د فندوقستان خانقاه په افغانستان کي د بودایانو یوه لرغونې خانقاه ده چي د پروان ولایت د غوربند په دره کي د کابل شمال لویدیځ ته په ۵۰ کیلومترۍ کي د یوې مخروطي غونډۍ پر سر باندي موقعیت لري.
یاده خانقاه د یو شمېر شواهدو پر بنسټ د اتمي پیړۍ په پیل کي د ټرمینس پوسټ کویم سره اړه لري، او له همدې امله د خانقاه بودایي هنر شاوخوا 700 زیږدیزو کلونو ته ورګرځي. [۱] [۲] د فندوقستان خانقاه په هندوکوش غرونو کي د لرغوني افغانستان یو پخوانئ انځور وړاندي کوي. [۲]
چارلس میسن په ۱۸۳۶ کال کي د غوربند دره سیمي ته سفر کړی وو او هلته یې پخپل کتاب (د افغانستان، بلوچستان او پنجاب د بېلابېلو سفرونو داستانونه) کي د ګڼو کنډوالو شتون یاد کړی دی. [۳] [۴]
فندوقستان خانقاه په 1936 کي د افغانستان د لرغونپوه فرانسوي جوزف هاکین لخوا او په 1937 کي د جین کارل لخوا د کیندني په پایله کي معلومه سوه. په دې اړه د هنري اثارو ډیری برخه چي لاسته راغلې ده د میوزیم ګیمیټ، پاریس او د افغانستان ملي موزیم ترمنځ شریکه سول.
{{cite journal}}
: Cite journal requires |journal=
(help); Missing or empty |title=
(help)
{{cite journal}}
: Cite journal requires |journal=
(help); Missing or empty |title=
(help)
In the valley of Ghorband, separated from Koh Daman to the west by a high hill range stretching from the Hindu Kosh, are many and important remains of ancient times....