عمومي مالومات | |
---|---|
هېواد | |
ځایناستی د | |
ځایناستی |
د ړنګېدو وخت | |
---|---|
جګړه |
د عراق اسلامي دولت چې پخوا په عراق کې دالقاعدې په نامه یادېده یوه سلفي جهادي ډله ده چې د عراق د جګړې په مهال د عراق په سنې مېشته عربې سیمو کې اووروسته د سورېې د کورنۍ جګړې په مهال په سوریه کې یې د اسلامي دولت د جوړولو موخه درلوده.
دعراق اسلامي دولت خپله منشأ له جما عت التوحید والجهاد تنظیم څخه چې د اردني تبعه ابو مصعب الزرقاوي له خوا په کال ۱۹۹۹ کې جوړشو اخلي. زرقاوي دا ډله په کال ۲۰۰۶ کې دهغه تر مرګ پورې په مختلفو نومونو رهبري کړه. جماعت دعراق په جګړه کې له کال ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۱ پورې برخه درلوده چې په عراق باندې د غربي هیوادونو حمله په کال ۲۰۰۳ کې تر سره شوه. زرقاوي د کال ۲۰۰۴ د اکتوبر په ۱۷ دالقاعدې د شبکې مشر اسامه ین لادن ته خپل بیعت اعلان کړ او دا ډله د تنظیم القیادت بی بلاد رافیدان ( چې معمولا د عراق د القاعدې په نامه یادېده ) په نامه ونومول شوه. د کال ۲۰۰۶ په جنورۍ میاشت کې تنظیم او پنځه نورولو عراقي جنګیالي ډلو د مجاهدینو شورا جوړه کړه چې بیا همدوی د کال ۲۰۰۶ په اکتوبر کې د عراق اسلامي دولت جوړ کړ. په ۲۰۰۶- ۲۰۰۸ کلونو کې چې د دوی د عروج دوره وه، د عراق اسلامي دولت په موصل، بغداد، الانبار او دیالا کې نظامي استحکامات او واحدونه در لودل او بقوبه یې خپل پلازمینه باله. د هغوی تر کنترول لاندې سیمه په ناببره توګه هغه وخت کمه شوه چې د کال ۲۰۰۷ حملو له موج څخه وروسته د اسلامي دولت مشران د ائتلافي قواوو په حملو کې ووژل شول. [۱][۲][۳][۴][۵]
نوې تشکیل شوې ډلې ته په عراق کې د عراق د القاعدې نوم ورکول کېده. د زرقاوي له مړیني لږ موده وروسته په عراق کې القاعدې یو نوی مشرمعرفی کړ چې ابو حمزه المهاجر نومېده چې فکر کېده هغه په بغداد کې مېشت مصري جنګیالي مستعار نوم دی چې امریکایي نظامیانو هغه ابو ایوب مصری باله. المصري او د عراق د اسلامي دولت مشر ابو عمرالبغدادی دواړه د یولړ عملیاتو په ترڅ کې د کال ۲۰۱۰ د اپرېل په ۱۸ په یوه خوندي کور کې ووژل شول. د کال ۲۰۱۰ د مې په ۱۸ د ابوعمر په ځای ابوبکر البغدادي د اسلامي دولت مشر شواو د مصري په ځاي ابوسلیمان النصر ( چې په نصیر الدین ا لله په نامه هم مشهور و) وټاکل شو چې دا خلک هم په وارسره په ۲۰۱۱ کې ووژل شول. د سلیمان له مړینې وروسته، د جګړې د وزارت لپاره یو شورا وټاکل شوه چې د پخواني رژیم نظامیان پکې شامل او مشري حاجي بکر کوله. [۶][۷][۸][۹]
د کال ۲۰۱۳ د اپرېل په ۱۳، ابوبکرالبغدادي د عراق د اسلامی دولت نوم د عراق او شام اسلامي دولت نوم ته واړاوه چې په مختلفو نومونو لکه ( دعراق او شام اسلامي دولت، د عراق اوسوریې اسلامي دولت او د عزاقاسلامي دولت په نامه یادېدل چې تر اوسه په همدې نامه یادېږي. حاجي بکر چې اصلي نوم یې سمیر عبد محمد الخلیفوي و د کال ۲۰۱۴ په جنورۍ میاشت کې ووژل شو او په ځای یې ابو عبدالرحمن البیلاوي د عراق او شام داسلامي دولت د نظامي شورا دمشر په توګه وټاکل شو. د راپورونو له مخې، ابوعیدالرحمن البیلاوي د کال ۲۰۱۴ د جون په ۴ ووژل شو او ویل کېږي چې په ځای يې ابوموهاند السویداوي د اسلامي دولت نظامي مشر شو. داسې راپورونه و چې د کال ۲۰۱۴ په نومبر کې ابوموهاند السویداوي د عراق د دولت په یوه هوایې برید کې ووژل شو او ابوبکر بغدادي ټپي شو، د دایلی بیست ورځپاڼې له قوله، د السویداوي په ځای د عراق او شام د اسلامي دولت لوړپوړې څېره ابو علی الانباري وټاکل شو چې هغه هم د کال ۲۰۱۶ د مارچ په ۲۴ ووژل شو. ویل کېږي چې الانباري په سوریه کې د عراق او شام د اسلامي دولت دویم لوړپوړې نظامي قومندان و او د دې ډلې د مشر ابوبکر بغدادي احتمالي ځای ناستی و. په عراق کې د اسلامې دولت دویم نظامي قومندان ابو مسلم الترکمنی و چې د کال ۲۰۱۵ د اګست په ۱۸ ووژل شو چې دهغه په ځای ابو فاطمه الجاوېشي په عراق کې د اسلامي دولت مشر شو. [۱۰]
اردني جنګیالي ابومصعب الزرقاوي په کال ۱۹۹۹ کې د جماعت التوحید والجهاد ( د توحید او جهاد سازمان) په نامه یوه ډله جوړه کړه تر څو په اردن کې مرتد شاهي حکومت ړنګ کړي. داسې باور کېده چې هغوی به په کال ۲۰۰۲ کې امریکایی دپلومات لاورنش فولی وژلی وي له همدې امله دا ډله په عراق کې د کال ۲۰۰۳ د اګست میاشت کې له تاوتریخوالې ډکې جګړې د پیل له امله بد نامه شوه.
