د طبیعي منظر ګوټ ساتنه


د طبیعي‌منظر ګوټ ساتنه (د طبیعي منظر د کچې ساتنه؛ په انګلیسي: landscape-scale conservation) د طبیعي‌منظر د مدیریت لپاره یوه کُل‌ګروهه (هولیسټیک – holistic) تګلاره ده، چې غواړي له‌دې لارې د یوه ټاکلي طبیعي‌منظر په واړو برخو کې د طبیعت ساتنې او اقتصادي فعالیتونو رقابتي موخې پلي کړي. کېدای شي د طبیعي‌منظر ګوټ ساتنې هڅې ځیني وخت د اقلیمي بدلون په موخه ترسره شي. ځیني وخت کېدای شي د یوې بلونجې تګلارې په توګه [د ودانیزو، ښاري، صنعتي او…] سیمو د ساتنې لپاره وکارول شي.

په نړۍ کې ګڼ‌شمېر ستونزې لکه بېوزلي، د خوړو خوندیتوب، اقلیمي بدلون، د اوبو خوندیتوب، ځنګل‌وهنه او بیولوجیکي تنوع کمښت، سره تړلې دي. د بېلګې په توګه: له بېوزلۍ څخه د وګړو خلاصون کېدای شي د لګښت کچه لوړه او د اقلیمي بدلون لامل وګرځي؛ د کرنې او بزګرۍ پراختیا ګواکې د اوبو کمښت ته لا زور ورکړي او له امله یې ټولنیز چاپېریال زیانمن شي. د طبیعي‌منظر مدیریت پلویان په ټینګار سره وایي، له هغه ځایه چې دغه ستونزې سره تړاو لري، نو د طبیعي‌منظر ګڼ‌شمېر سترو ګټو ته په کتو سره، د نوموړو ستونزو اوارولو لپاره همغږو تګلارو ته اړتیا ده. د دطبیعي‌منظر د ګټو په هکله کېدای شي دغه بېلګه بیان کړو: د یوه سیند حوزه کولای شي د کلیو او بانډو او کرنې لپاره اوبه، د وګړو او صنایعو لپاره لرګي او خوراکي محصولات او د بېلابېلو نباتاتو او ژویو لپاره ګډ چاپېریال تامین کړي؛ او د دغو ګټې‌اخېستونکو هر غړی یو پر بل باندې اغېزمنه پایله درلودلای شي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

طبیعي‌منظر، په ټولیز ډول، خورا ارزښتمن ګڼل کېږي او د نړیوالو دولتي بنسټونو، دولتي چارواکو او څېړنیزو موسسو له لورې ساتنې ته اړتیا لري.[۷][۸][۹][۱۰]

په دغه تګلاره کې پرتې ستونزو په توګه، کولای شو د څارنې په تړاو ستونزو، او تګلارې ته د اړوندو غښتلو تعریفونو او ګړنو زیاتولو ته اشاره وکړو.[۱۱]

تعریفونه

[سمول]

ګڼ‌شمېر ورته او ګډ تعریفونه او ګړنې شتون لري، خو ډېري یې سره ورته معناوې افاده کوي. د بېلګې په توګه، یو اوږدپایه طبیعي‌منظر «پرته له‌دې چې د راتلونکو نسلونو د اړوند اړتیاوو د پوره کولو وړتیا پر وړاندې ګواښ رامنځ‌ته شي، اوس‌مهاله اړتیاوې» پوره کوي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د طبیعي‌منظر د ساتنې تګلاره کېدای شي د «هغه مفهومي چوکاټ» په توګه وانګېرل شي چې «په هغه کې د یوه طبیعي‌منظر ذینفع غړي د رقابتي ټولنیزو، اقتصادي او چاپېریالي موخو د پوره کولو لپاره هوډ کړی وي». له ځمکې (یا طبیعت) څخه د د واحدې ګټې‌اخېستنې پرځای، هڅه کېږي ترڅو د بېلابېلو ذینفعو غړو د ګټې له خوندیتوب څخه ډاډ ترلاسه شي.[۱۵]

