د غلامۍ په اړه د یهودو نظریې له مذهبي او تاریخي اړخونو توپیر سره لري. د یهودیت (Judaism) د پخوانیو او منځنیو پیړیو مذهبی نصوص د غلامانو د ساتنې او هغوی سره د چلند په اړه د پام وړ شمېر قوانین لري. هغه نصوص چې دا ډول مقررات پکې دي له عبراني انجیل، تلمود، د خاخام مایمونیدس (Maimonides) د دولسمې پېړۍ مېشنه تورات (Mishneh Torah) او د خاخام یوسف کارو له خوا د شپاړسمې پیړۍ شولچان اروک (چې د یهودیانو د دیني قوانینو مجموعه ده) څخه عبارت دي. د بني اسراییلو د غلامۍ اصلي قوانین چې په عبراني انجیل کې ځای لري، د ۱۸مې مخزېږدې پېړۍ د حمورابي د غلامۍ له قوانینو [منسوخه سرچینه [ سره څه ناڅه ورته والی لري.[۱][۲]
په یادو مقرراتو کې د وخت په تېرېدو سره بدلونونه راغلي دي. په عبراني انجیل کې د قوانینو دوې مجموعې شاملې وې، چې یوه یې د کنعاني (Canaanite) غلامانو لپار وه او دویمه یې چې د یو څه نرمو قوانینو یوه مجموعه وه، د عبراني (Hebrew) غلامانو لپاره وه. له مصر څخه د یهودیانو د مهاجرت له وخته (Pentateuch)، هغه قوانین چې د کنعانیانو لپار ځانګړي شوي وو، په ټولو غیر عبري غلامانو باندې تطبیق شوي دي. د تلمود د غلامۍ اړوند قوانین چې له دویمې تر پنځمې زېږدیزې پېړۍ پورې تالیف شوي وو، د ټولو غلامانو لپاره د قوانینو یوه مجموعه شاملوي، چې د ګوتو په شمار استثناوې پکې دي، یادې استثناوې د عبري غلامانو سره د نورو هغو په پرتله د بېل چلند په اړه دي. دغو قوانینو د غلامانو هغو مالکانو ته چې له خپلو غلامانو سره ناسم چلند کوي، سزا په نظر کې نیولې ده. په اوسني عصر کې، چې د غلامۍ ضد غورځنګ (abolitionist) هڅه کړې ده تر څو غلامي غیر قانوني اعلان کړي، د غلامۍ ځینو پلویانو نوموړي قوانین د دې لپاره کارولي دي تر څو د غلامۍ کاروبار ته دیني توجیه وړاندې کړي.
په عمومي توګه، انجیلي او تلمودي قوانینو غوښت چې غلامي د هغو وګړو تر منځ د یو قرارداد په توګه په پام کې ونیسي چې له تیوري اړخه د داوطلبانه غلامۍ لپاره په اسانۍ سره چمتو کېدل، د چېټل غلامۍ برخلاف، چې غلام په کې د هغه د مالک قانوني ملکیت شمېرل کېده. د عبرانیانو غلامي له خاخامي دورې (له لومړۍ زېږدیزې پېړۍ څخه تر ۶مې زېږدیزې پېړۍ) راپه دېخوا تر هغه پورې ممنوع شوی و تر څو چې په بیت المقدس کې معبد بیا نه وي رغول شوی (یعنی دوه وروستۍ زریزې). په خاخامي دوره کې که څه هم له عبرانیانو پرته د نورو غلامي منعه شوې نه وه، خو د یهودي مالکانو له لوري د غیر یهودیانو غلامي تر ډېره محدود شوې وه، ځکه غیر یهودي غلامانو ته د غلامۍ په لومړیو ۱۲ میاشتو کې یهودیت ته د اوښتو وړاندیز کېده. که یې منلې وای نو غلامان نور یهودیان ګڼل کېدل او باید سمدستي ازاد شوي وای. که یې د وړاندیز له منلو ډډه کړې وای نو هغوی باید په یو غیر یهودي مالک باندې پلورل شوي وای.
