
  3. Rossinow, pp. 66–67
  4. Patterson, p. 200
  5. Patterson, pp. 205
  6. Rossinow, p. 67
  7. Cannon (1991), pp. 314–317.
  8. G. Thomas Goodnight, "Ronald Reagan's re‐formulation of the rhetoric of war: Analysis of the 'zero option,' 'evil empire,' and 'star wars' addresses." Quarterly Journal of Speech 72.4 (1986): 390–414.
  9. Herring, pp. 868–869
  10. Beschloss, p. 293
  11. Herring, pp. 870–871
  12. Brands, pp. 725–726
  13. Brands, pp. 581–585
  14. Herring, pp. 869–870
  15. Rossinow, pp. 116–117
  16. Stephen S. Rosenfeld (Spring 1986). "The Reagan Doctrine: The Guns of July". Foreign Affairs. 64 (4). Archived from the original on September 30, 2007.
  17. Herring, pp. 883–884
  18. Crile, George (2003). Charlie Wilson's War: The Extraordinary Story of the Largest Covert Operation in History. Atlantic Monthly Press. ISBN 0-87113-854-9.
  19. Pach, Chester (2006). "The Reagan Doctrine: Principle, Pragmatism, and Policy". Presidential Studies Quarterly. 36 (1): 75–88. doi:10.1111/j.1741-5705.2006.00288.x. JSTOR 27552748.