د سينکيانک تاريخ له دوه عمده جغرافیایي، تاریخي او توکميزو سیمو څخه جوړ دی چې مختلف نومونه لري: د «تیانشن» د غرونو شمال کې «زينګوریا»؛ او د «تیانشن» غرونو په سويل کې د تاریم حوزه، چې اوسمهال يې اکثريت اوسېدونکي يوغوريان دي. دا سیمې په اتلسمه پیړۍ کې د چینګ واکمنې کورنۍ له خوا ونیول شوې، د «ډونګان» پاڅون (1862-1877) څخه وروسته دا دواړه سیمې يو ځل بيا چينګ ونيولې، او دا سيمې يې په 1884ز کال کې د سينکيانک (نوې پوله) په نوم ولايت سره مدغم کړې.
د سينکيانک لومړني اوسیدونکي، په ځانګړي ډول د سويلي او لوېدیځ سينکيانک، د لرغوني شمالي یورواسیا او د شمال ختیځ اسیا نسل د ځایی خلکو له یوځای کیدو څخه رامنځ ته شوي دي. د تر ټولو زړو تاریم مومیایي جسدونو، کوم چې د تاریم په حوزه کې موندل شوي، تاریخ تر دويمې مخزېږديزې زرېزې پورې رسېږي. په لومړي مخزېږديزه زريزه کې په هندي-اروپایي-خبرې کونکي «يوواژي» کوچیان د سينکيانک ځینو برخو ته کډوال شول. په دويمه مخزېږديزه پیړۍ کې دا سیمه د «شونو» سترواکۍ برخه شوه چې د کوچیانو یو اتحاد و، مرکز يې په اوسنۍ منګوليا کې و، او «يوواژي» يې له سينکيانک څخه وتلو ته اړ کړل. [۱]
د «هان» واکمنې کورنۍ تر واکمنۍ لاندې ختیځه مرکزي اسیا د «سيو» (په چينايي ژبه کې د پينين په نوم پېژندل کېږي او د لوېديځو سيمو معنا لري) په نوم هم يادېده، له کومه ځايه چې «شينيو» په شپېتم مخزېږديز کې تسلیم شوي وو (د هان شينيو جګړه)، او دلته يې تر درېیمې پېړۍ پورې متغير پوځي شتون پر ځای وساته. له دويمې تر پنځمې پیړۍ پورې سيمه ييزو واکمنانو په دغه سیمه واک درلود. په شپږمه پیړۍ کې لومړی ترکي خاقانيت تاسیس شو. په اومه-اتمه پیړۍ کې ټانګ، ترکان او تیبتيان د واک لپاره سره وجنګېدل، او د ټانک واکمنې کورنۍ په مرکزي اسیا کې د «انګزای» تحت الحماية دولت جوړ کړ.
له دې وروسته په اتمه-نهمه پېړۍ کې يوغور خاقانيت منځ ته راغی. د يوغور واک له سقوط سره مخ شو، او د سينکيانک په شا اوخوا کې درې سيمه ييزې پاچايۍ د واک تر لاسه کولو لپاره يو له بل سره په سيالۍ شوې، چې هغه بودايي يوغور کاراخوجا، ترکي مسلمان کاراخانيان، او ايراني بودايي ختن وو. بالاخره، ترکي مسلمان کاراخانيان غالب او سیمه یې اسلامي کړه. په ديارلسمه پیړۍ کې دا سیمه د مغولو د سترواکۍ برخه وه. له هغې وروسته، يو ځل بيا ترکان غالب شول. د اولسمې پېړۍ په وروستیو کې په دې سیمه په «اوريات» مغولي ژبه خبرې کونکي «زونګار» خانات مسلط شول.
په اتلسمه پېړۍ کې، د زونګار-چينګ جګړو پر مهال «مانچو چينګ» دا سيمه ونيوله. د «ډونګان» له پاڅون (1862-1877) وروسته دا سیمه د بیا ځل لپاره د «چينګ» واکمنې کورنۍ تر تسلط لاندې راغله، کومې چې په 1884ز کال کې د سينکيانک ولایت جوړ کړ. اوس مهال دا سیمه د چین د خلکو جمهوریت برخه ده.
