د شعور استدلال د خدای د شتون په هکله یو استدلال دی او ادعا کېږي چې د انسان شعور د انساني جسم او ماغزو په څېر فزیکي میکانیزمونو له لارې بیانېدلای نهشي، نو ځکه ویل کېږي چې ګنې انساني شعور باید غیرفزیکي اړخونه ولري. له هغه ځایه چې دغه ادعا، په مسیحیت او اسلام کې د اروا او وروسته تر مړینې ژوند په هکله له تعبیرونو سره په مطابقت کې ښکاري، نو هغه د خدای [د شتون په هکله] غیرمستقیمو شواهدو په توګه انګېرل کېږي.
د روح انځوریز جاج، د عصبي شبکو او د ماغزو فزیولوجي ته اړوند نومهال پوهاوي څخه دمخه رامنځته شوی ؤ. د لسیزو، لسیزو تجربو په پایله کې ادراکي ساینس داسې یو پړاو ته ولېږدول شو چې تفکر او احساس ته د فزیکي بهیرونو په سترګه وګوري، که څه هم د شعور د پېژندلو په هکله تجربه لا هم ډېر خواره پاتې ده. له همدې امله، د دغه استدلال وروستي نومهال ملاتړ کوونکي ادعا کوي چې د شعور تجربه د فزیکي میکانیزمونو له لارې بیانېدلای نهشي.
دا استدلال کېدای په استقرایي یا استنتاجي (قیاسي) بڼه بیان شي. دې ته نږدې د استدلال یوه بلونجه بڼه، په استنتاجي استدلال کې د خپلې سریزې په توګه، له افلاطوني فلسفې څخه کار اخلي.[۱][۲]
ریچارد سوینبورن په خپل کتاب – د خدای شتون (The Existence of God) – کې د شعور استدلال استقرایي بڼه وړاندې کوي. هغه ذهن–جسم دوهګونپالنې لپاره له «شخصي پېژندنې» څخه استدلال کاروي ترڅو وښیي چې موږ په خپلو ذهنونو کې یو غیرفزیکي ذهني عنصر لرو. هغه وړاندیز کوي چې تر ټولو احتمالي چار چې د هغه په ترڅ کې غیرفزیکي او فزیکي ښکارندې په یوه توسني تعامل کې سره اړیکه ټینګوي، یو داسې انځور دی چې د انځور پر شتون دلالت کوي. سوینبورن وایي چې دغه انځورګر، «خدای» دی. هغه بیانوي، په داسې حال کې دغه استدلال، د استقرایي بڼې درلودلو له امله، غیرقطعي دی، خو بیا هم د خدای د شتون په هکله پياوړي شواهد وړاندې کوي. [۳]
د رابرټ آدامز په څېر خدایپالونکو د سوینبورن د استدلال لږ څه توپيري نسخې وړاندې کړې، چې نه یوازې د ذهني حالتونو پر شتون، بلکې پر ذهني/فزیکي پيوستونونو باندې متمرکزې دي. دغه نسخې د سوینبورن استدلال ته ورته دي، خو توپير یې دا دی چې استنتاجي بڼه لري، نه استقرایي. [۵]
«وېلیام لېن کرایګ» د شعور استدلال په لاندې ډول وړاندې کوي:[۶]
مسیحي فیلسوف – هیپو-میشتی اَوګوستین – د شعور د استدلال یوه فورمولیزه شوی جوړښت رامنځته کړ او ځیني وخت د هغه حقیقت استدلال په نامه یادېږي چې له شعور سره په نږدې لیکې کې پروت وي. دغه استدلال کې نه استقرایي او نه هم استنتاجي بڼه لري؛ له افلاطوني فلسفې څخه اغېزمن استدلال دی.[۷]