په همدې اساس، د یهودیت قوانینو له هغو یهودیانو څخه چې د غلامانو د څښتنانو په توګه یې له پخوا تجربه لرله، یهودیت ته د رابلونکو یوه ثابته لړۍ وزیږوله. د دې په څنګ کې، یهودیان اړ وو چې له غیر یهودي مالکانو څخه یهودي غلامان آزاد کړي، په دې توګه به نوموړو غلامانو ته، د غلامۍ د امتیازي اجناسو په سترګه کتل کېدل، که څه هم دا لید به د لنډې مودې لپاره و. د یادو شرایطو او قوانینو مجموعې په غلامۍ او د غلامۍ په تجارت کې د یهودیانو د ونډې اخیستنې احتمال راټيټ کړی و.
په تاریخي لحاظ، ځینو یهودیانو غلامان درلودل او سوداګري یې ورباندې کوله. هغوی په اروپا کې د منځنیو پېړیو د غلامانو په سوداګرۍ کې د ۱۲مې پېړۍ تر شاوخوا پورې ونډه واخیسته. په وروستیو پېړیو کې په افریقا او امریکاوو (Americas) کې د غلامانو د سوداګرۍ په اړه د یهودیانو د لوی لاس درلودلو او واکمنۍ په اړه زیات شمېر علمي آثار چاپ شوي دي تر څو د یهودیت ضد شایعې (antisemitic canard) دروغ ثابتې کړي او دا وښيي چې یهودیانو د اوسنۍ نړۍ د غلامۍ په تاریخ کې په لوړې کچې سره او دوامدار اغېز نه دلود. هغوی د شمالي امریکا او کارابین په هر هسپانوي قلمرو کې د غیر یهودیانو په پرتله خورا لږ شمېر غلامان درلودل او "په هېڅ دوره کې یې په ماوراء اتلانتیک (له اتلانتیک سمندر ورهاخوا) یا د کارابین د غلامانو په سوداګرۍ کې د تمویلوونکو، د بېړیو د څښتنانو یا دلالانو په توګه مخکښ رول نه دی لوبولی. " (ویم کلوستر د اېلي فابر په روایت سره)[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
د امریکایی اصلي خاورې استعماري یهودیانو له افریقا څخه د خپل عمومي نفوس مطابق غلامان وارد کړل. د غلامانو د پلورونکو په توګه یې رول ډېر حاشوي و، په داسې حال کې چې په برازیل او کارابین کې د غلامانو په سوداګرۍ کې د دوی د ښکېلتیا په اړه باور کېږي چې زښته ډېره وه. جېسن اېچ سېلورمن، چې د غلامۍ تاریخ پوه دی، د متحده ایالاتو په جنوب کې د غلامانو په سوداګرۍ کې د یهودو ونډه "ډېره کمکۍ" بیانوي، او لیکي چې د امریکا به متحده ایالاتو کې د غلامۍ په تاریخي عروج او زوال باندې د یهودیانو اغېزه د پام وړ نه وه، ځکه د امریکا په جنوب کې هېڅ یهودیان نه اوسېدل. یهودیان د ټول جنوب د غلامانو د څښتنانو له منځه ۱.۲۵ سلنه بلل کېدل، او له غلامانو سره په چلند کې یې له نورو څخه د پام وړ توپیر نه درلود.[۱۳][۱۴]
له مصر څخه د یهودو یو مخیز وتلو (Exodus from Egypt) کیسه لکه څرنګه چې په تورات کې راغلې ده، د تاریخ په اوږدو کې د یهودو ژوند ته بڼه ورکړې ده. دغې کیسې، د مصریانو تر لاس لاندې د اسراییلو د غلامۍ تجربه، د دوی د خلاصون په تړاو د خدای وعده او مصریانو ته جزا، د بني اسراییلو بریا او د مصر څخه د هغوی وتنه په لنډه توګه روایت کړې ده. د یو مخیز مهاجرت یا وتنې دغه کیسه په هر دور او ځای کې د کلتوري معیارونو سره د سمون یا د هغوی د ننګولو په پار بیا بیا تفسیر شوې ده. د وخت په اوږدو کې یې پایله د غلامانو په حق کې پر څښتنانو مخ پر زیاتېدونکی کنترول او بالاخره د غلامۍ پوره ممنوعیت شوی دی.[۱۵][۱۶]