سينکيانک له دوه عمده جغرافیایي، تاریخي او توکميزو سیمو څخه جوړ دی، چې مختلف تاريخي نومونه لري: جونګار حوزه (زونګاريا) د تیانشن غرونو شمال؛ او د تاریم حوزه (سويلي سينکيانک) د تيانشن د غرونو سويل لور ته.
په لرغونې چین کې د تاریم حوزه د «سيو» یا لوېدیځو سیمو په نوم پیژندل کیده، دا هغه نوم و چې په دويمه مخزېږديزه پېړۍ کې په دې سيمه د هان واکمنې کورنۍ له واکمنېدو وروسته په چينايي تاريخونو کې رايج شو. ډېر ژر په همدې سیمه د ورېښمو شمالي لاره تېره شوه. [۲][۳][۴]
يوغوريانو په اتمه پېړۍ کې په شمالي سينکيانک واک تر لاسه کړ، دوی په دوديز ډول په سويلي سينکيانک کې د تاريم حوزه د «التشر» په نوم بلله، چې په يوغوري ژبه کې د "شپږ ښارونه" معنا لري. په شمالي سينکيانک کې د «زينګوريا» سيمې نوم د دې سيمې د اصلي اوسېدونکو «زونګار» مغولو له نوم څخه اخيستل شوی دی.
په 1759ز کال کې د «چينګ» چین دا سیمه ونیوله چې د «سيو سينکيانک» (چينايي کې "د ختيځو سيمو نوې پوله" په معنا ده) په نوم يې شهرت پيدا کړ، يا يې ساده نوم سينکيانک شو (چينايي ژبه کې د نوې پوله معنا لري)، خو کله چې اروپايان په سويلي سينکيانک کې د تاریم حوزې ته اشاره کوي، عموماً دې سیمې ته د "چينايي ترکستان" نوم کاروي (او کله کله دا ټوله سيمه د سينکيانک په نوم يادوي). په ورته وخت کې روسي چين پېژندونکی «نيکيتا بيچورن» په 1829ز کال کې د "ختيخ ترکستان" (د دې تر څنګ د لويديځ ترکستان نوم، چې د روسي ترکستان په نوم پېژندل کېږي) نوم وضع کړی دی، تر څو د اروپايي اصطلاح "چينايي ترکستان" نوم ځای ونيسي، دا نوم همدا راز د تاريم حوزې ته هم کارېدو.[۵]
په 1884ز کال کې چينګ چين د «يتسر» (يا کاشغريا، چې د ډونګان پاڅون پر مهال جوړ شوی و) په ايالت واک تر لاسه کړ، او د سينکيانک ولايت يې جوړ کړ. د نولسمې پیړۍ په وروستیو کې، په دوه ولايتونو کې د سينکيانک د ادارې د بيا جوړولو وړانديز وشو، چې هغه د «تيانشن» شمالي او سويلي سيمي دي (خو دا وړانديز کله هم پلی نه کړای شو). [۶]
په 1759ز کال کې د چينګ د نېواک پر مهال، د «زونګاريا» ډېری اوسېدونکي په «اوريات مغولي» ژبه خبرې کونکي «زونګار» خلک وو، داسې حال کې چې مېشت مسلمان يوغور خلک د تاريم حوزې اوسېدونکي وو. دا تر 1884ز کال پورې په جلا جلا توګه اداره کېدل.
