د سوالبرد د وېزې تګلاره

د سوالبرد د وېزې تګلاره
د سوالبرد نقشه. پیاد ولرۍ چي جان ماين د سوالبرد سره نږدي خو د سياسي لحاظه سوالبرد ټاپوګانو برخه نده

په سوالبرد کې د وېزې تګلاره د ناروې د نورو جزيرو په څېر نده، بلکې و ټولې علاقې ته پرته له کومې وېزې سفر کېږي. خو، خو که کوم څوک د ناروې هيواد/شینګن سېمې له لارې و سوالبرد ته په سفر ځي، نو ويزه ورته خامخا پکار ده. او وېزه باید دوه ځلې ویزه وي، تر څو هغه شخص وکولئ سي د ناروې/شینګین سیمې ته بیرته راستون سي.[۱] هغه خلک چې سوالبرد ته ځي او يا ترې راځي باید خپل پاسپورټ او يا ملي تذکره د ځان سره ولري؛ ځکه چې د پېژندګلوۍ کنټرول د ټولو لپاره يو ډول دی. د شینګین تنظیمي شرایطو لپاره د پاسپورټ او يا ملي تذکره د ځان سره لرل د د منلو وړ د پېژندګلوۍ آله ده.[۲] د انتقالي ترتیب لمخې؛ د ناروې هيواد وګړي هم کولای سي چي خپله پېژندګلوي په هغه پېژندپاڼې سره چي انځور، نوم او د زېږون نېټه شامله وي وښيي؛ د مثال په توګه هغه ناروېجن لېسنس چې تر ١٩٩٨ وروسته صادر سوئ وي.[۳] دا انتقالي دوره د ډېسمبر پر ٣١مه نېټه باندې پاي ته رسېږي.[۴]

هرڅوک ممکن په سوالبرد کې ژوند او کار وکړي، پرته له دې چي د تابعیت پر اساس ورته کومه ستونزه پېښه سي. د سوالبرد تړون و ټولو هغه ښاريانو ته چې هيواد يې پر دې تړون لاسلیک کړی وو، د ناروېژي ښاريانو په اندازه حقوق ورکوي.

. هغه هيوادونه چې په تړون کې يې برخه نه وه اخيستې هم د اوس لپاره دلته د کار کولو او اوسېدلو اجازه لري. Per Sefland د سوالبرد پخواني وویل؛ "دا تر دې دمه یوه انتخاب شوې پالیسي وه، چې موږ د تړون اړوند هيوادونو او د تړون بهر هيوادونو د خلکو تر منځ کوم توپیر نه دی کړی".[۵] "د سوالبرد څخه د رد او اخراج پېښې" پرته له کوم تبعیض پلي کیږي.[۶][۷]

ښآغلی Hans-Henrik Hartmann چي په ناروې کې د مهاجرت په څانګه کې د حقوقي واحد مشر دي داسې وویل؛ "که چیرې یو پناه غوښتونکی په ناروې کې د استوګنې څخه منع شي، نو هغه کولی شي په سوالبرد کې تر هغه وخته و اوسېږي چي زړه يې وي، خو په سوالبرد کې کار موندل او خپل ځان ځان ساتل د هغه شخص خپله زمه واري ده."[۵] "په تیرو وختونو کې، هغه مهاجر چې د ناروې هیواد لخوا ورته د ویزې څخه انکار سوی وو و لانګیربین ته ولاړل، او هلته د ٧ کالو لپاره پاته سول، او وروسته ورته د ناروې هيواد غړيتوب هم ورکړل سو."[۵] په سوالبرد کي اوسېدل او ځان ساتل يو ډېر ګران بيه کار دی، او د صحت په برخه کې حقوق يواځې د ناروې هيواد د وګړو لپاره موجود دي، يا بيا هغه کسانو ته چې د ناروېژي کمپنیو لخوا راغوښتل سوي وي او د هغوی لپاره کار کوي.[۷]

دا ھم وګورئ

[سمول]
  1. "Visas and immigration". Governor of Svalbard (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2020-11-30.
  2. "How to travel to Svalbard". Visit Svalbard (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2020-11-30.
  3. "Moving or travelling to Svalbard | Nordic cooperation". www.norden.org (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2020-11-30.
  4. "Nasjonale ID-kort fra i dag". Sysselmannen på Svalbard (په ناروېئي (بوکمال)). نه اخيستل شوی 2020-11-30.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ "Immigrants warmly welcomed". www.aljazeera.com. Archived from the original on 2017-08-03. نه اخيستل شوی 2017-10-06.
  6. "Entry and residence". Governor of Svalbard. Governor of Svalbard. Archived from the original on 24 September 2015. نه اخيستل شوی 20 June 2016.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ "Siden ble ikke funnet". Sysselmannen på Svalbard. Archived from the original on April 1, 2020. نه اخيستل شوی Apr 8, 2020.