په لرغونې اسراییلي ټولنه کې غلامۍ جواز درلود؛ په هر ترتیب، په نورو باندې د یو انسان بشپړې واکمنۍ ته اجازه نه وه. تر ډېرې کچې، په لرغونې اسراییلي ټولنه کې غلامي هغه څه ته ورنږدې و چې وروسته بیا د مشروطې غلامۍ په نامه یاده شوه. غلامان د عبري کورنیو د نه جلا کېدونکې برخې په توګه ګڼل کېدل. په حقیقت کې، داسې پېښو شتون درلود چې د یو غلام له لید لوري څخه، د یوې داسې کورنۍ تر واک لاندې د غلامۍ ثبات چې په هغې کې له غلامانو سره ښه چلند کېده نوموړې کورنۍ له هغې یوې څخه غوره وه چې غلامانو ته یی اقتصادي آزادي ورکړې وه. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
پوهانو ته دا ناشونې ده د بني اسراییلو په پخوانۍ ټولنه کې د عبرانیانو له خوا د تملیک شوو غلامانو شمېر معلوم کړي یا د هغو کورنیو د سلنې محاسبه وکړي چې غلامان یې درلودل، خو دا شونې ده چې د غلامۍ د ټولنیزو، قانوني او اقتصادي اغېزو تحلیل او څېړنه وکړي.[۲۱]
عبراني انجیل د غلامانو د اداره کولو په اړه د اصولو دوې مجموعې شاملوي: لومړۍ مجموعه د عبراني غلامانو په اړه (لاویان ۳۹:۲۵-۴۳) او دویمه مجموعه یې د کنعاني غلامانو (لاویان ۴۵:۲۵-۴۶) لپاره ده. [منسوخه سرچینه]. دغیر عبري غلامانو عمده سرچینه د جنګ اسیران وو. عبری غلامان د غیر عبري هغو په پرتله، یا د انتهایی فقر له وجې (چې په دې حالت کې دوی خپل ځانونه په یو اسراییلي مالک باندې پلورل) یا هم د یو پور په ورکړه کې د ناتوانۍ له وجې غلامان شوي وو. د عبراني انجیل په روایت، غیر عبراني غلامان به په بنیادي توګه د ګاونډيو کنعانې پرګنو څخه راوړل کېدل. او د دغو غلامانو لپاره دیني توجیه شتون درلو چې په لاندې ډول ده. [۲۲][۲۳][۲۴]
په کنعانیانو د حکمرانۍ اصول د یو لعنت پر بنسټ ولاړ وو چې د د هام له یو زوی کنعان سره تړاو لري. په داسې حال کې چې په وروسته دورو کې د کنعاني غلامۍ اړوند قوانین په نورو ټولو غیر عبراني غلامانو باندې د پلي کولو په پار وغځول شول.[۲۵][۲۶]
د غیر عبراني غلامانو د اداره کولو اړوند قوانین د عبرانیانو هغو پر تله ډېر تندلاري وو: غیر عبري غلامان د تل لپاره تملیکېدل او د مالک څخه وروسته د هغه اولادونو ته وربخښل کېدل، په داسې حال کې چې عبراني غلامانو سره د خدمتګارانو په څېر چلند کېده او له شپږو کلونو خدمت وروسته یا د جبیلي (په مسیحیت کې په پنځوسو کلونو کې یو ځل پېښېدونکی د خوښۍ یو کال و چې عبري غلامان پکې آزادېدل) یو کال په راتلو سره به آزادېدل. یو پوه داسې وړاندوینه کوي چې نوموړی توپیر له هغه حقیقت سره تړلی و چې غیر عبراني غلامانو د کنعان د لعنت (curse of Canaan) سره تړاو درلود. حال دا چې خدای نه غوښتل چې یهودیان غلامان شي ځکه خدای دوی د مصریانو له غلامۍ څخه خلاص کړي وو. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
{{cite journal}}
: Cite journal requires |journal=
(help)