متحده ایالات له بوتان، ایران، شمالي کوریا، سوریې او فلسطین پرته د ملګرو ملتونو له ټولو غړو او څارونکو هېوادونو سره رسمي ډيپلوماټیکې اړیکې لري. متحده ایالات وروستی هېواد په رسمیت نه پېژني. د دې ترڅنګ یې له اروپايي اتحادیې او کوسوو سره هم اړیکې شته.
د متحده ایالاتو د بهرنیو اړیکو فدرالي قوانین د متحده ایالاتو د ۲۲م کوډ له سرلیک نه ترلاسه کولای شو. متحده ایالات تر ۲۰۲۰ز کال پورې له چین نه وروسته دویم لوی هېواد دی چې له نورو هېوادونو یې د څو کلونو لپاره ډېر ډیپلوماټیک پوسټونه لرل. [۱]
ارجنټاین د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې له متحده ایالاتو سره لږ سوداګري لرله او د برتانیا په نړیوال اقتصاد کې مدغم شو. کله چې متحده ایالاتو غوښتل چې پان امریکايي اتحادیه پراخه کړي؛ نو زیاترو سوداګرو مثبت ځواب ورکړ او دوه اړخیزو سوداګریو په چټکۍ وده وکړه، خو د ارجنټاین ځینې اوسېدونکي شکمن وو، چې متحده ایالات له دې لارې غواړي چې خپل اقتصادي مدار ته د دوی د هېواد د ورجلبولو لپاره د یوې وسیلې په توګه ګټه واخلي. متحده ایالاتو له ارجنټاین سره د مخدره توکو د مخنیوي، نه پراختیا، له تروریزم سره د مبارزې، له انساني قاچاق سره د مبارزې، د سیمه ييز ثبات د موضوعاتو او د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په ګډون د زیاترو ګډو سټراټیژیکو ګټو پر اساس دوه اړخیزې مثبتې اړیکې لرلې. ارجنټاین د یو سیمه ییز میکانیزم (ارجنټاین، برازیل، پاراګوای او متحده ایالات) غړی دی او دا میکانیزم په درې اړخیزه سیمه کې د تروریزم پر ضد تګلارې همغږې کوي. د پراختیایي امنیت نوښت، د کانټینر امنیتي نوښت او د سوداګرۍ د روڼتیا واحد هغه پروګرامونه دي چې د امریکا د داخلي امنیت/کډوالۍ او د ګمرکونو د تطبیق وزارت په وسیله اداره کېږي او ارجنټاین د کانټینر د امنیت نوښت او د سوداګرۍ د شفافیت واحد عملي کړی او د پراختیا د امنیت نوښت یې منلی دی.
متحده ایالات هغه لومړی هېواد و چې په ۱۸۰۸ز کال کې یې د برازیل خپلواکي په رسمیت وپېژندله. په ځینو شېبو کې د ګټو د پام وړ همغږۍ د ځانګړنې او د نړیوالو حساسو موضوعاتو په اړه د ناڅاپي او انتقادي توپيرونو له امله د برازیل او متحده ایالاتو اړیکې ډېره اوږده مخینه لري. متحده ایالات برازیل ته د یوه مهم ځواک په سترګه ګوري، په تېره بیا په لاتینه امریکا کې برازیل د یوه باثباته ځواک او د مهارت لرونکو مذاکراتو لپاره مهم ګڼي. برازیل له متحده ایالاتو سره د هر اړخیزو او امتیازي اړیکو د پراختیا پرځای د یوه مهم سیاسي او اقتصادي ځواک په توګه په دودیز ډول د ځانګړو موضوعاتو په تړاو همکاري غوره ګڼي. [۲][۳][۴]
له مکسیکو سره د متحده ایالاتو اړیکې ځانګړې او ځینې وخت ډېرې پېچلې وې. د دوی ترمنځ د وسله والې شخړې تاریخ په ۱۸۳۰ز کال کې د ټکساس انقلاب، په ۱۸۴۰ز کال کې د مکسیکو او امریکا جګړې او په ۱۹۱۰ز کال کې د امریکا یرغل ته رسېږي. د ګاډن پیرود تړون، له کاناډا سره څو اړخیز تړون او د شمالي امریکا د ازادې سوداګرۍ تړون یې مهم تړونونه دي، چې وروستی هغه یې د ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال د متحده ایالاتوــ مکسیکوــ کاناډا په تړون بدل شو. دا هېوادونه د یو بل لومړی او درېیم لوی شریکان دي او نږدې اقتصادي اړیکې سره لري. له ډیموګرافیکي پلوه هم له یوه بل سره نږدې تړاو لري. مکسیکو د متحده ایالاتو لپاره د کډوالو تر ټولو لویه سرچینه ده او په دې هېواد کې له یو میلیون نه دېر امریکايي وګړي اوسېږي. پر دې سربېره چې ناقانونه کډوالي او د نشه يي توکو او وسلو ناقانونه سوداګري د اختلافاتو لامل ده، خو له یو بل سره د همکارۍ لامل هم ده. [۵][۶]
له ۱۸۲۴ز کال راهیسې متحده ایالاتو او نیکواراګوا ډیپلوماټیکي اړیکې لرلې او متحده ایالاتو د ۱۹۱۲ او ۱۹۳۳ کلونو ترمنځ نیکاراګوا ونیوه ( د متحده ایالاتو له خوا د نیکاراګوا اشغال وګورئ). کله چې متحده ایالاتو نیکاراګوا ونیوه؛ نو په ۱۹۳۳ز کال کې د سوموزا سیاسي کورنۍ واکمنه شوه. دې کورنۍ د ۱۹۷۹ز کال د جولای تر ۱۹مې د نیکاراګوا تر انقلاب پورې حکومت وکړ. نابرابري او د سیاسي فساد ډېرښت، له حکومت او پوځ سره د متحده ایالاتو قوي ملاتړ او د متحده ایالاتو څو ملي شرکتونه هغه موارد وو، چې د سوموزا کورنۍ د واکمنۍ پر مهال پرې تکیه شوې وه. دا کار د دې سبب شو چې رژیم په نړیواله کچه وغندل شي او د کارټر ادارې په ۱۹۷۷ز کال کې د سوموزا له رژیم سره له دې امله مرستې بندې کړې چې له بشري حقونو یې سرغړونه کوله.
