د سرچينې کمښت د هغې د بيا ډکېدنې په پرتله د سرچينې تېز مصرف دی. طبيعي سرچينې د نوې کېدو وړ او د نوې کېدو ناوړه سرچينو تر منځ وېشل شوي دي. د سرچينو د ذکر شوې هرې بڼې کارونه بې له دې چې د بيا بشپړېدنې کچه يې په پام کې ونيول شي، د سرچينې کمښت ګڼل کېږي. د يوې سرچينې ارزښت په طبيعت کې د هغې د لاسرسي د وړتيا او د سرچينې د تر لاسه کولو د لګښت يوه مستقيمه پايله ده. هر څومره چې يوه سرچينه زياته کمېږي، په همغه اندازه يې ارزښت زياتېږي. د سرچينې د کمښت بېلابېل ډولونه شته، چې: Aquifer کمښت، د ځنګلونو پرې کول، د فوسيلي سون توکو او منرالونو په موخه کان کېندنه، ککړتيا يا د سرچينو ککړېدل، د slash او سوځېدنې کرنيزې عمليې، د خاورې د توږنې عمل او د سرچينې زيات مصرف او د سرچينو پراخه يا له اړتيا پرته کارونه يې تر ټولو زيات پېژندل شوي ډولونه دي. [۱][۲]
د سرچينې کمښت په خورا عام ډول د کرنې، کب نيونې، کان کيندنې، له اوبو نه د ګټې اخيستنې او د فوسيلي سون توکو د مصرف په سرچينه يا حواله کې کارول کېږي. د وحشي ژوو د نفوس کمښت ته defaunation وايي. [۳]
د سرچينو د کمښت بندولو په موخه په يوه هڅه کې، نظرپوهان د کمښت د محاسبې له مفهوم سره مخامخ کړي دي. د green accounting په توګه يو څه زيات پېژندل شوې د کمښت محاسبه د مارکېټ په اقتصاد سره پر يو يو مساوي توازن باندې د طبيعت د ارزښت لپاره د حساب موخه لري. د سرچينې د کمښت محاسبه د اړينو سمونونو د اټکلولو په موخه د دوی د کارونې او ورته د لاسرسي وړ طبيعي سرمايې د کمښت له امله له هېوادونو نه چمتو شوي معلومات کاروي. طبيعي پانګه، لکه: د منرالي زېرمو يا د لرګيو د زېرمو غوندې طبيعي سرچينې دي. په ګڼو بېلابېلو اغېزو کې د کمښت د محاسبې عوامل د سرچينې تر کمزورې کېدنې پورې د کلونو شمېر، د سرچينې د استخراج يا تر لاسه کولو لګښت او د سرچينې غوښتنه دي. د سرچينې د را اېستلو صنعتونه په مخ پر وده هېوادونو کې د اقتصادي فعاليت پراخه برخه جوړوي. دا په خپل وار په مخ پر وده هېوادونو کې د سرچينې کمښت او چاپيريالي تنزيل يا تخريب رهبري کوي. نظرپوهان استدلال کوي چې مخ پر وده هېوادونو کې د سرچينې د کمښت محاسبې عملي کول اړينې دي. د کمښت محاسبه د طبيعي سرچينو او ايکوسيستمونو د ټولنيز ارزښت د اندازه کولو غوښتنه هم کوي. د ټولنيز ارزښت اندازه کول د ايکوسيستم خدمتونو په واسطه غوښتل کېږي، چې د کورنيو، ټولنو او اقتصاد لپاره د طبيعت د ګټو په توګه پېژندل شوي دي. [۴][۵][۶]
بېلابېلې ډلې شته چې د کمښت محاسبې په برخه کې لېوالتيا لري. چاپېريال پوهان د کمښت محاسبې په برخه کې د داسې يوې لارې په توګه لېوال دي، چې په وخت سره د طبيعي سرچينو کارول وڅاري، حکومتونه ځواب ويونکي وساتي يا د دوی چاپيريالي حالتونه د بل هېواد له چاپيريالي التونو سره پرتله کړي. اقتصادپوهان پر دې د پوهېدولو په موخه غواړي د سرچېنې کمښت محاسبه کړي، چې په مالي ډول تکيه هېوادونه يا شرکتونه څه ډول نه نوې کېدونکې سرچينې دي، ايا دا ګټه اخيستنه او د سرچينو د کمښت په رڼا کې د نوې کېدلو وړ سرچينو ته د بدلولو مالي نيمګړتياوې ساتل کېدلی شي. [۷]
د کمښت محاسبې عملي کول ځکه پېچلي دي، چې لکه د ګاډو، کورونو يا ډوډۍ غوندې د اندازه کولو وړ نه دی. د کار په موخه د کمښت د محاسبې لپاره د طبيعي سرچېنو مناسب واحدونه بايد جوړ شي، نو طبيعي سرچينې د همدې له مخې د مارکېټ اقتصاد کې وده وال يا د ژوندي پاتې کېدو وړ دي. په دې ډول د کولو د هڅې پر مهال بنسټيزې راپورته کېدونکې مسئلې د محاسبې د يوې وړ برخې مشخص کول، د يوه بشپړ ايکوسيستم له ډله یيز طبيعت سره د معاملې د څرنګوالي پرېکړه کول، د ايکوسيستم د سرحدي ليکې انځورول او له يو نه په زياتو ايکوسيستمونو کې د سرچينې د غبرګون پر مهال د ممکنه تکرار د پراخوالي تعريفول دي. ځيني اقتصادپوهان غواړي چې د طبيعت له خوا د چمتو شوو عامه شيانو نه د راپورته کېدونکې ګټې اندازه کول راګډ کړي، مګر په اوسني وخت کې د ارزښت هيڅ مارکېټ شاخصونه نه شته. په نړيواله کچه چاپيريالي اقتصاد د دې وړ نه دی، چې د طبيعي خدمتونو د اندازې واحدونو يو ټولمنلی نظر برابر کړي. [۷]