دکال ۲۰۰۴ په اکتوبر میاشت کې زرقاوي اسامه بن لادن ته بیعت وکړ او او د ډې ډلې نوم یې تنظیم قیادت الجهاد فی بلاد الرادفیدیان) ته واړاوه چې په عراق کې د القاعدې په توګه یادېده چې په عراق کې په ډېرو کلنیو یرغلونو کې ښکېل و.
د کال ۲۰۰۶ د جنورۍ په میاشت کې، د عراق القاعده له نورو پنځه سني اسلامپالو ډلو سره یو ځای شوه او د مجاهدينو د شورا په نامه یې په عراق کې حملو ته دوام ورکړ. د کال ۲۰۰۶ په جون میاشت کې د امریکا په یوه هوایی حمله کې زرقاوي ووژل شو اود القاعدې مشري ابو ایوب انصارې ته ولېږدېدله. [۱۱][۱۲]
د کال ۲۰۰۶ د اکتوبر په ۱۳ او ۱۵ د مجاهدینو د شورا په نامه پیغامونه خپاره شول چې د عراق د اسلامي دولت د جوړېدو خبر یې ورکاوه چې د بغداد، انبار، دیالا، صلاح الدین، نینیوه او د بابیل او واسط تر منځ تړانګې سیمې چې د غربي عراق او مرکزي عراق تر ډۍره سني مېشته سیمې وې پکې شاملې وښودې. [۱۳][۱۴][۱۵]
تر خپل پخواني نوم جمعیت التوحید والجهاد لاندې، د دې ډلې موخې د شیعه ګانو جوماتونه، ملکیان، دعراق دولتي بنسټونه اوپه عراق کې د امریکا په مشرۍ ګڼ ملیتیزه ځواکونه و. په کال ۲۰۰۵ کې ، د عراق القاعده تر نامه لاندې ددې ډلې موخې دا وې: له عراق څخه د امریکا وېستل، عراق کې سني اسلامي خلافت را منځ ته کول او د همدې برنامو غځول ګاونډیو هېوادونو ته. همدې موخو ته په دوام سره دا د عراق اسلامې دولت شو. [۱۶][۱۷]
کله چې د کال ۲۰۰۶ په اکتوبر میاشت کې د عراق اسلامي دولت تأسیس شو، نو ابوعمر البغدادي یې د دې سازمان د امیر په توګه اعلان کړ. امریکا په پیل کې ابوعمر یوه ساختګې شخصیت باله جې د اسلامی دولت په مشرۍ کې د یوې عراقي څېرې د ښودلو لپاره او د القاعدې د شبکې د مخې سازمان په توګه کشف کړ، که څه هم وروسته د امریکا نظامي چارواکي دې باور ته ورسېدل چې د بغدادی رول د عراق د اسلامي دولت د مشر رول و. د کال ۲۰۰۶ له جون میاشتې را پدېخوا ابو ایوب المصري ( یومصری تبعه چې د ابو الحمزه المهاجر په نامه هم مشهور و) په عراق کې د القاعده مشر و، او په رسمی توګه د عراق د اسلامي دولت نظامي قوماندان او د کال ۲۰۰۷ له مې میاشتې څخه را پدې خوا د اسلامي دولت د جنګ وزیر و. د راپورونو له مخې، المصري او عمرالبغدادي دواړه د کال ۲۰۱۰ د اپرېل په ۱۸ د امریکایي او عراقی ځوآکونو په یوه حمله کې ووژل شول او ابو بکرالبغدادي د عراق د اسلامي دولت د نوې مشر په توګه اعلان شو چې مرستیال یې ابو عبد الله الحسینی القریشي و. [۱۸][۱۹][۲۰]
د کال ۲۰۰۷ د اپرېل په میاشت کې د عراق اسلامې دولت د ابو عمر البغدادي په مشرۍ د لسو وزیرانو یوه کابینه اعلان کړه، چې وزیران یې داوه:[۲۱]
ابوبکر البغدادی مخکې له دې چې د کال ۲۰۱۰ په مې میاشت کې د عراق د اسلامي دولت مشر شي، د اسلامې دولت د ولایتي شریعت کمېټې عمومي څارونکی او مشورتي شورا لوړ رتبه غړی و. [۲۵]