د سیریسول جګړه ([tʃɛ.reˈso.le]؛ په انګریزي ژبه: Battle of Ceresole) له ۱۵۴۲ څخه تر ۱۵۴۶ زکال پورې د ایټالیا د جګړې پر مهال د ۱۵۴۴ زکال د اپرېل میاشتې په ۱۱مه نېټه د ایټالیا د پیډمونټ سیمې له سیریسول دالبا څخه بهر ترسره شوه. په دغه جګړه کې د انګین د کنټ، فرانسوا دبوربون په قومندانۍ فرانسوي ځواکونو د الفونسو دواوالوس دواکینو، مارکویز دېل واستو په مشرۍ د روم د سپېڅلې سترواکۍ او هسپانیا ځواکونو ته ماته ورکړه. فرانسویانو له دې سره چې د سترواکۍ ځواکونو ته یې پام وړ تلفات واړول، وه یې نشو کولای د میلان په نیولو سره له خپلې بریا لا زیاته ګټنه وکړي.
هسپانوي قومندان خپل ځواکونه د دوه موازي خط الراسونو په اوږدو کې ځای پر ځای کړي و. د جګړې د ډګر د توپوګرافۍ له امله، د جګړې ډیری فردي اقدامات ناهمغږي و. جګړه د ملخي ټوپک لرونکو مخالفو ډلو ترمنځ د څو ساعته نښتو او د توپونو له تبادلې وروسته پیل شوه چې له هغو وروسته دو اوالوس د عمومي مخکې تګ امر ورکړ. په پلازمېنه کې د سترواکۍ مزدور جګړه ماران د فرانسې او سویس له پیاده پوځونو سره ښکېل شول چې له امله یې دواړو غاړو ته پریمانه تلفات واوښتل. د جګړې د ډګر سویلي لور ته، د ایټالیا پیاده ځواکونه چې د سترواکۍ په ګټه یې جګړه کوله د فرانسوي سوارو ځواکونو تر فشار لاندې راغلل او په مرکز د ځواکونو د ماتېدو له خبر اورېدو وروسته پر شا شول. ورته مهال په شمال کې د فرانسوي پیاده ځواکونو خط مات شو او انګین هم د هسپانوي او جرمني پیاده ځواکونو پر وړاندې د سوارو پوځونو یو لړ لګښتمن خو بې اغېزې عملیات رهبري کړل، وړاندې له دې چې له مرکز څخه بریالي سویسي او فرانسوي تازه نفسه ځواکونو راورسېږي اړ شول ځانونه تسلیم کړي.
سیریسول جګړه د ایټالیا د جګړو په دویمه نیمایي کې یو له محدود شمېر پلان شوو جګړو څخه وه. دغه جګړه د پوځي تاریخ لیکونکو ترمنځ له دې امله ډېر شهرت لري چې ملخي ټوپک لرونکي او د اوږدو نیزو لرونکي ځواکونه د یو بل په لیکو کې ورګډ شول او له امله یې پریمانه شمېر سرتېري ووژل شول.