منرالونه، د خوړو، کاليو او کور جوړونې په موخه اړين دي. د متحده ايالتونو د ځمکې پېژندنې (جيولوژيکي) سروې څېړنې د نوې کېدو ناوړه سرچينو ،لکه: منرالونو لپاره په ۲۰ پېړۍ کې يوه ګټوره اوږدمهاله دود يا ميلان وموند، چې د اقتصاد د ناسون او ناغذايي برخې ته د اومو موادو دنننۍ د يوه ستر ورته والي ملاتړ وکړي. يوه بېلګه يې د ټوټه شوې تيږې، شګې او وړو ډبرو زيات مصرف دی، چې په ساختمان کې کارول کېږي. [۸]
د منرالونو په پراخه کچه کارول په صنعتي اوښتون کې نږدې ۱۷۶۰ ز کال په انګيستان کې پيل شو او له همغه وخته يې په تېزۍ سره وده کړې ده. ټکنالوژيکي پرمختګونو انسانانو ته د ژورې کيندنې اجازه، ټيټو پوړونو او له همغه وخته د معدنې تېږو بېلابېلو ډولونو ته لاسرسی ورکړ. په ريښتيني ډول ټول بنسټيز صنعتي فلزونه (مس، اوسپنه، د المونيم خاوره او داسې نور) او د ځمکې لږ پيداکېدونکي منرالونه، د توليد وتنۍ (output) وخت په وخت له خنډونو سره ځکه مخامخ کېږي، چې عرضه پراخه up-front پانګه اچونې رانغاړي او له همدې امله په تقاضا کې تېزې زياتونې ته د ځواب وينې په برخه کې بطي ده. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
د ځينو له خوا توليد ته ننوتونکي اټکل شوو منرالونو کمښت، د راتلونکو ۲۰ کلونو په جريان کې:
د ځينو له خوا توليد ته ننوتونکي اټکل شوو منرالونو کمښت د شته پېړۍ په جريان کې:
ياد اټکلونه کېدای شي د نوو کشفياتو او په نمونه يي ډول د منرالي سرچينو او منرالي زېرمو په اړه د لاسرسي وړ ناسم تعبير شوو نمونه يي معلوماتو کولو له امله بدلون وکړي.
د تېلو لوړ ټکی يا (Peak) هغه دوره ده، چې د نړيوال نفتي رااېستنې تر ټولو لوړه کچه ورته په کې رسېږي او وروسته به ورنه د توليد کچه يو اوږد مهاله کمښت وازمايي. د ۲۰۰۵ ز د هرش راپور (Hirsch report) دې پايلې ته ورسېد، چې له زياتېدونکي تقاضا سره ګډه لږه شوې عرضه به په اغېزناک ډول له نفتو نه د تر لاسه شوو توليداتو نړيوالې بيې لوړې کړي او له ډلې يې زيات اغېزناک به یې د لېږد رالېږد لپاره د مايع سون توکو د لاسرسي وړتيا او بيه وي.
د (Hirsch report) راپور، چې د متحده ايالتونو د انرژي څانګې له خوا يې مالي ملاتړ شوی و، دې پايلې ته ورسېد چې: «د نړۍ د تېلو توليد لوړ ټکي ته رسېدل متحده ايالتونه او نړۍ د بې مخينې خطر مديريتي ستونزې سره مخامخ کوي. همدا چې د تېلو توليد لوړ ټکي ته ورسېږي، د اوبلنو تېلو بيې او د بيو بدلېدنه به په ناڅاپي ډول زياته شي او د وخت له مخې د کمښت پرته به ټولنيز، اقتصادي او سياسي لګښتونه بې مخينې وي. د ژوند يا دوام وړ کمښت اختيارونه د عرضې او تقاضا دواړو اړخونو په اړه شته، مګر د بنسټيزې اغېزې د لرلو په موخه بايد دوی د لوړ ټکي ته د رسېدنې په پرمختګ کې د يوې لسيزې نه زيات نوي رامنځته شوي وي. [۲۱]
د ځنګلونو پرې کول په يوه ځنګلي سيمه کې د ونو او نباتاتو د پرې کولو يا سوځولو په واسطه د ځنګلونو له منځه وړل دي. د ځنګلونو د پرې کولو د يوې پايلې په توګه نږدې نيمايي هغه ځنګلونه چې يو ځل يې ځمکه پوښلې ده، ويجاړ شوي دي. دا د زياتو بېلابېلو دليلونو له امله پېښېږي او پر اتموسفير او په ځنګل يا يې د شاوخوا ځمکې پر کيفيت باندې ګڼې منفي پايلې لري. [۲۲]