وروسته چې کله د ایران ــ کانټرا د معاملې په وخت کې متحده ایالاتو پر نیکاراګوا بندېزونه ولګول؛ نو د ریګن د ادارې پرمهال یې ډیپلوماټیکي اړیکې خرابې شوې. دا اړیکې هغه وخت بېرته ښې شوې، چې په ۱۹۹۰ز کال کې ویویلتا چامورو د نیکارګوا عمومي ټاکنې وګټلې. متحده ایالاتو نیکاراګویان دې ته هڅول چې خپلې ستونزې د خبرو اترو او جوړجاړي له لارې حل کړي او له ملي پخلاینې ګټه واخلي. کله چې په ۲۰۰۳ز کال کې په عراق کې جګړه وه؛ نو د همدغه کال په اوړي کې په دې جګړه کې د ښکېلو هېوادونو د یوې برخې په توګه نیکاراګوا هم دې جګړې ته کابو ۳۷۰ سرتېري ولېږل. دا سرتېري بیا ولسمشر اینریک بولانوس د ۲۰۰۴ز کال له اپرېل نه وروسته واېستل. سره له دې چې ولسمشر ډانیل اوټیکا د متحده ایالاتو پر تګلارې نیوکه کوي، خو پر دې نیوکو سربېره د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې عادي او ډیپلوماټیکي دي.
کله چې په ۲۰۲۱ز کال کې له افغانستان نه امریکايي ځواکونه ووتل؛ نو طالبانو د امریکا په ملاتړ د افغانستان اسلامي جمهوریت سقوط کړ او په کابل کې چې د امریکا کوم سفارت و، هغه یې د قطر پلازمېنې دوحې ته ولېږداوه. د دې لپاره چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ساتنې د ځواک په توګه خدمت وشي؛ نو امریکا د ۲۰۲۱ز کال د نومبر په ۱۲مه اعلان وکړ چې د ډسمبر په ۳۱مه به په زړه پورې برخه په کابل کې د قطر په سفارت کې پرانیستل شي. اوسمهال په متحده ایالاتو کې د افغانستان هېڅ ساتندوی قوت نشته. د افغانستان د اسلامي جمهوریت ډیپلوماټیک ماموریت په متحده ایالاتو کې د څو میاشتو لپاره په خپلواکه توګه فعالیت کاوه. کله چې یې د ۲۰۲۲ز کال د مارچ په ۱۶مه عملیات بند کړل او ملکیتونه یې د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل؛ نو د افغانستان فعالیت هم بند شو. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
هغه وخت چې برتانیې پر هند راج درلود؛ نو د هند او امریکا ترمنځ اړیکې خرابې وې. کله چې سوامی ویویکانند په ۱۸۹۳ز کال کې د نړۍ په چکر وتلی و؛ نو په امریکا کې یې د مذهبونو په پارلمان کې یوګا او ویدانتا ته وده ورکړه. مارک ټوین په ۱۸۹۶ \ز کال کې هندوستان ته لاړه او په خپله سفرنامه کې یې دې ته اشاره وکړه چې هندوستان هغه یوازینی بهرنی هېواد دی چې نوموړي یې په اړه خوبونه لیدل او د بیا لیدلو هیله یې لرله، دا یې د استوايي تعقیب په پایله کې د دواړو له وېرولو او کشمکش وړاندې ویلي وو. په ۱۹۵۰ز کال کې مهاتما ګاندي د مارتین لوترکنګ د عدم تشدد په فلسفه کې مهم نفوذ درلود او امریکا له انګرېز لیکوال روډیارډ کیپلینګ نه د هندوستان په اړه ډېر څه زده کړل. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
هندوستان او امریکا دا مهال په کلتوري، سټراټیژیکو، پوځي او اقتصادي برخو کې پراخې اړیکې لري او دا اړیکې د باور جوړونې د اندازه کولو (CBM) په پړاو کې دي، تر څو د متحده ایالاتو د بهرنیو تګلارو له خوا رامنځته شوی د باور د کمښت او د ټکنالوژۍ د نه منلو میراث ختم کړي، چې د دې کار له امله د څو لسیزو راهیسې د دغو هېوادونو ترمنځ اړیکې خړې پړې دي. کله چې په ۲۰۰۸ز کال کې د هندوستان او متحده ایالاتو ترمنځ ملکي اټومي تړون پای ته ورسېد؛ نو ناحقیقي تمو ( چې د اټومي برېښنا د تولید او ساتنې او مسؤلیت په تړاو د قراردادي تضمینونو په موخه د مدني ټولنې د تایید په هکله د عامه خلکو منفي نظر کم شوی دی) دې ته لاره هواره کړه چې عملي واقعیت تر سترګو شي، ترڅنګ یې پر ساحاتو د تمرکز لامل هم شو او له ځان سره یې مناسب سیاسي او ټاکنیز توافق درلود. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]