د ایټالیا په شمال کې د جګړې پیل وروسته له هغه مشخص شو چې د ۱۵۴۳ زکال په اګست میاشت کې نیس د فرانسې او عثمانیانو د مشترکې بېړۍ د عملیاتو له امله سقوط وکړ. ورته مهال د روم د سپېڅلې سترواکۍ او هسپانیا ځواکونو له تورین څخه د لمباردي پر لور مخکې تګ کړی و چې د ۱۵۳۸ زکال پر مهال د پخوانۍ جګړې په پای کې د فرانسوي ځواکونو په واک کې پاتې شوی و. د ۱۵۴۳- ۱۵۴۴ زکال د ژمي پر مهال په پیډمونټ کې د فرانسوي ځواکونو او همدارنګه د روم د سپېڅلې سترواکۍ د ځواکونو ترمنځ کړکېچ رامنځته شو. د تورین په مرکزیت فرانسوي ځواکونو پینرولو، کارمانیولا، ساویلیانو، سوسا، مونکالیري، ویلانووا، کیواسو او یو شمېر نورو ښارونو ته پراختیا ومونده؛ ورته مهال دواوالوس د فرانسې د قلمرو په څنډو کې یو شمېر استوګنځایونه کنټرول کول: مونډووي، استي، کازاله مونفرانتو، ورچلي او ایوریا. د دواړو لورو پوځونو تر ډېره پورې د یو بل پر لرې پرتو قلاګانو باندې په بریدونو ځانونه بوخت کړي و. هسپانویانو ورچلي ته څېرمه سان جرمانو ورسلز ونیو او ایوریا یې کلابنده کړه؛ فرانسویانو بیا کارینیانو سیمه ونیوله چې له تورین څخه یې یوازې ۱۵ مایله فاصله لرله او په هغه کې یې د قلاوو او سنګرونو په جوړولو پیل وکړ. [۱][۲][۳][۴]
هغه مهال چې دواړه پوځونه خپلو ژمنیو سیمو ته وګرځېدل، د فرانسې لومړي فرانسېس، د انګین کنټ فرانسوا دوبوربون د بویترز پر ځای وټاکه چې د جګړې د قومندانۍ تجربه یې هم نه لرله. فرانسېس همدارنګه ګڼ شمېر نور ځواکونه پیډمونټ ته ولېږل چې په دغو کې په سلګونه تنه پیاوړي سواره پوځونه، له دوفین او لانګدوک څخه د فرانسوي پیاده ځواکونو ډلګۍ او له ګرویر څخه د سویسي ملیشه ځواکونو یوه ډله شامله وه. د ۱۵۴۴ زکال په جنوري میاشت کې انګین، کارینیانو کلابند کړ چې د پیرو کولانا په مشرۍ سترواکۍ ته اړوندو ځواکونو یې دفاع کوله. فرانسویان په دې باور و چې دواوالوس به اړ شي خپل کلابند شوي ښار ته د مرستې رسونې په موخه هڅه وکړي او له امله یې به یې جګړې ته مخه کړي. خو له دې امله چې دغه ډول پیاوړې جګړه د ډیر ګواښ جوړونکي ګام په توګه ګڼل کېده، انګین بلیز دولاسران ماسنکوم، سیګنور دو مونتلوک پاریس ته ولېږه څو له فرانسېس څخه د مبارزې اجازه واخلي. مونتلوک په ښکاره ډول فرانسېس دې ته متقاعد کړ چې خپل رضایت د انګین قومندانانو د موافقې په شرط د کنټ دو سېنټ پل د اعتراض له امله څرګند کړي چې شکایت یې درلود د فرانسوي ځواکونه ماته به فرانسه د دواوالوس د ځواکونو له برید سره مخ کړي چې ورته مهال به پنځم چارلز او د انګلستان اتم هنري په پیکاردي برید وکړي. مونتلوک ایټالیا ته په بېرته ګرځېدو کې د دربار نږدې سل ځوان دواطلبه اشرافيان له ځان سره بوتلل چې یو له دغو څخه ګاسپارد دو کولیني و. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