د طبیعي‌منظر د ګوټ ساتنې ټولو شِیماګانو پيل ټکی باید د طبیعي‌منظر د ارزښت په هکله یو پوهاوی وړاندې کړي. د طبیعي‌منظر د ارزښت ډګر د ښکلاپېژندنې له پولو څخه اوړي؛ په هغه کې د یوې سیمې د ټولنو، کلتوري میراث او پراختیا، اقتصاد، او همدا راز د ځنګلي ژویو ژوند او طبیعي سرچینو د ملاتړ لپاره د طبیعي‌منظر د کارکړنو د څرنګوالي په هکله پوهاوی هم راتاو شوی دی. د طبیعي‌منظر اهمیت باید په دقیقه توګه د منل شویو میتودپوهنو له لارې وارزول شي. طبیعي‌منظر د اهمیت اړوند ارزونه به د ګوټ (یا پراخوالي/کچې) د ټاکلو پر مهال مرسته وکړي ترڅو څرګنده شي چې د کوم طبیعي‌منظر لپاره د کوم ګوټ په پام کې نیول، وړ برېښي. «د طبیعي‌منظر ګوټ یا پراخوالی» یوازې په‌دې معنی نه‌دی چې اړوند ګوټ ډېر لوی په پام کې ونیول شي؛ معنی یې په یوه سم او وړ ګوټ کې د ساتنې عمل ترسره کول او هم د طبیعي‌منظر هم اوسني او هم پخواني انساني غړو په پام کې نیول دي.

مخینه

[سمول]

په انګلیسي کې د «landscape» ګړنه له هالنډي څخه پور اخېستل شوې ده، چې په هالنډي کې د «landschap» په بڼه لیکل کېږي؛ مخینه یې ۱۶۶۰ زېږدیزې لسیزې ته ورګرځي او له آره، انځور (یا نقاشي) ته ویل کېږي. وروسته بیا په ۱۹۱۶ ز کې د یوه کړ (فعل) په توګه وکارول شو. [۱۶]

آلماني جغرافیه‌پوه – کارل ترول – په ۱۹۳۹ ز کې د «Landschaftsökologie» آلماني ګړنه رامنځ‌ته کړه، چې پښتو معنی یې «د طبیعي‌منظر چاپېریال‌پوهنه» ده. هغه، خپل د فعالیت د یوې برخې په توګه، دغه څانګه‌ییزه ګړنه او د طبیعي‌منظر چاپېریال‌پوهنې ګڼ‌شمېر نور لومړني مفهومونه وپنځول، چې په هغو کې، د چاپېریال، کرنې او نباتاتو ترمنځ د تعامل د مطالعاتو په موخه د هوایي عکس شننې کارول هم راچاپېر دي.[۱۷]

د انګلستان په هکله کولای شو ووایو چې په دغه هېواد کې د د طبیعي‌منظرونو ساتنې لړۍ په ۱۹۴۵ ز کې، د «دولت ته د انګلستان او وېلز ملي پارکونو په اړه راپور» له خپرېدلو سره سمه پیل شوه. «د ملي پارکونو او د ښار شاوخوا سیمو ته د ۱۹۴۹ ز قانون» د «خورا طبیعي ښکلو سیمو» (AONB» د رامنځ‌ته کولو په موخه ځیني مقررات وضع کړل. شمالي ایرلنډ هم، د مېله‌ځای سیمو په هکله د ۱۹۶۵ ز کال قانون له تصویبولو وروسته، دې ته ورته سیسټم لري. لومړی AONB په ۱۹۵۶ ز کې وضع شو او وروستی یې په ۱۹۹۵ ز کې رامنځ‌ته شو.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د کلیو طبیعي‌منظر د مطالعه لپاره د اروپا دایمي غونډې بنسټ ډبره په کال ۱۹۵۷ ز کې کېښودل شوه. د اروپا طبیعي‌منظر کنوانسیون په ۱۹۹۴ ز کې «د اروپا شورا د سیمه‌ییزو او ځایي چارواکو کنګرې» (CLRAE) له لورې پیل، په ۲۰۰۰ ز کې د وزیرانو د شورا له‌خوا تصویب او په ۲۰۰۴ ز کې لازم‌الاجرا وګرځېد.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د ساتنې کمېټه په ۱۹۸۰ لسیزه کې د طبیعي‌منظر چاپېریال‌پوهنې ساینس ته پام وګرځاوه.[۲۶]

