د عراق او متحده ایالاتو ترمنځ دیپلماتیکې اړیکې وروسته له هغه چې د بریتانیا لپاره د امریکا د سفیر چارلز جي داوس په واسطه انګلیسي- امریکايي- عراقي کنوانسیون په لندن کې لاسلیک شو او د ۱۹۳۰ زکال د جنوري په ۹ مه نېټه متحده ایالاتو د لومړي ځل لپاره عراق په رسمیت وپېژند، پیل شوې. نن ورځ دواړه هېوادونه په عراق باندې له برید وروسته د امریکا د سیاسي او نظامي لاسوهنې او ژورو دوه اړخیزو اړیکو له امله ځانونه د یوبل ستراتیژیک ملګري ګڼي. متحده ایالات هر کال د عراق له امنیتي ځواکونو سره په روزنې او نورو برخو کې په میلیونو ډالرو پوځي مرسته کوي او د هغوی له پوځي اډو ګټنه کوي.[۱]
په ۲۰۲۰ ز کال کې عراقي وګړو رایه ورکړه، څو له متحده ایالاتو او نورو ائتلاف ځواکونو وغواړي خپل ټول پوځونه له هېواده وباسي، د متحده ایالاتو ولسمشر ټرامپ ګواښ وکړ، که چېرې امریکايي ځواکونه له عراق نه اېستلو ته اړ کړای شي، په عراق به بندیزونه ولګوي. په ورته مهال عراق د ائتلافي ځواکونو د اېستلو مکانیزم برابر کړ او د ائتلافي هېوادونو سره یې خبرې اترې پیل کړې. د عراقي لومړي وزیر د دفتر په وینا: متحده ایالاتو ورسره ژمنه کړې چې د عراقي هوايي حریم نه د بې اجازې ګټنې او د دغه هېواد د حاکمیت نقض کول به وڅېړي.[۲][۳][۴][۵]
د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کې له عثماني سترواکۍ سره (چې هغه سیمه هم په کې شاملېده چې اوس معاصر عراق دی) د متحده ایالاتو سوداګریزې اړیکې پیل شوې. په ۱۸۳۱ ز کال شاژدافیر ډیوېډ پورټر د عثماني سترواکۍ په پلازمېنه قسطنطنیه کې لومړنی امریکايي دیپلمات شو. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د عثماني سترواکۍ په شیندل کېدو سره متحده ایالاتو په عراق باندې د لویې بریتانیا له ادارې ملاتړ وکړ، خو ټینګار یې وکړ د دې پرځای چې مستعمره پاتې شي باید خپلواکۍ ته چمتو کړای شي.[۶]
متحده ایالاتو د ۱۹۳۰ ز کال د جنوري په ۹ مه نېټه عراق په رسمیت وپېژند، هغه مهال چې د بریتانیا لپاره د امریکا سفیر چارلز جي.داوس په لندن کې انګلیسي – امریکايي – عراقي کنوانسیون لاسلیک کړ. د دغه کنوانسیون د سریزې پر بنسټ:«د امریکا متحده ایالات عراق د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پیژني». په دغه هوکړه کې متحده ایالاتو په ډاګه کړې وه چې د بریتانیا او عراق ترمنځ «ځانګړو اړیکو» شتون درلود، ځکه عراق د ورسای هوکړې له مخې د بریتانیا تر ملاتړ لاندې و. په ۱۹۳۲ ز کال عراق خپل تحت الحمایت حالت ته پای ټکی کېښود. په عراق کې د امریکا دیپلماتیکه استازولي د ۱۹۳۱ ز کال د مارچ په ۳۰ مه نېټه رامنځته شوه هغه مهال چې الکساندر کې. سلون (چې هغه مهال یې په عراق کې د متحده ایالاتو قونسلي چارې مخته وړې) په بغداد کې د متحده ایالاتو په استازولۍ کې د شاژدافیر په توګه وګومارل شو. متحده ایالاتو د ۱۹۴۶ زکال د ډسمبر په ۲۸ مه په عراق کې خپله دیپلماتیکه استازولي د سفارت کچې ته لوړه کړه.[۶]
د ۱۹۵۸ ز کال د مۍ په ۲۸ مه متحده ایالاتو د عراق او هاشمي اردن ترمنځ رامنځته شوې عربي اتحادیه په رسمیت وپېژنده. د متحده ایالاتو له خوا د دغه نوي دولت په رسمیت پېژندل په بغداد کې د امریکا د سفارت او د عربي اتحادیې د بهرنیو چارو وزارت د یو شمېر یادښتونو له راکړې ورکړې وروسته ترسره شول. د متحده ایالاتو له خوا له رسمیت پېژندلو وروسته، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د عربي اتحادیې اساسي قانون څرګنده کړې چې له دواړو پاچهیو سره چې اوس مهال د یو نوي دولت د رامنځته کېدو په موخه سره یوځای شوې «بهرنۍ اړیکې به په هماغه ډول چې اوس مهال دي پاتې شي». له امله یې د متحده ایالاتو او عربي اتحادیې ترمنځ هېڅ رسمي دیپلماتیکې اړیکې رامنځته نه شوې او له عراق او اردن سره جلا جلا د متحده ایالاتو دیپلماتیکو اړیکو په بې وقفې ډول دوام درلود.[۶]
د ملګرو ملتونو سازمان له ۶۸۷ ګڼې پرېکړه لیک او ورپسې عراق ته د ملګرو ملتونو د تسلیحاتي پلټونکو له تګ وروسته، له ۱۹۹۱ ز کال نه د متحده ایالاتو او عراق ترمنځ په لږ کچه د اړیکو د ترینګلتیا دوره وه.