دواوالوس چې د روم د سترواک پنځم چارلز له خوا د ګڼ شمېر مزدورو سرتېرو د راتګ په تمه و، له آستي څخه یې د کارینیانو پر لور حرکت وکړ. د هغه د ټولو پیاده ځواکونو شمېر له ۱۲۵۰۰ څخه تر ۱۸۰۰۰ تنو پورې و چې له دغو څخه ۴۰۰۰ یې ټوپکونه لرل. هغوی وکولای شول چې یوازې له ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ تنه سواره سرتېري راغونډ کړي چې له ۲۰۰ څخه لږ شمېر یې ژاندرما ځواکونه و. دواوالوس د خپل سواره پوځ نسبي کمزورتیا درک کړه، خو دغه ستونزه یې د پیاده ځواکونو په قومندانۍ کې د خپلې تجربې او همدارنګه یې د هغوی په لیکو کې د وسلو لرونکو سرتېرو په زیاتوالي جبران کړه. [۱۱][۱۲][۱۳]
انګین هغه مهال چې د سترواکۍ د ځواکونو له مخکې تګ څخه خبر شو په کارینیانو کې یې یو شمېر دفاع کوونکي سرتېري پرېښودل او خپل پاتې پوځ یې په کارمانیولا کې راغوند کړ څو د کلابند شوي ښار پر لور د دواوالوس لار وتړي. د فرانسې سواره ځواکونه چې د دواوالوس پر حرکاتو یې څارنه کوله، دې ته متوجه شول چې د سترواکۍ ځواکونه په مستقیم ډول د فرانسویانو د موقعیت پر لور حرکت کوي. دواوالوس د اپرېل په ۱۰مه نېټ سیرویسول دو البا کلی ونیو چې د فرانسې سویل ختیځ ته یې په پنځه مایله (۸ کیلومتره) فاصله کې موقعیت درلود. د انګین افسرانو وړاندیز وکړ چې دی هم له ځنډ پرته د برید امر ورکړي، خو هغه هوډ درلود د جګړې په هغه ډګر کې جګړه وکړي چې ده خپله ټاکلی و. د اپرېل د ۱۱مې نېټې پر سهار فرانسویانو د کارمانیولا په سویل ختیځ لوري کې شاوخوا ۳ مایله (۵ کیلومتره) لرې موقعیت ته حرکت وکړ او هلته د دواوالوس راتګ ته په تمه پاتې شول. انګین او مونتلوک احساس وکړ چې پرانیستې ځمکه د فرانسوي سورو پوځونو لپاره تکتیکي ګټه لري. دغه مهال د فرانسې ځواکونه له ۱۱۰۰۰ څخه تر ۱۳۰۰۰ پیاده سرتېرو، په سپکو وسلو باندې د سمبالو ۶۰۰ او په درنو وسلو باندې د سمبالو ۹۰۰ څخه تر ۱۲۵۰ سورو سرتېرو څخه جوړ و. انګین او دواوالوس هر یو شاوخوا ۲۰ دانې توپونه لرل. جګړه د انګین د ښه چانسۍ په مهال کې وشوه، ځکه چې د هغه سویسي مزدورو ځواکونو ګواښ وکړ – هماغه ډول یې چې وړاندې د بیکوکا په جګړه کې وکړ – چې د پیسو د نه ترلاسه کولو په صورت کې به بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي. له همدې امله په نږدې کې د رامنځته کېدونکې جګړې خبر یو ځل بیا د هغوی په لیکو کې ارامښت ټینګ کړ. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
د جګړې تلفات په غیرعادي بڼه له کچې څخه زیات وو، د هغه مهال د معیارونو له مخې د ټولو ځواکونو ۲۸٪ یې ووژل شول. تر ټولو هغه لږ شمېره چې په معاصرو راپورونو کې خپره شوې ښيي چې په دغه جګړه کې سترواکۍ ته اړوند له ۵۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ سرتېري وژل شوي په داسې حال کې چې فرانسوي منابع د مخالف لوري د تلفاتو شمېر تر ۱۲۰۰۰ تنو پورې ښيي. ګڼ شمېر افسران په ځانګړې توګه د مزدورو سرتېرو ترمنځ ووژل شول؛ هغه کسان هم چې ژوندي پاتې و، د جنګي اسیرانو په توګه ونیول شول چې په دغو کې رامون دکاردونا، کارلو ګوانزاګا او اریپراندو مادروزو شامل وو. د فرانسویانو تلفات کم و، خو لږ تر لږه له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ کسان یې ووژل شول. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]