سرچینې

[سمول]
  1. Denier, L.; Scherr, S.; Shames, S.; Chatterton, P.; Hovani, L.; Stam, N. (2015). The Little Sustainable Landscapes Book. Oxford: Global Canopy Programme.
  2. Reed, J.; Van Vianen, J.; Deakin, E. L.; Barlow, J.; Sunderland, T. (2016). "Integrated landscape approaches to managing social and environmental issues in the tropics: learning from the past to guide the future" (PDF). Global Change Biology. 22 (7): 2540–2554. Bibcode:2016GCBio..22.2540R. doi:10.1111/gcb.13284. PMID 26990574.
  3. Stern, N (2007). The Economics of Climate Change: the Stern Review. Cambridge UK: Cambridge University Press.
  4. Tilman, D (1999-05-25). "Global environmental impacts of agricultural expansion: the need for sustainable and efficient practices". Proc. Natl. Acad. Sci. USA. 96 (11): 5995–6000. Bibcode:1999PNAS...96.5995T. doi:10.1073/pnas.96.11.5995. PMC 34218. PMID 10339530.
  5. Laurance, W F; Sayer, J; Cassman, KG (2014). "Agricultural expansion and its impacts on tropical nature". Trends in Ecology & Evolution. 29 (2): 107–116. doi:10.1016/j.tree.2013.12.001. PMID 24388286.
  6. Hart, A K; McMichael, P; Milder, J C; Scherr, Sara J (2015). "Multi-functional landscapes from the grassroots? The role of rural producer movements". Agriculture and Human Values. 33 (2): 305–322. doi:10.1007/s10460-015-9611-1. S2CID 153211771.
  7. Convention on Biological Diversity, SBSTTA. "Report on how to improve sustainable use of biodiversity in a landscape perspective (UNEP/CBD/SBSTTA/15/13)" (PDF). Convention on Biological Diversity.
  8. "Biodiversity Landscapes and Livelihoods". Greater Mekong Subregion - Core Environment Program.
  9. Republic of Indonesia (2015). "Intended Nationally Determined Contribution" (PDF). UNFCCC submissions.
  10. Center for International Forestry Research (CIFOR). "Sustainable Landscapes". Sustainable Landscapes.
  11. Reed, J.; Van Vianen, J.; Deakin, E. L.; Barlow, J.; Sunderland, T. (2016). "Integrated landscape approaches to managing social and environmental issues in the tropics: learning from the past to guide the future" (PDF). Global Change Biology. 22 (7): 2540–2554. Bibcode:2016GCBio..22.2540R. doi:10.1111/gcb.13284. PMID 26990574.
  12. Reed, J.; Deakin, E.; Sunderland, T. (2015). "What are 'Integrated Landscape Approaches' and how effectively have they been implemented in the tropics: a systematic map protocol". Environmental Evidence. 4:2. ISSN 2047-2382.
  13. "'Landscape approach' defies simple definition — and that's good". CIFOR Forests News (په انګليسي). 2014-08-27. نه اخيستل شوی 2017-09-20.
  14. Minang, P. A.; van Noordwijk, M.; Freeman, O. E.; Mbow, C.; de Leeuw, J.; Catacutan, D. (2015). Climate-Smart Landscapes: Multifunctionality In Practice. Nairobi: World Agroforestry Center (ICRAF).
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Denier, L.; Scherr, S.; Shames, S.; Chatterton, P.; Hovani, L.; Stam, N. (2015). The Little Sustainable Landscapes Book. Oxford: Global Canopy Programme.
  16. Harper, Douglas (2019). "landscape | Origin and meaning of landscape". Online Etymology Dictionary. Douglas Harper. نه اخيستل شوی 24 October 2019.
  17. Troll, C. 1939. Luftbildplan und ökologische Bodenforschung (Aerial photography and ecological studies of the earth). Zeitschrift der Gesellschaft für Erdkunde, Berlin: 241-298.
  18. "NAAONB". Archived from the original on 29 August 2017. نه اخيستل شوی 16 February 2018.
  19. "Areas of outstanding natural beauty (AONBs): designation and management". gov.uk.
  20. Northern Ireland Environment Agency Archived 2 September 2014 at the Wayback Machine.
  21. "Tamar Valley - What is the Tamar Valley AONB?". www.tamarvalley.org.uk. Archived from the original on 17 February 2018. نه اخيستل شوی 16 February 2018. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  22. Baker, Alan R.H. (1988) Historical Geography and the Study of the European Rural Landscape. Geografiska Annaler 70B (1) 5-16.
  23. Helmfrid, Staffan (2004) The Permanent European Conference and the Study of the Rural Landscape. In Palang, Hannes (red.) (2004). European rural landscapes: persistence and change in a globalising environment. Boston: Kluwer Academic Publishers, p. 467 -
  24. Explanatory Report, Art. 4.
  25. Council of Europe – Cultural heritage, Landscape and Spatial planning Division and Swedish National Heritage Board (2009). "Eighth Council of Europe Workshops for the implementation of the European Landscape Convention, Landscape and driving forces" (PDF). Malmö, Sweden. نه اخيستل شوی 7 July 2012.
  26. Reed, J.; Van Vianen, J.; Deakin, E. L.; Barlow, J.; Sunderland, T. (2016). "Integrated landscape approaches to managing social and environmental issues in the tropics: learning from the past to guide the future" (PDF). Global Change Biology. 22 (7): 2540–2554. Bibcode:2016GCBio..22.2540R. doi:10.1111/gcb.13284. PMID 26990574.