په ۲۰۰۱ ز کال کې د بوش ادارې په فعالانه ډول په عراق کې د پوځي مداخلې کولو په اړه فشار راوړل پیل کړل. د دغې چارې په موخه لومړۍ دلیل جوړونه د متحده ایالاتو د کانګرس په ګډ پرېکړه لیک کې چې د عراق د پرېکړه لیک په توګه هم پېژندل کېږي بیان شوه، دغه پرېکړه لیک څرګنده کړه چې موخه یې «د هغه رژیم له منځه وړل دي چې د عام وژنې وسلو ته پراختیا ورکوي او له هغو کار اخلي، ترهګرو ته یې پناه ورکړې او له هغو ملاتړ کوي، د بشر له حقونو په ظالمانه ډول سرغړونه کوي او د ملګرو ملتونو او نړۍ له عادلانه غوښتنو مخ اړوي».[۷][۸]
له برید وړاندې متحده ایالاتو او بریتانیا په دې استدلال ټینګار وکړ چې صدام حسین د عام وژنې وسلو ته پراختیا ورکوي او له همدې امله ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې ته ګواښ دی. د ۲۰۰۱ ز کال په پای، ۲۰۰۲ ز کال او د ۲۰۰۳ ز کال تر لومړیو د بوش ادارې هڅه وکړه چې په عراق باندې د برید لپاره دوسیه جوړه کړي، هغه چې په ۲۰۰۳ ز کال کې په امنیت شورا کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر کولن پاول له وینا وروسته یې اوج وموند.[۹][۱۰]
د ناسمو شواهدو او د دلایلو د بدلون تورونه د جګړې د منتقدینو د بحثونو په اصلي ټکو واوښتل، هغو چې ادعا کوله د بوش ادارې په قصدي ډول د هغه برید د کولو لپاره چې له ډېر وخت راهیسې یې ورته پلان نیولی و، د درواغو شواهد جوړ کړي و.[۱۱]
برید د ۲۰۰۳ ز کال د مارچ په ۲۰ مه نېټه پیل شو، بریتانیا او د متحده ایالاتو نورو ائتلافي هېوادونو د «شوک او وحشت» (shock and awe) په نامه د بمبارد عملیات پیل کړل. عراقي ځواکونه په چټکۍ سره له منځه لاړل او امریکايي ځواکونو په ټول هېواد کې ځای ونیو. د دغه برید له امله بعثي حکومت ونړېد، صدام د همدغه کال په ډسمبر میاشت کې د رېډ ډاون (Red Dawn) عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو او درې کاله وروسته د یوې نظامي محکمې له خوا اعدام شو. ورته مهال د صدام د حکومت له سقوط وروسته د قدرت تشه او د اشغال ناسم مدیریت د شیعه ګانو او سني عراقیانو ترمنځ د پراخې کورنۍ جګړې او همدارنګه د متحده ایالاتو او ائتلافي ځواکونو پر وړاندې د اوږد مهاله مبارزې لامل وګرځېدل. متحده ایالاتو په ۲۰۰۷ ز کال کې د تاوتریخوالو د راکمولو په موخه د ځواکونو په زیاتولو سره غبرګون وښود.
له برید لږ وروسته، د متحده ایالاتو د مرکزي اطلاعاتو ادارې، د دفاعي اطلاعاتو ادارې او نورو استخباراتي ادارو تر ډېره بریده د عراقي وسلو او له القاعده سره د اړیکو شواهد بې اعتباره کړل او د بوش او بلېر ادارو د جګړې دویم دلیل، لکه: د صدام حسین په اداره کې د بشري حقونو سوابقو او په عراق کې د دیموکراسي ترویج کولو ته مخه کړه.[۱۲][۱۳]
د ملګرو ملتونو عمومي منشي دغه جګړه غیر قانوني وبلله او د ۲۰۰۴ ز کال په سپټمبر میاشت کې یې د یوې مرکې پر مهال وویل چې دغه جګړې د «امنیت شورا له پرېکړې سره مطابقت نه درلود».[۱۴]
متحده ایالاتو د ۲۰۰۷-۰۸ په ژمي کې د پوځونو په اېستلو پیل وکړ. په عراق کې د متحده ایالاتو مداخلې پای ته رسولو د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال چټکتیا ومونده. متحده ایالاتو په رسمي ډول د ۲۰۱۱ ز کال په ډسمبر میاشت کې خپل ټول جنګي ځواکونه له عراق نه وویستل.[۱۵]
د ۲۰۱۷ ز کال د جنوري په میاشت کې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو اجرائیوي فرمان په ورکولو سره امریکا ته د ټولو عراقي وګړو او شپږو نورو هېوادونو د وګړو په ننوتو بندیز ولګوه. له کلکو نیوکو، عامه اعتراضاتو او د دغه اجرائیوي فرمان پر وړاندې له قانوني شکایت وروسته ټرمپ تر یوې کچې د سفر محدودیتونه راکم کړل او د ۲۰۱۷ ز کال په مارچ میاشت کې یې عراق د دغو هېوادونو له لیست وویست.
د ۲۰۱۹ ز کال له اکتوبر میاشتې راهیسې متحده ایالاتو د بریشا عملیاتو (د ابوبکر البغدادي د وژلو عملیات) په څېر عملیاتو ترسره کولو په موخه له عراقي پوځي اډو ګټې اخیستنې ته دوام ورکړ.[۱۶]
په ۲۰۲۰ ز کال کې د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه برید (د قاسم سلیماني د وژلو برید) وروسته د عراق مستعفي لومړي وزیر عادل عبدل المهدي د امریکا دغه برید وغنده او څرګنده یې کړه چې دغه برید یو تېری کوونکې چاره او د عراق د حاکمیت نه سرغړونه ده.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]