د چينګ واکمنه کورنۍ، د «تيانشن» غرونو شمال ته د پخوانيو بودايي-مغولو د سيمې او د «تيانشن» سويل ته د ترکي-مسلمانانو د سيمې تر منځ له اختلاف څخه ښه خبره وه، او په لومړيو کې يې په دې دواړو سیمو په جلا اداري واحدونو کې واکمني وکړه. [۷][۸]
په هر حال، د چينګ حکومت دا دواړه سيمې د سينکيانک په نوم د يوې جلا سيمې د يوې برخې په توګه بللې. د يوې جلا جغرافيايي پېژندګلو په توګه د سينکيانک ابتدايي تصور د چينګ له خوا پيل شو، خو د دې سيمې اصلي اوسېدونکو په بنسټيز ډول دا فکر نه درلود. [۹]
د چينګ د واکمنۍ پر مهال، د سينکيانک د عامو خلکو په منځ کې د سيمه ييزې پېژندګلو ډېر احساس نه و. بلکې د سينکيانک يوه جلا پېژندګلو د چينګ له خوا ورکړل شوې وه. دې سيمې له نور چينګ چين څخه جلا جغرافیه، تاریخ او کلتور درلود، په داسې حال کې چې بيا هم چينايي خاوره وه، «هان» او «هوي» توکمونه پکې اوسېدل، دوی د مرکزي اسيا د نورو قومونو څخه جلا او تر ډېره بريده ګڼ کلتوري وو. [۱۰]
داسې برېښي چې د سويلي او ختيځ سينکيانک د تاريم حوزې ابتدايي خلک د لرغوني شمالي يورواسيايي او شمال ختيځ اسيايي نسل د سيمه ييزو اوسېدونکو تر منځ د يو ځای کېدو څخه منځ ته راغلي دي. د تاريم موميايي شوي جسدونه د لوېديځ تاريم حوزې په ډېرو سيمو کې موندل شوي دي، لکه «لولان»، د «شاوهي» د قبرونو مجمع، او «کورايل» کې. [۱۱]
وړاندې ويل شوي و چې دا موميايي شوي جسدونه له «توکاريايي» اصل څخه دي، خو وروستي شواهد ښيي چې دا موميايي جسدونه تر يو جلا نفوس پورې اړه لري، او د «افاناسيو» په څېر د اندو-اروپايي شپنو سره هېڅ تړاو نه لري. [۱۲][۱۳]
لرغوني او اوسني يوغوريان د ختیځې یورواسیا او لوېدیځې یورواسیا د نسلونو جلا جلا کچې ښيي. «جیمز اې میلوارډ» اصلي يوغوريان له فيزيکي اړخه د ختيځو يورواسيايانو په توګه تشریح کړي دي، او د «بيزيکليک» د غارونو په نهم معبد کې، د يوغور ساتندويانو د انځورونو بېلګه وړاندې کوي، تر دې چې د تاریم حوزې له اوسېدونکو سره د دوی ګډېدل پيل شول.[۱۴]
په هرحال، د منګوليا په اورخون دره کې د يوغور خاقانيت د هستې څخه د يوغوريانو د پاتې شونو جنيتيکي څېړنې څخه روښانه شوې چې يوغوريان تر ډېره بريده د لوېديځ يورواسيايي نسل څخه وو، چې له جينيتيکي اړخه د هغوی نمونه د ايراني ايلان او سرمتي خلکو سره ورته والی لري، او د پام وړ ختيځ يورواسيايي ګډوالی هم پکې ليدل شوی. ويل کېږي چې د يوغور په خاقانيت کې د ختيځ او لوېديځ ګډېدل په شا اوخوا 500ز کال کې پيل شوي دي. [۱۵]
Using qpAdm, we modelled the Tarim Basin individuals as a mixture of two ancient autochthonous Asian genetic groups: the ANE, represented by an Upper Palaeolithic individual from the Afontova Gora site in the upper Yenisei River region of Siberia (AG3) (about 72%), and ancient Northeast Asians, represented by Baikal_EBA (about 28%) (Supplementary Data 1E and Fig. 3a). Tarim_EMBA2 from Beifang can also be modelled as a mixture of Tarim_EMBA1 (about 89%) and Baikal_EBA (about 11%).
Using qpAdm, we modelled the Tarim Basin individuals as a mixture of two ancient autochthonous Asian genetic groups: the ANE, represented by an Upper Palaeolithic individual from the Afontova Gora site in the upper Yenisei River region of Siberia (AG3) (about 72%), and ancient Northeast Asians, represented by Baikal_EBA (about 28%) (Supplementary Data 1E and Fig. 3a). Tarim_EMBA2 from Beifang can also be modelled as a mixture of Tarim_EMBA1 (about 89%) and Baikal_EBA (about 11%).